اُسلوب پوهنه

پروفېسر محمود اياز

لۀ دې تريخ حقيقت نه د ادب لوستونکي انکار نۀ شي کولى چې د انګرېزۍ ژبې لفظ “Style” په انګرېزي ادب کښې لۀ سوونو کلونو راسې مروج دى. ګوا لفظ “Style” د ادب د قاري لپاره ځکه يؤ نا اشنا تورى نۀ دى چې دا لفظ اديبانو، نقادانو اؤ دانشورانو پخپلو مضامينو کښې په وار وار استعمال کړى دى. اؤ زمونږ تر نظره تېر شوى دى. خو دا صداقت په خپل ځاى د منلو وړ دى چې په اردو ادب کښې د لفظ "اُسلوب" استعمال د انګرېزي ژبې په مقابل کښې نسبتاً نوى، خو په پښتو ادب کښې دا تورى په رښتيا هم نور نوى اؤ تر يؤ حده پورې نا اشنا هم دى. د دې تريخ حقيقت د اثبات لپاره به دا يؤ منطقي دليل کافي اؤ شافي وي چې نن هم زمونږ يؤ شمېر ليکوال د لفظ اُسلوب يا سټائل د علمي اؤ ادبي ارزښت اؤ اهميت نه بې خبره پاته دي. ددې شايد يوه وجه دا وي چې دغه ادبي اصطلاح پښتو ادب ته د اردو نه ډېره وروسته راوارده شوې ده. دوېم سبب يا دليل ئې دا کېدى شي چې په پښتو کښې په دغه موضوع باندې تر اوسه پورې، چرته د يؤ نيم مضمون نه په پرته څۀ ليکل شوي هم نۀ دي. يا دا وئيل به دلته زيات مناسب وي چې دغه موضوع په پښتو ادب کښې بېخي نظر اندازه پاتې شوې ده. د اُسلوب په لړ کښې زياته حېرانوونکې خبره دا ده چې زمونږ اديبانو اؤ منورينو په دومره اهمه موضوع هم د څۀ ليکلو ضرورت محسوس نکړ. دا پخپل ځاى يؤ کړکېچن اؤ پيچلى سوال دى. د دې پوښتني د ځواب وئيلو نه مخکښې زياته غوره خبره به دا وي چې د لفظ اُسلوب د علمي اؤ معنوي ارزښت په اړه ځينې مندرجات اؤ تشريحات د دغې اصطلاح د کوټلي بحث په خاطر د ادب لوستونکيو مخې ته کېږدم. د اُسلوب، صاحب اُسلوب بحث بايد چې د دغې ادبي اصطلاح د سنجولو وروسته په زيرِ بحث مضمون کښې ځاى کړى شي.
لفظ "اُسلوب"____د روش، طرز، سبک، لهجې، انداز و Style مترادف تورى دى. يا به دا ووايو چې ذکر شوي الفاظ د انګرېزي، فارسي اؤ اردو ژبو په ادبياتو کښې قريب قريب د اُسلوب په معنا، په وار وار اديبانو اؤ نقادانو پخپلو ليکنو کښې ذکر کړي دي.
لفظ "اُسلوب" د انګرېزي ژبې د لفظ “Style” مترادف يا متبادل تورى دى. اؤ دا لفظ د لاطيني ژبې د لفظ “Stylus” نه مشتق دى. هم دغه تورى په دغه ژبه کښې د قلم په معنا مستعمل يا غلط العام شوى دى. د هندي ژبې په ادبياتو کښې د لفظ اُسلوب دپاره "شيلي" تورى کارول کېږي خو ايرانيان، ګوا د ايران ليکوال د اُسلوب د مترادف په توګه د "سبک" تورى په خپلو ليکنو کښې په تسلسل سره کاروي.
ادب پوهان اؤ عالمان د اُسلوب د اصطلاح لغوي معنا يا مفهوم پخپلو الفاظو کښې قريب قريب داسې کوي چې__ په لوړه سليقه سره ليکل، د ليک يا تخليق لپاره يوه مخصوصه لاره خپلول اؤ يا د طرزِ بيان يا طرزِ ادا لپاره يؤ داسې ځانګړى انداز جوړول چې هغه پيرائيه اظهار ځانله خپل کړۀ وړۀ يا مخصوص STRUCTURE ولري.
په اسانه ژبه يا په ساده ټکيو کښې مونږ د اُسلوب وضاحت داسې کولى شو چې د اظهار هغه طرزِ بيان، سليقه يا لاره چې د يؤ فنکار د شناخت اؤ پېژندګلوى پېلامه اؤ وسيله ګرځېدلى شي. هم دغه څيز ته د ادب په ژبه کښې اُسلوب يا Style وئيل کېږي. دغه رنګه دغې اصطلاح ته پيرائيه اظهار، طريقِ ګفتار يا اندازِ بيان هم وئيل کېږي. د ذکر شويو حقائقو تر څنګ دا خبره هم په نظر کښې ساتل پکار ده چې په انګرېزي ادب کښې شاعرانه طرزِ بيان ته POETIC STYLE اؤ نثري طرزِ اظهار ته PROSE STYLE وئيل کېږي.
د ادب پوهانو اؤ راقم الحروف د دغې سرسري تجزيې، مندرجاتو اؤ وضاحتونو نه پس پکار دا دي چې د دغې اهمې، مبهمې اؤ کړکېچنې اصطلاح د مزيد علمي وضاحت اؤ معنوي شرحې په خاطر د عالمانو اؤ منورينو ځينې تعريفونه د ادب لوستونکيو د اسانتيا لپاره دلته راغونډ کړم. چې د اُسلوب دغه مبهمه اصطلاح په مونږ باندې نوره هم واضح اؤ روښانه شي.
والټر پېټر د “Style” يا "اُسلوب" په حقله پخپل يؤ مضمون کښې ډېر ښۀ وئيلي دي چې:

“Style is certain absolute and unique manner of expressing a thing in all its intensity and colour.”

خو د اردو ژبې معتبر نقاد سيد عابد علي عابد د اُسلوب په باب خپل درانۀ احساسات داسې قلمبند کړي دي چې " اُسلوب د ليکونکي يؤ داسې منفرد طرزِ نګارش دى د کوم په سبب چې هغه د نورو ليکوالو نه يؤ مخ جلا اؤ بېل شي". دغسې بُوفان (BUFFAN) د اُسلو يا Style  په بابله داسې وائي چې " اُسلوب خپله انسان دى ." (Style is man himself). د شوپنهار په خيال، "د باطن خارجي عکس در حقيقت اُسلوب دى". دغسې ځينې عالمان اؤ نقادان د الفاظو د مناسب ترتيب اؤ تنظيم وَ مناسب استعمال ته اُسلوب يا Style  وائي. خو جانسن په بېخي ساده ټکيو کښې د اُسلوب وضاحت داسې کوي چې " هر سړى ځانله يؤ انداز لري ". لۀ دې سره سره د چا په نزد، په فني اظهار کښې د انفراديت د موجودګۍ دويم نوم اُسلوب دى. څوک ئې د فکر جامه اؤ پوشاک ګڼي. څوک ئې د مخصوص پېرائيه اظهار ائينه بولي اؤ ځينې ئې د شخصيت عکس يا سايه. آخر الذکر تعريف ته ډېر نزدې اؤ ورته تعريف عبادت بريلوي په خپلو الفاظو کښې داسې کوي چې "هر ليکونکى پخپل اُسلوب کښې خپل پوره پوره شخصيت پېش کړي اؤ لۀ ادب سره تړلى ثقه ليکوال په يوۀ صورت کښې هم لۀ دې صورتِ حال نه ځان نشي خلاصولى". خو پروفيسر محمد حسن په جامع الفاظو کښې خپل احساسات داسې راغونډوي چې "اُسلوب وه قوت اظهار هى جس مين صديون کي زبان بولتي هى".
دغه راز ___ د اُسلوب په اړه دغه تاثر هم د بلها غور اؤ فکر وړ دى کوم چې د اردو معتبر نقاد شميم حنفي وړاندې کړى دى چې قاري ورسره علمي اختلاف کولى شي:

"تجربى اور تصورات مشترک هوتى هين. مگر اُسلوب کو انفرادى اور شخصى ملکيت کهاجاتاهى. خيالات هم مستعار لى سکتى هين، ليکن کسى کا اُسلوب نهين."

خو پروفيسر ملک زاده منظور احمد په يؤ بېل تناظر کښې د دغې اصطلاح په بابله څۀ داسې رقم طراز دى چې "اُسلوب د مجردو الفاظو نوم نۀ بلکې د مجموعي تاثر نوم دى.". د پروفيسر شميم احمد په قول " د هر لوئي اؤ منفرد اُسلوب و شا ته د تجربې اؤ تصور يوه پوره دنيا اباده وي." اؤ دا حقيقت به هم ادب لوستونکي را سره مني چې ځينې عالمان اُسلوب يؤ مخصوص نظريه حيات ګڼي. د اردو ژبې معتبر نقاد ډاکټر وزير اغا د اُسلوب په حقله خپل شخصي فکر داسې بيانوي چې "اُسلوب صرف يؤ تخليق کار يا فن کار نۀ لري بلکې د يوۀ پوره عهد هم خپل شخصيت اؤ اُسلوب وي." خو د انګرېزي ادب ستر نقاد لون جائي نس د اُسلوب معنوي مفهوم پخپلو الفاظو کښې داسې کوي چې "د اُسلوب لوړوالى د يؤ لوئي شخصيت اعلان کوي". اؤ نثار احمد فاروقي د دغې اصطلاح تشريح اؤ توضيح پخپلو الفاظو کښې داسې نقل کوي چې "اُسلوب د افکارو اؤ خيالاتو د اظهار اؤ ابلاغ هغه بيانيه ده چې هغه زړۀ راښکونکې هم وي اؤ منفرده هم." اؤ ستر سقراط په ساده الفاظو کښې د اُسلوب په حقله ډېر ښۀ وئيلي دي چې "انسان لۀ خپله کلامه پېژندل کېږي." دغه رنګه ډاکټر ګوهر نوشاهي د لفظ اُسلوب شرحه څۀ داسې کړې ده چې "اُسلوب د تحرير يا فن پارې د انفراديت نوم دى چې تخليقي عمل ئې د يؤ منفرد شخصي ادراک اؤ مخصوص ژور نظر احاطه کوي." لۀ ذکر شويو تعريفونو نه په پرته درې نقادان کېلتهـ، بروکس اؤ رابرټ پنوارن د لفظ اُسلوب د معنا اؤ مفهوم په حواله هم مزاج معلومېږي. د دوئ په خيال "اُسلوب د لفظونو د انتخاب اؤ ترتيب نوم دى."
لۀ دې سره سره يؤ نيم نقاد اُسلوب په وسيع معنا اؤ مفهوم کښې د هيئت په معنا اخلي. اؤ د هيئت دوېم نوم ئې بولي. اُسلوب يؤ داسې بنيادي څيز دى، يا په دې کښې دا صلاحيت اؤ طاقت موجود دى، چې يوه زمانه د بلې زمانې نه، يؤ څيز د بل څيز نه اؤ يوه ليکنه د بلې ليکنې نه جلا کوي اؤ بېلوي. د اُسلوب د مزيد وضاحت لپاره دلته د ممتاز شيرين يؤ معنى خيز مثال نقل زښت ضروري دى. هغه وائي چې:

"ايک برتن بنانى والى کى لئى سب سى پهلى مټى کى ضرورت هوتى هى. اسى مواد سمجهـ ليجئى. پهر اس مين رنګ ملاياجاتاهى. يه اسلوب هى."

خو جي. وي کنګهم و اسلوب ته د څيز نوم ورکولو په لړ کښې د شک څرګندونه کوي اړ وائي "کۀ چرته د اُسلوب په نوم يؤ څيز شته هم، نو سوال دا پيدا کېږي چې په دې کښې کوم کوم شيان موجود وي." و بل طرف ته د پروفيسر شپرو په خيال "اُسلوب يؤ عمل هم دى اؤ يؤ شکل هم". خو د پال __خبره__ د اُسلوب د اصطلاح شرحه په زيات علمي انداز سره سپړي، لکه وائي چې:

"اُسلوب اظهارِ ذات مين ترتيب کو با معنى بناتا هى ( اس سى قطع نظر که اظهارِ ذات کيا هى). اس کى فطرى تقاضون کا انکشاف کرتا هى. يه فکر کى اصل صورت سى قطعى لاتعلق هوتا هى که فکر کا اپنا کوئى اُسلوب نهين هوتا. يه اظهارِ فن هى هى جو ايک فنکار کو دوسرون سى مميز کرتا هى."

خو جيمز سکډ د پال دغه حقيقت تر يؤ حده پورې تسليموي خو د لږ ډېر اختلاف سره د اُسلوب په حقله وائي چې "اُسلوب زمونږ د اظهار سليقه ده." خو هغه لۀ دې سره سره په دې حقيقت هم ټينګار کوي اؤ وائي چې دا حقيقت هم تسليمول پکار دي چې د فکر هم يؤ اُسلوب وي اؤ دغه رنګه د يوې ژبې يا زبان هم خپل اُسلوب وي. د اُسلوب په ضمن کښې رشيد امجد د يؤ معنى خيز مثال په وسيله د خپل فکر څرګندونه داسې کوي چې:

"اگر استعارى کى زبان مين بات کى جائى، تو خدا ذات هى اور کائنات اس کا اسلوب. يهان مين نى اُسلوب کو انکشافِ ذات اور اظهارِ ذات کى معنون مين استعمال کيا هى. گويا اُسلوب، ذات اور شخصيت کا اظهار هى."

د اُسلوب په باب د ذکر شويو دومره تعريفونو باوجود دومره وئيل به بې ځايه اؤ بې محله نۀ وي چې د اُسلوب کما حقه تعريف کول بيا هم د يؤ منطق نه کم نۀ دى. خو د دې باوجود نۀ يم خبر چې ولې مې بيا هم زړۀ دا غواړي چې د اُسلوب دغه کړکېچنه، پيچلې اؤ مبهمه اصطلاح د يوې تفصيلي څېړنې په صورت کښې داسې وسپړم چې ټول نهام حقيقتونه ئې په ادب لوستونکي باندې واضح شي. لوستلي خلق دا حقيقت مني چې د هر صنفِ ادب په اجزائى ترکيبي کښې اُسلوب کليدي حېثيت لري. اؤ دا هم پخپل ځاى يؤ تريخ حقيقت دى چې يؤ فنکار د خپل اُسلوب يا Style  په سبب پېژندل کېږي.
مونږ چې کله هم د يؤ ليکوال انفراديت په ګوته کول غواړو يا د هغۀ ځانګړى رنګ رابرسېره کول غواړو، نو دا کار هله امکان لري چې د فنکار لۀ طرزِ تحرير يا اظهارِ بيان سره کما حقه اشنائي اؤ واقفيت ترلاسه کړو. د دې مطلب دا دى چې د يؤ ليکوال د حقيقي پېژندګلوى لپاره در حقيقت مونږ د هغۀ د اُسلوب کوټلې مطالعه کوو. ښکاره خبره ده چې تر هغه وخته پورې مونږ يوې حتمي نتيجې ته نشو رسېدلى تر څو چې مونږ د يؤ ليکوال په طرزِ اظهار، ګوا Diction باندې ګرفت حاصل نکړو. اؤ د هغۀ فني صلاحيتونه په زوَر زير وَ نۀ لولو. لۀ دې سره سره بايد دا دي چې د ليکوال شخصيت هم په نظر کښې وساتو.
د اُسلوب پېژندنې لپاره د يؤ فنکار يا تخليق کار د طرزِ تحرير سره اشنائي اؤ واقفيت د هغۀ په فني صلاحيتونو باندې ګرفت اؤ  د هغۀ د شخصيت مطالعه، زما په خيال ___ بنيادي لوازمات دي. ګوا لوستونکى يا قاري چې ذکر شوي درې واړه لوازمات په پام کښې ونيسي، په هم دغه صورت کښې بيا هغه د يؤ قلم کار د اُسلوب نښاندهي په لوئي زړۀ کولى شي.
قاري د يؤ ليکوال په طرزِ اظهار کښې صرف د ليکوال د ذاتي تجربې اؤ مشاهدې مطالعه نۀ کوي، بلکې هغه د هغۀ د تحرير په ائينه کښې د خپل عهد د حوادثو مطالعه هم کول غواړي. ځکه دا د يؤ تخليق کار علمي وظيفه جوړېږي چې هغه د خپل طرزِ تحرير هينداره د هر قسم ګړځ نه صفا وساتي. په داسې صورت کښې به قاري د ليکوال د شخصيت عکس هم په دې تحرير کښې په اسانۍ سره وويني اؤ د زمانې د منظرنامې تصوير هم. کۀ اسلوب يا سټائل د تحرير يا فنپارې د انفراديت نوم دى نو بيا د ليکوال يا قلم کار دپاره د ليک اؤ تخليق په سلسله کښې د يوې مخصوصې لارې تعين بېخي ضروري دى. ګنې نو په معاصر ادب کښې به د منفرد مقام اؤ حېثيت نه محروم پاتې شي. سوال دا پيدا کېږي چې انفراديت وائي وَ څۀ ته؟ د دې توري د وضاحت لپاره زما په خيال د علامه اقبال دا شعر زيات موزون دى چې:

اُس کا اندازِ نظر اپنى زمانى سى جدا
اُس کى اعمال سى محرم نهين پيرانِ طريق

د اُسلوب يا لب و لهجې مباحث په رښتيا هم د قاري نه د سنجيده اؤ کوټلې مطالعې غوښتنه کوي. هغه ځکه، په دغې اصطلاح کښې د نقادانو د ډېرو علمي اؤ فکري وضاحتونو باوجود لږ ډېر مشکل اؤ ابهام باقي پاتې شي. د دې مشکل د رفع کولو لپاره يؤ دوه مثالونه کۀ دلته نقل شي نو بده خبره به نۀ وي. مونږ وئيلى شو چې اُسلوب هغه غږ يا اواز ته وئيل کېږي چې کله يؤ څوک ګويان وي يا لۀ يؤ چا سره په خبرو اترو بوخت وي اؤ يؤ ړوند يا نابينا سړى سمدستي د دې غږ يا اواز نښاندهي وکړي چې دا فلانى ؤ، يا کله چې مونږ يؤ چا سره په ټېلفون رابطه کوو، نو مونږ ټېليفون ريسيو (Receive) کوونکى صرف په هيلو وئيلو سره وپېژنو چې زيد دى. ګوا اُسلوب هم د ليکوال د بېل اؤ جداګانه غږ غمازي کوي. لکه څنګه چې د يؤ سندرغاړي اواز د بل سندرغاړي نه بېل وي. دغسې د يؤ ليکوال اُسلوب د بل ليکوال نه جدا اؤ مختلف وي.
ګوا Style  يا اُسلوب د خيالاتو اؤ جذباتو د اظهار يوه داسې بېله اؤ جلا پېرائيه ده کومه چې د خپلو لفظياتو د يؤ خاص ترتيب اؤ تنظيم په سبب د يؤ منفرد طرزِ بيان يا ځانګړې لب و لهجې ښکاره اثبات کوي. دا نکته هم د هېرولو وړ نۀ ده، چې اُسلوب د لفظياتو سره ډېر نزدې تعلق لري. يؤ صاحبِ اُسلوب يا صاحبِ طرز ليکوال د پېرائيه اظهار ځانګړې لار، ګوا Technique of Expression لري. اؤ داسې تحرير لامحاله د يؤ مخصوص غږ نمائندګي اؤ ترجماني کوي. ښکاره خبره ده چې يؤ صاحب طرز قلم کار ځانله خپله ژبه، خپل لب و لهجه اؤ خپل لفظيات لري. هم په دغه نسبت هغه د يؤ صاحبِ اُسلوب شاعر يا اديب په حېث پېژندل کېږي اؤ د ادب په دبستان کښې د قبول عام حېثيت حاصل کړي.
صاحبِ اُسلوب ليکوال د يؤ بل نه ارو مرو اؤ کټ مټ د مختلفو ګلونو په څېر جلا اؤ بېل وي. هو ! لکه څنګه چې د هر ګل ځانله خپل رنګ اؤ خپله خوشبو وي، هم دغسې د هر صاحبِ اُسلوب ليکوال د ليک اؤ تخليق حظ (Pleasure) اؤ تاثير د بل ليکوال نه جدا اؤ مختلف وي. دغه رنګه به ئې د ليکنو جماليات هم د يؤ بل نه جلا اؤ بېل وي. پورتنى ذکر شوى دليل يا دعوه څۀ فرضي حېثيت نۀ لري، بلکې په ذکر شوي تريخ حقيقت يا دليل باندې د ستر سقراط د دې قول اطلاق په اسانۍ سره کېدى شي. لکه هغۀ چې وئيلي دي چې "انسان لۀ خپله کلامه پېژندل کېږي". دلته د جنوبي پښتونخوا د مشهور اؤ معروف نقاد عبدالکريم بريالي يوه حواله نقل کوم. هغه په خپله مقاله "د بلوچستان د پښتو ادب زرکليزه جاج (٤٠٠-١٤٠٠)" کښې يؤ ځاى کاږي چې "د ګوهر غزل د شمس القمر (اندېش) په قول داسې رنګ لري چې په دوه سوه نوم ورکو غزلو کښې هم واچولى شي نو هم به د خپل شناخت په سبب لۀ ورايه ښکاره وي". د مردان د معتبر شاعر اندېش د دغې دعوې تصديق سعيد ګوهر په خپلو پښتو اؤ اردو غزلو کښې په مختلفو شعرونو کښې په شدومد سره کړى دى. زۀ دلته د مثال په طور د هغۀ صرف دوې مقطعې وړاندې کوم:

شعر ليکم د زړۀ په وينو، فکر و فن زما معيار دى، نوى توب زما پکار دى
خپل اُسلوب زما دستار دى، کۀ ژوندى ومه ګوهره! نوم به وړمه په غزل کښې

اُسلوب شخصيت بهى، تعارف بهى، نام بهى
گوهر ميرى غزل، ميرى پهچان هوگئ

اوس کۀ زۀ دا ووايم چې همدې ته د ادب په ژبه کښې لب و لهجه يا اُسلوب وائي. چې يؤ ادب لوستونکى دې بغېر د يؤ ليکوال د نوم د موجودګۍ د هغۀ د ليک يا تخليق نه د هغۀ د نامۀ نښاندهي وکړي. که دا ووايو چې د اُسلوب مسئله دومره عام فهمه اؤ ساده هم نۀ ده نو به هم ادب لوستونکي زما دغه سرزوري اؤ بې ځايه ټينګار په پټو سترګو راسره ومني. ولې؟__کۀ يؤ طرف ته اُسلوب د شخصيت اظهار ګڼل کېږي نو وَ بلې خوا ته معتبرو اؤ نوموړو نقادانو اؤ عالمانو د دې د غېر شخصي کېدلو دعوې هم په شدومد سره کړې دي. دلته به دومره وئيل بې ځايه نۀ وي چې اُسلوب کۀ د شخصيت مکمل اظهار نۀ وي خو د ليکونکي د شخصيت څۀ نا څۀ رنګ ضرور د هغۀ په ليکنه يا تحرير کښې په فطري توګه تحليل شي. ولې___ د ليکوال مزاج، د هغۀ خوښه اؤ نا خوښه، د هغۀ ذاتي فکر، مشاهده اؤ تجربه، په يوه نه يوه حواله د هغۀ اُسلوب لږ ډېر ضرور متاثر کوي.
پورتني ذکر شوي حقائق پخپل ځاى، خو دا حقيقت هم د هېرولو جوګه نۀ دى چې د يؤ فنکار د اُسلوب په اړه د هغۀ قاري هم نظر انداز کول نۀ دى پکار. هغه ځکه چې يؤ ليکوال د ليک اؤ تخليق په وخت د خپل قاري يؤ مخصوص تصور هم لري ځکه د ليکلو په وخت هغه خپل قاري په خپل نظر کښې ساتي. د دې عمل په ردعمل کښې هغه دا حق اؤ استحقاق لري چې هغه د ادب لوستونکيو نه د خپلو علمي، فکري، شعري اؤ تنقيدي څېړنو په حقله د څۀ رائې قائمولو توقع ولري.
لکه ما چې مخکښې ووئيل چې د اُسلوب مسئله پخپل ځاى ډېره ګنجلکه اؤ پيچيده ده، ځکه دلته دا خبره، د اُسلوب يا سټائل د مزيد وضاحت لپاره نقل کول ضروري ګڼم چې کۀ افسانه ساده وي نو هغه د افسانه نګار نه د يوې بېلې مخصوصې ژبې تقاضا کوي اؤ کۀ تجريدي وي بيا افسانه د هم دغه افسانه نګار نه د جلا اؤ بېلو مخصوصو لفظياتو غوښتنه کوي. دغه راز علامتي افسانه به ترېنه د بېلې بيانيې توقع لري. خو د دې باوجود به ذکر شوې درې سره قسمه افسانې د خپلې مخصوصې لب و لهجې لۀ کبله د يوۀ افسانه نګار د نامۀ نښاندهي يا تصديق کوي. ګوا د يؤ مخصوص غږ نمائندګي اؤ ترجماني به کوي. هم دغه څيز اُسلوب دى.
د اُسلوب يا طرزِ تحرير په اړه حتمي خبره کېدى هم نشي ولې چې دغه ادبي اصطلاح د تفصيلي علمي شرحې غوښتنه کوي. په همدغه مناسبت ډېرې داسې خبرې شته چې و کوټلې علمې څېړنې ته ضرورت لري. د مثال په طور__ زمونږ يؤ شمېر ليکوال د "منفرد" اؤ "صاحب اُسلوب" توري پخپلو څېړنو کښې په يوه معنا کښې عام استعمالوي. زما په شخصي فکر، دا يوه غېر علمي رويه ده. ولې چې يؤ منفرد شاعر ضروري نۀ ده چې هغه دې صاحبِ اُسلوب هم وي. صاحب اُسلوب شاعر هغه وي چې هغه د خپل کامياب اؤ مؤثر اسلوب لۀ کبله په خپل عصر کښې يا د خپل عصر نه پس يؤ شمېر مقلدين پيدا کړي. ځکه مونږ دلته د دليل په توګه وئيلى شو چې خوشحال بابا اؤ رحمان بابا صاحبِ اُسلوب شاعران دي اؤ کاظم خان شيدا منفرد شاعر دى. ولې چې اول الذکر شاعرانو د خپل کامياب اؤ مؤثر اُسلوب په سبب خپل يؤ شمېر مقلدين پيدا کړي دي. د دوئ په مقابل کښې اخرالذکر شاعر (شيدا) د خپل انفراديت باوجود خپل لوستونکي و ځان ته متوجه نکړى شول. ګوا شيدا منفرد شاعر خو کېدى شي خو د هغۀ په اسلوب کښې دا طاقت اؤ تاثير موجود نۀ ؤ چې خپل لوستونکي ئې د خپل اسلوب په رنګ کښې رنګولي وى. خو د دۀ په مقابل کښې خوشحال اؤ رحمان د خپل مؤثر اُسلوب په سبب په هره زمانه کښې خپل مقلدين پيدا کړي، پخپل منفرد رنګ کښې ئې رنګولي اؤ لۀ ځانګړي تشخص نه ئې محروم ساتلي دي. دغه رنګه په اردو کښې مونږ د جوش، ميراجي اؤ مجيد امجد نومونه د منفردو شاعرانو په حېث په ګوته کولى شو خو صاحبِ اُسلوب شاعران نشو ورته وئيلى. خو غالب، مير اؤ اقبال صاحبِ طرز شاعران دي. دغسې په پښتو کښې ځينې نور نومونه مونږ د صاحبِ طرز اؤ منفرد شاعرانو په حېث اخيستلى شو لکه حمزه بابا، اجمل خټک، قلندرمومند، عبدالرحيم مجذوب، غني خان، اندېش شمس القمر، سعيد ګوهر، سيد خېر محمد عارف اؤ ځينې نور ___د هاشم بابر، پروفيسر رب نواز مائل اؤ پروفيسر راز محمد راز نومونه په منفردو شاعرانو کښې راځي. دغسې په پښتو کښې مونږ صاحبِ اُسلوب نثرنګاران هم لرو لکه دوست محمد کامل، حمزه شينوارى، اياز داؤدزى، رب نواز مائل، قلندر مومند، سليم راز، عبدالحى حبيبي، عبدالشکور رشاد، زلمې هېوادمل اؤ دغه رنګې ځينې نور هم.
برټرينډ رسل پخپل يؤ مضمون کښې د ادب معنا اؤ مفهوم په يوه معنى خيزه جمله کښې داسې کړى دى چې " د هر عهد ادب د خپلې زمانې د فکر REFLECTION وي. کۀ هم په دغه تناظر کښې په لږ ډېر ردوبدل سره د اُسلوب په حقله زۀ دا ووايم چې اُسلوب يا Style د يؤ فنکار د ذاتي تجربې اؤ مشاهدې REFLECTION وي نو غېر علمي تجزيه به نۀ وي.
د زيرِ بحث مقالې ذکر شوي دلائل، اقوال اؤ تجزيات کۀ د لږ ساعت لپاره مونږ په پام کښې ونيسو اؤ د اُسلوب په دغه اهمه اؤ معنى خيزه ادبي اصطلاح باندې غور اؤ فکر وکړو نو دا حقيقت به مونږ ارو مرو تسليموو چې اُسلوب پوهنه د يؤ ادب لوستونکي لپاره د څومره ارزښت اؤ اهميت وړ ده. ولې کۀ د اُسلوب ضرورت اؤ اهميت مونږ نظر انداز کړو نو بيا به دا حقيقت منو چې په داسې حال کښې بيا د يؤ فنکار د تخليقي جوهر کما حقه علمي تجزيه ګرانه هم ده اؤ ناممکنه هم.
واقعي د ادب پر اسمان هغه ليکوال د روښانو ستوريو په مثال ځليدلي دي کوم چې صاحبِ طرز ليکوال دي. اؤ وخت على الاعلان د هغوئ د ادبي قدوقامت اؤ لويۍ اثبات ورکړى دى.
کۀ زۀ دا ووايم چې اُسلوب صرف يؤ لفظ نۀ دى بلکې دا يوه اصطلاح ده، کۀ چرته عالمان دغه اصطلاح د خپلو علمي سوئيو په وسيله په ژور نظر وڅيړي نو بلا شبه به ډېر نور داسې سوالونه د دغې اصطلاح په باطن کښې بيامومي. اؤ ظاهره ده چې نور راپيدا شوي سوالونه اؤ پوښتنې به د دغې اصطلاح په اړه نور وضاحتونه اؤ تفصيلات غواړي.
اُسلوب نۀ يوازې د الفاظو د منظم ترتيب د استعمال په سبب جوړېږي، بلکې د تخليق کار ذاتي عقيده، مشاهده اؤ تجربه هم د هغۀ د اظهار لپاره لارې هواروي. دا حقيقت به هم مونږ په پټو سترګو تسليموو چې هر نثر نګار ته مونږ صاحبِ طرز نثرنګار اؤ هر شاعر ته مونږ صاحبِ طرز شاعر نشو وئيلى. د يؤ صاحبِ اُسلوب شاعر شاعرانه ډکشن (Poetic Diction) پخپله د دې حقيقت غمازي کوي چې فلانى صاحبِ طرز يا صاحبِ اُسلوب شاعر دى. ولې د هغۀ شاعرانه لب و لهجه، د هغۀ مخصوصې استعارې، د هغۀ تشبيهات اؤ کنائيې، د هغۀ تراکيب اؤ لفظيات، د هغۀ محاورې اؤ علامات، صنائع بدائع، ژبه اؤ بيانيه خپله د دې حقيقت ښکاره اثبات کوي چې هغه په شاعرانو کښې يؤ بېل غږ لري، خپل انداز اؤ خپل لب و لهجه لري، خپل يؤ منفرد طرزِ بيان لري.
د دې حقيقت تصديق هم منورينو د مختلفو ژبو په ادبياتو کښې په شدومد سره کړى دى چې اُسلوب مؤثر اؤ په غېر مؤثر دواړو صورتونو کښې خپل وجود لري. د يؤ مشهور اؤ معروف اديب اُسلوب ضروري نۀ ده چې خامخا به مؤثر وي. غېر مؤثر هم کېدى شي. ولې چې د داسې فن کار په اُسلوب کښې ځينې داسې خاميانې اؤ نيمګړتياوې پاتې شي، په کومه وجه چې د هغۀ په اُسلوب يا Style کښې هغه قوت اؤ تاثير باقي پاتې نۀ شي، کوم زور اؤ تاثير چې د يؤ مؤثر اُسلوب لپاره بېخي ضروري وي. کله چې د يؤ ليکوال اُسلوب د هغۀ دپاره د هغۀ د دستخط حېثيت حاصل کړي، هغه پرې وپېژندل شي نو همداسې اُسلوب ته مؤثر اُسلوب وئيل کېږي. کامياب اؤ ناکام اُسلوب هم قريب قريب هم دغسې معنا اؤ مفهوم لري. صاحبِ اُسلوب يا مؤثر اُسلوب لرونکي ليکوال د خپلو لوستونکيو په زړونو باچهي کولى شي. اؤ داسې ليکوال په اوړو کښې د مالګې برابر وي. د با اُسلوب اؤ بې اُسلوب فن کار د تحرير په ذائقه کښې هم دغومره واضح فرق وي، کوم چې مونږ د مالګې اؤ بې مالګې ډوډۍ په ذائقه کښې کولى شو.
د اردو ژبې د ستر نقاد ډاکټر وزير اغا په قول چې "اُسلوب صرف د يؤ تخليق کار نۀ وي، بلکې يؤ پوره عهد هم خپل يؤ شخصيت اؤ اُسلوب لري." باندې کۀ يؤ ژور نظر واچوو، نو بلا شک و شبه __ يؤ عالمانه تاثر اؤ لوئي فکري بصيرت پکښې قاري محسوسولى شي. د موصوف ذکر شوى قول زما په خيال يؤ کوټلى صداقت دى. اؤ د دې صداقت نه مونږ مخ نشو اړولى چې هر عهد ځانله يؤ خپل تشخص اؤ تعارف لري. دغه رنګه هر دور ځانله يؤ مخصوص مزاج اؤ طبعي ماحول لري. لۀ دې سره سره د هر عهد خپل يؤ ځانګړى معاشرت، سياست اؤ د علم سره سره خپل عقايد اؤ نظريات لري. اؤ د دغې مجموعي مخصوصې فضا لۀ کبله خپل بېل نفسيات لري. ځکه دا مونږ په ډانګ پئيلي وئيلى شو چې د هر عهد ځانله خپل اُسلوب اؤ شخصيت لري. ځکه د يوۀ دور انفرادي اؤ اجتماعي شعور د بل دور د انفرادي اؤ اجتماعي شعور نه بېل اؤ مختلف وي. د مثال په طور وئيلى شو چې د نن دور د اُسلوب، مزاج، شخصيت اؤ د مجموعي فضا په اړه د مغليه دور نه يؤ مخ مختلف دى. ولې چې په مغليه دور کښې درباري شاعرۍ ځانله خپل اهميت اؤ ارزښت درلود. هغه شاعران به زيات د قدر وړ بلل کېدل چې د بادشاه لۀ دربار سره به تړلي وو. خو د بادشاهت دور ختم شوى دى. د دنيا زياتو ملکونو کښې جمهوري دولتي نظام مروج دى. د مغليه عهد په مقابل کښې د نن شاعر په زياته ازادۍ سره د خپلو احساساتو اؤ نظرياتو اظهار پخپل شعر کښې کولى شي. د نن شاعر د دربار شاعرۍ ته په هغه نظر نۀ ګوري، په کوم نظر چې به د مغليه دور شاعرانو ورته کتل. خو د وخت اؤ د معاشرتي اؤ ثقافتي حالاتو لۀ بدلون سره سره د يوۀ دور په مزاج اؤ اسلوب کښې هم بدلون راځي. د سائنس اؤ ټېکنالوجۍ برق رفتاري ترقۍ هم د ليکوالو ذهنونه په خارجي اؤ داخلي حواله براه راست متاثره کړي دي. د ژبې پراختيا اؤ د مېډيا پرمختګ يؤ بل اهم عنصر دى، کوم چې د اديب اؤ شاعر د مشاهدې اؤ تجربې په اړه نورې نوې نوې لارې هوارې کړې دي. هم دغه سبب دى چې د وخت اؤ د ټولنې د مجموعي فضا اؤ اُسلوب د بدلون سره سره د اديب، شاعر اؤ نقاد په مزاج اؤ اُسلوب کښې هم واضح بدلون راغلى دى. ځکه د اُسلوب په اړه د نن دور اؤ مغليه دور پخپله کښې واضح اؤ ښکاره توپير سره لري.
د اردو د معتبر نقاد لۀ دې تاثر سره اختلاف کول به بې جوازه نۀ وي لکه هغه چې وائي:

تجربى اور تصورات مشترک هوتى هين. مگر اُسلوب کو انفرادى اور شخصى ملکيت کهاجاتا هى. خيالات هم مستعار لى سکتى هين، ليکن کسى کا اُسلوب نهين.

کۀ چېرې د هر بنيادم د خوښې اؤ ناخوښې معيارونه بېل وي، د ژوند تجربات ئې بېل وي، د مشاهدې لپاره يؤ ځانګړى نظر لري نو بيا زمونږ تجربات اؤ تصورات هم په يوۀ صورت کښې قدر مشترک نشي ګرځېدلى. دا مونږ منو چې اُسلوب يؤ انفرادي اؤ شخصي څيز يا شى دىخو دا مونږ ګرسره نۀ شو منلى چې د چا اُسلوب مونږ مستعار نۀ شو اخيستلى. دا يؤ ښکاره حقيقت دى چې صاحبِ اُسلوب ليکوال په شمار يؤ څو کسان وي. اکثره ليکوال د بل په اُسلوب ګزاره کوي. دا بېله خبره ده چې د يؤ چا د اُسلوب مقلدين __ د هغه فن کار و مقام ته نشي رسېدلى د چا چې خپل اُسلوب، Style  يا Diction وي.
اُسلوب دوه بنيادي عناصر هم لري. خارجي اؤ داخلي عناصر. اؤ دا دواړه عناصر په اُسلوب يا سبک کښې ډېر اهم اؤ بنيادي رول لوبوي. په خارجي عنصر کښې ژبه اؤ د الفاظو د مناسب استعمال سره سره د هغو ترتيب اؤ تنظيم راځي اؤ په داخلي عنصر کښې د اديب ذات، ذهن اؤ د هغۀ لۀ داخلي جذباتو اؤ کيفياتو سره سره د هغۀ ذاتي مشاهده اؤ تجربه کارفرما وي. د ادب پوهانو په خيال، د دغو دواړو بنيادي عناصرو د باهمي رشتې اؤ تعلق څخه اُسلوب جوړېږي اؤ د يؤ ليکوال انفرادي صلاحيتونه رابرسېره کوي اؤ د هغۀ و انفراديت ته روح اؤ تقويت بخښي. ذکر شوي ټول حقائق اؤ د عالمانو کوټلي تاثرات اؤ تنقيدي تجزيات مونږ ته دا سبق راکوي چې د اُسلوب سنجيده مطالعه ډېره ضروري ده. ولې چې د اُسلوب علمي اؤ ادبي حيثيت مسلم دى. ولې لکه څنګه چې د يؤ ګل شناخت د هغۀ د خوشبوئي نه کېږي، دغسې د يؤ فنکار پېژندګلوى د هغۀ د اُسلوب يا لب و لهجې نه کېږي.
زۀ غواړم چې د اُسلوب جزئيات هم د اُسلوب لۀ مبحث سره دلته پېوند کړم. ولې دا نکته پخپله د اُسلوب پوهنې لپاره د ډېر اهميت وړ ده. د اُسلوب د کوټلې مطالعې نه پس مونږ په ډېره اسانه د اُسلوب جزئيات ادب لوستونکيو ته په لوئي زړۀ وړاندې کولى شو. ادب لوستونکي به راسره ومني، کۀ زۀ ووايم چې سادګي، ژبپوهنه، سوز اؤ ګداز، معنويت اؤ قطعيت، خيال افروزي، حسن کاري، شعريت، اعجاز اؤ اختصار، استعارات اؤ کنايات، الفاظ اؤ اصطلاحات، شباب اؤ مستي، جوش اؤ ولوله، خطابت اؤ تاثير، تشبيهات اؤ تراکيب، حقيقت نګاري اؤ کردار سازي، فکريت اؤ ابهام اؤ دغه رنګه ځينې نور هم. دا ټول د اُسلوب په جزئياتو کښې راځي. اوس دا په يؤ ليکوال پورې اړه لري چې هغه د خپل تحرير د اظهار لپاره د ادب کوم صنف خپلوي اؤ د ذکر شويو جزئياتو نه کوم جزئيات د خپل اظهار لپاره پکار راولي، چې د هغۀ يؤ مخصوص لب و لهجه ترېنه جوړه شي، چې يؤ ځانګړى رنګ و اهنګ ولري اؤ د تحرير لفظيات اؤ بيانيه ئې د يؤ شخصيت د ذات د اظهار پېلامه، وسيله اؤ بليغه استعاره وګرځي. لۀ دې سره سره د اُسلوب لوازمات بايد تخليق کار پخپل نظر کښې وساتي. دا رنګه به هغه پخپلو هم عصرو کښې د يؤ صاحبِ اُسلوب فن کار په حېث وپېژندل شي اؤ په ادبي دبستان کښې به د يؤ ستر مقام څښتن شي.
د اُسلوب نه مراد د يؤ شاعر يا اديب د خيالاتو اؤ جذباتو د اظهار هغه تيکنيک دى کوم چې و يؤ ليکوال ته په خاص ادبي صنف کښې د خپلو انفرادي خصوصياتو په سبب منفرد اؤ ځانګړى مقام عطا کوي. خو د يؤ ليکوال د انفراديت په لړ کښې مونږ د هغۀ علم، کردار، تجربه اؤ مشاهده نشو نظر انداز کولى. خو لۀ دې سره سره د هغۀ نظريه حيات اؤ د هغۀ شخصي افکار، عقايد اؤ نظريات هم هغه بنيادي عوامل دي د کومو په سبب چې د هغۀ په اُسلوب کښې د هغۀ د شخصيت د اظهار عکس اؤ يؤ شمېر علامات مونږ ليدلى شو. دلته د يوجن ويران دا قول د لوستلو سره تعلق لري چې " دا خو د فنکار شخصيت دى چې و فن ته تخليقي بڼه اؤ صورت ورکوي."
ادب کۀ بشپړ د شخصيت اظهار نۀ وي هم، خو لويه اؤ اکثره برخه ئې د دې نه متاثره ښکاري. لوستلي خلق دا دعوه لري چې د شخصيت د شاملېدلو بغېر يوه فن پاره يا ادب پاره بېخي په وجود کښې نشي راتللى.
د اُسلوب پوهنې يا سبک پېژندنې په اړه نور يؤ شمېر مثالونه مونږ ادب مئينانو ته د مثال په طور وړاندې کولى شو. د اُسلوب يا لب و لهجې په اړه د اردو دوه نوموړي دبستانونه لکه ( د دهلي دبستان اؤ د لکهنؤ دبستان ) د يوې اهمې حوالې په طور نقل کولى شو. ولې چې د اُسلوب يا سبک په اړه دواړه دبستانونه ځان ځان له خپل ځانګړي امتيازي خصوصيات لري. ولې دا ادبي مرکزونه د خپلو متعينو خصوصياتو نه عبارت دي. د دهلي د دبستان سرپرستي مير اؤ د هغۀ معاصرينو په صداقت سره کړې وه. لۀ دې ادبي مرکز سره تړليو ليکوالو چې د خپل اظهار لپاره کوم خصوصيات خپل کړي وو هغه دا وو: لکه اختصار، متانت، سلاست، رواني، روحانيت، قلبي واردات، فلسفه، تصوف اؤ فارسي تراکيب. خو ناسخ چې د لکهنؤ د دبستان باني بلل کېږي، هغۀ د لکهنؤ د دبستان د اظهار لپاره بېل اؤ امتيازي خصوصيات متعين کړل. اؤ دغه خصوصيات ئې د خپلې شعري تجربې په صورت وکارول. نو ځکه د اُسلوب اؤ لهجې په اړه دغه دبستان هم د خپل اظهار لپاره يؤ بېل غږ انتخاب کړ. دغه وجه ده چې دواړو دبستانونو د خپلو بېلو بېلو خصوصياتو د تعين په رد عمل کښې اردو ته ځينې صاحبِ اُسلوب ليکوال وبخښل چې نن هم په اردو ادبياتو کښې خپل منفرد اؤ امتيازي حېثيت لري.
لکه ما چې مخکښې ووئيل چې د اُسلوب اصطلاح خصوصاً د پښتنو اديبانو نه د زياتو تفصيلاتو اؤ علمي څېړنو غوښتنه کوي. ولې په پښتو ادب کښې د اُسلوب په موضوع څۀ داسې علمي اؤ تنقيدي څېړنې نۀ دي راغلې چې د هغو څېړنو د مطالعې په وسيله لوستونکي ترېنه علمي استفاده وکړي. نو ځکه کۀ دا اصطلاح لږه نوره ډېره وسپړل شي نو بده خبره به نۀ وي.
د اُسلوب د کوټلې مطالعې نه پس مونږ دا خبره هم په لوئي زړۀ کولى شو چې اُسلوب د يؤ فنکار د شخصيت نه زېږي. ګنې هسې خو په ظاهري لحاظ دا يؤ خارجي څيز معلومېږي. خو بيا هم اُسلوب اؤ شخصيت د يؤ بل دپاره د لازم اؤ ملزوم حېثيت لري. کۀ دا ووايو چې اُسلوب يا لب و لهجه د ذات د محسوساتو د اظهار هينداره ده نو هم تر يؤ حده پورې د منلو وړ ده. ولې چې په يؤ فن کار اؤ عکاس (فوټوګرافر) کښې دا فرق کول بهرحال ضروري دي چې يؤ فوټوګرافر د يؤ حقيقت عکاسي کوي اؤ يؤ فن کار د هغه حقيقت وژن وړاندې کوي. اؤ د فن کار ذمه واري خو صرف اؤ صرف دومره وي چې د هغۀ يؤ حقيقت د نهامو يا پټو صداقتونو انکشاف د خپل اظهار په وسيله وکړي. د ستر والټر پيټر په خيال يؤ عام يا روايتي ليکونکى هيڅ تصور نۀ لري. ولې چې دا خوبي صرف اؤ صرف يؤ صاحبِ طرز ليکوال لري. ولې يؤ صاحبِ اُسلوب فن کار صاحبِ بصيرت انسان وي. هغه د الفاظو د صحيح استعمال کما حقه علم لري. ځکه هغه کلام اؤ بيان يا اظهارِ تحرير يؤ عاميانه څيز نۀ ګڼي. پخپل ليک اؤ تخليق کښې د فرسودګۍ اؤ تصنع نه اجتناب کوي. ځکه د ژبې د صحيح استعمال په اړه هغه يوه محتاطه اؤ معتدله رويه خپلوي. چې هغه فن پاره د هر لوستونکي لپاره APPEALING وي. درحقيقت__ د اُسلوب په جوړښت کښې ذکر شوي پورتني دلائل اهم کردار لوبوي. دا هم رښتيا دي چې د الفاظو اؤ محاورو بې ځايه استعمال__ د لفظياتو د قتل مترادف عمل دى. دا په يؤ فن کار پورې اړه لري چې هغه د خپل اظهار لپاره د لفظونو سره څومره انصاف کوي. اؤ پخپل تحرير کښې څومره حُسن اؤ روح پيدا کوي. ولې بن جانسن په دې حقله وائي چې د لفظ اؤ معنې رشته کټ مټ د روح اؤ د بدن د رشتې مترادف وي. شائد ځکه ډي کوئنسي وئيلي دي چې دا حقيقت تسليمول پکار دى چې هيئت اؤ اُسلوب د خيال تجسيم دى.
زما په خيال هغه ټول حقائق يا اکثره نکتې ما په دې مقاله کښې زير بحث راوړي دي کومې چې د اُسلوب پېژندنې په سلسله کښې د قاري د علمي استفادې باعث ګرځېدلى شي. خو دا دعوه بيا هم نلرم چې د دې موضوع پوره پوره حق ما ادا کړى دى. ( و من الله التوفيق ).
 
ماخذونه
١) اسلوب اؤ اسلوبيات                                             طارق سعيد
٢) اشاراتِ تنقيد                                                      ډاکټر سيد عبدالله
٣) اردو افسانى مين اسلوب کا اهنگ                          ډاکټر اعجاز راهي
٤) دريافت                                                              مدير: ډاکټر رشيد امجد
٥) ليکنځى                     اول ټوک                              پښتو اکېډمي کوئټه
٦) نظير اکبرابادى (ايک تنقيدى مطالعه)                    ډاکټر ظهور احمد اعوان
٧) اردو شاعرى پر ايک نظر(پرانى شاعرى) حصه اول  کليم الدين احمد
٨) اصولِ تنقيد                                                         پروفيسر ميان مقبول احمد
٩) اردو مختصر افسانه (فنى و تکنيکى مطالعه)              ډاکټر نگهت ريحانه خان
١٠) ډاکټر وزير اغا (ايک مطالعه)                                 مکتب اُسلوب کراچى نمبر ١٨
١١) اُسلوب                                                              سيد عابد على عابد
١٢) تنقيد اور جديد اردو تنقيد                                   ډاکټر وزير اغا
١٣) کشاف تنقيدى اصطلاحات                                   مقتدره قومى زبان اسلام اباد
١٤) معروضى تنقيد                                                    ډاکټر سيد وقار احمد رضوى
١٥) نئ تنقيد                                                            ډاکټر جميل جالبى
١٦) اصول تنقيد                                                        پروفيسر محمد احسان الحق
١٧) انتقاد                                                                 سيد عابد على عابد
١٨) معيارِ تنقيد                                                          ممتاز شيرين
19) Literary Essays                                        Mian M. Saif-ul-Haq
20) The English Novil                                   Walter Ellen
21) Novelists on Novil                                   Marian Allott
22) Literature and the Arts                             China Handbook Series
23) Literary Terms and Literary Theory         J. A. Cuddon (Penguin Books)
24) Literary Essays                                          W. R. Goodman