امجد علي خادم

د دردونو مېږتون دى که يې ګورې
 زړه مې ځاى د ځيګرخون دى که يې ګورې
 
پښې دې مۀ رپه ډاډه راځه قاتله
 خيال اوفکر مې پښتون دى که يې ګورې

دامتل دى چې پښتۍ پکې ماتېږي
د پښتو داسې قانون دى که يې ګورې

دا چې نن د معاشي زندان قيدي دى
ارسطودى افلاطون دى که يې ګورې

اورکيغوندې خادم تيارو کې ګرځي
فکرمنده د بدلون دى که يې ګورې