طاهر بونېرى
شمعې مړه شه، بيا که مرې چې خداى رڼا کړي
خو بلېږه تر هغې چې خداى رڼا کړي
ته پرچار د تورو شپو تورو تيارو کړه
زه باور لرم په دې چې خداى رڼا کړي
وارخطا يم ډاډګيرنه درنه غواړم
ياره! اوس به رانه ځې چې خداى رڼا کړي
ضمير څه چې د فطرت خلاف روان يو
څه امکان دى بيا د دې چې خداى رڼا کړي
زه که نۀ وم په دې کلي کې ملګرو
بلوئ د ژوند ډيوې چې خداى رڼا کړي
د زړه څړيکې او تڼاکې به درښايم
خو ارمان دى تورې شپې! چې خداى رڼا کړي
ړانده پرېږده سترګه ور هم دلته وايي
مونږ به ټول شو بې پردې چې خداى رڼا کړي
بيزوګرې! اى د بل وطن کونترې!
ما به هلته کې بوځې چې خداى رڼا کړي
درنګ ساعت له کور په کور جنګ دى باداره
ته به هم منډې وهې چې خداى رڼا کړي
پښتو وايه پښتو مينه ده طاهره
دومره ناز به مې اوړې چې خداى رڼا کړي
26.09.2006
- hairan
په شعر کې د عيني او ذهني انځور جوړونې انډول
عبدالغفور لېوال
هرکله چې په شعر کې د انځور توکي سره راغونډېږي او يو هنري انځور جوړوي همدا جوړښت د پېښېدو يو ځانګړى مکان لري. د دې مکان له مخې انځورونه دوه ډوله دي:١_ عيني انځور جوړونه٢_ ذهني انځور جوړونه١_ که د يوه شعري انځور ټول توکي او د دغو توکيو ترمنځ اړيکې عيني وي او خپل منطقي عينيت ولري د داسې انځور هنري هستونه عيني بلل...
30.09.2006
- hairan
ننداره
ډاکټر تکل عبدالرحيمزىپه سترګو مې توره تياره وه،ټول بدن مې سخت درد کاوه او لړزې نيولی ووم،روح مې نا ارامه و چې په توره تياره کې مې د زنځيرونو شرنګار ترغوږو شو. ټول وجود مې غوږ غوږ شو او سترګې مې دهغې تيارې په لور ځيرشولې، تياره ورو ورو زما په لور رانژدې کېدله، تياره زما ترڅنګ راورسېده او لږ وروسته زه هم پدغه تورتم کې داخل شوم. دزنځيرونو شرنګار نور هم زياتېده او له دې سره مې اوس دخلکو شورماشور ه...