زه رحمان د خداى و کړو وته حېران يم
( د رحمان بابا په طرحه )

د دې وخت د اسلامي ملک  حکمران يم
جنګ عراق کې دى زه دلته  په لړزان يم

د اسلام  هر مجاهد مې دهشت ګرد کړو
خو الحمد لله  زه هم " مسلمان " يم

اقتدار لره اسلام اسلام کوومه
بيا  په خوښه د واجپايي بوش روان يم

ايټم، غوري دى شاهين که ابدالي دى
زه يې صرف څوکيدار يم نګهبان يم

هسې يومِ آزادۍ  ته خوشحالېږم
نور غلام د امريکې يم بنديوان يم

کربلا کې د سرو وينو تماشه کړم
څه بې حِس اؤ بې ضمير غوندې انسان يم

حُسېني ګلان رژېږي يزيد خاندي
"زه رحمان د خداى و کړو وته حېران يم"