کره کتنه
لۀ ديبله تر کابله (٧)
اومه برخه (شپږمه برخه دلته وګورئ) يوه بجه وه چې مونږ کابل ته ورسېدو او د هرکلي ساين بورډ مونږ ته کابل ته ښه راغلاست ووې. دا د پول چرخي اډه وه. د جلال اباد او تورخم دپاره ګاډي تيار ولاړ وو. ښاري ژوند ښه پکې ښه په درز کې روان و. د ايساف نه چې مونږ لږ وړاندې تېر شو نو اسد دانش ملګرو ته ووې چې هاغه مخامخ دېوال چې ښکاري دا د پول چرخي مشهور جېل دى. دا د کابل انډسټريل ايريا ده. ګو چ
لۀ ديبله تر کابله (٦)
شپږمه برخه (پنځمه برخه دلته وګورئ) مونږ واپس د حاجي ظاهر ځاى ته راغلو. زۀ، رياض، رازق فهيم، امجد شهزاد او عمران د موبايل سيم اخيستلو پسې بهر راووتلو. دغه وخت باچا صېب بهر د خپل ګاډي سره ولاړ و او د تللو لياره يې کوله. هغه چې مونږ وليدو نو يو تن يې راسره کړو چې دوى سره لاړ شه او خپل کارډ يې هم راکړو. د دغه وزيټنګ کارډ په يو ګوټ باندې د افغانستان د بېرغ د درې واړو رنګونو نه علا
لۀ ديبله تر کابله (٥)
لۀ ديبله تر کابله (٤) مونږ قريباً دوه نيمې بجې د جلال اباد په ښار ورداخل شو. دا عيدګاه جومات دى، دا ميډيکل کالج دى. دا امير شهيد باغ دى. دغه شان د اسد دانش په ښودنه په لارو کوڅو کې چې ښې ودانۍ يې لرلې روان وو چې د حاجي ظاهر د حجرې مخې ته ګاډى ودرېدو. د ننګرهار د پخواني ګورنر او شهيد ملت حاجي قدير غټ عکس پرې لګېدلى و. حاجي ظاهر د حاجي قدير زوى دى. حاجي ظاهر په خپله په څه دولتي کار د ج
ليکوالان دې خټکي خرڅول شروع کړي
(يادونه: دا ليک د برېښناليک له لارې کره کتنې ته رارسېدلى دى) نن (د اپرېل دوه ويشتمه) مې د پېښور په وحدت ورځپاڼه کې د ښاغلي مصور قرېشي د کالم په دې سرليک نظر پرېوت چې "موسيقي د قران او سنت په رڼا کې" نو لږ ورته ځير شوم. د دې لپاره نۀ چې ګوندې زه د موسيقۍ په پلوۍ يا خلاف بحث سره کومه علاقه مندي لرم، بلکې د دې لپاره چې وګورم په دې موضوع باندې د دې ښاغلي د بحث سويه څومره په اوبو کې ده. او په لومړي پراګراف کې پوه شوم چې ښاغلى قرېشي په ګډو وډو سر شوى دى. هغه داسې
لۀ ديبله تر کابله (٤)
لۀ ديبله تر کابله (٣) دا تورخم و. ګاډي ودرېدل. ماشومانو د سامان د وړلو لاس ګاډۍ زمونږ په لور راوزغلولې. مونږ خپل خپل سامانونه، بېګونه په دغو لاس ګاډيو کې واچول او د ډېورنډ د کرښې په لور روان شو. دې دوران کې چې د چا سره پاسپورټونه وو اسد دانش د وېزې لګولو دپاره د هغوى نه واخيستل او د ځان سره يې بوتلل او چې د چا سره اجازت نامې وې هغوى يې په مخ روان کړل. زما او د اکبر سيال اجازت نامې د
لۀ ديبله تر کابله (٣)
لۀ ديبله تر کابله (٢) درې (دره ادم خېل) ته چې راورسېدو نو رياض تسنيم راته ووې چې هلکه څو کليمې درځي که نه؟ دلته ګورى طالبان دي په سړي کليمې تېروي. ما ورته ووې چې ماما غم يې مه کوه شپږ واړه کليمې به ورته تېرې کړم خو ورته وايم به چې استاذ مې دا دى. بيا يې که درباندې سورت يسين تېر کړو او که په قل هو دې ترې ځان خلاص کړو. قسمت دې خپل دى. "سحر مو په خېر سفر مو په خېر کوم ځاى ته را
ښکاري سترګې (په تېر پسې)
په تېر پسې او غږ کۀ اوس د خبرو يا خندا هم و نو په هغۀ د توپ د ډزو پشان لګېدۀ ځکه چې د بې خوبۍ، ستړيا، وېرې او وارخطايۍ په وجه يې په سر درد و. څو دقيقې وروسته ډزې کرار کرار کمې شوې او دوى بېرته کوټې ته راوختل. ابراهيم او ملغلره، چې نيم ژوند يې په دغه غار او د ډزو په باران کې تېر کړى و، کوټې ته په راختو سره يې خندا پېل کړه. خو د ګلاب شاه په سترګو کې نور
ښکاري سترګې (ناول)
عبدالهادي حېران (١) په تکه توره تياره شپه او هغه کوټه کې چې ګلاب شاه پکې پروت و داسې ښکارېده چې نړۍ د ورانېدو اخري مرحلې ته رارسېدلې ده. دا جلال اباد ته د هغۀ اولنى راتګ و او د ترور په کور کې يې اولنۍ شپه وه. هغۀ سوچ کاوه چې د ورځې خو دومره بد حال نۀ و، دا د شپې څه تندر راپرېوتى دى چې دومره ډزې دي. داسې معلومې
د "مېږي" کره کتنه وشوه
د دوشنبې ورځ، د دوه زره اوم کال د دسمبر اومه نېټه، د ساهو ليکونکيو مرکې اوه ورځنۍ غونډه کوز ماځيګر په اردو سائنس بورډ کې د ښاغلي حماد حسن په رياست کې پېل شوه. په اجنډه کې د تېرې غونډې روداد اورېدل، د طلبګار خوږياڼي په تکل تنقيدي بحث کول، غېر طرحي مشاعره او د پښتو د درېو مشهورو شخصياتو په مړينه د غمرازۍ قرارداد وړاندې کول شامل وو. د تېرې غونډې ګزارش د ګزارش ليکونکي جمشېد مومند د نه راتلو په س
د تکل پېژندنه
تکل د انګليسي ژبې د essay او د اردو ژبې د انشائيې پښتو شکل دى چې اوس د پښتو د ادبي ژانرونو په منځ کې خپله پېژندګلو، ارزښت او محبوبيت لري. انګليسي ژبې ته دا ادبي ژانر د فرانسوي څخه راغلى او ويل کېږي چې لومړى تکل فرانسوي ليکوال ميخايل ډي مونټېن ليکلى دى. د تعريف له مخې تکل يوه داسې ليکنه ده چې د لنډې کيسې، کالم او عامو سياسي يا ادبي ليکنو څخه په توپير په يوه ځانګړې موضوع په خو
کابل مې بيا وليدو
دا د پښتونخوا د نامتو ليکوال او شاعر ډاکټر شېرزمان تايزي د څو سفرونو هغه يادښتونه دي چې په نظم او نثر کې يې په روانه او خوږه پښتو کې ليکلي دي او په دې وروستيو کې يې په پورتني نامه د يو کتابګوټي په شکل کې خپاره کړي دي. لومړنى سفر د کندهار، دوهم د مزار شريف، درېم د کابل او څلورم د حج دى، د لومړنيو دواړو سفرونو يادښتونه په نظم کې او د وروستيو دواړو په نثر کې ليکل شوي، لومړني دواړه سفرونه دېرش کاله پخواني او
محمد الله ارمان – يو تکړه او نازکخيال شاعر
ليکنه د: نصرت الله الهام محمد الله ارمان د پښتونخوا دچارسدې د ولسوالۍ د رزړو دکلي دى چې ډېره ښايسته شاعري لري . يو تعليم يافته شاعر دى ، په انګلش کې يې ايم اى کړې ده او ، ايم بى اى يې په نيوهيمپشاير ماننچيسټر ( امريکه ) کې کړې ده . درې کتابونه يې ( صرف مينه ) ( دجندي غاړه ) او ( چېړنې ) . چاپ شوي دي او يو منظومه افسانه ( درکړې درکړې ) يې ناچاپ کتاب دى . بايد يادونه وکړم چې دغه اخيري چاپ کتاب (( چيړنې )) يې د نن نه دولس کاله مخکې چاپ شوى دى چې د ښاغلي ارمان عمر
له څېړنې تخليق او له مقفى ازاد شعر ګټور دى
باز محمد "پکتين" په اوسمهال کې څېړنې او پښتو مقفى شعر دومره پرمختيا او پراختيا موندلې ده، چې د هنري تاريخ پېژندونکي ورته ګوته په غاښ شوي. د څېړنې او شعر په دې بېړني حرکت کې پښتو ژبې ته ډېر څه تر ګوتو شوي هم دي؛ خو د پښتو ژبې د سوچه والي او کره والي لپاره يې ډېرې ستونځې هم زېږولې دي. هغه دا چې د اند او نظر څښتنانو له يوه پلوه د تحقيق او غزل ليکلو لمن نيولې او د لا ريښتيني (تخليقي نثر) بله سپکه ده. دوهم دا چې مقفى شعر د عربي ژبې زېږنده ده او په پښتو يې ليک
په شعر کې د عيني او ذهني انځور جوړونې انډول
په شعر کې د عيني او ذهني انځور جوړونې انډول عبدالغفور لېوال هرکله چې په شعر کې د انځور توکي سره راغونډېږي او يو هنري انځور جوړوي همدا جوړښت د پېښېدو يو ځانګړى مکان لري. د دې مکان له مخې انځورونه دوه ډوله دي:١_ عيني انځور جوړونه٢_ ذهني انځور جوړونه١_ که د يوه شعري انځور ټول توکي او د دغو توکيو ترمنځ اړيکې عيني وي او خپل منطقي عينيت ولري د داسې انځور هنري هستونه عيني بلل
اشرف مفتون وستايل شو.
د پښتو ژبې د يو ياد او خوږژبي شاعر اشرف مفتون د کليزې په مناسبت يوه غونډه د پاکستان د ادبياتو اکادمي پېښور څانګې لخوا د جمعې په ورځ د سپتمبر په دوه ويشتمه نېټه په اردو ساينس بورډ خېبر بازار کې جوړه شوه چې مشري يې د اردو او پښتو ژبو ليکوال خاطر غزنوي وکړه او په ستيژ ورسره ډاکټر محمد اعظم اعظم، مختار علي نئير او ډاکټر فضل دين خټک ناست وه. په غونډه کې د پښتو زيات شمېر شاعرانو، ليکوالانو، ژورنالستانو او عامو خلکو ګډون درلود چې مجيد الله خليل، سردار خان فنا، مفلس دراني، خاطر غزنوي، فضل دين خټک
" په زنځير تړلى خوب" ته يوه کتنه
" په زنځير تړلى خوب" ته يوه کتنه يعقوب شاه غرشين، پښين " په زنځير تړلى خوب" د مشر او نوموړي لنډه کيسه ليکونکي طاهر اپريدي د لنډو کيسو ټولګه ده. طاهر اپريدى د پښتو ادب د اسمان ځلاند ستورى دى ځکه د هيڅ پېژندګلو محتاج ندى. پښتو لپاره د ده ادبي خدمات په ټولو پښتنو يو غټ پور دى. د ده د پور ادائيګي زما په خيال يواځې په دې صورت کېدلاى شي چې مونږ د ده د خدمتونو اعتراف په وازه خوله وکړو او ده
اند د شعر په هنداره کې
اند د شعر په هنداره کېوږمه سبا عامرکه د ژوند انځور راواخلو ورته پام وکړو په دې انځور کې به بېلابېل رنګونه وګورو. پيکه رنګونه، شوخ زړه وړونکي، ارامه، خشن او زړه ځوروونکي او داسې نور....شعروادب هم د ژوند يو رنګ دى، چې له ځان سره ډول ډول انځورونه لري، لوستونکي له ځان سره بيايي او د رنګونو، ښکلاګانو نړۍ ته يې ورمخامخ کوي، په لوستونکي يوه تماشه کوي، خو دا تماشې او نندارې کله ډېرې
کره کتنه اؤ د هغې زغمل
کره کتنه اؤ د هغې زغملدروېش درانى ويل کېږي چې کارګۀ (کارغۀ) چې کله لۀ خپل بچي سره مينه کوي نو ورته وائي رانزدې شه زما سپين کوټى زويه. کۀ څۀ هم د کارګۀ بچى سپين نۀ وي خو دى ئې په دغه نامه ځکه يادوي چې اولاد ئې دى. دغه ډول يوه هنري ليکنه هم د ليکونکي معنوي اولاد وي. هرډول چې وي دۀ ته پخپله ښه ښکاري. مګر بل څوک خو ئې نو بيا د دۀ په سترګو نۀ ګوري، پخپل