خوشال خان خټک


د ګلونو قدر چا زده
يا بلبلې يا بورا زده

په جهان کې به يو يو وي
چې هنر يې د کېميا زده

که جهان درخبر نۀ دى
ما په تا زده تا په ما زده

ته ښادي کړه زه به غم کړم
تا خندا زده ما ژړا زده

رنګ دې ښه دى خوئي دې بد دى
زه "خوشال" يم ما رښتيا زده