ستا نامه چې شوه رقم زما په زړه
روغ دې کېښودۀ ملهم زما په زړه
ګدائي مې په شاهۍ شوله بدله
تا چې وکړلو کرم زما په زړه
چې دې سترګو ته رپ ورکړو دلربايه
نېغ دې غشي کړه راسم زما په زړه
چې پناه شې يوه لحظه زما له سترګو
طوفان جوړ شي د ماتم زما په زړه
کۀ شکي شولې زما په پاکه مينه
شي ګوزار دې نيپام بم زما په زړه
دا په څه دې تش ديدن په ما حرام کړو
ولې کاندې دا ستم زما په زړه
زه"يعقوب"چې د زړګي په رنځ رنځوريم
شه راتوي لکه شبنم زما په زړه
محمد يعقوب "شرافت"
24.09.2006
- hairan
اُسلوب پوهنه
پروفېسر محمود اياز
لۀ دې تريخ حقيقت نه د ادب لوستونکي انکار نۀ شي کولى چې د انګرېزۍ ژبې لفظ “Style” په انګرېزي ادب کښې لۀ سوونو کلونو راسې مروج دى. ګوا لفظ “Style” د ادب د قاري لپاره ځکه يؤ نا اشنا تورى نۀ دى چې دا لفظ اديبانو، نقادانو اؤ دانشورانو پخپلو مضامينو کښې په وار وار استعمال کړى دى. اؤ زمونږ تر نظره تېر شوى دى. خو دا صداقت په خپل ځاى د منلو وړ دى چې په اردو ادب کښې د لفظ "اُسلوب" استعمال...
26.09.2006
- hairan
په شعر کې د عيني او ذهني انځور جوړونې انډول
عبدالغفور لېوال
هرکله چې په شعر کې د انځور توکي سره راغونډېږي او يو هنري انځور جوړوي همدا جوړښت د پېښېدو يو ځانګړى مکان لري. د دې مکان له مخې انځورونه دوه ډوله دي:١_ عيني انځور جوړونه٢_ ذهني انځور جوړونه١_ که د يوه شعري انځور ټول توکي او د دغو توکيو ترمنځ اړيکې عيني وي او خپل منطقي عينيت ولري د داسې انځور هنري هستونه عيني بلل...