بس خو!

غزل   عبدالهادي حېران   تورې  دي که سکڼې که پى مخې دي بس خو جينکۍ مې ټولې خوښې دي   دي د پېښور که د کابل ښکلې يو شان مې په زړه باندې راخښې دي   داسې لکه غېږه د محبوب، تودې داسې لکه شونډې د يار، يخې دي   اودرېږي، مسکۍ شي، بي

15.06.2009 hairan

زما خېبرى واده (ناول)

د يو پښتون قبايلي سردار ځوي سره د يوې انګرېزې د واده په زړه پورې او ريښتونې کيسه (د کيسې انګليسي نوم: My Khyber Marriage) ليکواله: موراګ موراى عبدالله ژباړن: عبدالهادي حېران

14.06.2009 hairan

غزل (فياض شاداب)

فياض شاداب مينې که په زړۀ دې زۀ ناښاده کړمتا به زۀ په دشتو کې اباده کړم تۀ که تېره شوې زمانه يې همزۀ به دې ټول کلي ته ورياده کړم هر رسم به مات لکه بنګړى کړمهتا به د بندونو نه ازاده کړم زۀ به محبت له داسې رنګ ورکړمهېر به دې د هر چا نه فرهاده کړم ستا د دې دنيا نه به بهر وځمځانله به دنيا چرته اباده کړم

05.02.2009 hairan

ځئ يو جشن به راجوړ کړو

غزل عبدالهادي حېران لوړې څوکې سر کول دي څۀ وړه خبره نۀ دهعشق په ګرانو لارو تلل دي څۀ وړه خبره نۀ ده هسې ژوند خو څو لمحې دى محبت يې ابدي کړيمحبت فنا کېدل دي څۀ وړه خبره نۀ ده ځئ يو جشن به راجوړ کړو دا هم لويه کارنامه دهپه جمود پورې خندل دي څۀ وړه خبره نۀ ده جنګ اسان دى خو د امن راوستل غټه خواري  دهځان انسان ث

01.02.2009 hairan

نوى غزل

ما لکه ايمان د زړۀ په دشته کې منلې يېتۀ لکه د گل پکې رنگ رنگ راټوکېدلې يې زۀ لکه باران دې هرې غاړې ته رسېږمهتۀ لکه خوشبو مې هر احساس ته رسېدلې يې ما لکه دنيا درته زړۀ پښو کې غوړولى دىتۀ لکه د مينې په ادا ورته راغلې يې زۀ لکه د ژوند هره لمحه ستا په نامۀ يمهتۀ لکه د ساه مې په هر رگ کې گرځېدلې يې ما لکه د عقل دليلونه ثبوتونه کړېتۀ لکه د عشق خمار خمار يې

30.01.2009 hairan

لنډې خو ريښتونې قيصې!

سليم راز عبدالهادي حېران زمونږ د موجوده دور د ليکوالو د نوي کُول يو ډېر بېدار، باشعور او ذهين نماينده دى – چې شاعري هم کوي، قيصې هم ليکي او تنقيدى بحثونو کې هم برخه اخلي. مطالعه د کتاب او ژوند يو شانې کوي. د مشاهدې نظر يې تېز دى. او تجربه يې په هر دم او هر قدم کې مخکې وروستو کېږي. هم دغه مطالعه، مشاهده او تجربه يې په شعوري توګه د تخليقي عمل حصه ګرځي او تخليقي تجربه ثابتېږي، چې د هغۀ جمالياتي حِس او حسياتي جماليات پکې غزونې او سرغړنې کوي او د ادب په حقل

30.01.2009 hairan

توارُد

د ژبو او ادب د تاريخ پوهان په دې عقيده دي چې په انساني ټولنه کې اول ولسي (فولکلور) شاعري مېنځ ته راغلې ده او بيا د ادب نور توکي په تدريج سره ايجاد شوي دي چې بيا د وخت او نظرياتو د بدلونونو سره د پرمختگونو په لړۍ کې د ادب موضوع د کاينات هومره پراخوالى موندلى او د همدې پرمختگ په تسلسل کې يو کايناتي حېثيت ترلاسه کړى دى. په دې حواله چې د نړيوال معاصر ادب په پراختيا نظر واچولى شي نو ناممکنه ده که څوک د سلگونو ژبو، قامونو، نظرياتو او عقيدو په مېنځ کې د خور وور ادب احاطه په يو کتاب يا څ

28.01.2009 hairan

سوات ډېر مهم دى که پښتونخوا؟

په دې وروستيو کې چې د پاکستان ولسمشر اصف زرداري يو ځل بيا دې ته لېوالتيا وښوده(دا معلومه نده چې ريښتيا يې هم زړه داسې دى که هسې ډرامې جوړوي) چې د دغه هېواد د پښتنو د ايالت نوم به پښتونخوا کېږدي نو نه يواځې په ټول پاکستان بلکې افغانستان او بهرنۍ نړۍ کې هم د دې نوم په سر له څو لسيزو راهيسې راروان بحث يو ځل بيا تود شو. د ځينو وېبپاڼو او گرځنده تليفونونو د پېغامي خبري سرويس د غلطو، مشکوکو او نامسئولو سرچينو په حواله د ناتاييد شويو راپورونو د خپرولو له امل

28.01.2009 hairan

ډالر ډالر افغانستان!

د صنف نوي زده کوونکي خپله پېژندگلو په ماته گوډه انگليسي کې په دې ډول وکړه: "زما نوم سميع الله دى. زه د ننگرهار ولايت د سرخرود د ولسوالۍ اوسېدونکى يم، دلته پېښور کې مې کور په ورسک روډ دى او د دايکندي ولايت په مرکز اناردره کې د يوې موسسې سره کار کوم." ښوونکي ترې وپوښتل: "دا صنف دې ولې غوره کړ او د دې ځاى له زده کړې څه هيلې لرې؟" زده کوونکي ځواب ورکړ: "زه اوس د دوو مياشتو په رخصت راغلى يم. زه غواړم په دې دوو مياشتو کې  څوم

28.01.2009 hairan

خو ځه خېر دى (طنز)

طنزيه غزل اشنا لاړو بې وفا شو خو ځه خېر دىښه پوهېږم چې خطا شو خو ځه خېر دى ما پرې شل زره روپۍ وې لگولېبې پښتو شو د بل چا شو خو ځه خېر دى د رقيب سره په غلا کې نيول شوىد ټول کلي د خندا شو خو ځه خېر دى د پوډرو کاروبار ته مې ډېر زړه ويو وزير که مې اشنا شو خو ځه خېر دى يو کانديد له مې ووټ ورکړو ښه سړى وچې کامياب ش

28.01.2009 hairan

امن

      د اردو ژبې د مشهور او محبوب شاعر ساحر لدهيانوي د يو نظم "امن" پښتو ژباړه چې خوږژبي شاعر فېروز اپريدي (دوحه قطر) کړې ده او د نننۍ نړۍ د "جنګ زده" ذهنيتونو لپاره ښکلى پېغام لري.  

18.01.2009 hairan

غزل (زبېر حسرت)

څه مې پوښتې چې زما سر د چا سنگر کې مات دىمات خو دې وي، خو د پردو خلکو په شر کې مات دى چرته په سمه، چرته سوات او کندهار کې ټوکړېپښتون تندى په هر دربار او په هر در کې مات دى خوا کې يې شنې چينې د سرو وينو په اوښکو ژاړيد ظالم تبر په چينار او په نښتر کې مات دى گلشن مې ټول په داو تړلى دى، يقين دې وشهگل مې بايللى دى، ازغى مې په ځيگر کې مات دى

16.01.2009 hairan

غزل (عمادالدين دوران)

گل او گلستانه پورې ورسېد درد مې تر جانانه پورې ورسېد   اور د ځمکې وريت کړمه لمبه يې کړم دود مې تر اسمانه پورې ورسېد   ستا شډل بډل په څه کږو لارو څنگه تر ايمانه پورې ورسېد   ژوند هله د خوند رنگونه واخيستل ژوند چې تر هجرانه پورې ورسېد   يو ته يې ستي نه کړې دې برند کتو زور يې تر دورانه پورې ورسېد

09.01.2009 hairan

په زمکې څه وشو

نه يُو خبرچې په زمکې څه وشوڅنګه تَبه پرې راغلهاو څنګه کَپ واخستهچې په يوډېر لوئي شمېرد هر حُسن، و تالا کولو تهچې په يوډېر لوئي شمېرد خپلو بچيانو و وژلو تهچې په يوډېر لوئي شمېرد خپلو ماڼيو او کورونوو نړولو تههسې بېخي تيارههسې بېخي جوړه شوهچې لکه هيڅ، چې به نه پرېدياو هم دغسېبيا د هغې له خوا و هم شو. (زه سړى لکه د ستو

27.12.2008 hairan

زه سړى لکه د ستورو

زما د ځان، شاعرۍ، نړۍ او د خپلې مجموعې په حقله خبرې زه نه يم خبر چې زه د شاعرۍ و مېدان ته څنګه راغلم. ايا د چُڼيو او نورو مرغکيو غږا مې خوښه شوه چې يو قسم وزم مې پکې ليدو او محسوسولو او که د سېنما په سکرين باندې د دليپ کمار، دېوانند، مدهوبالا او نرګس اداکاريو او ورسره ئې د مکالمو ادايګيو دغسې وزم د چپ او غږا دواړو په ش

27.12.2008 hairan

ازاد شعر (يو بحث)

"ازاد شعر"، يا چې د کوزې پښتونخوا ورونه ورته "ازاد نظم" وايي، يوه ادبي اصطلاح ده او د نظم هغه جوړښت ته ويل کېږي چې "د قافيې او رديف د قېد نه ازاد وي، مصرعې يې لنډې او اوږدې وي خو موضوع يې مسلسل وي او يو خاص رِدم، وزن او اهنګ لري. تش د لنډو اوږدو مصرعو نوم نۀ دى. دا ډېر رياضت او مشق سخن غواړي، چې د لنډو او اوږدو مصرعو باوجود يې په رِدم او اهنګ کښې فرق رانشي او وزن يې مات يا خراب نۀ شي. (زبېر حسرت)" د دې تعريف په رڼا کې د شاعرۍ د يو صنف په توګه د ازاد نظ

02.12.2008 hairan

په ادب کې د مېرمنو فکري غورځنگ

که په مېوند کې شهيد نه شوېگرانه لاليه بې ننگۍ ته دې ساتينه دا يقيناً چې په ښکاره يوه جنگي لنډۍ ده؛ يو غږ دى چې د خپل وخت د ځوانانو د جذبې او احساس د راپارولو لپاره د يوې پېغلې د خولې نه وتلى دى، خو دا غږ په شا يو بشپړ تاريخ او مخ په وړاندې د يو ستر او تاريخي قام (پښتون) په ادب باندې ژور اغېز لري. دا اغېز يو سل او دېرش کاله وروسته هم هغسې ژور دى څنگه چې د مېوند د جنگ (١٨٨٠ع) څخه سمدستي وروسته و او اوس هم د پښتو ژبې د ادب دومره پياوړې برخه ده چې فکرونو ته تازه رڼا بخښي. او

26.11.2008 hairan

دا زۀ پاگل وم؟ (٢)

تېر پسې ځان راپرزول "اجمل خانه واوره... د زړۀ په غوږو واوره – ما سړيتوب خپل دفتر کښې پريښى دى او راغلى يم – چې راتلم نو پښتونولي مې د اټک د پُل نه پورې پريښې ده – او مسلماني مې د دې ډاک بنګلې نه بهر ايښې ده. ستا دپاره نۀ انسان يم، نۀ مسلمان يم، نۀ پښتون يم. يو قصاب يم قصاب... قصاب پېژنې قصاب؟... چې څۀ زۀ وايم هغه به ټکى په ټکى منې، ګنې نو هغه کار به

11.11.2008 hairan

د پښتنو اصل نسل (٢)

په تېر پسې خړې اوبۀ (٢) د کتابونو دا کومې اوبۀ چې زمونږ په لاس کښې دي دا بېخي خړې دي او دا هيڅ پته نۀ لګي چې د دې خړو اوبو په تل کښې څه دي. د کتابونو په اهميت کښې شک نشته داسې کتابونه شته چې په دنيا کښې ئې انقلابات راوستي دي، پکښې خزانې پرتې دي او د لارې مشالونه دي.خو د دې دا مطلب هم نۀ دى چې هر کتاب مونږ په دغه اعليٰ فهرست کښې شمار کړو. څرنګه چ

09.11.2008 hairan

دا زه پاگل وم؟ (١)

(لومړۍ برخه) دا زۀ پاګل وم؟ نۀ وم پوهـ چې دې حوالات کښې زما دا څوېمه ورځ وه. د دې نه هم نۀ وم خبر چې د نظام پور د تاڼې نه پس ئې په کومو کومو تاڼو ګرځولى يم او بيا ئې دلته راوستى يم. او کۀ رښتيا رانه تپوس کوئ نو چې سترګې مې وغړولې او چاپېره مې وکتل نو دغه وخت زۀ په دې هم نۀ پوهېدم چې دا زۀ چرته يم او څۀ دپاره پروت ي

07.11.2008 hairan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more