انتخاب
لۀ ديبله تر کابله (٢)
لۀ ديبله تر کابله (١) په درويشتم نومبر رياض تسنيم راته فون وکړو چې هلکه سبا اووۀ بجې بس اډې ته ځان رارسوه او رښتيا موبايل آن ساته. ټکټونه او سيټونه کليئر دي. محمد خان عندليب به اډه کې موجود وي. د عندليب د نوم په اورېدو زۀ پوي شوم چې رياض تسنيم پوخ کار کړى دى. ولې چې د رياض رابطې پخې وي او په داسې موقعو خو بېخي سر دوباره شي.
لۀ ديبله تر کابله (1)
ارماند کابل ليدل زما غټ ارمان و او هر هاغه ارمان چې پوره شوى نۀ وي د لاشعور نه په مختلفو موقعو په مختلفو صورتونو او شکلونو کې راولاړېږي او فنا کېږي. د دې ارمان لۀ ټسه زۀ ډېر ځله په خوبونو کې کابل ته تللى وم ولې چې راويښ به شوم نو حقيقت به بل رنګه و. دا زما پوخ يقين و چې زۀ به کابل ته ځم، زۀ به کابل خامخا وينم. ولې دا مې سوچ نۀ و چې دومره زر به زما دا ارمان پوره کېږي. ما چې د اسد دانش او امجد شهزاد سره د تګ پروګرام پوخ کړو نو تاسو يقين وکړئ چې تر ټاک
لور (تکل)
محمد اشرف غمګيند لور مترادف "طرف" دى. د سِمت لپاره هم استعمال کېدلى شي. د مستعمل مروج او عبارت مثال ئې داسې دى. اوښ روان دى، لور ئې معلوم نۀ دى. د شوو په پاڼو مئين دى، په کوم لور چې د شوو پاڼې ويني په هغه لور دانګ وهي. اوښ روان دى، اوږى دى، حرام حلال نۀ ګوري، د خپل زړۀ مني، زړۀ په سينه کښې لږ ګس لور ته وي. اخير به چې ښۀ ستړى شي، ګس لور ته به چو کېږي. پخوا به سمندري جهازونو د قطب نما په ذريعه خپل لور سمولو. رحمان بابا عليه الرحمة وائي:ننګيالي چې يو ځل مخ کړه په کوم لوريبيا ئې نۀ ګوري
سګ جنګي!
اټک يوسفزی د پرديو الوتکو له درنو درنو بمباريو نه ايله يو څو ورځې وروسته په ټول هېواد کې د ديموکراسۍ او ازادۍ د چيغو او شعارونو سره سم چا پوړني له سره غورځول او چا هم پګړۍ او خولۍګانې د تېرو واکمنو سخت چلند د خلکو زړونه دومره پړسولي وو چې ان نايي په يوه چړه له شل مخونو نه ږيرې توږلې. په هم دې ترڅ کې د چرګانو،زرکانو، مړزانو او د سپيو شوقيانو هم د چرګانو، مړزانو،زرکانو او سپيو د جنګولو اعلانونه وکړل٠خو تر ټولو عج
پښتانه مترقي کېدو ته اړتيا لري
زمونږ ژبه چې تراوسه پورې کوم ادب لري دا يواځې د شوقي ليکوالانو تخليق دى، د ضرورت تر مخه يو فيصد کار هم نه دى شوى. تر څو پورې چې دا ژبه د خلکو ضرورت نه وي ګرځېدلى تر هغې يې هيڅوک ويلو ته نه تيارېږي، او چې کله دا د خلکو ضرورت شو، خلک به يې پخپله په ويلو پېل وکړي، او بيا به وګورئ چې دا ژبه کوم ادب او کومو ليکنو ته اړتيا لري، او څومره تشې لري هغه په څو مياشتو کې پوره کېږي او کنه. د بشپړه مرکې د لوستلو لپاره په لاندې پېوند کېکاږئ http://www
اختر
غني خان غني وخوړ داسې غمنۀ دارو لري نۀ دمکُل جهان دى سترګې سترګېنشته سترګې د صنمخلک وئي اختر اختر دىماته ښکاري محرمچارچاپېره ساز او شرنګ دىما له سوز، ژړا او غمچې جمدون په کمېدو شوشو هر څيز ورسره کمد شهوت نه وحشت لاړود نېکۍ سرور شو کمد ګناه نه مزه لاړهپيکه خوله شوه د صنمنۀ په بام د ليلا مست شومنۀ سايه کې د حرمخلک وئي اختر اختر دىماته ښکاري محرم
شاعري
غني خان د سګرېټو بېخ مې وښکۀسر مې خُوږ کۀ په ګرولوډېر سُرونه مې راياد کړليو هم نۀ دى د يادولونۀ ټپه شوه نۀ چاربېتهنۀ غزل نۀ نيمکۍ شوهنۀ قيصه شوه نۀ بدلهنۀ ساقي شو نۀ کوکۍ شوهشاعري هم يارانه دهنۀ په زور نۀ په زارۍ شينۀ په چل نۀ په هنر شينۀ په مال نۀ په خوارۍ شيشاعري لکه باران دىکله تندر ګړزهار شيناګهانه داسې شړق شيچې صحرا هم سمندر شيکله نرم نرم پشمپوست نازک نازک ريښمين
اور
اور عنايت ساپى د کندهار په زړه کې بيا بمونو اور اخيستىانډيوالۍ کې مې جانانه وينو اور اخيستى يوهلمندي ماشوم سهار په چيغو چيغو ژړلښوونځى مو سوى، معلم مړ، کورونو اور اخيستى ناترسه ياره لکه ستوري شان ياران مې وژنېشين سترګي نه مري خو زمونږه پلونو اور اخيستى ظالمه اوس به دې په سيمه کې غښتلى مټ وایخو ل
دوه شعرونه
اباسين يوسفزى هر څوک ما غوندې ساده نۀ وي چې زيار وباسيخلک پښتو مښتو په تندر ولي کار وباسي دوى هر منزل ته په لنډو د رسېدو قايل ديپښتانه ځکه په سمسور پټي کې لار وباسي
غزل
خوشال خان خټک د ګلونو قدر چا زدهيا بلبلې يا بورا زده په جهان کې به يو يو ويچې هنر يې د کېميا زده که جهان درخبر نۀ دىما په تا زده تا په ما زده ته ښادي کړه زه به غم کړمتا خندا زده ما ژړا زده رنګ دې ښه دى خوئي دې بد دىزه "خوشال" يم ما رښتيا زده
د پښتو مشاعرې او شاعران
د پښتو مشاعرې او شاعرانالعين د ابو ظهبۍ رياست يوه وړه شان ښاريه ده. دلته لوړ دنګ بلډنګونه نشته. هر عمارت درې چته دى. ما غوښتل چې العين ووينم خو زما دغه تګ په توره شپه کې ؤ. هغه د چا خبره چې د مېلمه واک د کوربه وي اؤ بيا کوربه چې شاعر هم وي نو بيا به پکې څوک څۀ ووايي. ملګري په يوه دېره کې زمونږ په انتظار ناست وه. د العين د دېرو حال د دوبۍ نه ډېر ښۀ دى. دلته ښې صفا ستوره کوټې دي اؤ کرايه ګانې يې هم مناسبې دي. مونږ چې ورسېدو نو مشاعره شروع شوه.
صاحب
صاحبغني خان زوى مې راغى د يورپ د تربيتهجوړ سنبال لکه د ناوې پورته ښکته تريو تندى، پوډري مخ يې ؤ نيولىتا به وې ؤ د لاټانو د محلته د ډوډۍ او د فېشن سره يې شوق ؤډېر نفرت ورله ورته د جماعته لګولو د پېسو کې افلاطون ؤخو ګټلو کې غريب ؤ بې همته نن چې ما ورته په فکر نظر وکړوخر هم هغه ؤ بس نوې يې وه کته
زما په دواړو اوږو....
زما په دواړو اوږو.... زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئزما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئد رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګروزما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ زما په لاسو کې په پښو کې دېوتاګانو د وختد زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنوما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مئ