ننداره

ډاکټر تکل عبدالرحيمزى
په سترګو مې توره تياره وه،ټول بدن مې سخت درد کاوه او لړزې نيولی ووم،روح مې نا ارامه و چې په توره تياره کې مې د زنځيرونو شرنګار ترغوږو شو. ټول وجود مې غوږ غوږ شو او سترګې مې دهغې تيارې په لور ځيرشولې، تياره ورو ورو زما په لور رانژدې کېدله، تياره زما ترڅنګ راورسېده او لږ وروسته زه هم پدغه تورتم کې داخل شوم. دزنځيرونو شرنګار نور هم زياتېده او له دې سره مې اوس دخلکو شورماشور هم ترغوږو کېده،دزنځيرونو شرنګار اودخلکو شور نورهم زياتېده اوزما ترڅنګ رانژدې کېده.لږ وخت به لاتېر نه وه چې يو څو تنه مې ترسترګو شول چې دچا په لاسونو، دچا په پښو او دچا په غاړه کې زنځيرونه پراته ول خو پدې کې داسې خلک هم وو چې په لاسونو،پښو اوغاړه کې يې زنځيرونه پراته وو او دغو نورو به هغوی ته ډېر احترام درلوده. هغه کسان چې کم زنځيرونه يې درلودل دوی هم پدې هڅه کې وو ترڅو دخپلو لاسونو،پښو او غاړې زنځيرونه زيات کړي او داحترام وړ وګرځي.
يو نيم به نوی هم پکې راغی اومازې به يې په لاس يا پښه کې يوه نيمه کړۍ پرته وه خو يو څه وخت وروسته به داکړۍ زياتېدلې او تردې چې دده په لاسونو يا پښو کې به هم زنځير جوړ شو،ايله به يې طبېيت راسته شو او له ستوني به يې لاړې تېرې شوې. زه لا د دې نوو کسانو په ننداره ووم چې يو دم په تياره کې څه عجيب غوندې غوايمنډ جوړ شو يو دم دزنځيرونو او خلکو شورزيات شو او يو خوا اوبل خوا منډې جوړې شوې،هغه کسان چې زيات زنځيرونه يې درلودل دهمهغوی پسې زياتو کسانو منډې وهلې او چاچې به بيا کم زنځيرونه درلودل نو ورپسې به کسان هم کم وو ځکه چې دزنځيرونو شور به يې کم و، څه عجبه ننداره وه ،هک پک حيران پاتې ووم.دځان درد مې د دوی په ليدلو نورهم زياتېده اودروح سکون مې تښتېده. که به دزنځيرونو والا په هرلور منډه کړه نو نورو خلکو به هم ورپسې په هماغه لورمنډې وهلې. دوی به داسې ځغاستل لکه سم چې چا اسونه په تاخت اچولي وي. په توره تياره کې به دومره لېرې ولاړل چې زما له سترګو به پناه شول او خلک به هم ورپسې ورک شول. دزنځيرونو شرنګار اودخلکو شور به لږ وخت غلی شو خو له ډېرکم وخت وروسته به بيا په منډه راورسېدل. يو به په يو لور اوبل به په بل لور منډې وهلې اوخلک به ورپسې وو. د دوی څه خاص سُر مالوم نه و، کله به په يو لور او کله به په بل لور په ځغاست شول يو به په يو سمت او بل به په بل سمت منډې وهلې،زما سترګې هم ددې نندارې څخه نه اوړېدلې او دوی هم لکه دچا دقمچينې لاندې اسونو په څېر درګئ جوړ کړی وه. سوچ به ورته يوړم چې داخلک ولې له دوی پسې منډې وهي؟ دوی خو به خپل غرض ليوني کړي وي اودزنځيرونو شمېر به پوره کوي،خوداخلک ولې له دوی پسې روان دي او ځانونه هسې ستړي کوي؟ خو بيا مې ذهن پدې خبره خلاص شو چې دا غريبان صرف د دوی دزنځيرونو په شور باندې غولېدلي دي ځکه له دوی پسې منډې وهي. دغې بې خونده نندارې مې ټول وجود ناکراره کړی و او په ماغزو مې يې ډېره ناوړه اغېزه ښندلې وه نو ددې له امله پدې هڅه کې شوم چې بايد له دې محدودې دايرې څخه ځان وکاږم ترڅو دغه شور نور وانه ورم او نه دغه ننداره په سترګو وګورم پدې هڅه کې ووم چې شاته مې وکتل نورهم حيران شوم پدې لوري يو بل منظر جوړ شوی و، دلته خو دهر چا په لاسونو،پښو او غاړه کې ډېر اوږده اوغټ غټ زنځيرونه پراته وو خو دوی هيڅ حرکت نه کاوه،نه يې څه ويل او نه يې څه کول بس مازې به يې رډ رډ کتل او له سترګو به يې دافسوس اوښکې بهېدلې د دوی په ليدلو مې ذهن ته ډېر سوالونه راپيداشول. البته دوی به په منډو کې پاتې راغلي وي؟ البته د دوی زنځيرونو به شور پرې ايښی وي؟ البته دوی به... . ؟ زه لا په همدې سوچونو کې ووم او دغه نوي سوچ په مخه لاهو کړی ووم چې لږه شېبه وروسته مې غوږونه په کرارشول. نه دزنځيرونو شرنګار و اونه دخلکو دپښو دربا وه چې کله مې مخ راواړوه نو ومې ليدل چې د دوی زنځيرونو شور پرې ايښی او خلک نور له منډو غورځېدلي هر يو په خپل خپل ځای باندې اوږد غزېدلی و، دوی ډېر کوشش وکړ چې زنځيرونه وشرنګوي خو ونشوه، داهم زما لپاره يوه نوې او په زړه پورې ننداره جوړه شوه نور په ځان نه پوهېدم خو دوجود درد مې ورو ورو کمېده او روح مې ورو ورو سکون مونده چې دخلکو حرکت مې بيا سترګې خپلې خواته واړولې يو يو تن به راڅښېده او يو ځای ته به راټولېدل،لږ وروسته دې خلکو يوه دايره جوړه کړه، سره راغونډ شول او له لږې شېبې وروسته يو دم راجګ شول اوس نو زما دوجود درد بېخي ختم و او روح مې با الکل ارامه و. ښه ورته ځير ووم سترګو مې هم ښه کار کاوه چې دوی ورو ورو حرکت پيل کړ. تيارې هم خپله کډه تړله او ورو ورو کوچېدله او رڼا هم څرک وهلو، ددې خلکو له منځ څخه يو نوی زوږ راپورته کېده او ديوې نوې هڅې په لور ورخوځېدل اوټول په يو وار د دوی په لور ور روان شول چې يوې ډېرې تېزې رڼا زما سترګې روښانه کړې او له خوبه راويښ شوم.

دزمري ١٨مه /١٣٨٠ هجري لمريز
څلورنۍ، دجولايي ٩مه/ ٢٠٠١ زکال