د بښونکي او مهربان څښتن په نامه
انور شاهين خانخېل (پېښور)

ملګــــــــرو راشئ چــې لـــــه صفـــره ابتـــداء وکـــــړو
اول ځـــــــان ســـــــم کړو هله نورو تـــه تابيا وکــــــړو
حـــــق وينو پېژنو د حــــــق پـــــــه لاره تګ نـــــه کوو
څنګه بـــــــــه تمه مــــــــونږ له حقه د بريـــــا وکــــــړو
بــــې لـــــه کــــــرداره ګفتــــار هيڅکلـــــه اثر نه کوي
پس لـــــه کــــــــرداره ښايي خــلکــو ته وېنـــــا وکـړو
منـــــم اول ده عـقيـــده خــــــــو لـــــه عمـــــله ســــــــــره
چــــې ښــــکاره نه وينو بـــاور بــه پټ د چـــا وکـــړو
ځان پسې بل پسې مـــــو ډېـــرې خنداګانې وکــړې
بس دى راځئ چې خپل خالق ته اوس ژړا وکـــــړو
چې رانه تېر شول او په وخت باندې ادا مو نۀ کـړل
خېرد ى قبول دي خو که مــــونږه يـــې قضا وکــړو
حق شو ثابت نـور بـــه اوس څــــه پسې دليــل لـټوو
چـــې حــــــــزب الله وکـــــړه هــــــم هغسې ادا وکــــړو
چــې قول او فعل يې دواړه يوشي د الله پـــه فضل
راځــــئ مـــلګرو چــــې شـــاهين ته هم دوعا وکـــړو