لۀ ديبله تر کابله (١)

په درويشتم نومبر رياض تسنيم راته فون وکړو چې هلکه سبا اووۀ بجې بس اډې ته ځان رارسوه او رښتيا موبايل آن ساته. ټکټونه او سيټونه کليئر دي. محمد خان عندليب به اډه کې موجود وي. د عندليب د نوم په اورېدو زۀ پوي شوم چې رياض تسنيم پوخ کار کړى دى. ولې چې د رياض رابطې پخې وي او په داسې موقعو خو بېخي سر دوباره شي.

زۀ سحر پاڅېدم، تيارى مې وکړو. رياض ته مې هم مِسکال وکړو. د روانېدو په وخت مسز خټک راباندې ټولې کليمې او وظيفې راچُف کړې. که ما ورته هر څومره وويل چې کابل کې امن دى، هيڅ وېره ترهه نشته ولې مېډيا ډېر ظالم شى دى، دلته چې د کابل يا د افغانستان حالات په کوم شکل وړاندې کوي که دې مېډيا پسې لاړې نو په خداى که د کابل په لور قدم کېږدې. ولې پښتون اديب، دانشور د مېډيا د ډول نه ښه خبر دى او بيا د کابل په حقله خو لا ډېر ښه خبر دى.

خپل مشر ورور ډاکټر کمال د بسونو تر اډې ورسولم. څه شېبه ګړۍ پس محمد خان عندليب راورسېدو. د هغه سره مې ګپې شپې لګولې چې رياض تسنيم هم راورسېدو. ورور مې راسره په مخه ښه وکړل او لاړو. عندليب ويل ناشته کوو. مونږ ورته وويل چې هلکه مونږ ښه برابر راغلي يو. ناشته ماشته مو کړې ده، ولې هغه زورور شو او ناشتې ته لاړو.

ناشتې نه پس عندليب راته د بس ټکټونه او سيټونه کليئر کړل. سامان مو کېښودو. زمونږ دپاره اولني درېم او څلورم سيټونه ټاکلي شوي وو.

بس ټيک اوه بجې د اډې نه روان شو. بس د نارتهـ ناظم اباد په لاره د سهراب ګوټهـ په لور روان شو. د کريم اباد په خواوشا کې دومره دُهند و چې د کراچۍ په ګرمۍ کې يې د ژمي د سحر منظر پېش کوو.

سهراب ګوټهـ کې لارۍ لږه شېبه ودرېده. دې دوران کې د ظفر کريمي فون راغى. رياض ورته ووې چې هلکه چرته يې؟ هغه ووې چې پېښور کې يم، تر تاسو نه شم ايسارېدلى.

دا کندکوټ و او د ملګري سلام د ټيليفون له لارې په مونږ سلام و. سلام هم زمونږ د تګ ملګرى و خو د څه ذاتي مصروفياتو له کبله پاتې شوى و. د جامشورو په پول پورې وتو چې د زرجان [مداخېل] فون راغى. زرجان چې هر څنګه خبر شوى و ولې پوره نۀ و پوئي ولې چې رياض نه يې په ګيله منه لهجه د تګ د صورتحال پوښتنه کوله. ولې رياض په صحيح صورتحال خبر کړو.

مونږ د کشمور په ځنګلو کې روان وو چې د وصال مومند فون راغى. وصال ګپ شپ ته فون کړى و ولې چې هغه د صحيح صورتحال نه خبر و. ولې چې مونږ د جرس ادبي جرګې په اجلاس کې د کابل د تګ خبره کړې وه او وصال مومند د جرس ادبي جرګې د يو چټک غړي په حېث موجود و.

د ماسخوتن ډوډۍ مونږ په راجن پور کې وخوړه. يخنۍ يلغار کړى و، ولې د دې يلغار نه مونږ لکه د پُرامنه خلقو په خپلو خپلو څادرونو کې پناه واخسته. زياتره بس خالي و نو زۀ د شپې بل سيټ ته لاړم. بس کې داسې لږه ډېره مشغولا وه. کله ويښ کله اودۀ، شپه تېره شوه. سحر څه څلور بجې وې چې مونږ د ډېره اسماعيل خان په بازار ورننوتو. په بازار کې په شارجه او شوبره هوټل د مسافرو ګڼه وه او د چايې پراټو بندوبست يې ځانونو ته کوو.

کرک که هر څو ما ليدلى نۀ و ولې د کليو نومونه يې زما دپاره بېخي نامانوسه نه وو. مونږ دلته په کراچۍ کې تقريباً څلوېښتو پورې خټک وکيلان يو چې پنځه دېرش په کې د کرک ضلعې سره تعلق لري. د تېرو اتوو کالو نه زه د دغو کليو د نومونو سره بېخي بلد يم. زما دپاره سور ډاګ، صابر اباد غونډۍ او ميټاخېل ډېر مانوسه نومونه وو. که فرق صرف و نو هغه دا چې اول مې د دې ځايونو صرف نومونه اورېدلي وو او اوس مې په خپلو سترګو وليدل. اوس سحر شوى و. بر سر روزګار خلق خپلو خپلو کارونو او ماشومان په ډاټسنو پورې رازوړند وو چې ما ته يې هم خپل د سکول وخت راياد کړو.

د کرک ضلع د پښتونخوا د نورو ضلعو په نسبت په تعليمي لحاظ ډېره مړه ده. په کرک ضلع کې د تعليم له وجې د سياسي شعور سطح ډېره لوړه ده. خلق يې په رواياتو دومره ميين دي چې په دې يويشتمه پېړۍ کې هم په ډسټرکټ کرک کې سېنما او کېبل نۀ پرېږدي ولې په سياسي توګه دومره باشعوره دي چې د طالبانو تمامې هڅې يې په شا وتمبولې. ګنې ډسټرکټ ټانک او ډسټرکټ لکي مروت به کله کله د طالبانو د يلغارونو ښکار وو.

د کرک د خلقو د تعليمي او سياسي شعور اندازه د دې نه هم لګي چې د هايي وى (Highway) نه کوم روډ کرک ته ځي د خپل دور منلي سياستدان او وتلي صحافي ماسټر خان ګل په نوم او د هايي وى نه چې صابر اباد ته کوم سړک بېلېږي هغه يې د تڼاکې د خالق پرېشان خټک په نوم منسوب کړي دي.

اوس مونږ کړپه کراس کړې وه او د لاچۍ په بازار ورداخل شوي وو. ما رياض ته ووې: ماما چې ورځ ده نو بازار څنګه اباد دى، چې ماښام په دې راځې نو دا بيا بازار نۀ د چا بې څوکه کس مزار ښکاري. رياض تسنيم ووې چې د دې عکاسي احمد فراز په يو شعر کې په ډېر ښه انداز کړې ده.

دن کے ډهلتے هوئے آنکهين يون اجړجاتي هين
جس طرح شام کو بازار کسي گاون مين

هغه زياته کړه چې دا تجربه د اردو والاو سره نشته. ما ورته ووې چې د دې نه به خوند هم هغه څوک اخلي چې د دغه شان مشاهدې او تجربې نه تېر شوي وي.

دې دوران کې په يو سټاپ د امرودو والا راوختو. امرود يې ډېر خواږه وو. رياض تسنيم ووې چې ايوب صابر صېب به په خپل کالم کې د کواټ د امرودو ډېر ذکر کوو. دغه کالم به په مشرق اخبار کې د پشاورنامه د عنوان سره خپرېدو.

نهه نيمې بجې وې چې مونږ Friendship Tunnel باندې بس ورننويستو. دې سورنګ کې ځاى په ځاى ايګزاسټ لګېدلي دي. د دې نه علاوه په مېنځ مېنځ کې داسې ځايونه هم جوړ کړى شوي دي چې که خداى مه کړه څه حادثه يا څۀ بل څۀ مصيبت راپېښ شو نو چې ګاډى يا مسافران دغه ځاى ته منتقل کړى شي.

لۀ ديبله تر کابله (٣)