دا د پښتونخوا د نامتو ليکوال او شاعر ډاکټر شېرزمان تايزي د څو سفرونو هغه يادښتونه دي چې په نظم او نثر کې يې په روانه او خوږه پښتو کې ليکلي دي او په دې وروستيو کې يې په پورتني نامه د يو کتابګوټي په شکل کې خپاره کړي دي.

لومړنى سفر د کندهار، دوهم د مزار شريف، درېم د کابل او څلورم د حج دى، د لومړنيو دواړو سفرونو يادښتونه په نظم کې او د وروستيو دواړو په نثر کې ليکل شوي، لومړني دواړه سفرونه دېرش کاله پخواني او وروستي دواړه اوسني دي.

ښاغليو سليم راز او ډاکټر ياسين اقبال يوسفزي په دې کتاب ليکنې کړې دي او د ډاکټر شېرزمان تايزي د ليک، شعر، سوچ او فکر يې څنګه چې پکار ده ستاينه کړې ده. ددې ترڅنګ يې ددې سفري يادښتونو په فني جوړښت او اهميت هم ګټورې خبرې کړې دي.

د لومړنيو درې سفرونو يادښتونه د افغانستان د دوو عکسونو په څېر دي؛ يو عکس هغه چې دېرش کاله زوړ او د يو داسې افغانستان نښې پکې ليدل کېږي چې ډېر اباد نه ؤ خو ارام ؤ، او دوهم عکس هغه چې د اوسني افغانستان کړه وړه يې پکې ښودلي دي. هر څو که دا دوهم عکس لږ تَت دى خو بيا هم لوستونکى ترېنه څه نا څه اخيستلى شي.

ددې کتاب ستره خامي د کمپوزنګ غلطۍ دي چې د لوستلو پر مهال ښې پرېمانه مخې ته راځي. ډاکټر صېب په خپله ليکنه کې د ډاکټر شفيق احمد خټک صېب مننه کړې ده چې د کتاب د تصحيح چارې يې ترسره کړې دي، خو د کتاب د لوستلو نه داسې معلومېږي چې تصحيح يې بېخي شوې نه وي. يواځې د کتاب په سرپاڼه لوستونکيو ته څو غټې غټې غلطۍ په نظر راځي. يوه د کتاب په نوم کې ده چې د "مې" توري "ى" ته يې ټکي ندي کړي، دوهمه د ليکوال په نوم کې ده چې د "ډاکټر" توري "ټ" ته ترېنه ټکي پاتې شوي دي او درېمه د خپرونکي د نوم ده چې "کامل ادبي جرګه" ده خو د کتاب په سرپاڼه او شاپاڼه دغه نوم "کابل ادبي جرګه" ليکل شوى دى.

په دوه اتيا مخونو خور دا کتاب په سپين کاغذ چاپ شوى، تړون يې "د هر هغه پښتون په نوم چې په پښتو پوهېږي" شوى او بيه يې شپېته روپۍ ټاکل شوې ده. د ترلاسه کولو لپاره يې په پېښور او جلال اباد کې لويو کتاب پلورنځيو ته مراجعه کولى شئ او يا هم ليکوال سره په دې ايمېل ادرس تماس نيولى شئ. dszt@brain.net.pk