په بدلېدونکې دنيا کښې د ادب کردار
پروفېسر ډاکټر ايم اقبال نسيم خټک
ادب څۀ دى؟ د ادب بنيادي مقصد څۀ پکار دى؟ د ادب د ژوند سره څۀ تړون دى؟ د دغه نوعيت د سوالونو جوابونه پخوا هم حل طلبه وو اؤ اوس هم د دغه سوالونو پرېکړي اؤ واضح جوابونه ممکن نۀ دي ځکه چې د موسمونو په شان د حالاتو په بدلېدو کښې هم ځنډ کېږي نه. بله دا چې په هر تېر شوي دور پسې راتلونکى دور نوى ګڼلى شي. نوى دور د اولس د امېدونو مرکز اؤ محور وي. اؤ ادب هم د دغه بدلون نه ځان په ډډه نۀ شي ساتلى.
په حقيقت کښې د ادب ټکى ډېر جامع دى. دا زمونږ د تهذېبي، علمي، روحاني، معاشرتي، جمالياتي اؤ انساني قدرونو ائينه دار ګڼلى شي. د ادب مثال د يوې ائينې دى کومه چې يؤ اديب د خپل دور اولس ته مخامخ نيسي. ادب د يوې معاشرې ضمير وي اؤ ادب زمونږ د تمدني قدرونو د ژوندي ساتلو دپاره د اکسيجن کار کوي.
لکه څنګه چې دا خبره ښکاره ده چې تخليق کار، فنکار اؤ اديب هم يؤ فرد وي څوک چې په يوه نه يوه جغرافيائي سيمه کښې اوسي اؤ په دغه سيمه کښې د مېشته شويو وګړو د تهذيب اؤ تمدن اثرات قبلوي. اوس کۀ يؤ اديب د ازادۍ په فضا کښې ساه اخلي، د هغۀ قلم ازاد وي اؤ د هغۀ په تحرير و تقرير هيڅ پابندي نۀ وي نو هغه به په مثبت سوچ سره د معاشرې په اصلاح کښې خپل کردار ادا کړي. د داسې اديب د قلم نه وتلى ادب به په يقيني ډول صحتمند وي اؤ د افاديت نه به هم ډک وي اؤ د روښانه مستقبل ضامن به وي. د هغۀ په مقابله کښې هغه اديب چې د دربارونو د ښوروا اموخته شوى وي د هغۀ مثال به د خپړ يا ګرد زمري وي اؤ يا به پوهه خلق هغۀ ته دونمبري اديب وائي.
په دې کښې هيڅ شک نشته چې کوم ادب د واکدارانو د قصيده ګويۍ فريضه سر ته رسوي يا د معاشي ضرورت ذريعه ګرځي دا ادب نۀ دى بلکې د علامه اقبال په نزد د ازادي خوښوونکيو دپاره زهر قاتل دى. بله خبره دا هم ده چې غلام ذهنيت لرونکي اديبان هم د صحت مند اؤ صحيح سوچ نه خالي وي ځکه چې د هغوئ په وړاندې چې نن يؤ شى بد وي نو سبا هغه شى ښۀ ګڼي. علامه اقبال وائي:
جو تها ناخوب بتدريج وهى خوب هوا
که غلامى مين بدل جاتا هى قومون کا ضمير
تر دې چې د غلامۍ په زنځيرونو کښې راګېر حافظ قران هم د ايمان د لذت نه محروم وي. علامه صاحب وائي:
از غلامان لذت ايمان محو
ګر چه باشد حافظِ قران محو
هغه اديب چې خپل ضمير اؤ خپل قلم د يؤ څو سِکو په عوض خرڅ کړي يا ادب د مالي ګټې وټې ذريعه جوړوي، خوشحال خان خټک داسې اديبان ښۀ غندلي دي. وائي چې:
د هغۀ شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر دردانې پلوري په مال
د هغۀ شاعر مخ تور شه چې په طمع
وَ هر در و هر دربار وَ ته ولاړ دى
يا څنګه چې صاحبزاده فيضي وائي:
په سينو ئې چې تمغې د حسن کار دي
جارو کش د بادشاهانو د دربار دي
يا لکه پروفيسر درد وائي:
ما د دربار نه د زخمونو قبا راوړه درده
خوشامدګرو خلعتونه انعامونه راوړل
يا لکه د راقم الحروف يؤ شعر دى چې:
زۀ په محکوم کابل کښې ساه اخستل جرم ګڼم
ګوره يارانو غاليچې اؤ ډک جېبونه راوړل
ادب په هر دور کښې خپل کردار ادا کړى دى، کردار ادا کوي اؤ دغه عمل به جاري وي. خو سوال دا دى چې اديب هم چا د معاشرې "ديدۀ بينا" تسليم کړى دى؟. ايا مونږ دې ته تيار يو چې ادب د معاشرې د تهذيبي ارتقاء زرکاڼى تسليم کړو. مګر د دې زرکاڼي تعين به څوک کوي؟ دا پيمانه به د چا په اختيار کښې وي چې ښۀ اؤ معياري ادب وسنجوي، معياري اؤ مقصدي ادب يوې ډډې ته کړي اؤ چټيات بلې ډډې ته؟. ظاهره ده چې کۀ د ادب د معيار د تعين پيمانه سرکار اؤ د سرکار د ايجنسيانو سره وي نو بيا به هغه ادب معياري او سودمند ګڼلى شي په کوم کښې چې د حکومت همنوائي اؤ قصيده ګوئي شوې وي. اؤ د دغې زمرې (CATEGORY) اديبان به د ايوارډونو اؤ عناياتو حقدار ګڼلى شي. اؤ په کوم ادب کښې چې د سرکار غلطو کارونو ته ګوته نيولې شوې وي، خواه کۀ هغه محض اشاره ولې نۀ وي، نو د دغه نوعيت ادب به ناقص، فسادي اؤ غېرمعياري تصور کېږي. داسې اديبان به همېشه معتوب وي اؤ دوئ به د وطن دښمنه خلقو په فهرست کښې شمارلى شي اؤ په دوئ به د "باغي" لېبل لګولى شي.
زۀ دا خبره منم چې د نړۍ په کوم ګوټ کښې چې څۀ قسم ادب تخليق کېږي، دا بيا علاقائي ادب پاتې نۀ شي بلکې د هغه ملک ادب وګرځي. اوس لکه دنيا راغونډه شوې ده اؤ د يؤ نړيوال کلي (Global Village)شکل ئې اختيار کړى دى. نو ځکه دغه ادب به د عالمي ادب برخه ګڼلى شي. هم دغه وجه ده چې اوس به زمونږ اديب ته د خپل تنګ چاپېرچل نه راوتل ضروري وي، اديب به په خپلو افکارو کښې افاقيت پيدا کوي.
کۀ چرته د يؤ اديب په تخليق شوي ادب کښې د لوږې، غريبۍ، جهالت، غلامۍ، دهشت ګردۍ، نسلي امتياز، حسد، بغض، استحصال، توسيع پسندۍ، د امريت نه د نجات اؤ د بشري حقوقو د پامالۍ خلاف د جهاد رجحان موجود نۀ وي نو بيا داسې ادب د څۀ کار دى؟ اؤ د دغه قسم ادب ضرورت څۀ دى؟. دغه شان کۀ د يؤ اديب په تخليق شوي ادب کښې د معاشي مساواتو، بشر دوستۍ، امن، قلارۍ، روادارۍ، ورورولۍ، د عالمګير محبت، د ژوند د ښائسته کولو عزم اؤ د دنيا د ټولو ملکونو سره د برابرۍ په بنياد تعلقاتو ته ودام ورکول، د انسان د بنيادي حقوقو تحفظ اؤ ورسره ورسره د بنيادم د جمالياتي ذوق د راپارولو رجحان موجود وي نو داسې ادب به مقصدي، معياري اؤ د افاديت نه ډک تصور کېږي اؤ کۀ چرته په بدلېدونکې دنيا کښې ادب دغه نصب العين د سينې سره نيولى وړاندې ځي نو د دې مطلب دا شو چې ادب خپل فرض سر ته ورسولو. خو دغه فرض خو زمونږ اديبانو په ماضي کښې هم ادا کړى دى اؤ خاص طور سره چې هرکله مونږ د ادب د قراني اؤ اسلامي تصور خبره کوو نو بيا خو صورت حال بېخي واضح شي. الله تعالى په قران کښې حضور (ص) مخاطب کوي " د خلقو سره ښه خبره کوه". په دغه ايت کريم کښې "ښه خبره" د ژوند د ټولو معمولاتو احاطه کوي. ښه خبره څۀ ته وائي؟
P په کومه خبره کښې چې د کرکې، حقارت اؤ غرور رجحان نۀ وي.
P په لهجه کښې دې نرمي اؤ خوږوالى وي.
P خبره دې لنډه اؤ جامعه وي.
P خبره د مخاطب د عمر اؤ مقام مطابق پکار ده.
P خبره دې بېخي صفا اؤ واضحه وي، هيڅ قسم اړ يا پېچ دې پکښې نۀ وي.
P په خبره کښې دې طنز نۀ وي.
P په خبره کښې دې د خېر اړخ موجود وي اؤ د شر د خورېدو خطره دې پکښې نۀ وي.
P خبره دې رښتيا اؤ کره وي. هيڅ قسم فريب، دروغ اؤ مبالغه دې پکښې نۀ وي.
د پېغمبر د منصب نه علاوه هم کۀ د چا په خبرو کښې پورته بيان کړى شوې خوبيانې وي نو د هغۀ / هغې خبرې به د اثر نه خالي نۀ وي.
په دې سلسله کښې مونږ د سورة عمران د ١٠٤ ايت حواله ورکولى شو: " په تاسو کښې څۀ خلق لازماً داسې پکار دي چې د نېکۍ په لور تاسو راغواړي، د نېکۍ حکم ورکوي اؤ د بدو کارونو نه تاسو منع کوي اؤ کوم خلق چې دغه کار کوي هغوئ به فلاح ومومي".
اوس کۀ چرته د يوېشتمې صدۍ اديب دغه ذمه واري قبوله کړي اؤ داسې ادب تخليق کړي چې د نېکۍ اؤ خېر په لور د خلقو لارښودنه کوي اؤ د خرابو لارو چارو اؤ د شر و فساد نه خلق منعې کوي نو زمونږ دنيا به بې شکه چې د جنت نمونه وګرځي.
مونږ وينو چې زمونږ د ادب يوه غټه برخه په دې مفروضه قائمه ده چې په دنيا کښې د معاشي مساواتو نه بغېر د امن اؤ سوکالۍ تصور ممکن نۀ دى. معاشي نابرابروالى په يقيني ډول ډېرې غم لړلې اؤ پېچيده مسئلې زېږوي. اديبانو دغه مسئله ډېر د پخوا نه په ګوته کړې ده خو د دغه مسئلې مستقل حل د انسان د اختيار نه بهر دى.
ايا مونږ د حضرت عمر فاروق (رض) دا قول هېرولى شو چې هغۀ ووى " په رب مې دې سوګند وي چې کۀ چرته د دجله په غاړه يؤ سپى هم د لوږې نه مړ شي نو د دې ذمه واري به په عمر (رض) وي". مګر د يويشتمې صدۍ حکمرانان د ټېکنالوجۍ د ترقۍ اؤ د وسائلو د فراوانۍ باوجود د لوږې د مسئلې اؤ د غريبۍ په ختمولو کښې پاتې راغلل. ايا د بدلېدونکې دنيا حکمرانان اؤ اديبان د دغې مسئلې نه ځانونه بري الذمه کولى شي؟.
د تورې اؤ د قلم خاوند خوشحال خان خټک درې نيم سوه کاله اګاهو په خپل کتاب "دستارنامه" کښې ووى چې کوم حکمران خپل اولس ته د ماکولات (ډوډۍ)، ملبوسات (جامه پېزار) اؤ مسکنات (د استوګنې ځاى) بندوبست نۀ شي کولى هغۀ ته په اولس د حکومت کولو هيڅ حق نشته. کۀ دغه مسئله په پېړيو مخکښې موجوده وه نو په موجوده وخت کښې دغه مسئله نوره هم ګرانه اؤ ګنجلکه شوې ده.
د يؤ اديب همېشه دا خواهش وي، بلکې هغه دا د خپل ژوند مرام ګڼي چې هر څنګه وي خو چې د بنيادم بائللى عظمت سر دوباره بحال شي اؤ انسان د نورو مخلوقاتو نه حسب سابق افضل پاتې شي. هغه دې داسې ادب تخليق کړي چې انسان د انسانيت معراج ته ورسوي خو د اديب د خواهش څوک احترام کوي؟ د هغۀ خبرې ته څوک غوږ ږدي؟. تر اوسه پورې مونږ د جاپان په ښاريو د امريکې اؤ د هغې د اتحاديانو د جهازونو د ايټم بمونو د غورزولو ماتم کوو لګيا يُو، لا مو د سترګو نم وچ شوى نۀ دى چې په کتو کتو کښې د ويتنام زمکه سره شوه، د پاکستان اؤ بهارت ترمينځه خونړي جنګونه وشول، عراق اؤ ايران د يؤ بل د راپرزولو کوشش وکړو.
روس په کال ١٩٧٩ء کښې د څۀ جواز نه بغېر په افغانستان يلغار وکړو. دغه جنګ پوره لسو کالو پورې روان ؤ. په لکونو خلق په دغه جنګ کښې ووژلى شول. په زرګونو معذور شول. اؤ چې افغانستان د روس د يلغار نه ساه صورت کېدو نو امريکه پرې ورغله اؤ تر اوسه امريکې په افغانستان کښې پرلت وهلى دى.
سره د دې چې د اسلحې انسپکټرانو په واضح ډول په خپل رپورټ کښې وويل چې د عراق سره هيڅ قسم جراثيمي يا خطرناکه وسله نشته خو د امريکې قيادت د صدام حسين د لرې کولو دپاره په عراق حمله وکړه. په دغه جنګ کښې په لکونو خلق مړۀ شول، بې شمېره خلق مستقل طور سره معذور شول، په خوراکي څيزونو د قدغن په نتيجه کښې په زرګونو د پيو ماشومان مړۀ شول اؤ دغه سلسله لا روانه ده. په فلسطين، کشمير اؤ بوسنيا کښې هره ورځ مسلمانان وژلى شي اؤ بيا د ١١/٩ د سانحې نه پس خو هر مسلمان د امريکې په نظر کښې دهشت ګرد اؤ د اسامه ملګرى دى. دغه وينه به تر څو توئيږي؟ اؤ د دې حساب به څوک ورکوي؟
د انساني حقوقو علمبرداران چرته اودۀ دي؟ ايا د ظالمو اؤ جارحو طاقتونو په خاوره اوسېدونکي اديبان د خپلې ذمه وارۍ نه خبر نۀ دي څۀ؟ هغوئ د خپل فرض نه ولې غافله دي؟ هغوئ ته پکار دي چې د يؤ اديب په حېث د حقيقت پسندۍ نه کار واخلي اؤ دنيا د خپل قيادت د بربريت نه خبره کړي. اؤ د دې خلاف خپل اولس راويښ کړي. هغوئ د صورتحال نه خبر کړي اؤ د ظالمانو د مخونو نه نقاب لرې کړي.
زمونږ مسئله دا نۀ ده چې د ساړۀ جنګ نه پس امريکه بي بي د ټولې دنيا تهاڼېداره جوړه شوې ده. زمونږ مسئله د دهشت ګردۍ تعريف دى چې وينه تويوي اؤ کنه هغه دهشت ګرد دى چې د چا وينه تويولى شي؟ نو ځکه وړومبى خو په عالمي سطح د دهشت ګردۍ يؤ کوټلى تعريف پکار دى اؤ د دهشت ګردۍ مفهوم واضحه کول پکار دي.
د اديب بېچاره سره خو په لاس کښې فقط يؤ قلم وي. دا هم صحيح ده چې د عالم د قلم سياهي د شهيد د وينې نه زيات فضليت لري. اديب هر وخت د ادب په تخليق کولو کښې مصروف وي. هغه د ظلم خلاف د قلم نه د تورې کار اخلي. دا فريضه اديب پخوا هم ادا کړې ده، اوس ئې هم ادا کوي اؤ په مستقبل کښې به هم جاري وي. عظيم خوشحال وائي:
آفرين دې په وئيلو شه خوشحاله
چې د تورو رېژول کړې په قلم کښې
په دې کښې هيڅ شک نشته چې هر اديب د ماحول پيداوار وي. هغه هم مجبوريانې لري خو فريډرک شيلر په هغه اديب تُف لعنت وائي څوک چې د وخت غلام جوړ شي. نو ځکه په بدلېدونکې دنيا کښې به اديب اؤ ادب په عالمي سطح د ادميت د احترام، د محبت د مشعل بردار اؤ د امن د سفير کردار ادا کوي.
زما يقين دى چې کوم اديب چاته سر نۀ ښکته کوي اؤ نۀ ځان خرڅوي اؤ نۀ خپل قلم ګاڼه کوي، هم دغه اديب د ژوندي، پائيدار اؤ حيات افرين ادب د تخليق کولو صلاحيت لري اؤ د دغه نوعيت ادب لافاني اؤ دوامي حېثيت مومي.
مونږ د يؤ نظرياتي ملک اوسېدونکي يُو. زمونږ د اديبانو دا فرض جوړېږي چې هغوئ داسې ادب تخليق کړي کوم چې د قامي يؤوالي، اسلامي ورورولۍ اؤ پاکستاني تشخص ترجماني کوي. ښکاره خبره ده چې زمونږ خوږ وطن د دغه نړيوال کلي يوه برخه ده. دې دپاره يؤ پاکستاني اديب ته په عالمي سطح داسې کردار ادا کول پکار دي کوم چې د يؤ امن پسند، نېک کردار اؤ بشردوست ليکونکي سره ښائي. زمونږ اديبانو ته پکار دي چې د دنيا د هرې سيمې اوسېدونکيو ته د نېک نيتۍ، انساني همدردۍ اؤ په بقائى باهمي مبني د اسلام د زرينو اصولو په باب کښې معلومات ورکړي.
زما خيال دى چې اسلامي ادب هم هغه مؤثره وسيله ده چې دنيا د هر قسم مصيبتونو، ازمېښتونو اؤ کشالو نه محفوظه ساتلى شي. صورت حال دا دى چې زمونږ دنيا د بارودو په ډېري ولاړه ده. وېره ده چې څوک دهشت ګرد دغه ډېري ته تيلى رانزدې نۀ کړي ګنې نو د سترګو په ځمبل کښې به دا هر څۀ تس نس شي.
ضرورت د دې خبرې دى چې زمونږ په ادب کښې دې د باهمي اعتماد، بشردوستۍ اؤ د محبت پېغام عام کړى شي. په دې چې د ټولې دنيا د وګړو پام دې طرف ته راوګرزولى شي چې:
بني آدم اعضائى يک ديگرند
که در افرينش ز يک جوهرند
چون عضوى بدرد آورد روزگار
ديگر عضوها را نه ماند قرار
د نړۍ د اوسېدونکو د اعتماد دپاره زمونږ په ادب کښې د عالمګير محبت اؤ باهمي احترام عام کول د وخت تقاضا ده. په ادب کښې چې د انساني همدردۍ د پېغام عام کولو نن څومره ضرورت دى، د دې نه مخکښې دومره نۀ ؤ.
خنجر چلى کسي په تړپى هين هم امير
سارى جهان کا درد همارى جگر مين هى
زۀ دلته د لسان الغېب حضرت عبدالرحمان بابا په دې شعر خپلې خبرې راغونډوم:
واړه د خپل ځان په نظر ګوره کۀ دانا ئې
اى عبدالرحمانه جهان ټول عبدالرحمان دى