لنډه کيسه


لنډې خو ريښتونې قيصې!

سليم راز عبدالهادي حېران زمونږ د موجوده دور د ليکوالو د نوي کُول يو ډېر بېدار، باشعور او ذهين نماينده دى – چې شاعري هم کوي، قيصې هم ليکي او تنقيدى بحثونو کې هم برخه اخلي. مطالعه د کتاب او ژوند يو شانې کوي. د مشاهدې نظر يې تېز دى. او تجربه يې په هر دم او هر قدم کې مخکې وروستو کېږي. هم دغه مطالعه، مشاهده او تجربه يې په شعوري توګه د تخليقي عمل حصه ګرځي او تخليقي تجربه ثابتېږي، چې د هغۀ جمالياتي حِس او حسياتي جماليات پکې غزونې او سرغړنې کوي او د ادب په حقل

30.01.2009 hairan

د مړي واده

کال نولس سوه څلور اتيا و او واده د قوماندان ګلاب دين و. د باجوړ ايجنسۍ د مهاجرينو په هغه کېمپ کې چې مونږ پکې اوسېدو خواوشا دولس سوه کورنۍ مېشت وې او په هره برخه کې به خامخا يو يا دوه قوماندانان وو چې ځينې يې لږ او ځينې ډېر مشهور وو خو قوماندان ګلاب دين د کېمپ ټولو خلکو پېژنده. وجه يې د هغه دا عادت و چې هر ځاى کې به يې د هر چا په کار کې کار لارۀ. دا کار يې د ځينو خلکو خوښ و او د ځينو لپاره د ناخوښۍ سبب و نو ځکه د کېمپ هر تن به يا د هغه دوست و او يا دښمن. خو کله نه چې يې خپله کونډه خور وژلې وه

02.04.2008 hairan

بايللې مينه

لنډه کيسه : هاجره محسن   ----  ژباړه : عبدالهادي حېران زه يوه ځوانه او ځيرکه زده کوونکې وم، چې تل به په خپلو کتابونو، لېکچرو او ازموينو کې بوخته وم. څرنګه چې زه يوه ځوانه نجلۍ وم او په لېليه کې

15.02.2008 hairan

سپينه پاڼه

عبدالهادي "حېران" خبره ما په ښکاره د لافې په توګه خو په حقيقت کې د ضرورت ترمخه کړې وه. داسې وه چې زما يو د سلام ترحده پېژندګلو سړي خپرندويه ټولنه جوړه کړې وه او زه ترې په همدغه ورځ خبر شوى وم. نو د خپل وزګار وخت د تېرولو لپاره ورغلم. او د ورتلو سره پوهه شوم چې سړى پرېشان دى. د پوښتنې کولو ضرورت نۀ و. هغه په خپله راته لګيا شو. - " ته خو هم ليکوال يې کنه؟"- " ؤ ولا، کله کله خو يو څه نا څه ليکم نو"- "يره ما خو و

05.04.2007 hairan

سترګې

عبدالله شاه ژوندون بس ته له ختو سره سم مې د پای په سيټ کې ناستې د تورې بورکې لرو نکې جينۍ په دوو سترګو چې له ښکلا او خماره ډکې خند نۍ ځلېدې نظر شو. زما  فکر يې ټول د ځا ن لور  ته وګرزاوه.  زړ ه مې غوښتل چې همدلته ولاړ اوسم او د هغې د سترګو په طبعي مسکا کې د خپل تږي زړ ه تند ه ماته کړ م. ما لا هسې کتلو چې د شا لخو ا کلينر  رابا ندې  ږغ کړ ه : ځوانه هغه وړاندې سيټ خالي دى. له دې سره سم ټولو سورليو  وخندل. 

02.12.2006 hairan

وجه

(لنډه کيسه) عبدالهادي حېران پېښه داسې وه چې دډېرو ورځو نه زۀ د اوسېدو لپاره د يوکوارټر په درک کې ووم. په پېښور کې د کرايې په کوارټر پسې ګرځېدل ماته د خودکشۍ کولو نه زيات ګران کار ښکاري. خلک دومره سپين سترګي دي چې تۀ به ولاړ ئې او کنځلې به درته پېل کړي: " کوارټر چرته دى وروره! د کرايه دارو دې خداى بېخ وباسي دومره ډېر شوي دي چې په خپلو کورونو کې مو هم نۀ پرېږدي". يا به په ظاهره ډېر په نفرت سره ووائي " يره د دې کابليانو د لاسه کوارټر خالي چرته پاتې کېږي. دوى خدا

06.10.2006 hairan

ننداره

ننداره ډاکټر تکل عبدالرحيمزىپه سترګو مې توره تياره وه،ټول بدن مې سخت درد کاوه او لړزې نيولی ووم،روح مې نا ارامه و چې په توره تياره کې مې د زنځيرونو شرنګار ترغوږو شو. ټول وجود مې غوږ غوږ شو او سترګې مې دهغې تيارې په لور ځيرشولې، تياره ورو ورو زما په لور رانژدې کېدله، تياره زما ترڅنګ راورسېده او لږ وروسته زه هم پدغه تورتم کې داخل شوم. دزنځيرونو شرنګار نور هم زياتېده او له دې سره مې اوس دخلکو شورماشور ه

30.09.2006 hairan

خواخوږى

(لنډه کيسه) نصر الله ژوند \"يا هلکه دېخوا راشه.... د نوو حالاتو نه مې خبرکړه چې څه شويدي... اوڅه کېږي.\" چناري ماما اخبار زما په وړاندې کېښودو.  چناري مامابېخي سبق وئيلى نۀ دى. بې تعليمه دى خو د دنيا د حالاتو نه ځان خبروي. د خبرونو اورېدو شوق يې دومره دى چې هره ورځ تازه اخبار اخلي. او د دوکان په وړاندې چې څوک په تېرېدو وويني نواخـبار ورته د دوکان په شوکيس ويړ کړي. او د دنيا جهان د حالاتو نه ځان

19.09.2006 hairan

دا مُرداري ده؟

دا مُرداري ده؟ (لنډه کيسه) ليکوال: خداى بخښلى بابو فضل خالق "دا ډاکټر خو عجيبه سړى دى دا څرنګه مجلس يې روان کړى دى. د دوى خبرې د خلاصېدو نوم نۀ اخلي. ما بيا بيا سګرېټ لګولو او د انتظار تراخۀ مې برداشت کول او زړۀ کښې مې رنګ رنګ خيالات راتلل چې دا په ځانله کوټه کښې يوې جينۍ او يؤ سړي اخر دومره ډېر وخت ولې تېر کړو. چې څومره وخت تېرېدو د دغه جينۍ

19.09.2006 hairan

حال دا دى

حال دا دى (لنډه کيسه) عبدالهادي حيران د تورخم د لويې دروازې څخه شل پنځه ويشت قدمه شاته د کوم زوړ هوټل مخې ته چې زه ولاړ وم، هلته نۀ يواځې د خواوشا ټول دوکانداران، مزدوران او تلونکي راتلونکي مساپر بلکې په ډيوټۍ ولاړ ملېشې والا هم راټول شوي وه او ټولو مخامخ د شمشاد غر په لور داسې په توجو کتل لکه سېنما هال کې چې د يو ښۀ فلم اخري منظر ته ساه نيولي ناست وي او په دې تلوسه کې وي چې اوس به څۀ کېږي. په هغه

02.09.2006 hairan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more