عبدالهادي حېران

(١)

په تکه توره تياره شپه او هغه کوټه کې چې ګلاب شاه پکې پروت و داسې ښکارېده چې نړۍ د ورانېدو اخري مرحلې ته رارسېدلې ده. دا جلال اباد ته د هغۀ اولنى راتګ و او د ترور په کور کې يې اولنۍ شپه وه. هغۀ سوچ کاوه چې د ورځې خو دومره بد حال نۀ و، دا د شپې څه تندر راپرېوتى دى چې دومره ډزې دي. داسې معلومېده چې په دې ښار کې خلک خوب نۀ پېژني او يا ټولې مرمۍ په همدې نن شپه خلاصول غواړي. تر سهاره خو به په ښار کې هيڅوک ژوندي نۀ وي پاتې! ډزې داسې ډزې چې هغۀ په خپل پنځلس کلن ژوند کې هيچرته نۀ وې اورېدلې. خواوشا يې په کوټه کې نورو خلکو ته وکتل نو ټول داسې بېغمه ويده وو چې تا به ويل هيڅ خبره نشته. سوچ يې وکړ چې کېداى شي دلته هره شپه همداسې ډزې وي ځکه يې دا خلک دومره په کيسه کې نۀ دي. بيا يو بل سوچ ورغى. د ورځې يې اورېدلي وو چې دا مخامخ په يو څه واټن کې ښکاره کېدونکې ودانۍ د قول اردو ده.

"قول اردو څه ته ويي؟" پوښتنه يې وکړه.

"دلته عسکر دي... تمرينونه کيي" ابراهيم- د ترور ځوى يې ځواب ورکړ.

سوچ يې وکړ چې ښايي دا ډزې په قول اردو کې عسکر کوي. خو د څۀ لپاره؟ ښايي تمرينونه کوي يا يې چا سره جنګ وي. د ځان سره يې وويل چې که هر څۀ وي خو سهار ته به معلومات کوم، که دا حال هره شپه وي نو نور نۀ ايسارېږم. بيا يې ځان ته يو څو ښکنځلې وکړې. د ځان سره يې بحث پېل کړ: "هلکه تا ته چا ويلي وو چې جلال اباد ته راځه؟ بس دا مې اخري ځل شو بيا به نۀ راځم. زما دې په نصحاو توبه وي. بس دا نن شپه دې خداى په خېر سره سهار کړي نو". خو سهار ډېر ليرې و او د هغۀ سترګو د بندېدو نوم نۀ اخسيتۀ. خوب دومره ليرې تښتېدلى و چې بېرته راتلۀ يې معلوم نۀ وو. او شپه چې څومره پخېدله نو ډزې لا پسې زياتېدلې او غټېدلې.

سهار چې يې ترور چاى ډوډۍ په دسترخوان کېښودل نو ورسره يې د ګلاب شاه سترګو ته هم په ځير ځير وکتل.

"وه زويه! دا سترګې دې ولې داسې سرې اوښتې دي...؟"

"سرې دي؟ ښه ده چې چاودلې نۀ دي ترورې! ټوله شپه مې خوب نۀ دى کړى... خداى خبر چې څومره خلک به وژل شوي وي په ټول ښار کې..."

"په کوم ښار کې؟" دا پوښتنه يې د ترور مېړۀ وکړه او د خپلې مېرمنې په څېر يې په ځير ځير د هغۀ سترګو ته هم وکتل. د ترور ځوى ابراهيم او لور ملغلرې يې هم د مور او پلار په تعقيب سترګو ته وروکتل.

"په همدې ښار کې... نور په کوم ښار کې! ټوله شپه داسې ډزې وې تۀ به وى چرته کاپرو حمله کړې ده. بس چې دا چاى وڅکم جامې مې راکه چې ځم"

"ها ها ها ها ها" ټولو په شريکه وخندل.

"مورې، ډار شوى دى بېچاره... چرته يې ډزې نۀ دي اورېدلې" ابراهيم د طنز په ډول وويل.

خو د ابراهيم پلار، چې د ګلاب شاه په حالت يو څه اندېښمن شوى و، وويل "رښتيا هم د شپې ډزې زياتې وې... د څو ورځو نه چې حاجي شمالي وژل شوى دى وضعه ښه نۀ ده. په ښار کې ټوله ورځ ټانکونه ګرځي راګرځي. خداى خبر چې د دې وطن نه به څۀ جوړېږي. زړۀ مې وايي چې ايسته پاکستان ته لاړ شو؟"

"خداى به خېر کي سړيه، اوس واړۀ مۀ ډاروه. د روسانو وخت کې پاکستان ته نۀ يُو ماجر شوي نو اوس به ولې ماجر کېږُو؟ دا ډزې خو دلته هره ورځ يي. مخامخ قول اردو دى، عسکر تمرينونه کيي. چې انګورباغ ته د خېره کډه وېسُو بيا به بېغمه شو" مېرمن يې په يوه ساه ورته ځواب ورکړ.

انګورباغ ته د کډې وړلو خبره په ابراهيم او ملغلره هم خوږه ولګېده او د پلار نه يې غوښتنه وکړه چې نن د سبق نه راشي نو دوى دواړه او ګلاب شاه دې ځان سره انګورباغ ته بوځي. خو ګلاب شاه سمدستي وويل:

"نۀ انګورباغ ته ځم او نۀ انارباغ ته، سيدها خپل کور ته ځم".

"کور ته څنګه ځې؟ ايله پرون خو راغلى يې. مور دې راته ويلي چې ګلاب له په جلال اباد کې ښځه وګوره. صبر وکه چې څو شپې خو تېرې شي. ښه ښېسته جلۍ درله ګورم".

ګلاب شاه غلي غوندې د ملغلرې په لور وکتل. هغۀ ته ياد شو چې د کور نه راروانېدۀ نو مور يې ورته پټ ويلي وو "چې لاړ شې په دې بانه به ملغلره هم ووينې. که خوښه دې شوه بيا يې درته غواړم. که خوښه دې نۀ شوه بيا چې بېرته راځې د کونړ په لاره به راشې او نرنګ کې به دې د بلې ترور کور ته ستون شې. هم به دې ترور خوشاله شي هم به په دې بانه زرينه ووينې. که خوښه دې شوه هغه درته غواړم".

په زړۀ زړۀ کې په دې کشمکش کې شو چې مور ته به څۀ وايي چې ملغلره يې خوښه شوه که نه. خو د دې لپاره چې ترور يې ورباندې پويي نۀ شي، ژر يې وويل:

"بس يوه شپه مې دلته وکړه... يوه شپه نرنګ کې کوم او سبا کور ته ځم".

ترور يې دا خبره واورېدله خو څۀ ځواب يې ورنکړ، ځکه ابراهيم او ملغلره سبق ته روانېدل او مېړۀ يې بازار ته په خپل کار پسې واتۀ، نو د هغوى په رخصتولو بوخته شوه. په همدې وخت کې معلومه شوه چې بېرون په کوڅه کې ډېر عسکر ولاړ دي او ټولې لارې يې بندې کړې دي، هيچا ته د تګ راتګ اجازه نۀ ورکوي. د ترور مېړۀ يې ورغى چې وګوري څه کيسه ده. يو عسکر ورته وويل چې په قول اردو کې د قران شريف ختم دى او صدراعظم صېب په ختم کې د ګډون لپاره راروان دى، د هغۀ لپاره امنيت نيول شوى دى. عسکر مشوره ورکړه چې هيڅوک بايد لۀ کوره بهر ونۀ وځي. بس د ټولو پلانونه ګډوډ شول. سبق پاتې، کار پاتې او ګلاب شاه خپل تګ هم زړۀ نا زړۀ وځنډاوۀ. ټول بيا سره کېناستل او ترور يې اوس ترې په کرار پوښتنه وکړه "نرنګ ته د حليمې کره ځې؟"

"هو، نور نو هلته څوک دي چې ورشم" ګلاب شاه ځواب ورکړ.

"ښه ده چې لاړ شې هغه به خوشاله شي، هر وخت ګيله کيي چې څوک راکره نۀ راځي. کۀ دا لاره خرابه نۀ وى زۀ هم تلم... ډېر وخت وشو چې نۀ مې ده ليدلې" د کشرې خور په رايادېدو سره يې غږ ژړغونى شو. ګلاب شاه په زړۀ کې خفه او پښېمانه شو چې ولې يې دا خبره وڅېړله. ژر يې وويل "په دې کې څۀ خبره ده! ځه چې ځو زۀ به دې بوځم. که لاره خرابه ده نو مونږ پېده خو نۀ ځو، په موټر کې ځُو".

ترور يې خپل مېړۀ ته وکتل او په سترګو سترګو کې يې نرنګ ته د تللو اجازه ترې وغوښتله. هغه د خپلې مېرمنې په ژړغوني کېدو او دې ناڅاپي غوښتنه وارخطا غوندې شو. وې ويل "ګوره ښځې، دې وخت کې څنګه نرنګ ته ځې؟ لارې خرابې دي، ځاى په ځاى چُور او تالان جوړ دى، او دا کور چا ته پرېدې؟"

اوس د ټولو د وارخطايۍ لمبر و ځکه چې د ګلاب شاه ترور رښتيا په ژړا شوه. د مېړۀ رنګ يې د ډېرې غوسې نه سُور واوښت خو څۀ يې ونۀ ويل. د مخه يې څو کرته خپلې ښځې ته ويلي وو چې د سر ويښتۀ يې د هغې په وړه وړه خبره ژړا سپين کړي دي. خو د هغې پوخ عادت و چې ښه به خوشحاله وه، ښې خبرې به يې کولې، يو بحث به روان و او ناڅاپه به په يوه خبره په ژړا شوه. دوه درې ځل يې مېړۀ په دې وهلې هم وه، خو اخر قانع شو چې عادت نۀ بدلېږي نو بيا يې زړۀ ته صبر ورکړ. کله کله به داسې وشو چې د هغې غوښتنه به يې ومنله نو بيا به غلې شوه، اوښکې به يې پاکې کړې، خو دا غوښتنه يې د هغۀ په نظر کې د منلو نۀ وه. اوس څنګه دا کور او هر څۀ پرېږدې او نرنګ ته ځې؟ خو د خپلې ښځې د غلي کولو لپاره يې ورته وويل:

"ځه ښه ده چې تۀ خامخا ځې نو څو ورځې صبر وکه د انګورباغ په کور کې لږ کار پاتې دى چې هغه پوره شي نو يو دوه ورځو له به ټول لاړ شو. اوس چې تۀ ځې دا کور شړ پاتې کېږي او چې زۀ درسره ځم هلته کار نيمګړى..."

د هغۀ خبره لا پوره سر ته نۀ وه رسېدلې چې بهر ډزې او درزهار شو. د ګلاب شاه رنګ زيړ واوښت او سترګې يې سپينې سپينې راووتلې. ملغلرې او ابراهيم چې ورته وکتل نو پټ پټ په خندا شول خو ډزې يو ناڅاپي دومره زياتې شوې چې د هغوى نه هم وار پار خطا شو. ترور يې ژړا پرېښوده ژر ژر يې ابراهيم او ګلاب شاه د لاسونو نه ونيول، ملغلرې د خپل پلار نه لاسونه تاو کړل او ټول د کوټې په يو ګوټ کې د ځمکې لاندې د پناه لپاره جوړ شوي غار ته کوز شول. ګلاب شاه لپاره د ډزو نه دا غار زيات خطرناک و، ځکه چې هغه د مارانو او لړمانو نه هم ډېر زيات ډارېدۀ. لاندې په غار کې رڼا هم نۀ وه نو يو بل يې تش د غږ نه پېژندل.

(دوام لري)