بلېنډه بدرۍ

د پلو خرپا يې له ما خوب وتښتوي تر سهر
دا يوڅوک ولې په کوڅه کې ځي راځي تر سهر؟

يوبل ته مسک شي غلي غلي خدايزده څه ووايي؟
راسره سترګې چې ټول ستوري جنګوي تر سهر

د زړه په بام مې د تڼاکو سپينې پېغلې ناستې
چمبې د څړيکو ښه په درز سره وهي تر سهر

په ترنم ترنم راشي د غزل ښاپېرۍ
ما د سندرو په ټالونو زنګوي تر سهر

چا د سيتار په زړه راتېرې کړې تېرې نوکارې؟
بيا به زوېرګي يې له خولې ځي نري نري تر سهر

بيا( بلېنډه ) دې د غربت د نري رنځ دپاره
بله ډيوه پاس په زيارت کې ګرځوي تر سهر