(اخري برخه)

IX

د پښتو د پرون اؤ نن نه پس اوس مونږه د دې سبا ته منتظر يو. نورو ژبو سره پښتو يؤ داسې سبا طرفته روانه ده چې د هغې خدوخال لا پخپله هم واضحه نۀ دي. خو چې څۀ لږ ډېر انځور ئې رامېنځ ته کېږي په هغې به خپل نظر وړاندې کړو. البته دا خبره کول به بې ضايع  نۀ  وي چې د دې سبا خدوخال لا زيات واضح کېدو په شکل کښې زمونږه دا تجزيه هم کمي  زياتي سره مخامخ کېدى شي. دا حالات دوؤ ډلبنديانو کښې ويشلى شو:
( الف):  نوى نړيوال اوډون ( New World Order )
ددې پنځه شکلونه مخې ته راځي:
١- يؤ قطب والى   (Unipolarity)
٢- ١١ ستمبرنه پس ته انځور ( Post 9/11  Scenario )
٣- عالمګيريت  ( Globalisation )
٤- نړيوال تجارتي رغښت ( "WTO" World Trade Organization  )
٥ - نړيواله کلوېغي ټولنه ( World Social Forum )
( ب ): ډاياسپورا (Diaspora)
(الف): نوى نړيوال اوډون (New World Order -N.W.O)
هرکله چې ١٩٩١ء  کښې سابقه سويت يونين مات شو نو دې سره د سوړ جنګ (Cold War) هغه دور هم ختم شو. د سوړ جنګ په  تناظر کښې چې کومه دنيا ترتيب شوې وه.  هغه د سرمايه دار کېمپ اؤ کميونسټ کېمپ د يؤ بل راغورزولو دپاره وه. په دې ترتيب ډېر اوږد وخت لګېدلى ؤ. اخر دا چې د سوړ جنګ  په دې مېدان کښې د سرمايه دار کېمپ په مقابل کښې کميونسټ کېمپ راګزار شو. اؤ سرمايه دار کېمپ چې د دې د راغورزولو دپاره  ترتيب شوى ؤ. اوس هغوى کښې هم د اتحاد هغه ضرورت پاتې نۀ شو. اؤ کم از کم اقتصادي منډه کښې د يؤ بل رقيبان شول. يعنې پخوانى تضاد مخاصمانه تضاد (Contradiction  Antagonistic) ؤ او بيا د سرمايه دار کېمپ تضاد غېر مخاصمانه تضاد (Non-Antagonistic Contradiction ) دى. په دې غېر مخاصمانه تضاد کښې د سرمايه دار کېمپ لارښود ملک امريکه نۀ صرف د يؤ سپرپاور بلکې سپريم پاور په توګه راجوت شو. اوس نوي حالاتو سره به دې سپريم پاور څه نوې سټرېټيجي جوړوله. دې دپاره امريکه کښې بېلابېلو ادارو  لکه  سي ائي اى،  پېنټاګون اؤ څۀ نورو اين جي اوز خپل خپل تهينک ټينک جوړ کړل. اؤ ورته ئې خصوصي ټاسکونه حواله کړۀ. بيا د دوئ په کارونو باندې نظرثانۍ اؤ د دې د عملي کېدنې دپاره د دوئ خپلو کښې وخت په وخت د خيالاتو تبادله کېدله. ددې نوي نړيوال اوډون  پنځۀ شکلونه مونږه په دې طور سره  ښايو.
(١): يؤقطب والى (Unipolarity)
لکه مخکښې چې ورته اشاره وشوه. هر کله چې سويت يونين راګزارشو نو دوه  قطبي نړۍ  (Bipolar World)په يؤ قطبي نړۍ  (Unipolar World)کښې بدله شوه. اؤ امريکه د نړۍ د يوازيني سپرپاور بلکې سپريم پاور په توګه راجوت شو. دوه قطبي نړۍ کښې به فايده دا وه چې څۀ ملکونه به يؤ کېمپ سره اؤ څه بل کېمپ سره وتړلى شول اؤ هر ملک به پدې طور دغه کېمپونو نه څۀ نا څۀ ګټې تر لاسه کړې. ولې هر کله چې امريکې هم د مسلمانانو په مدد سره سويت يونين  راوپرځولو. نو هم هغه امريکې اول اسلامي نړۍ د خپل ځان اؤ امن لويه دښمنه وګڼله. پخوا د سرمايه دار بلاک نظر د عربو په تېلو، د نيل په نهر اؤ پانامه کېنال باندې ؤ. اؤ دا ئې خپل تصرف کښې راوستي هم وو. د روس د ماتېدو نه پس اوس ئې نظر د مينځنۍ ايشياء د تېلو اؤ ګېس په ذخيرو پرېوتو. افغانستان ته راتګ سره اوس ئې تقريباً دا وسائل هم په لاس کښې دي. اؤ قدرتي طور سره دا وسائل د اسلامي ملکونو په زمکه کښې دي. اسلامي نړۍ مخکښې نه د امريکي د طوطاچشمۍ خلاف وه. اؤ دا ملکونه خپل تصرف کښې  راوستلو سره به يؤ ځل د نړۍ مسلمانان هم د دۀ مخالف کېدو ته چمتو کېدل . اؤ د افغانستان د جهاد لوئي کردار اسامه بن لادن چې يؤ وخت د امريکې اؤ پنټاګون ښۀ منظور نظر ؤ، ئې اوس سخت دښمن ګرځېدلى ؤ. پاکستان چې فرنټ لائن سټيت ؤ د دې  هم هغه اهميت پاتې نۀ شو. د دې عمل رد عمل راتلل فطري وو. په دې وجه امريکې د کميونزم د خاتمې نه پس اسلام خپل لوئي دښمن وګڼلو. د دې نه پرته هغه طالبان چې د نصيرالله بابر په قول د هغۀ پېداوار دي، ئې هم اوس زړۀ ته نۀ پرېوتل.
هسې خو اکثر اسلامي حکومتونه د امريکې مرستيال دي خو د دې ملکونو اولس ئې سخت مخالف دى. ولې دې دوران کښې صرف اؤ صرف يؤ حکومت ؤ چې د امريکې مخالفت ئې کولو. دا په افغانستان کښې د طالبانو حکومت ؤ. پاکستان، سعودي عرب اؤ يؤ نيم اسلامي حکومت د طالبانو حکومت تسليم کړى هم ؤ. د دې حکومت په تخت ناستو کسانو کښې زياتره پښتانۀ وو. خو دوئ کابل ته د پښتو يا پښتونولۍ په نوم نۀ وو تلي. بلکې د قوميت خبرې ئې خوشې ګڼلې اؤ د اسلامي اخوت راګونه اؤ سرودونه به ئې غږول. د دې حکومت په تخت ناست کسان د اسلام هغه نادان دوستان وو چې ملک کښې دننه ترېنه هم مسلمانان پوزې له راغلي وو. بهرنۍ نړۍ سره صحافتي رابطه ئې نۀ پېژندله. نۀ ورکښې کاروبار ؤ،  نۀ روزګار ؤ،  نۀ د چا د ډوډۍ يا نان نفقې غم ؤ. نۀ د کونډو رنډو داد رسي وه. اؤ دغه شان بدحالات ورکښې د تعليم اؤ تربيت هم وو.
څۀ خو د دوئ دا خپلې غلطۍ وې اؤ څۀ د شمالي ولاياتو دري ژبي پوهانو هم دا حالات خپل حق کښې ډېر ښۀ استعمال کړل. دوئ چې خبرېدل نو اوبۀ د ورخه تېرې وې. د مقبوليت ګراف  ئې ورځ په ورځ کمېدو. نور خو نور پښتانۀ هم ترېنه پوزې له راغلي وو. کۀ چا به وئيل چې يره هلته ښۀ امن و امان دى. نو ځواب به دا ؤ چې امن خو قبرستان کښې هم وي. داسې امن به څۀ کړو چې ټول کاروبار په کښې په ټپه ولاړ وي. پاکستان کښې دننه د طالبانو ملګرو به دوئ له ښه پراپيګنډه کوله. اؤ په جار به ئې وئيل چې پاکستان کښې اسلام نشته . دلته منافقت دى اؤ په مقابل کښې ئې افغانستان کښې د خلفائى راشدينو نظام قايم دى. ولې هم دا خلق د دوئ په قول منافق پاکستان کښې ژوند کولو باندې خوشحاله، سوکاله اؤ وياله معلومېدل. دا ئې نۀ کول چې دخلفائى راشدينو وطن ته لاړ شي اؤ هلته په امن وامان کښې وخت تېر کړي. د پاکستان بدامني ئې قبوله وه.خو د امن وامان دغه جنت نظير خطې ته تلو باندې به ئې قدمونه هر وخت لغزش سره مخامخ وو.
د دې ټولو عملونو په وجه نۀ په داخل کښې اؤ نۀ په خارج کښې دوئ چا سره د مخ لګولو قابل شول. د دښمنانو تعداد به ئې ورځ په ورځ زياتېدو. د عربيانو عمل دخل ورکښې دومره پورې زيات ؤ چې په ٩ ستمبر ٢٠٠١ء د احمدشاه مسعود په قتل هم بريالي شول. اؤ په دې ئې د خوشحالۍ اظهار به بالکل نۀ پټولو. دلته داخبره کول به بې ضايعه نۀ وي چې احمدشاه مسعود څۀ زمونږه د زړۀ سر هم نۀ ؤ اؤ نۀ دى. خو يؤ خارجي ته دا اختيار ورکول چې د ملک اوسېدونکى له مينځه يوسي، ډېر ناوړه اقدام دى. د باميانو بُت ماتولو سره د دنيا ټولو کښې پُرامن اؤ صلح جو خلق يعنې د بدهـ مت پيروکار ئې هم ځان نه خفه کړل. اوس په دې ملک کښې حکومت نومې څيز نۀ ؤ. اؤ کۀ چا د دوئ خلاف څۀ هم کول اولس به ورکښې مخالفت نۀ کولو.
(٢): د يولسم ستمبر نه پس ته انځور (Post 9/11 Scenario)
د احمدشاه مسعود مرګ  نه دوه ورځې پس يولسم ستمبر٢٠٠١ء کښې يؤ څلورو الوتکو د امريکې نيويارک ښار کښې په مشهور ورلډ ټرېډ سنټر باندې حمله وکړه. چې ورسره ډېره تباهي وشوه. د امريکې په خيال دا ټوله د اسامه بن لادن کارستاني وه. امريکې طالبانو نه غوښتنه وکړه چې اسامه دوئ ته وسپاري. په دې مسئله ملا عمر د عالمانو د کونسل ميټينګ رااوغوښتلو. ملاعمر ته د کونسل علماؤ دا مشوره ورکړه چې اسامه ته دا ووايه چې دلته ستا د موجودګۍ په وجه په مونږه باندې بدې ورځې را روانې دي. تۀ يؤ تن ئې اؤ بل طرفته لکونه بې ګناه اولس. تۀ مهرباني وکړه افغانستان نه بهر چرته بل وطن ته لاړ شه. چې نور قوم بچ پاتې شي. خو د طالبانو مشر ملاعمر د عالمانو مشوره و نۀ منله. بيا څۀ وو. په افغانستان د بمونو، راکټونو، بارودو اؤ مارټرو يؤ باران پېل شو. چې په نتيجه کښې ئې د ملاعمر حکومت ړنګ شو. اؤ اسامه بن لادن هم وتښتېدو. د امريکې په نظر کښې پښتانۀ د عالمي امن لوئي دښمنان وګرځېدل، خو چونکې افغانستان کښې د پښتنو لوئي اکثريت ؤ. په دې وجه يؤ پښتون صدر مقرر کول ضروري وو. اؤ دلته د بون لوئې جرګې په نتيجه کښې محترم حامد کرزى د افغانستان صدر وټاکلى شو. بيا افغانستان کښې دننه هم يوه جرګه  وشوه. اؤ هلته پخواني بادشاه ظاهر شاه د حامد کرزي نوم صدارت له پېش کړو اؤ ومنلى شو.
دلته په محترم حامد کرزي صيب باندې مخالفينو د الزاماتو يوه لړۍ پېل کړه چې د کرزي مرستيالو ئې ځواب هم وکړو. دې دپاره به يؤ ځل بيا ستاسو توجه د دې ليکنې درېم پړک اؤ په ځانګړې توګه (                  ) مخونو ته راوګرځوم اؤ ستاسو وخت به نۀ  نيسم، ولې د طالبانو مرستيالو داخبره کوله چې اسامه بې ګناه ؤ. ځکه ملاعمر امريکې ته حواله نۀ کړو. اؤ بله دا چې دې سړي د افغان جهاد په دوران کښې مونږه سره ډېره مرسته کړې وه. اؤ دا يؤ قسمه لکه د امريکې طوطا چشمي وه. درېمه دا چې پښتون کور ته يؤ دښمن هم پناه راوړي نو هغه ئې واپس دښمن ته نۀ ورکوي. نو بيا اسامه خو زمونږه دوست ؤ. نو دوست به څنګه ورکو؟ اؤ څلورمه اؤ لازمي خبره دا ده چې ځه افغانستان باندې خو ئې د اسامه په وجه ناتار جوړ کړو. دې عراق څۀ ګناه کړې وه ؟. د عراق صدر صدام حسين خو امريکې ته ووئيل چې کۀ د دنيا کوم قسمه انسپکټران راولې. زمونږه ملک ورته حاضر دى. حتى کۀ د سي. ائي. اى  اسلحه انسپکټران راغلل نو بيا به هم مونږه ته اعتراض نۀ وي. خو دلته خو ئې دا عذر هم ونۀ منلو. اؤ هغه د رحمان بابا خبره:
هسې نۀ چې دا ئې وکړه نور به نۀ کړه
چې ئې زړۀ شي هغه کاندي بادشاهان

خو ددې درې څلورو توضيحاتو په باب د طالبانو مخالفين هم رائې لري. د وړومبنۍ خبرې په باب مخالفين وائي چې د عالمانو د کونسل مشوره به ئې منلې وه. ځکه چې د زرو تنانو عقل د يؤکس  د عقل نه زيات مفيد وي. د دوېمې په باب وائي چې مرستې ته ئې د قدر په نظر ګورو خو اوس خو جهاد ختم شوى ؤ يؤ مسلمان د بل مسلمان غوښې خوړلې اؤ دى  هم د يوې فرقې سره ولاړ ؤ. په دې وجه د دۀ حيثيت اوس متنازعه شو. دۀ له په کار وو چې د افغانستان کورنو مسئلو کښې غېر جانبدار پاتې شوى وى. ځکه چې اوس خو ټولې ډلې مسلمانې وې. خلقيان اؤ پرچميان له مينځه تلي وو. د دريمې په باب وائي چې هرکله يؤ کس ستا کور ته پناه راوړي نو لکه د شريفانو په شان خپل وخت تېروي اؤ بيا ستا د کور نه په چا ډزې نۀ کوي. دلته خو دى اوس د يوې فرقې مشر اؤ کمانډر ؤ اؤ  په امريکې ئې هم حملې کولې. هر څو کۀ د اسامه مرستيالو به وئيل چې دا حملې اسامه  نۀ دي کړي خو امريکه کښې د ٤ نومبر ٢٠٠٤ء  د اليکشن نه يؤ څو ورځې مخکښې اسامه د دې خبرې اقرار په وېژيول ميډيا کښې وکړو. چې دا هر څۀ ماکړي دي اؤ داسې به نورې حملې هم کوو. البته رښتيا خبره دا ده چې د څلورمې خبرې څۀ سم ځواب د طالبانو مخالفين په دې نشي پيدا کولى چې ان تر ننه په عراق کښې ايټمي اؤ جراثيمي وسله برامد نۀ شوه. اؤ د سي.ائي.اى  اهلکارو هم ومنله چې مونږه دروغ بيانۍ نه کار اخستى ؤ.
ددې خبرو مطلب دا شو چې نيو ورلډ ارډر باندې کار روان ؤ اؤ د يولسم ستمبر واقعاتو ورکښې اور باندې د تېلو شيندلو کار وکړو.
(٣)  عالمګيريت ( Globalisation )
د سابقه شلو پېړيو په مقابل کښې نړۍ کښې نن سبا چې د ترقۍ کوم رفتار دى. نن نه ديرش کاله پخوا د دې تصور هم نۀ شو کېدى. د کمپيوټر دريافت سره انټرنېټ، انفارمېشن ټکنالوجي، انفارمېټيکس اؤ WTO ( ذکر ئې راروان  دى ) نفاذ سره نړۍ اوس ورځ په ورځ راټولېږي. پخوا سرمايه دارې نړۍ د ملکونو براه راست قبضې کولو په وجه يؤ نوابادياتي (Colonial) نظام را وړاندې کړو. هغې نه پس دا خلق لاړل خو دا  نواباديات ئې اقتصادي اؤ فوجي معاهدو کښې داسې ښکېل کړۀ چې د دې د ګرفت نه وتل ډېر ګران کار ګرځيدلى دى. دا د جديد نوابادياتي ( Neo-colonial )  نظام دور ؤ. د دواړو د راتګ سره د دې ملکونو په ثقافت، ادب اؤ ژبې منفي يا مثبت اثرات مرتب شول. دې  نوابادياتي اؤ جديد نوابادياتي نظام خو ډېر پخوا نه داقتصادي عالمګيريت (Economic Globalisation)  بنياد د ملټى نېشنل، ټرانس نېشنل اؤ انټرنېشنل فائننشل ادارو په ذريعه اېښى ؤ. د اقتصادي نه پس ثقافتى عالمګيريت ( Cultural Globalisation ) دپاره لار د کميونيکيشن ټکنالوجۍ، انټرنېټ، انفارمېشن ټېکنالوجۍ اؤ د کيبل نېټ ورکس په شکل ډېره زبردسته وده وموندله. نړۍ د پخوا نه د يؤ اقتصادي اؤ ثقافتى ګلوبلايزېشن طرفته روانه وه اؤ کافي فاصله ئې وهلې وه. قومونه ئې يؤ بل سره نزدې کول. د اقتصادي ترقۍ په معراج ختلي قومونو د  پسمانده قومونو په کلچر باندې هم يؤ يلغار پېل کړو. خو د روس د خاتمې نه پس اؤ بيا د ١١/٩ د واقعاتو په تناظر کښې يؤ بل ګلوبلايزېشن هم په وجود کښې راغلو. اؤ دا ؤ جارحانه عالمګيريت (Militarist Globalisation ). د عالمګيريت وړومبني دوه  شکلونه خو نن سبا حالاتو کښې بغېر د څۀ مزاحمت نه راروان وو خو اوس دې جارحانه شکل ئې هغه قومونه هم خپل ګرفت کښې واخستل کوم چې د خپلې پسماندګۍ په وجه نۀ  بېدارېدل.
ددې جارحانه عالمګيريت منفي اړخ  دا دى چې دا د يؤ ثقافت مثبت اؤ منفي دواړو اثراتو زائل کولو کوشش کوي. اؤ په هندوستان کښې دوه درې کاله وړاندې د عالمګيريت خلاف زبردسته مظاهره د دې يؤ واضح ثبوت دى. لکه د نورو انځورونو په شان د عالمګيريت خدوخال هم واضحه نۀ دي. دا خو ئې يؤ څو غټې خبرې وې. هر کله چې د دې  پوره خدوخال واضحه شي نو بيا به ئې سمه جائزه هم واخستلى شي خو داسې ښکاري چې د دې جارحانه عالمګيريت مقابله د يؤانسان دوست بين الاقواميت (Humanistic Internationalism  ) په ذريعه وشي. د دې په رو سره څنګه چې عالمګيريت نړۍ په يؤ نړيوال کلي ( Global Village ) کښې بدلوي. نو پکار ده چې د نورو قومونو په تهذيب، تمدن، ثقافت، تاريخ، معيشت اؤ معاشرت کښې د هغوئ  مثبت اثرات ځان کښې ځائې کړي. وخت سره به ئې يؤ بهترين تعريف مخې ته راشي. ګنې بل څۀ نظام به ئې د متبادل په طور پېدا شي. البته دا ياد ساتل په کار دي چې پسمانده اؤ ترقي پذير قومونو دپاره د دنيا په نړيوال کلي کښې د بدلېدو خبره اوس زړه معلومېږي. په دې سوچ  پکار دى  چې داسې حالاتو کښې به د لويو طاقتونو اؤ تهذيبونو په مخکښې واړۀ  تهذيبونه څنګه پاتې شي؟. هغه هله چې يا خو تۀ د ترقۍ معراج ته رسېدلى ئې اؤ يا د نوې زمانې سره ځان کښې موزونيت ( Adoptation ) پېدا کړې.
لکه په امريکه کښې سليکان وېلي د يؤ لوئي کمپيوټر اؤ انفارمېشن ټکنالوجۍ حيثيت اختيار کړى دى داسې ئې وګڼه چې سليکان ويلي د انفارمېشن ټکنالوجۍ درالخلافه ده. اؤ برطانيې اؤ امريکې نه پس چونکې هند انګرېزۍ ژبه کښې ډېر وړاندې دى دغه وجه ده چې سليکان ويلي کښې ٥٠% خلق د هند دي. اؤ د جاپان اؤ چين په شان ترقي يافته ملکونه هم انفارمېشن حاصلولو کښې هندوستان ته احتياج لري. اؤ هند دومره ترقي وکړه چې بنګلور کښې ئې دويمه سليکان ويلي پرانستله. د هند د ميډيا د يلغار په وجه پاکستان کښې په چينلز باندې پابنديانې لګي. ولې  يؤ څو کاله  پس کارډلس سېټلائټ نېټ ورک پرانستلو سره  به انسان  په يؤ وخت ٢٥٠  چينلز کتلى شي. دا به  يؤ بل ثقافتى يلغار وي چې په بکو بکو به ورته ګورې اؤ هيڅ څۀ به نۀ شې کولى.
د دې بحث په رڼا کښې ثابته  شوه چې في الحال د ګلوبلائزېشن د سېلاب مخ نيوى ګران هم دى اؤفائده ئې هم نشته. اؤ د دې مخې ته ودرېدل هسې ځان تباه کول دي. کۀ اودۀ پاتې شې اؤ کۀ ويښ يؤشان به دې اوړي. ځکه پخواني سېلابونه محدود وو. اؤ دا سېلاب نړۍ په خپلې لمن کښې رانغاړي. نو بيا د بچ پاتې کېدو کومې لارې پاتې شوې؟. دې سېلاب نه د بچ پاتې کېدو ايکي يوه لاره دا پاتې ده چې اوس به  لامبو زده کوې. ديؤ ښۀ لامبوزن اؤ ښۀ مرجوڼا رول به اداکوې. هله به  د ژوندي پاتې کېدلو لار مومې.
پښتون اديب، شاعر، سياستدان،  فنکار ټولو له اوس پکار دي چې دې سيلاب سره سره روان شي. اؤ ورو ورو ځان د سېلاب هغې غاړې ته وباسي کوم ځاى کښې چې د دې شدت کښې کمى وي. په دې کښې به دا خبره سره د ډيرى بخښنې کوم چې د چا جذباتو ته زيان ونۀ رسي. اؤ هغه دا چې پښتون اديب اؤ شاعر به اوس هغه روايتي ادب اؤ په ځانګړې توګه مشاعرو ته خېرباد وائي. د پښتونخوا دوه دوه نيم سوو نه بره ادبي ټولنې اؤ جرګې دې کم از کم ١٠% د داسې اديبانو پېداکولو کوششونه وکړي چې هغوئ نثر ته مايل شي. اؤ دا اديبان دې د پخوانو اديبانو د تجربو نه هم فايده واخلي خو ورسره دې نوي موضوعات هم په نظر کښې وساتي. بله دا چې ژبه کښې وسعت پېداکولو دپاره دې  په ژبه کښې د نوو الفاظو، محاوراتو اؤ ترکيباتو دپاره داسې لار تعين کړي چې ذخيره ئې هم زياته شي اؤ د ژبې ښکلا اؤ ساخت هم متاثره نۀ  شي. اوس د ګل و بلبل، زلفو، شونډو، رخسار اؤ لب سره سره پښتو کښې سائنسي فېکشن اؤ سائنسي معلوماتو دپاره وړې وړې کتابچې ليکل ډېر ضروري شوي دي. ځکه چې هغوئ کله انګريزي چينلز باندې دغه شان فېکشن ګوري نو کۀ هغه شان ورته پښتو کښې په اولين فرصت کښې کم ازکم ترجمه هم شي نو دې سره به ماشومان اؤ نوى نسل د ژبې  سره ارتباط ټينګ کړي.
د ګلوبلائزېشن په باره کښې يوه بله خبره هم کېږي. هغه دا چې ګلوبلائزېشن د مقاميت (Localization) نه بغېر ممکن نۀ دى. کۀ يؤ اعلى ترقي يافته سرمايه دار ملک په پس مانده ملک کښې ترقي کول يا دلته صنعت لګول غواړي. نو اول به مقامي طور سره د سړکونو، پلونو، ريلونو، موټرويز اؤ  ديو وزمه صنعتونو ته ښه  وده ورکوي. مقامي ابادي  به ثقافتي لحاظ سره د پرمختګ طرفته بيائي. هله به دى مقامي خلقو سره ښۀ Interaction کولى شي. اوس دلته د اديب، شاعر اؤ سياستدان ويښتيا ضروري ده. ځکه چې د يؤ قوم خاتمه هله کېږي چې تۀ اودۀ  ئې. اؤ سېلاب دې يوسي. چې په لنډه ئې داسې پېش کوو.
(١): اودۀ + سېلاب = خاتمه                      
(٢): ويښ + سېلاب = مقابله          
بل صورت
(١): اودۀ + د خاتمې شعوري کوششونه + سېلاب = خاتمه
(٢): ويښ + د خاتمې شعوري کوششونه + سېلاب = مقابله
(٣): ويښ + د خاتمې شعوري کوششونه کمول + سېلاب = ښه مقابله
(٤): ويښ + دخاتمې شعوري کوششونه ختمول + سېلاب = بقا طرفته قدم ايښودل
(٥): ويښ + د خاتمې شعوري کوششونه ختمول + دسېلاب د شدت والا حصې نه کم شدت طرفته  تلل = بقا
اوس په داسې حالاتو کښې  پښتون اديب، شاعر، سياستدان، فنکار، روښان فکران اؤ د معاشرې ټولو طبقو له په کار دي چې رايوځاى  شي اؤ په يؤ نوي جهت باندې کار وکړي.
(٤) نړيوال تجارتي رغښت
(W.T.O) يا  (World Trade Organisation)
دنيا کښې د W.T.O.  نه مخکښې جنرل ايګريمنټ آن ټرېډ اېنډ ټېرف ( GATT ) وجود لرلو چې د قومونو په مينځ کښې تجارتي قواعدو جوړولو اؤ عملي کولو دپاره يوه  عارضي معاهده وه.٤٢ د دې تنظيم ١٩٤٨ء نه تر ١٩٨٦ء  پورې د تجارتي خبرو اترو اتۀ مذاکرات شوي وو. اخري مذاکرات  ئې ٩٤-١٩٨٦ء کښې (Punta-del-Este, Uraguay  ) کښې وشو (همدغه م م ١١-١٠). د يوراګوى د مذاکراتو يو لوئي حاصل دا ؤ چې د دې په  نتيجه کښېW.T.O.  وجود کښې راغله اؤ ١ جنوري ١٩٩٥ء  نه ئې د هغې ځاى ونېولو.(همدغه م ١٢). د ممبر ملکونو تعداد ئې ١٢٣ دى . اؤ ورکښې د اضافې امکان هم  شته. مرکزي  دفتر  ئې جنيوا ( سوېټزرلينډ ) کښې دى. ددې لوئي مقاصد دا وو: (همدغه م ١٤).
1)  د دوه اړخيزو اؤ ګڼ اړخيزو معاهدو عملي کول.
2) د ګڼ اړخيزو تجارتي مذاکراتو دپاره د فورم په طور کار کول.
3) خپلو کښې تجارتي تنازعې حل کول.
4) د قومي تجارتي پاليسۍ نګراني کول.
5) عالمګير تجارتي پاليسۍ کښې ککړ نورو  بين الاقوامي ادارو سره تعاون کول. (همدغه م ١٤ )
W.T.O ازادې مقابلې ته تقويت ورکوي. اؤ خريدارانو ته د يؤ څيز ډېر برانډونه پېش کوي. دې سره به دملک د څيزونو کوالټى ښه شي. د يؤ ملک له طرفه تجارت ته تحفظ ورکول  (Protectionism)  قيمت زياتوي. لکه ٨٩-١٩٨١ ء کښې جاپان نه کم موټرونو درامد کولو په وجه د دې قيمتونو کښې ٤١% اضافه کېدل. په بل لوري تجارت کښې ازادي (Libralisation) صارف له ډېره ښه وي لکه د ټېليفون کمپنيانو د لبرلايزېشن په وجه اکثر ملکونو کښې فون کال رېټ کښې ٤٠ % ارزاني راغله . ( همدغه م ٥ )
غلط پهلو ئې دا دى چې د دنيا د نورو تنظيمونو په شان به دا مونږه ته Dictation راکوي. چې دې سره به مونږه خپله ازادي بائيلو اؤ د نورو په رحم وکرم به شو. فري ټرېډ به زمونږه  صنعت ويجاړ کړي. بهر حال د لس کاله مدت نه پس ١ جنوري ٢٠٠٥ء  نه ٣١ جنوري  پورې هر څۀ مکمل کول دي. دې معاهدې نه دا واضحه شوه چې د کوم ملک مال ارزان وي هغه به خلق اخلي اؤ چې ګران وي هغه به نۀ اخلي. لکه يورپ به د پاکستان نه په ګرانه بيعه پنبه اخستله چې دى  په خپلو پښو اودرېږى اؤ تاجکستان نه به ئې په ارزانه بيعه نۀ اخستله ځکه چې هغۀ ته د سويت يونين مرسته حاصله وه. اوس لبرلائزېشن سره به داسې خبرې نۀ وي. W.T.O. کښې د تائيوان شموليت سره به د دوايانو کاروبار کښې ٥٠% کمى راشي (همدغه م ٧). مالونه به ارزان شي خو د خلقو قوت خريد کښې به کمى راشي. مثلاً چې د پاکستان کسان پنبه خرڅه نۀ کړي نو جيب ته به  پېسې نۀ راځي اؤ چې  پېسې نۀ وي نو مال به څنګه واخلي؟.
زراعت کښې چې کوم فصل کرې نو د يوې خاص کمپنۍ نه به ئې اخلې. دې سره به يوه فايده دا هم وشي چې دغه ساينسي تخم به في ايکړ پېداوار مقامي تخم نه زيات کوي. اؤ يؤ ځل چې ددې تخم  pollination  نورو سره وشي نو دغه زمکې به  بيا بل تخم نه پېداوار نۀ  ورکوي. دې سره به د اقتصاد يؤ جنګ پېل شي. اؤ په دې جنګ کښې کوم ملک چې اقتصادي لحاظ سره مضبوط وي نو د هغوئ تهذيب اؤ تمدن،  ژبه اؤ ادب اؤ فن اؤ موسيقي به وړاندې ځي. ددۀ ژبه به وده کوي اؤ زيات نه زيات خلق به د دوئ د ژبې زده کولو کوشش هم کوي. په دې کښې علاقائي تنظيمونو لکه OAU, OAU (يؤ د افريقې اؤ بل د امريکې)CIS, EU, ECO, ASIAN, SAARC   وغېره ته د ترقۍ مواقع شته.
تر ننه پورې چې د پښتو د ترقۍ اؤ لوړتيا کومه خبره وه هغه سره د مشکلاتو ښه وه. ولې اقتصاد د سياست سرچشمه دى. اؤ سياست د فن اؤ تمدن آئينه ده. په داسې حالاتو کښې دا خيال کېږي چې په علاقائي تنظيمونو کښې به هم مشر اؤ کشر وي. اؤ SAARC  کښې به پاکستان د هند د يؤ جونير پارټنر په طور کار کوي. اؤ پښتون به بيا د پنجابي- مهاجر مخور ( Panjabi-Muhagir Nexus ) يؤ جونير پارټنر ګرځي. کۀ داسې حالات وي نو د پښتون اقتصادي حالت خو څۀ  ښۀ نۀ دى. اؤ بيا دا اقتصاد به څومره پورې سياسي اؤ قامي بيداري راولي. اؤ کۀ د سياسي اؤ قامي بېدارۍ ئې دا حال وي نو بيا د ژبې مسئله ئې يوه لويه سواليه نخښه جوړېږي. چې پښتون ته د ويښېدو، بېدارېدواؤ راپاره کېدو ټلۍ وهي.
(٥): نړيوال کلوېغي فورم ("W.S.F" World Social Forum)
دا يؤ داسې نړيوال فورم دى چې بې شمېره زيات تنظيمونه ځان کښې رايو ځاى کوي. دوئ مختلف خيالات، نظريات، مذاهب، اقدار اؤ تشخصات لري. ځينې خو داسې دي چې خپلو کښې د يؤ بل مخالف هم دي. ولې د دې فورم لويه نعره دا ده " د يؤ بل وجود برداشت کول ". دلته د يؤ بل نقطه نظر په ورين تندي اورېدل کېږي. اؤ خلق د يؤ بل د تجرباتو نه فايده پورته کوي. دوئ دا اعلان کوي چې هرکله تاسو خپل پروګرام يؤ څو سوو تنانو ته وړاندې کوئ نو ولې دې خپل پروګرام د سلګونو تنظيمونو فورم ته وړاندې نۀ کړئ. تۀ د هغوئ د تجربو نه سبق واخله اؤ هغوئ به ستا د تجربو نه کۀ ممکنه وي څۀ حاصل کړي. يؤ بل سره تبادله خيال کولو کښې ممکنه ده چې د ځينو مسائلو درته فوري ځواب يا حل ترلاسه شي.
په دې فورم دا يؤ تنقيد کېږي چې دا په خپلو علاقو کښې هيڅ اثر اؤ نفوذ نۀ لري. اؤ ځينې وائې چې په دې فورم کښې څومره تنظيمونه دي دا د دومره صفرونو مجموعه ده. ولې دا نظر حقيقت پسندانه  نۀ  دى. علمي مسائلو دپاره چرې هم د ووټنګ ضرورت نۀ وي. دلته کښې د کثرت رايې په ځاي قوت رايې ته ترجيح ورکول کېږي. ټولو ملکونو کښې اديبان اؤ شاعران  د اولس سترګې دي. کوم قوم چې سترګې ونۀ  لري د هغوئ مقدر دادى  چې ګړنګ ته  به  پرېوځي.  د دې فورم يؤ دوه  ميټنګونه لاهور کښې وشول اؤ هغې کښې ځينې پښتنو مشرانو ته د وېنا دعوت ورکړى شوى و. ولې په څۀ وجه دا مشران ونۀ رسېدل اؤ په  دې طور سره د فورم خلق د پښتنو د خيالاتو نه محروم پاتې شول.
کۀ مونږه وګورو نو د کولډ وار په دور کښې سرمايه دار اؤ کميونسټ بلاک  د پرېشر ګروپ په طور بېلا بېل تنظيمونه جوړ کړي وو. لکه پولسياريو محاذ، فرابنډي مارټي نېشنل لبرېشن فرنټ، الذوالفقار اؤ دغسې نور دې ته به د خپل خپل کېمپ له طرفه د يؤ رياست درجه ورکولى کېده. اؤ د ګلوبلائزېشن په دور کښې د دغه مُضر غېر رياستي اداکارانو (Malignant Non State Actors) هيڅ رول پاتې نۀ دى. دا هغه نان سټيټ اېکټرز دي چې عموماً رياستي مسائلو کښې لکه د يؤ سياسي سربراه مملکت په طور د برخې اخستلو خواهش مند دي. اوس دا دور ختم دى. اؤ دغه وجه ده چې د امريکې سابقه خارجه سيکټر کولن پاول به د کشمير مسئلې د حل کولو  دپاره په پاکستان اؤ هند ( يعنې دوه رياستونو ) باندې زور اچولو اؤ د آل پارټيز حريت کانفرنس Non State Actorship  نه ئې مکمل انکار وکړو. اوس د دوئ په شموليت څوک زور نۀ اچوي. دا خبره واضحه کول دي چې هغه نان سټېټ اېکټرز چې حيثيت ئې فلاحي يا سماجي دى، ته پذيرائي ورکولى کېږي. لکه ايدهي ټرسټ، انصاربرني ويلفير ټرسټ، هيومن رائټس ارګنايزيشن، هيومن رائټس واچ اؤ نور ډېر.  بعضې ځايونو کښې حکومتونه هم د دوئ  مشورو ته په  دروند نظر ګوري. دوئ ته غېرمُضر نان سټيټ اکټر(Benign Non State Actor)   وئيلى شي.
ورلډ سوشل فورم هم دغسې يؤBenign Non State Actor  په  شکل کښې موجود دى. اؤ په کار ده چې د دوئ فورم استعمال کړى شي. دا فورم د عالمګيريت په ضد هيومنسټک انټرنېشنلزم د قيام دپاره هم ګټور ثابتېدى شي. د دې فورم په باب دا خبره کول به ضروري وي  چې د دوئ هيڅ ملک کښې نماينده نشته. څوک چې دوئ سره رجسټر دي ټول يؤ شان حېثيت لري.
(ب): ډايا سپوره (Diaspora)
شپږمه پېړۍ قبل مسيح کښې بابلي جلاوطنۍ نه پس فلسطين نه بهر علاقو کښې يهوديانو منتشري;  هغه علاقې چې په دې طريقه ابادې شوې په مجموعي طور سره  اسرائيل نه بهر آباد يهود قوم  ( ورکوټي d سره ) د داسې قومي يا مرکزي ګروپونو انتشار، خورېدل يا لا مرکزيت چې دخپل وطن نه بهر اوسېږي لېکن خپل ثقافتي تشخص ئې قائم ساتلى وي.  داسې قسمه خلق. ٤٣
دا شو د ډاياسپورا مطلب اؤ تشريح. کۀ لس پښتانۀ يورپ ته لاړ شي اؤ بېل بېل ځاى کښې اباد شي نو په هغه معاشره کښې د دوئ حل کېدل اسان دي. کۀ ١٠٠٠ پښتانۀ يورپ ته لاړ شي اؤ يؤ ځاى ژوند کوي اؤ کاروبار نه پس يؤ ځاى راغونډېږي نو د داسې هر قسمه خلقو حل کېدل به کافي وخت اخلي. کۀ سوچ وکړو نو يهود خو د خپل وطن نه پخوا بې دخل وو. ولې په خارجې ملکونو کښې مېشته د يهودو دې ډاياسپورا خپلو يهوديانو سره مالي امداد وکړو، يؤځاي ئې راغونډ کړل  اؤ نن  ئې اسرائيل  يؤ ترقي يافته ملک کړو.
دغسې کله نه چې د افغانستان پښتانۀ د مهاجرت په شکل کښې بهرملکونو کښې اباد شوي دي نو دوئ په پښتونخوا کښې بېلابېلو علاقو کښې مېشته خپلو پښتنو وروڼو اؤ عزيزانو سره په قسماقسم طريقو لکه مالي، سماجي، کلتوري اؤ ژبنى امداد کړى دى. د  بهر نه به ورتهHard Currency  راتله اؤ دلته به لګېده. دې ډاياسپورا چې تېرو کلونو کښې څومره زيات کتابونه چاپ کړۀ اؤ د کمپيوټر په ميدان کښې چې پښتو کمپيوټري نظام ته ئې څومره ترقي ورکړه  هغه د ډاډ وړ ده. ددې مقالې په شپږم پړک کښې په (م م                 ) د پښتنو د دې ډاياسپورا  تعداد ٣٣  ته رسېږي اؤ په ټوله دنياکښې خوارۀ دي. بهرنۍ نړۍ کښې شرقي ژبو کښې انټرنېټ وغيره کېفې باندې د پښتنو يوه لويه حصه قابضه ده. اوس د انټرنېټ په ذريعه دا ټول ډاياسپورا خپلو کښې يؤ بل سره تړل اؤ د دوئ  هفته، پنځلس ورځني يا مياشت کښې يؤ پال ټاک پروګرام کېدل اؤ د پښتو اؤ پښتنو د مسائلو په بېلابېلو ابعادو(Dimensions) باندې مباحثې کول. په ديو کښې خارجي خلقو ته دعوت ورکول اؤ يؤ وسيع النظره  پروګرام پېش کولو دپاره هڅې جاري ساتل دي. بله دا چې دا پښتانۀ دې د دغو ملکونو ژبې ضرور زده کړي خو کم از کم د انټرنېټ په ذريعه دې خپلو کښې هم خبرې کوي چې لکه د پخوا په شان ژبه ترينه هېره نۀ شي.
په وړومبي سر کښې دې دري دېرش ډايا سپورا کښې مېشته پښتنو ته دا دردمندانه اپيل کولى شي چې د پښتو ژبې يؤ انټرنېشنل سېټلايټ چېنل چې هر لحاظ سره ازاد وي، قايم کړي. په دې لړ کښې اګر چې اى. وي. ټي خېبر چېنل هم شته اؤ د څار ټي وي چېنل د قيام امکان هم شته. ولې کۀ بل وي نو لکه د جيو اؤ اى.ار.وائي.ون ورلډ په شان به يوه صحت مندانه مقابله پېل شي. اؤ د پښتو سېټيلائټ ټي وي چېنلونه به ژبه ژوندۍ اؤ ګړندۍ وساتي. بله دا چې دا نهه ويشت ډاياسپورا به پښتانۀ په يؤ مزي کښې وپېلي. پښتو کښې جذب و انجذاب پېدا کولو دپاره دې پدې چېنلونو کښې د هرې سيمې خلق په کار ولګولى شي چې اول د خپلو لهجو ټکي ژبې ته لار ومومي. بيا دې ورکښې د نورو ګاونډي ژبو الفاظو ته توجه ورکړي. بله دا چې  د ليک اؤ وېنا ژبه هسې هم بېلې بېلې وي. نو د وېنا ژبه کښې کۀ د انګريزۍ الفاظ هم داخل شي نو بالکل بده نۀ ده. البته د ليک اؤ ادب ژبه کښې ورسره احتياط په کار دى.
کمپيوټر نېټ ورک اؤ انفارمېشن ټېکنالوجۍ کښې نوررحمان " لېوال " شپه اؤ ورځ لګيا دى د پښتو خدمت کوي. دۀ د پښتو يوه کمپيوټري ډکشنري تيارولو تابيا کړې ده چې پښتو- انګرېزي اؤ انګرېزي– پښتو دواړو کښې به وي. بله دا چې دۀ د کمپيوټر په ذريعه پېغام رسانۍ کښې دا کار کړى دى چې يؤ پېغام به انګرېزۍ نه پښتو اؤ پښتو نه انګرېزۍ ته پخپله ترجمه کېږي. اؤ انګرېزۍ سره نابلده پښتون به هم نړۍ کښې هر چا سره خبرې کولى شي. پښتو ئې اوسWindows XP  پروګرام کښې داخله کړې ده. سږکال (٢٠٠٥ء کښې) د مائيکروسافټ له طرفه د پښتو خپله Windows جوړه شوه اؤ پښتو د نړۍ يوولسمه ژبه شوه چې خپل ځان له کمپيوټر کښې Windows لري. دغسې خېبرواچ نومې وېب سائټ باندې ددې  ډکشنريانو د تيارولو تابيا شوې ده:
1) انګرېزي – پښتو
2) پښتو – پښتو
3) ائي ټي ټرمز انګرېزي – پښتو
4) کريک ( يوناني) – پښتو
5) هسپانوي – پښتو
6) عربېک – پښتو
7) ترکي – پښتو
8) روسي – پښتو
9) ناروېژي – پښتو
10)  اطالوي – پښتو
11)   جرمن – پښتو
12)   فرانسي – پښتو
13)   ډنمارکي – پښتو ٤٤
د پښتو - جاپانۍ قاموس هم ليکلى شوى دى٤٥ اؤ شاملول ئې په کار دي. دې نه علاوه قاموسونه ډاټ کام يؤ ان لائن انګرېزي – پښتو ډکشنري جوړولو باندې کار                    کوي.٤٦.
دا ټول کارونه خارج کښې د مېشته پښتون ډاياسپورا په ذريعه وشول. اوس په کار ده چې د پښتونخوا د کمپيوټر سپېشلسټان راپاڅي اؤ دوئ ته ښې مشورې ورکړي. دې وخت کښې د پښتو ژبې دا وېب سائټس د پښتنو اؤ پښتو ژبې د خدمت دپاره چمتو دي:
اريانا، اريانا افغان هوائي شرکت، اريانا ټکټ  پلورنځى، ازادي راديو، اساسي قانون، اسد (٢٨ اسد)، اسلامي وېب پاڼه، افغان اسلامي اژانس، افغانان، افغان بيسيم، افغانانو ټاټوبى، افغان رساله ( کينيډا)، افغان کلتور جرمني، افغان سفارت په استراليا کښې، افغانان، افغان ملت، المان غږ راديو، اوربل، ايس سي پي ار ډي (ساپي)، ايلم ډاټ کام، باختر اژانس، برېښنا، بي بي سي، بېنوا، پژواک خبري اژانس، پسرلى، پشاور I، پښتو ( اسلامي اؤ تجارتي وېب پاڼه)، پښتو ليک لوست (سوېډن)، پښتو قاموس، پښتو نېټ، تل افغان، ټاټوبى، ټول افغان ( دا وېب پاڼه بيا د سېلاب ساپي اؤ افغان ادبي بهير په نوم دوه نورې وېب پاڼې لري )، ټيکرى، حجره، خپله پښتو، خوست، خوست وېب، خېبر ايف ايم، خېبر ارګ  ، خېبر واچ، چين راديو، داستانونه، د افغانستان اسلامي دولت، د افغانستان ژبې، د افغانستان کتابتون، د اولمپک ملي کمېټه، د بهرنيو چارو وزارت، د بيا ودانولو وزارت، دعوت نېټ ( ناروى)، د ماليې وزارت، د مخابراتو وزارت، د سوداګرۍ وزارت، د کرهڼې وزارت، د کليو اؤ پراختيا وزارت، د مخدره موادو د کنټرول وزارت، روشن شرکت، ريښتيني افغانان، زاهدان راديو، سباوون، سپرغۍ، سمسور، سلام ټولنه (هالينډ)، علامه رشاد بابا، قاموسونه، ګوربت، لېوال، مسافر (ملګري پښتانۀ)، مستانه، مسعود پېژنئ، مشرق سافټ، ملنګ جان، ميرويس وېب سائټ، مينه، نغمه، ننګرهار، وړانګه (روس)، وحدت، وطن افغانستان، هېواد افغانستان، يو افغان ( د دې وېبپاڼو د لټون لپاره د ستانه مير زهير، ذبيح الله شفق اؤ عبدالهادي حيران مننه ).
خو تراوسه چې څومره کار کړى دى نو افغان پښتنو کړى دى. په دې ضمن کښې د پاکستاني پښتنو ونډه کمه ده. زما يؤ ملګرى پروفيسر خورشيد چېGenetics  ئې مضمون دى، نن سبا اسټريليا کښې دى. ما ورته ووئيل چې يره افغانان دومره کار کوي دا تاسو ولې اودۀ يئ؟. هغه ځواب راکړو چې هلته زمونږه استوګنه اؤ دافغانانو استوګنه کښې فرق دى. هغوئ سياسي پناه اخستې ده اؤ کار نۀ  کوي اؤ حکومت ورته رقم ورکوي. بله دا چې مارکېټ کښې يؤ څيز اخلي نو دوئ ورته خپل د سياسي پناه ګزين کارډ وړاندې کړي. نو کۀ يؤ څيز په لس پونډه کېږي نو دوئ  نه دوه پونډه اخلي. ولې بله دا ده چې دوئ کۀ پټ کاروبار کوي نو ښه ده ګنې د دوئ په کار پابندي ده. اؤ مونږه  به ارومرو د سحر اتو بجو نه تر څلورو بجو پورې کارونه کوو. نو غټه مسئله د وخت هم ده. د دوئ دا مشکلات ډېر جائز معلومېږي. خو مونږه  له خپلو علاقو کښې کم ازکم دا تحريک چلول دي. چې کۀ وخت درسره نشته نو د افغانانو د دې تنظيمونو مالي مدد خو کولى شئ کنه.
دا ټول بحث کۀ رالنډو نو اول خبره داسې ده چې دا مسئله سياسي ده. ولې ګراونډ ورک به ورته مونږه د هرې طبقې خلق کوو. اؤ دا مسئله صرف يؤ دوه، درې سياسي پارټيانو ته نۀ دي پرېښودل، بلکې دې لړ کښې د پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو ټولو سياسي پارټيانو سره خبره په کار ده اؤ ورته ويل په کار دي چې ژبه زمونږه د ټولو شريکه ده . اؤ په دې مسئله کم ازکم د تربګنۍ سياست نۀ دى  په کار. بله دا چې د پښتنو د قومي حکومت په ځاى يؤ وسيع البنياده قومي حکومت په کار دى. ولې دلته ماته يوه خبره يادېږي. کله چې د ګني بساو خلقو د اميلکار کبرال په قيادت کښې د سامراج نه د خلاصون تابيا کوله نو  پرې  لوئي  بحث وشو. چا ويل چې تحريک به داسې پېل کړو اؤ چا ويل چې هغسې به ئې پېل کړو. يؤ ورکښې اوئيل چې زمونږه د تحريک ماډل دې د وېټنام په شان وي. نو بل پرې اواز وکړو چې وېټنام يؤ قوم ؤ. اؤ مونږه  لا تراوسه پورې يؤ قوم هم نۀ يو. مونږه له اول ځان نه يؤ قوم جوړول په کار دي  بيا به د وېټنام د ماډل خبرې کوو. دغه شان د درېمې نړۍ د نورو پسمانده قومونو په شان پښتون هم لا د قوم مرحلې ته نۀ  دى  رسېدلى. البته د قوم جوړيدنې په لار ضرور روان دى. ذرايع نقل وحمل، انډسټريلايزېشن، ماس ميډيا، اربنايزيشن اؤ نورو عواملو ته ترقي ورکول به د قوم جوړېدلو عمل ته تېزي بخښي. مونږه  لا تراوسه پورې قبائلي اؤ ماقبل قبائلي ژوند تېروو. اؤ د قوم په تعريف لا پوره نۀ يو. د ګلوبلائزېشن عمل به د لوکلائزېشن عمل ته تقويت ورکوي چې ورسره به زبردسته ترقي کېږي اؤ ارتل پرتل قبيلې اؤ خېلونه به يؤځاى کولو کښې لوئي لاس وکړي. دا به د پښتون قوم جوړيدنې ته ډېر تقويت ورکوي. کۀ مونږه ورته ګراونډ ورک کړى وي. اؤ د خپل وس تر حده  ژبه مو په هره سطحه متعارف کړې وي. نو د قوم جوړېدلو عمل سره به ژبه هم په هر مېدان کښې ترقي مومي. دې سره  به ژبه نۀ صرف محفوظه پاتې شي بلکې د ژبې ترقي به هم  لازمه وګرځي.
ورځ په ورځ د مېډيا سره تړلو اورېدونکو تعداد زياتېږي. اؤ دلته استعمالېدونکې ژبې باندې غور پکار دى. دلته د ژبې يؤ داسې قسم په وجود کښې راځي چې ورته Media Specific يعنې مېډيا زده قسم وئيلى شي. اؤ د مېډيا په مناسبت سره ورته Medialect يعنې مېډيائي ګړدود وئيلى شي٤٧. البته د مېډيائي ګړدود مطلب مادر پدر ازادي نۀ ده لکه په ټېسټ ټرانسميشن کښې چې ئې اى وي ټي خېبر مظاهره کوله اؤ د ژبې سر اؤ پښتۍ ئې ماتولې. د ميډيا زده ګړدود لپاره اول په ژبه عبور حاصلول ضروري دي.
نن سبا زمونږه ځينې دانشوران  اؤ قوم پرستان يؤ بل مرض کښې مبتلا دي او وائي چې نيو ورلډ ارډر کښې د پښتنو د رياست نقشه هم جوړه شوې ده. اؤ په مثال کښې د امريکې د هغه شپږ تنه جغرافيه پوهانو نقشه وړاندې کوي کوم چې د امريکې په مختلفو پوهنتونونو کښې پروفېسران وو. په  ديو کښې دوه د امريکې خارجه وزارت کښې وو او پديو کښې يؤ خارجه وزارت کښې د جغرافيې چيئرمين ؤ. هغه نقشه کښې  C, B اؤ D پېراګرافونه د پښتنو د ټاټوبي سره تعلق لري چې څۀ دارنګ دي:
B.  د تاجکستان د شمال مغرب حصه اؤ د افغانستان د شمال يوه برخه ازبکستان سره يؤ کېږي.
C.   د افغانستان د شمال يوه بله برخه د تاجکستان سره يؤ ځاى کېږي.
D.   د افغانستان جنوب مشرق ( يعنې باقي پاتې افغانستان ) خپل قومي وروڼو سره پاکستان کښې يؤ کېږي اؤ پښتونستان نوم به ئې وي. دا نقشه د لاس اينجلس ټايمز اخبار کښې شايع شوې وه اؤ دې نه جنوري فروري ١٩٩٣ ء کښې د ډنمارک نه شائع  کېدونکي " مجاهد ولس " نومې اخبار چاپ کړه.٤٨
دې خبرې زمونږه د خوبونو په د نيا کښې اوسېدونکي پښتانۀ دومره خوش فهمۍ کښې مبتلاکړۀ چې هډو د جدوجهد لارې ئې ترېنه هېرې کړې. اؤ ځينې خو داسې وائي چې هغه د شاعر خبره رښتياکېږي چې:
اوس د نړۍ نقشه کښې کور د پښتنو وليکئ
کۀ چيرې د جرمني د يؤوالي نه مخکې مو دهغه ځاې د دانشورانو نه پوښتنه کړې وى چې جرمني به څنګه يؤ کېږي. نو د بدلېدونکو حالاتو په رڼا کښې به دې دانشورانو په  ذهن کښې هډو دا موجوده نقشه بالکل نۀ راتله. د دې خوب ئې هم نۀ  شو ليدى چې د برلن  ديوال به هم ماتېږي. ولې جدوجهد به ئې کولو. دلته خو زمونږه ياران ښکاره وائي چې په ارام سره کېښنئ اوس ئې درله امريکه جوړ وي. ولې د حميد بابا خبره:
په پردو مړانه نۀ کېږي بې خپلو
کۀ مونږه دې وخت کښې افغانستان اؤ پاکستان کښې د پښتون بېلټ ( Belt ) رقبه او آبادي په نظر کښې وساتو نو څۀ داسې را اوځي. پښتون رقبه په ا فغانستان کښې ٣٥٩،٣٨٦  مربع کيلو ميټر، شمالي پښتونخوا ٤٥،٦٠٤  م –ک جنوبي پښتونخوا  ٥٩،٧٣٧  م –ک، قبائل ٢٧،٢٢٠ م-ک. اؤ څۀ برخه پنجاب کښې چې د پنجاب نه علاوه ټوله رقبه ئې ٧٣١،٩٤٧ م – ک ده. اؤ دغسې کۀ ابادۍ ته ئې ځير شو نو په افغانستان کښې ٩،٨٥٥،١٥٠  شمالي پښتونخوا کښې ١٣،١٠٥،٤١٦ جنوبي پښتونخوا کښې ١،٩٤٥،٨٧٨ قبائل ٣،١٤٧،٦١٦  سندهـ  ١،٢٧٦،٤٤٥  پنجاب ٨٥٣،٧٥  چې ټوله ابادي ئې ٣٠،١٨٤،٢٥٥ جوړېږي په داسې حالاتو کښې به يؤ طرفته د سندهـ اؤ پنجاب ٢١ لکه ٣٠  زرو نه زيات پښتانۀ بائيلو. اؤ بل طرفته به شمالي ولاياتو کښې مېشته څو لکه پښتانۀ بائيلو. د نن سبا ګلوبلائزېشن اؤ ډبليو. ټي. او په بهير کښې به اقتصادي سرحد اهم وي اؤ جغرافيائي سرحدونه به ورکښې نرم شي. د يؤ خبر له مخې په ٦ مئ ٢٠٠٥ء کښې افغانستان د سارک اتم غړى شوى دى٤٩،  اؤ اوس د بنګله دېش دار الحکومت ډهاکه کښې په ١٢ – ١٣ نومبر ٢٠٠٥ء د سارک د ممبرانو په تعداد کښې توسيع وشو چې ورکښې افغانستان د سارک ممبر شو. په ١٣ نومبر اليکټرانک مېډيا اؤ سبا په ١٤ نومبر پرنټ مېډيا کښې دا خبر خپور شو. لکه د ١٤ نومبر ٢٠٠٥ء د روزنامه "آج" پېښور د فرنټ مخ مېن ليډ (Main Lead) کتلى شئ٥٠. اؤ د فرح ضياء رپورټ Reginoal Block  کښې ئې هم مطالعه کولى شئ ٥١.  نو داسې پروګرام هم کېدون لري چې د سارک ملکونو مينځ کښې سفري سهولتونه زيات نه زيات اسان شي  اؤ ان تر دې چې د ويزې ضرورت به هم پاتې نۀ شي. بيا خو د سابقه صورتحال نه ئې موجوده صورتحال کۀ چرې عملي شو اؤ امکان ئې هم شته زيات بهتر دى. ځکه د سابقه صورتحال د عملي کېدلو امکان في الحال نۀ  ښکاري. اؤ دسارک يؤ مشترکه ګروپ کښې به زمونږه سندهـ، پنجاب، بلوچستان اؤ د هند د پښتنو سره هم رابطه قايمه اؤ دايمه وي. اؤ د دومره متنوع رقبې چې ورکښې غرونه، مېدانونه، ريګستانونه، رېګزارونه، ورشوګانې هم شته.  خلق به  يؤ بل سره په تماس کښې راشي، د  يؤ بل د تجربو نه به هم فايده اوچته کړي اؤ کۀ چرې دلته دوئ ځان اقتصادي لحاظ سره سنبال کړو نو نهه ويشت  پښتون ډاياسپورا کښې مېشته پښتانۀ به ئې هم مدد وکړى شي. اؤ دغه ډاياسپورا  به پښتون  تجارت ته وده ورکولو کښې هم خپل رول ولوبوي.
ددې خبرو مطلب دا رااوځي چې اول د خپل قوم د تاريخ، جغرافيې، ابادۍ اؤ نورو حالاتو نه خبرېدل دي بيا هر څۀ چې جوړوې نو په خپلو مټو، عقل، فهم، فراست باندې به ئې جوړوې. اؤ کۀ پردي درله يؤ داسې پښتونستان جوړ کړي چې پښتو په کښې نۀ وي نو دا پښتونستان به څنګه وي ؟. پښتو ساه ده وطن ئې جسم، دا به يؤ مړ جسم وي چې پردو دپاره  به  تُورې وهي اؤ نمړۍ به  ئې هم هغوئ خوري.
داسې حالاتو کښې د يؤ Mature اؤForesighted  ليډرشپCollective Wisdom، Intellectual Efforts اؤ Thought Provoking Discussion ته ډېر سخت ضرورت دى. هسې نۀ چې د باران نه تښتو اؤ چرته ناوې لاندې مو شپه را نۀ شي. چې دا ليډرشپ څومره ويښ وي  اؤ اقتصاد مو څومره غوره وي دومره به  زمونږه  ژبه د ترقۍ په لور مخ  په وړاندې تګ کولو ته ځان چمتو کوي. اؤ کۀ خداى مۀ کړه دا دواړه مو کمزوري وي نو تاسو پخپله سوچ وکړئ چې بيا به زمونږه د ژبې حالت څۀ وي ؟.

اخځليک:

1 (Encyclo paedia the free dictionary.com larnian %20  languages.
٢) عبدالحى حبيبي، د پښتو ادبياتو تاريخ، دوهم ټوک،  پښتو ټولنه، دولتي مطبع  ١٣٤٢ (١٩٦٣ م) دوېم چاپ ، م م ٤-٣
٣) حبيب الله رفيع، ژبپالنه، لومړى ټوک، پښتو ټولنه،ګوندي مطبع،ميزان ١٣٦١، م م٦-٥.
٤) شريف کنجاهي ( اردو مترجم )، سوالات -  شاه ملندا ( د ټي-ډبليو-رائيس ډيوډز پالي ژبې نه ترجمه شوې انګريزي کتابونو لړۍ Sacred Books of the East اګست  ١٨٨٩ع  نه )  مقتدره قومي زبان اسلام آباد، وړومبنى اشاعت ٢٠٠٣ع د پروفېسر فتح محمد ملک پېش لفظ، م ٥ .
٥) همدغه،  د ټي . ډبليو. رائيس ډيوډز ابتدائيه، م ١٨
٦) سرمحقق زلمى هېوادمل، په هند کښې د پښتو ژبې اؤ ادبياتو د ايجاد اؤ ودې پړاونه، شرکت پرنټنګ پرېس لاهور، دوېم چاپ، ١٣٧٣ ش، د اکاډيميشن پوهاند عبدالشکور رشاد تقريظ، م م ( شپږ، اوه )
٧) پوهاند ډاکټر مجاوراحمد زيار، د کنشکا د سره کوتل ډبرليک ( باختري ژبه )، د هيلموت هومباخ د الماني اثر ژباړن، د افغانستان جمهوريت دعلومو اکېډيمي، زمرى  ١٣٦٩ ( اګست ١٩٩٠ ) م م ٢-١
٨) پوهاند عبدالحى حبيبي، د پښتو ادبياتو تاريخ، لومړى ټوک، د ادبياتو اؤ بشري علومو پوهنځى، د پوهنتون مطبع، درېم چاپ ١٣٥٤ ( ١٩٧٥ ع ) م م ٥١-٢٥٠ 
٩) د کنشکا د سره کوتل ډبرليک ( باختري ژبه ) د زيار فارسي مقدمه ، م م ( ج، د)
١٠) عبدالحى حبيبي ( مرتب )، د محمد هوتک بن داود د ٤٢-١١٤١ هـ- ق کال ليکلي کتاب  پټه خزانه، د پوهنې وزارت د دارلتاليف رياست، دوهم چاپ ١٣٣٩ هـ - ش، م  ٣٢ اؤ
 ډاکټر ميا سهيل انشاء، يوه ضروري سمونه، دوه مياشتنۍ "هېله" اګست ستمبر ٢٠٠٣ ع،  م م ١٠٨-١٠٦ 
١١) عبدالحى حبيبي، د افغانستان پېښليک، لومړى ټوک، د بېهقي کتاب خپرولو موسسه، کابل، دولتي مطبع، ١٣٥٣ (١٩٧٤) م ١١
١٢) پروفېسر محمد رضاخان، قديم وجديد تاريخ مسلمانان عالم، علمي کتاب خانه کبير سټريټ، اردو بازار لاهور، جديد ايډيشن ١٩٩٧-٩٨ م ٢٣٠
١٣) غوث خېبري، پښتانۀ د کلتوري ښکېلاک په زنځيرونو کښې، ناشر ليکوال پخپله ١٣٨١ (٢٠٠٢ء)، م ١٦٧
١٤) سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل، پښتانۀ د تاريخ په رڼاکښې، يونيورسټي بک اېجنسي پېښور، سن نۀ ښايي، م ٤٨٥
١٥)  شېرمحمد خان ګنډاپور، تواريخ خورشيد جهان، ١٨٩٤ ، م ٧٢ حواله   
  سرمحقق زلمى هېوادمل، په هند کښې د پښتو ژبې اؤ ادبياتو د ايجاد اؤ ودې پړاونه، دوېم چاپ ١٣٧٣ ، م ٤٣  
١٦)  پوهاند محمد حسن ضمير صافي، د هېوادمل په کتاب "په هند کښې د پښتو ژبې اؤ ادبياتو د ايجاد اؤ ودې پړاونه"  باندې تقريظ، م پنځلس
١٧) سيد محبوب علي ( اردو مترجم )، د سراولف کېرو، دي پټهان، پښتو اکېډمي پېښور يونيورسټي، جدون پرېس پېښور، دوېم اشاعت ١٩٨٨ع ، م  م ١٢-٢١١ اؤ.
   پښتانۀ د تاريخ په رڼا کښې، ٤٣٥٢٠
١٨) کالکار رنجن قانون ګو، شېرشاه سوري اور اس کا عهد، تخليقات لاهور، طيب اقبال پرنټرز ، ١٩٦٤ ع ، م م ٤٤٠ .     
١٩)  سرمحقق زلمى هېواد مل، د پښتو نثر اتۀ سوه کاله، ملت پرنټرز، لاهور، ١٣٨٥ / ١٩٩٦  م م ٧٤٣، ٦٤٦  اؤ       
   ډاکټر مياسهېل انشاء، جرس نظم نمبر، د دوره بندۍ شننه ( دوېمه برخه )، دوه مياشتنۍ " هيله " اپرېل- مئ  ٢٠٠٢ ع ، م ٢٩
٢٠) عبدالجليل وجدي، د زړونو اؤ دماغونو مائينونه، د پښتني فرهنګ د ودې اؤ پراختيا ټولنه جرمني، ملت پرېس لاهور، ١٣٧٩/ ٢٠٠٠ع، م ٢٠٠ 
21 (Bangladesh centre of ITI, international mother language day ,144 new Baily Road Dhaka 1000, ND, p.1
٢٢)  سيد عظيم شاه خيال بخاري، رضواني، کابل مجله ، ١٦ کال، لسمه ګڼه ، جدي ١٣٢٤، م م ٣٤-٣٣ اؤ         
  شمس العلماء سي