مقالې
توارُد
د ژبو او ادب د تاريخ پوهان په دې عقيده دي چې په انساني ټولنه کې اول ولسي (فولکلور) شاعري مېنځ ته راغلې ده او بيا د ادب نور توکي په تدريج سره ايجاد شوي دي چې بيا د وخت او نظرياتو د بدلونونو سره د پرمختگونو په لړۍ کې د ادب موضوع د کاينات هومره پراخوالى موندلى او د همدې پرمختگ په تسلسل کې يو کايناتي حېثيت ترلاسه کړى دى. په دې حواله چې د نړيوال معاصر ادب په پراختيا نظر واچولى شي نو ناممکنه ده که څوک د سلگونو ژبو، قامونو، نظرياتو او عقيدو په مېنځ کې د خور وور ادب احاطه په يو کتاب يا څ
په ادب کې د مېرمنو فکري غورځنگ
که په مېوند کې شهيد نه شوېگرانه لاليه بې ننگۍ ته دې ساتينه دا يقيناً چې په ښکاره يوه جنگي لنډۍ ده؛ يو غږ دى چې د خپل وخت د ځوانانو د جذبې او احساس د راپارولو لپاره د يوې پېغلې د خولې نه وتلى دى، خو دا غږ په شا يو بشپړ تاريخ او مخ په وړاندې د يو ستر او تاريخي قام (پښتون) په ادب باندې ژور اغېز لري. دا اغېز يو سل او دېرش کاله وروسته هم هغسې ژور دى څنگه چې د مېوند د جنگ (١٨٨٠ع) څخه سمدستي وروسته و او اوس هم د پښتو ژبې د ادب دومره پياوړې برخه ده چې فکرونو ته تازه رڼا بخښي. او
د غزل مشاعره که د پېريانو جاله (٢)
شمشېر هېواد ددې غزل مخ وګورئ چې دوئ ته په څټ مخ په نظر راتللو او يا ئې په څټ مخې سرچپه لوستلو: ښکلې مې په سترګو کښې ښکلا نيولې دهغاښ په سپينه خُلۀ کښې ئې برېښنا نيولې دهشوه ئې د راتلو سره په سترګو مې رڼادې پئ مخې څۀ رنګه رڼا نيولې دهشړک د تورو زلفو ئې ګوزار د تېرو تورومستې په کوم چل باندې ادا نيولې دهټال د ګلو څانګه چې وهي د ګل په داردا ئې لۀ ګلونو نه ګډا نيولې دهخُلۀ مې ترې اخيستې وه په وخت د مازيګرنن خو ئې روژه ځ
د غزل مشاعره که د پېريانو جاله (١)
شمشېر هېواد د مئ ٢٠٠٦ء په نهمه نېټه د شپې په اتۀ نيمو بجو وخت کښې د ښاغلي ميا فاروق فراق صېب له خوا غوږخبر راغئ. ښاغلي سره مې دعا سلام جوړ تازه نه پس د خېر خېريت خبر واخيست. ويل ئې هېواد صاحب نور خو خېر دى او د ستاسو د ټيلي فون نمبر ((غوږخبر)) نومره مې په ډېرو خوارو پېدا کړه. ما ويل چې خېر وي نور به کېږي. خدمت وايه. نوموړي ووئيل چې سبا ته په دوه بجې ماسپښين پي. ټي. وي. پېښور سټېشن صدر کښې د غزل مشاعره ده نو ما ستاسو نوم هم د پروګرام انچارج ښاغلي مجيد الله خل
په بدلېدونکې دنيا کښې د ادب کردار
په بدلېدونکې دنيا کښې د ادب کردار پروفېسر ډاکټر ايم اقبال نسيم خټک ادب څۀ دى؟ د ادب بنيادي مقصد څۀ پکار دى؟ د ادب د ژوند سره څۀ تړون دى؟ د دغه نوعيت د سوالونو جوابونه پخوا هم حل طلبه وو اؤ اوس هم د دغه سوالونو پرېکړي اؤ واضح جوابونه ممکن نۀ دي ځکه چې د موسمونو په شان د حالاتو په بدلېدو کښې هم ځنډ کېږي نه. بله دا چې په هر تېر شوي دور پسې راتلونکى دور نوى ګڼلى شي. نوى دور د اولس د امېدونو مرکز اؤ محور وي. ا
اُسلوب پوهنه
اُسلوب پوهنه پروفېسر محمود اياز لۀ دې تريخ حقيقت نه د ادب لوستونکي انکار نۀ شي کولى چې د انګرېزۍ ژبې لفظ “Style” په انګرېزي ادب کښې لۀ سوونو کلونو راسې مروج دى. ګوا لفظ “Style” د ادب د قاري لپاره ځکه يؤ نا اشنا تورى نۀ دى چې دا لفظ اديبانو، نقادانو اؤ دانشورانو پخپلو مضامينو کښې په وار وار استعمال کړى دى. اؤ زمونږ تر نظره تېر شوى دى. خو دا صداقت په خپل ځاى د منلو وړ دى چې په اردو ادب کښې د لفظ "اُسلوب" استعمال
پښتو کې د ماشومانو دپاره ادب
پښتو کې د ماشومانو دپاره ادب روښان يوسفزىپښتو ژبه کې د ماشومانو د ادب په اهميت اؤ ضرورت باندې د څۀ وئيلو يا ليکلو نه وړاندې بائد چې د پښتو ژبې اؤ کلتور په حقله اول خبره وشي. ځکه چې ژبه د يؤ قام د کلتور په اهمو اؤ بنيادي وسائلو کې هغه د چا خبره چې د بنياد د کاڼي حيثيت لري. اؤ په قول د حمزه بابا چې:اول خپله ژبه پسته نورې ژبېبې بنياده عمارت خو سمون نۀ کاولې سوال دا راپيدا کېږي چې دغه "بني
د پښتو پرون، نن او سبا
(اخري برخه) IX د پښتو د پرون اؤ نن نه پس اوس مونږه د دې سبا ته منتظر يو. نورو ژبو سره پښتو يؤ داسې سبا طرفته روانه ده چې د هغې خدوخال لا پخپله هم واضحه نۀ دي. خو چې څۀ لږ ډېر انځور ئې رامېنځ ته کېږي په هغې به خپل نظر وړاندې کړو. البته دا خبره کول به بې ضايع نۀ وي چې د دې سبا خدوخال لا زيات واضح کېدو په شکل کښې زمونږه دا تجزيه هم کمي زياتي سره مخامخ کېدى شي. دا حالات دوؤ ډلبنديانو کښې ويشلى شو:( الف):&n
پښتو موسيقي اؤ سندره
پښتو موسيقي اؤ سندره غازي سيال سندره زمونږ د پښتو د عوامي شاعرۍ يؤ زوړ اؤ غوره نوم دى چې زمونږ د پښتون قام پېژندګلو ده.اؤ زمونږ د پښتني تهذيب اؤ رواياتو سره ژور تعلق لري اؤ زمونږ د ثقافت اؤ ادب نۀ ختميدونکې سرمايه ده.ټپه د پښتو موسيقۍ د فولکلوري سندرې هغه برخه ده چې د دنيا د نورو ژبو د فولکلور نه د شکل په لحاظ جدا ده. فولکلور چې د هرې سيمې وي د هغې سيمې د عقايدو اؤ د اخلاقو ترجماني کوي.
د پښتو پرون، نن او سبا
(دوهمه برخه)V کۀ يؤ لوري ته دنيا کښې پښتون ادب ځان په نړيوال ادب کښې د شاملېدو جوګه کړو نو بل لوري ته د دغه وخت ادبي خلا د پېدا کېدو ډکون د انګرېز په ضد د پښتنو د مبارزو په شکل کښې دوام وموندلو. د پښتنو په ضد انګرېز ډېرانسانيت سوز مظالم هم وکړل چې په مقابله کښې ئې پښتنو هم تورې ته لاس کړو اؤ هغه کارنامې ئې وکړې چې د نړۍ توجه ئې اوس د تورې په ميدان کښې ځان ته مبذوله کړه. په نور هند انګرېز ته په قبضه
پښتو ادب اؤ تصوف
پښتو ادب اؤ تصوف عمرګل عسکر ادب د انساني ژوند اؤ ژواک سره چې څومره تعلق لري د هغې اندازه د دې نه هم لګېدلى شي چې ادب د انساني ژوند هره موضوع په ځان کښې رانغښتې ده. ګويا د انسان جذبات، احساسات، خيالات اؤ معاملات چې د ژوند د کوم يؤ اړخ سره تعلق لري د ادب په ذريعه ئې اظهار کېدلى شي.په انساني ژوند کښې تصوف هم يوه داسې موضوع ده چې په څۀ نا څۀ صورت کښې هم، اؤ بِالاراده هم، د ادب په ذريع
د پښتو پرون، نن اؤ سبا
د پښتو پرون، نن اؤ سبا ډاکټر ميا سهېل انشاء (لومړۍ برخه) I ژبې په څو کورنيو کښې وېشلې شوې دي. په دېو کښې يوه د لرغوني هندواروپائي ژبو کورنۍ ده. چې د دنيا د نيمو استوګنو مورنۍ ژبې په دې ستره کورنۍ کښې تشکيل شوې دي. دا کورنۍ د ژبنيو کورنيو په قطار کښې ټولو کښې ستره اؤ لويه کورنۍ ده . په دې کورنۍ کښې يوه ذيلي کورنۍ د هندي، ايراني، يوناني اؤ ارمينائي ژبو احاطه ک
د پښتو ادب زرين دور
د پښتو ادب زرين دور پروفېسر ډاکټر راج ولي شاه خټک پښتو اؤ پښتون قام کۀ هر څومره زوړ دى ولې د ادب تاريخ يې دومره په تحقيق نۀ دى ليکلى شوى. د زر دولسو سوو کالو دا تاريخ لۀ هغه ځايه شروع کېږي کله چې د اسلام د راتلو نه پس په څۀ نا څۀ رنګ کښې د ادبي تاريخ د اثارو محفوظولو هڅې شروع کړاى شوې دي. د دغه اثارو لۀ مخه د پښتو د ادب تاريخ د امير کروړ ځينې شروع کېږي چې د پټې خزانې په روايت په ١٣٩هـ کښې ژ
كمپيوټري نومونې
كمپيوټري نومونېد پښتو نيولوجېزم يوه اړينه برخه محمد اصف صميم د انسان د ژبنيو اړتياوو د لرې كولو لپاره د ژبې ماشين له لومړي سره چالان راغلى، تر ننه چالان دى او تر څو چې ژوند وي او انسان وي، دا ماشين به د وييونو او كلمو په توليد او پنځونه لګيا وي.په نړۍ كې هيڅ يوه داسې كلتوري ژبه نشته، چې له بشري پرمختګونو سره د منځ ته راتلونكو جاجونو (مفهومونو) لپاره مخكې له مخ
کراچۍ کې پښتو ادب
کراچۍ کې پښتو ادبمختصره جايزهمحب وزير کراچۍ کې د ليکلي شوي پښتو ادب جاج چې اخلم نو بې ځايه ده چې د افرادو ذکر وکړم، ښه به دا وي چې د اصنافو پحقله بحث وکړم. خو د دې نه به هم ښه دا وي چې اول يو څو خبرې کراچۍ کې د پښتو ادب د پس منظر په هکله هم وکړم.سره ددې چې پښتون يو قام دى، خو د سمې او غر، د کندهار او جلال اباد، د تيراه او مردان، د وزيرستان او د پېښور د ژوند ژواک پ
ادب که له حد نه زيات شي بې ادبي ده !!!
ادب که له حد نه زيات شي بې ادبي ده!!! انجينير ستانه مير زهير د دانش خپرندويه ټولنې په دفتر کې ناست وم ،په پښتو ژباړل شوی پخوانی مشهور اثر چې د بيا چاپ په ګاڼه سينګار شوی و ، لاس ته راغی . د تعامل سره سم مې لومړی تر هر څه دمخه د کتاب په عنوان سترګې ښخې کړې . ليکل شوي و : ګيتا نجلۍ ، ليکوال ټاګور ، ژباړن _ فاضل استاذ عبدالروف بينوا سمد لاسه مې په ذهن کې وګرځيدل ، څو
قلندر او "رڼايي"
قلندر مومند په "رڼايي" کې د سعد الله ميوند ليکنه څه ته چې د وېنا لپاره خوله نۀ جوړېږي او هغه "څه چې" زما کمزوى قلم يې له تفسير څخه وېره لري هغه د فن او هنر په پراخه سارا کې د ارواښاد قلندر مومند د خيال او فکر هغه ملغلرې دي چې د هغوى هنري خلاقيت او نابغه استعداد سره راغونډې کړي دي او اوس د "رڼايي" په نوم کتاب کې د نظمونو او غزل په جولۍ کې زمونږ د نظر په وړاندې پرتې دي. د شعر تر ټولو
پـښتو ناول
پـښتو ناول ډاکټر سيد چراغ حسېن شاه د ناول لغوي مطلب Random House Webster Dictionary کې بطور اسم داسې ليک دى:"A fiction prose narrative of considerable length" ژباړه: يو مناسب اوږد فرضي نثري بيان. خو ناول بطور اسم صفت د يو نوي قسم په مانا راځي (of a new kind). د اردو نقاد ښاغلي انورجمال هم دا مفهوم داسې اداکړى دى:ناول: نيا)نوى( انوکها- عجيب