سعيد اورکزى

زړګيه لږ په فکر د دوران سندرې وايه
په فن کې د وختونو د ارمان سندرې وايه

په طمع د سپرلي زما د سوي ژوند ترمخه
امېد او په ډاډه زړه د جانان سندرې وايه

لمن د سپرلي پرېږده اوس خزان ته غاړه ورکړه
بلبله په خزان د ګلستان سندرې وايه

فضا کله خوره چې د وږمو د محبت شي
په هر لوري ارمانه د رومان سندرې وايه

انسان ته د انسان د محبت نه اى سعيده
په مان سندرې وايه په ښه شان سندرې وايه