ارمان
د کابل ليدل زما غټ ارمان و او هر هاغه ارمان چې پوره شوى نۀ وي د لاشعور نه په مختلفو موقعو په مختلفو صورتونو او شکلونو کې راولاړېږي او فنا کېږي. د دې ارمان لۀ ټسه زۀ ډېر ځله په خوبونو کې کابل ته تللى وم ولې چې راويښ به شوم نو حقيقت به بل رنګه و. دا زما پوخ يقين و چې زۀ به کابل ته ځم، زۀ به کابل خامخا وينم. ولې دا مې سوچ نۀ و چې دومره زر به زما دا ارمان پوره کېږي. ما چې د اسد دانش او امجد شهزاد سره د تګ پروګرام پوخ کړو نو تاسو يقين وکړئ چې تر ټاکلې نېټې بيا په ما وخت نۀ تېرېدو او زړۀ مې غوښتل چې دا ورځې په هوا کې تېرې شي.

صرف دا ورځې نۀ بلکې هاغه ټولې ورځې چې مونږ په کابل او جلال اباد کې تېرې کړې لکه د باد تېرې شوې ولې هاغه خوبونه چې ما د کابل په ليدو پسې ليدلى وو د يو حقيقت په شکل کې نن زما په زړۀ، ذهن او ژبه تاند، ځلاند او وياند دي.

کابل ته مۀ ځه. کابل کې څۀ کوې. هلته دهماکې دى. هلته خودکش حملې کېږى. خلق اغواء کېږى. د امن امان مسئلې دى او ژوند پکې په خطره کې دى. تاسو يقين وکړئ د ليدلو او نۀ ليدلو ترمنځ ډېر فرق وى. جلال اباد او کابل کې ما ژوند ته هيڅ قسمه خطره راپېښه ونۀ ليده. هسې خو ژوند هر ساعت او هر ځائې کې په خطره کې وى. د ژوند انجام مرګ دى او د مرګ دپاره جلال اباد يا کابل ضرورى نۀ دى، مرګ هر ځائې راتللى شي.

په کابل او جلال اباد کې ژوند ښۀ برابر و. بازارونه خلاص وو. سکولونه، کالجونه، يونيورسټۍ او دفترونه د معمول مطابق روان وو. مارکېټونه، شاپنګ سنټرې، پارکونه او د سېل ځايونه د خلقو نه ډک وو. خلقو هيڅ قسمه وېره ترهه نۀ محسوسوله. کابل کې بيا وداني ښه ښکاره په نظر راتلله او د خلقو په څهرو کې د روڼ مستقبل تمام اُمېدونه سرۀ سرۀ ځلېدل او پړقېدل.

ما چې څۀ هم ليدلى او محسوس کړى مې دى په خپل رپورتاژ کې مې ليکلى او خوندى کړى دى. کېدى شي ما د ليک هاغه حق نۀ وى ادا کړى. کمى بېشى په هر څۀ کې وى په هر سړى او ليکوال کې وى، زما په ليک کې به هم نيمګړتيا وى، ولې چې ما څومره څۀ کولى شو ما هغومره حق ادا کړى دى. باقى پاتې په لوستونکيو. هر لوستونکى د تعميرى تنقيد حق لرى او زۀ هر تعميرى تنقيد ته سترګې په لار يم.
هر چې ما له زما عېب پېشکش راوړى
زۀ د داسې يار لۀ خدايه په غوښتۀ يم
(عبدالقادر خټک)

زما ارمان و چې زۀ دې کابل ووينم. زۀ دې هېوادمل ووينم. زۀ دې پير محمد کاروان ووينم او د کابل پوهنتون ته لاړ شم. اولنى درې واړه ارمانونه خدائې پاک سر ته ورسول ولې اخرنى سر ته ونۀ رسېدو ولې دا زما ايمان او يقين دى چې دا ارمان به هم ډېر زر پوره شى او په قول د نبي ساحل او اسد دانش چې کېدى شي دا ارمان تا بيا کابل ته راولي.

کابل کې مونږ ته دومره مينه راکړى شوه چې د شکريې ادا کولو دپاره شايد لفظونه هم زما مرسته ونۀ کړي. زۀ د ټولو نه اول د اسد دانش د مينې، خلوص او خيال ساتنې شکريه ادا کوم چې شېبه په شېبه به يې زمونږ نه تپوس کولو. زۀ د حاجي ظاهر صېب د مېلمستيا، د اورنګ صميم، بابري صېب، هېوادمل صېب، پير محمد کاروان، باز محمد عابد، لطف الله مشعل، نبي ساحل، نذير احمد نذير، محمد يار د مينې او د خلوص يو جهان مننه کوم.

زۀ د عمران او امجد شهزاد د ملګرتيا، فوټوګرافۍ او مووي د چارو هم يو جهان مننه کوم چې زمونږ دا سفر، دا ټور يې يادګاري جوړ کړو.

مننه
ماښام خټک
کور نمبر ٢١٠، خېبر کالونۍ
پاپوش نګر، ناظم اباد، کراچۍ
021-6700045
0346-3575744

لۀ ديبله تر کابله

د نومبر په دولسمه نېټه ماسخوتن د رياض تسنيم فون راغى او راته يې ووې چې هلکه امجد شهزاد خو درته فون نۀ دى کړى؟ ما ورته ووې چې ولې خېر خو دى؟ هغۀ ووې چې ما ته يې سحر فون کړى و خو زۀ کور نۀ ووم. چې کور ته راغلم نو ما ورته پستنه فون وکړو. امجد شهزاد سره مې خبرې وشوې. هغۀ راته ووې چې کابل کې په اتلسم د نومبر کال ٢٠٠٧ع د امن او سولې ګډه مشاعره ده او تاسو په شپاړسم تاريخ ځانونه راورسوئ. رياض تسنيم دا هم ووې چې سلام ته يې هم فون کړى دى، تۀ هم دا خبره کنفرم کړه. څۀ لږه شېبه پس د سلام فون راغى. هغۀ هم راته دغه خبر سر دوباره کړو. زۀ شکى شوم. ما په زړۀ کې ووې چې رياض تسنيم او سلام راسره ګپ لګوى او د هغه بلې ورځنۍ ټوقې بدل رانه اخلى. ما دو درې ورځې وړاندې سلام ته په ښځينه غږ فون کړى و او د شمائله په نوم مې ورسره خبرې شوې وې او په ايجوکېشن فاونډېشن کې يې راته د جاب راکولو وعده هم کړې وه. هم په دغه غږ او نوم مې د رياض تسنيم سره هم خبرې شوې وې او د سلام حواله مې ورکړې وې او د اردو د شاعرۍ د اصلاح خبره مې ورسره شوې وه. خو د فون نه څۀ لږه شېبه پس د رياض تسنيم دوباره فون راغى او د يوې کنځلې نه پورې راوورې ووتو او دغه کنځله زما د نيا د ستاينې په خوږلت تمامه شوه. ما ورته ووې سلام لا تراوسه خبر نۀ دى او د شمائله په نوم راته کالونه کوي.

سبا يوولس بجې د امجد شهزاد فون راغى او د دغه پروګرام په حقله يې زما سره هم خبرې وشوې ولې نېټه يې اوس د اتلسم په ځاى د نومبر شپږويشتم وښايله او پنځويشتم يې راته پېښور ته د رسېدو نېټه وښايله. ما رياض ته فون وکړو او د نېټې د بدلون نه مې خبر کړو. دې دوران کې مې دانش سره هم خبرې وشوې. هغۀ هم راته د پروګرام په حقله ووې. ورپسې بيا د امجد شهزاد فون راغى او د تګ پروګرام کنفرم شو. ما او رياض د تګ پروګرام پوخ کړو ولې سلام د څۀ مصروفياتو له کبله کابل ته د تګ نه معذرت وکړو.

لۀ ديبله تر کابله (٢)