اباسين يوسفزى
هر څوک ما غوندې ساده نۀ وي چې زيار وباسي
خلک پښتو مښتو په تندر ولي کار وباسي
دوى هر منزل ته په لنډو د رسېدو قايل دي
پښتانه ځکه په سمسور پټي کې لار وباسي
19.09.2006
- hairan
خوشال خان خټک
د ګلونو قدر چا زدهيا بلبلې يا بورا زده
په جهان کې به يو يو ويچې هنر يې د کېميا زده
که جهان درخبر نۀ دىما په تا زده تا په ما زده
ته ښادي کړه زه به غم کړمتا خندا زده ما ژړا زده
رنګ دې ښه دى خوئي دې بد دىزه "خوشال" يم ما رښتيا زده...
19.09.2006
- hairan
دا مُرداري ده؟
(لنډه کيسه)
ليکوال: خداى بخښلى بابو فضل خالق
"دا ډاکټر خو عجيبه سړى دى دا څرنګه مجلس يې روان کړى دى. د دوى خبرې د خلاصېدو نوم نۀ اخلي. ما بيا بيا سګرېټ لګولو او د انتظار تراخۀ مې برداشت کول او زړۀ کښې مې رنګ رنګ خيالات راتلل چې دا په ځانله کوټه کښې يوې جينۍ او يؤ سړي اخر دومره ډېر وخت ولې تېر کړو. چې څومره وخت تېرېدو د دغه جينۍ...