لنډه کيسه : هاجره محسن   ----  ژباړه : عبدالهادي حېران

زه يوه ځوانه او ځيرکه زده کوونکې وم، چې تل به په خپلو کتابونو، لېکچرو او ازموينو کې بوخته وم. څرنګه چې زه يوه ځوانه نجلۍ وم او په لېليه کې اوسېدم نو په ژوند کې مې د خپلو زده کړو پرته بل څه ته ارزښت نۀ ورکاوۀ.

هغه د يکشنبې د ورځې يو داسې ځلاند سهار و، چې هر خوا ته په شنو بوټو کې د مرغيو چغار اورېدل کېدۀ. ما خپلې شپږ مياشتنۍ ازموينې سر ته رسولې وې او کور ته د ځان رسولو لپاره په منډه وم. زه يو اورګاډي ته وختم او په يو سيټ کېناستم.  د کېناستو پر مهال مې په يوه ډله کسانو نظر ولګېد چې خوارۀ وارۀ ولاړ وو. همدغه وخت مې يو هلک او نجلۍ هم وليدل چې د ولاړو کسانو سره څنګ کې سيټونو باندې ناست وو، سمدستي پوه شوم چې د دواړو تازه وادۀ شوى دى او کور ته روان دي. مونږ دلته په هند کې يو رواج لرو چې کله ناوې لۀ واده وروسته د خپل مېړۀ سره کور ته ځي نو ښکلې جامې اغوندي، مېوې ځان سره وړي او سندرې وايي. دغه مراسم زما ډېر خوښېږي.

کله چې اورګاډى روان شو نو دوه نور سړي راوختل او د خورو ورو ولاړو کسانو سره ودرېدل. په پېل کې ما فکر وکړ چې دوى دواړه هم د دغو ولاړو کسانو ملګري دي خو لږ ساعت وروسته دوى د وادۀ هلک ته وويل:

"کۀ اجازه راکړې مونږ به ستاسې خوا ته په خالي سيټونو کېنو؟ په راتلونکي تمځاى باندې مونږ هسې هم بېرته ښکته کېږو".

د وادۀ هلک اجازه ورکړه او هغوى په خالي سيټ کېناستل.

شېبه وروسته اورګاډي خپل رفتار ونيوۀ او ما په خپل سامان کې د خپلې خوښې د هغه کتاب لټون پېل کړ چې په داسې اوږد سفر کې زما ملګرى وي.

زه د کتاب په لوستلو کې ښه ډوبه شوې وم چې په هغو دوو سړو کې مې د يو خبرې د وادۀ د هلک سره واورېدې او پام مې د کتاب نه واوښت. هغۀ سړي ويل چې د اورګاډي راتلونکى تمځاى د ډيکټار په نامه وړوکى ښار دى، خو د وادۀ هلک ورته ويل چې نه، راتلونکى تمځاى ساينال نومېږي. په دې د دواړو بحث شو. هغۀ سړي ورته وويل:

 "راځه شرط ږدو. که راتلونکى تمځاى ساينال و نو زما په لاس دا د الماسو ګوته ستا د ناوې شوه."

زۀ د هغه سړي دې شرط او دومره اعتماد ته حېرانه شوم او يقين مې نۀ راتۀ.

د شرط تړلو نه وروسته دواړه غلي شول او د راتلونکي تمځاى رارسېدو ته يې انتظار پېل کړ. زمونږ تلوسه شېبه په شېبه زياتېدله. زما سترګې په کتاب نۀ ټينګېدې. اخر هم تمځاى راورسېد او د وادۀ هلک چيغې کړې "ها شرط مې وګاټۀ".  هغۀ سړي کرار او په مهذب انداز د خپلې ګوتې نه د الماسو د غمي ګوته راوويسته او هلک ته يې ورکړه تر څو خپلې ناوې ته يې ورکړي، او بيا خپل ملګري سره د اورګاډي نه ښکته شو. زۀ د هغۀ دې وضعيت ته نوره هم حېرانه شوم.

اورګاډى د لسو دقيقو لپاره هلته ولاړ و، نو زۀ هم ترې ښکته شوم چې يوه پياله چاى وڅښم. کله چې د چاى دوکان ته ورغلم نو هغه دواړه سړي مې تصادفاً هلته وليدل. زۀ خپلې تلوسې ونيولم او خوا ته ورروانه شوم چې څو خبرې ورسره وکړم. کله چې ورنژدې شوم نو يوه داسې خبره مې واورېدله چې په مينه يې زما عقيده بدله کړه. نن هم هغه خبره زما په غوږونو کې پرته ده. هغه سړي خپل ملګري ته ويل :

"ما خپله مينه وبايلله. هغه د بل چا شوه. خو د لاس نښه مې ورکړه."