په شعر کې د عيني او ذهني انځور جوړونې انډول

عبدالغفور لېوال


هرکله چې په شعر کې د انځور توکي سره راغونډېږي او يو هنري انځور جوړوي همدا جوړښت د پېښېدو يو ځانګړى مکان لري. د دې مکان له مخې انځورونه دوه ډوله دي:
١_ عيني انځور جوړونه
٢_ ذهني انځور جوړونه
١_ که د يوه شعري انځور ټول توکي او د دغو توکيو ترمنځ اړيکې عيني وي او خپل منطقي عينيت ولري د داسې انځور هنري هستونه عيني بلل کېږي. د داسې انځور بېلګه د ارواښاد ننګيال دغه شعري برخه ګڼلاى شو:
لښتي وچ شول
ويالې ورانې
سين د تورو کاڼو غر شو
اوس حېران يم چې د کلي
دا هيلۍ به چيرې لامبي؟
مونږ وينو چې "وچ لښتي"، "ورانې ويالې"، "يو داسې وچ سيند چې پرته له تورو کاڼو څخه اوبه نه وي پکې" او "د هيليو حېرانتيا د لمبا لپاره" دا ټول واړه تصويرونه د يوه پراخ انځور د جوړولو لپاره کله چې لاس ورکوي نو د هغوى هر خوځښت او هر تصور لوستونکي ته مخامخ تر سترګو کېږي، په بله ژبه لوستونکي يې عينا لمسوي. شاعر دلته د طبيعت يوه برخه څنګه چې ده همغسې تر لوستونکي پورې را انتقالوي. هنرمند په داسې انځور جوړونه کې ځانته د خيالي پرواز ورکولو هماغومره اجازه ورکوي چې انځور يې له عينيت څخه ونه باسي.
٢_ خو هرکله چې شاعر داسې انځور ارايه کړي چې د توکيو اړيکې (او کله کله يې پخپله د توکيو درک) د ذهني ځواک ملګرتيا ته اړتيا پيدا کړي او لوستونکي مجبور شي چې د داسې هنري انځور کاپي په خپل ذهن کې يو ځل بيا جوړه کړي دا نو يوه ذهني انځور جوړونه ده. راځئ بېلګه يې د خزان په دغه شعر کې وګورو:
ستا د ارمان په بڼ کې
ستا د امېد په ښاخ کې
ستا د ايمان په تاندو، تاندو او تنکيو څانګو
ستا د سرو وينو د غوټيو په خوله
يو تبسم، يوه موسکا ښکاري.....
وګورئ په دغه شعر کې لوستونکى د شاعر په مرسته په خپل ذهن کې په انځورګرۍ پېل کوي. لومړى بايد لوستونکى "د ارمان بڼ"، "د امېد ښاخ"، "د ايمان تاندې او تنکۍ څانګې"، "د سرو وينو د غوټيو خولې" له ځان سره تصوير کړي او بيا په ټولو کې د يو تبسم او موسکا څرک وويني، هر څه يوه ذهني خوندور فعاليت ته اړتيا لري، دغه ټول توکي ذهني دي او په يوه لوى انځور کې د هغوى منطقي راټولونه هم ذهني ځواک ته اړتيا لري.
هغه څه چې پام ساتل ورته په زړه پورې دي، په يوه شعر کې د دغو دواړو ډولونو انډول ساتل او يو بل سره سم اړخ لګول دي.
ځينې داسې شعري بېلګې ليدل شوې دي چې هلته مثلاً د شعر فضا ټوله عيني انځور جوړونې ته مساعده ده خو شاعر پکې د ذهني انځور جوړونې داسې يو مورد شامل کړي چې لوستونکي ته له واره شپږمه ګوته ښکاره شي او د دې پر ځاى چې د شعر د مينه وال خاطر ونازوي هغه ځوروي.
راځئ د داسې انځور جوړونې يوه بېلګه وګورو:
پرون د ژوند
نازکه پېغله
په لوخي کوډۍ کې
چې شنې لوخړې او لوګى به نڅېدلې پکې
خندا د وير يې نازوله
په پستو شونډو کې
او شين اسمان
ورته د ورېځو
په ويرجنه رڼا
دا سپېرې
تورې کوډلې
له ستوريو سترګکونه وهل..... تر اخره
(د ګلپاڼو پرخې، فاروق فردا ٩٧-٩٨ مخونه)
لوخي کوډۍ او په هغې کې شنې لوخړې، د پېغلې شونډې، شين اسمان، ورېځې او پسرلى دا ټول کولى شي يو عيني تصوير رامنځ ته کړي، خو وينو چې "د ژوند پېغله" او په دغه شعري چاپيريال کې د هغې ونډه يو ډول نامانوسه برېښي. که شاعر د ژوند د پېغلې پر ځاى يوه ښکلې مسته او چټه پېغله له خپل منطقي او عيني شتون سره داسې انځور کړې واى چې لوستونکي ورڅخه د "ژوند" د سمبول په توګه تصور ترلاسه کړى واى پرته له دې چې شاعر مخامخ له هغې سره يو ځاى د "ژوند" نوم ياد کړي نو د شعر چاپيريال به طبيعي او له تصنع څخه لرې واى ځکه د "ژوند پېغله" د لنډې مودې لپاره د شعر يوه برخه زموږ لپاره ذهني کوي او دې ته مو اړباسي چې د ټول شعر له فضا څخه د يوې شېبې لپاره لرې شو او له خپل اند سره د ژوند پېغله انځور کړو.
زموږ دا خبره په دې مانا نه وه چې ګوا کې په يوه شعر کې د انځورونو عيني او ذهني بڼې دواړه نه شي رامنځ ته کېداى.
داسې نه ده، هغه څه چې ښايي پام ورته وساتل شي د دغو دواړو بڼو د انډول په نظر کې نيول دي (او دا هغه مهال چې دواړه ډوله انځور جوړونې يو ځاى په شعر کې د پېښې ځاى ولري) د انځور هستونې دواړه بڼې ښايي يو له بل سره پوره اړخ ولګوي او طبيعي راشي. د داسې هنري ايجاد غوره بېلګه د پير محمد کاروان "چنار خبرې کوي" نومې شعر دى:
زه د بر کلي د ګودر د غاړې
يو شين چنار وم، چنار
هر مازيګر به راته سلو نجونو
په سرو منګولو سلامونه کول....
شاعر له ذهني صفر څخه پېل کوي (چنار په خبرو راولي، د چنار خبرې کوله يوه ذهني پېښه ده) او ورو د عينيت پر خوا لوړېږي. د داسې يو چنار انځورول چې د چينې پر غاړه ولاړ دى او بيا ورو ورو خپل لوستونکى په خورا طبيعي ډول د خپلو ذهني انځور جوړونو پر لور بيايي وګورئ:
... او د ګودر اوبو به
راته چمبه وهله
لکه ملاله پښتنه پېغله د وروڼو په ورا
په شنه ګېډي، ګېډي کميس کې ګډېدم، ګډېدم....
او له دې وروسته يو ځل بيا د عينيت په خوا "د دوه مينو د مينې کيسه" چې تر اخره پورې د شعر په بهير کې داسې لېږد رالېږد په خورا طبيعي بڼه، صميمي او خوږه ژبه، ښکليو او زړه وړونکيو انځورونو کې مراعتېږي.
دا تر ډېره د شعر په تيوريکي بحث او تخنيکي جوړښت پورې اړه لري چې څنګه دا انډول وساتل شي او ځوان شاعران کولاى شي د دغو دواړو بڼو توازن د شعري تجربو په کسبولو او د ځينو غوره نمونو په مطالعې سره په خپلو هنري اثارو کې رامنځ ته کړي.
د انځور هستونې په بهير کې ډېر ذهني کېدل او په لوى لاس د پېچلتياوو او ابهام راوستل شعر د تصنعي کېدو پر لور بيايي او همداراز ډېر ساده او عيني تصاوير (په تېره بيا چې د ژبې کوډګر خوږوالى او لطف هم په کې نه وي) کولاى شي شعر د شعار تر پوړه راکوز کړي. راځئ دوه فرضي بېلګې وګورو:
الف: مثلاً ډېر ذهني تصويرونه:
دونې ګوتې تبر په خبرو راولي
د وسپنې ژبه د لرګي په درد نه پوهېږي
او د شنه کېدو خندا ورته بې مانا ده
وسپنه هغه وخت خاندي چې لرګى وچ شي
ب: د ډېر عيني تصوير بېلګه:
کله چې د سروې ونې شنې وي
او واوره پرې وورېږي
نو دومره ښکلې ښکاري
لکه د پېغلې په شين شال چې د لارې ګرد پرېوځي
زموږ دغو فرضي بېلګو ته (په خپل شعري بهير کې) ګڼ شمېر ورته نمونې موندلاى شو.
همداراز په دواړو ډولونو کې ښايي داسې اړيکې وساتل شي چې د شعر ځانګړې ژبې ته په کې زيان ونه رسېږي. کله کله د انځورونو د توکيو سمه او بدنه (بافت) په شعر کې د صميميت د ايجاد لامل ګرځي. د شعري انځور د سم ترکيب دغه صميمي بيان د ارواښاد ننګيال په دغې بېلګې کې وګورئ:
د غره په لوړه څوکه ګورئ
چې د ستورو د هيليو تر بڼکو لاندې
زما د مينې ښاپېرۍ ناسته ده
چېغې وهي
تندې اخيستې پرې باران نه ووري
په تور وربل يې
د چندڼو پاڼو اور واخيست
غزل وسوځېد.
د ذهني انځور په شننه او هنري ارايه کې د شاعر د ژبې خوږوالى او لطف خورا غوره رول لوبوي. کله کله خو ډېر پېچلي او مبهم ذهني توکي يا ان فلسفي اند، دودونه او تېز سونه د ژبې په همدې خوږو او شعري صميميت کې نغاړل د شاعر کمال ګڼل کېږي. د فکر محصول ارايه که هنري وي زغمل او بيا بيا لوستل يې لوستونکى نه ستړى کوي. وګورئ کاروان د ژوند په هکله خپل منطقي قضاوت څنګه د هنر په خوږ او صميمي ژبه راژباړي:
د شپو ورځو پر بره ګۍ رمه دې پام دى!!!
د دې لارې په کږلېچ کې
راته ښکاري چې ناست بورې
يا کېداى شي وږى پړانګ جوړ کړى څو دى
ته به غشي راکوې زه به يې ولم
که مې وويشتو دمه به کوم غېږ کې دې څملم
د ژوندون د جنت حورې غشي راکړه
شابه شابه د نر لورې غشي راکړه
ها تېره لکه د تورې غشي راکړه
ورته ګوره پر تندي باندې يې ولم
په خداى خرپ يې داسې خوند کړي
ورته غوږ شه چې يې خرپ د تندي واورې
لکه تانه کله کله
چې په تنده کې خوله واخلم
په شعر کې د هر ويي (کلمې) دروند مسووليت او ژمنتوب له همدې ځايه سرچينه اخلي چې ډېې ځله ويي کولاى شي د يوه لوى انځور په ترکيب کې يو کوچنى تصوير ايجاد کړي همدا کوچنى تصوير ښايي د لوى تصوير په پرتله (چې په حقيقت کې د شعر يوه برخه جوړوي) خپل منطقي او طبيعي ځاى او کله چې لوستونکى ورسره مخامخ شي پردى او مصنوعي ونه برېښي. د عيني او ذهني انځور جوړونو انډول هم کله کله په يوه ترکيب او ان يوې کلمې سره ګډوډ کېداى شي.
لکه مخکې مو د "فردا" په شعر کې د "ژوند" د کلمې په هکله وليدل چې څنګه د يوه پراخه عيني تصوير په منځ کې د يوې ذهني زخې په توګه بې ځايه کارول شوي او د لوستونکي پر ذوقي پېر ناوړه اغېزه کوي.
نږه هنر ته د عروج لپاره ښايي تر وسه وسه د هنري اثر صيقل او د توکيو مناسبت ته پاملرنه وکړو.

(مياشتنۍ ګندهارا، پينځمه ګڼه ١٣٧٧ ل زمرى، وږى، ١٩٩٨ جولاى، اګست)