شمشېر هېواد

ددې غزل مخ وګورئ چې دوئ ته په څټ مخ په نظر راتللو او يا ئې په څټ مخې سرچپه لوستلو:

ښکلې مې په سترګو کښې ښکلا نيولې ده
غاښ په سپينه خُلۀ کښې ئې برېښنا نيولې ده
شوه ئې د راتلو سره په سترګو مې رڼا
دې پئ مخې څۀ رنګه رڼا نيولې ده
شړک د تورو زلفو ئې ګوزار د تېرو تورو
مستې په کوم چل باندې ادا نيولې ده
ټال د ګلو څانګه چې وهي د ګل په دار
دا ئې لۀ ګلونو نه ګډا نيولې ده
خُلۀ مې ترې اخيستې وه په وخت د مازيګر
نن خو ئې روژه ځګه قضا نيولې ده
هره ورځ چې سوال ترېنه د سپينې خُلې کؤم
دغه ئې په ما کښې يوه خطا نيولې ده
ناسته پښتنه چې ده په ټال کښې د بوډۍ
برخه د پښتون ئې په خلا نيولې ده
زړۀ دئې ورته سوئ دئ بې ننګې ابادۍ
ځکه خو صحرا ګلِ لالا نيولې ده
ګوره پښتنه چې وپالله ئې پښتو
کلکه ئې په سترګو کښې حيا نيولې ده
وګوره هېواده په چمن کښې ګل غوټۍ
څۀ په سر د شونډو ئې مُسکا نيولې ده
نيت مې د مولا په نيت تړلئ بې پروا
خود مې ناروا ته لار روا نيولې ده
ښکاري ئې په سترګو کښې انځور زما د زړۀ
نن مې غلچکئ د ځان په غلا نيولې ده
اوښکې ورېدلې د بلبل دي په ګلشن
مسته تازه ګي ئې په سبا نيولې ده
سپين ټيکرئ په سر کړلو سپين غر د ملالۍ
سترې پښتنې چې پښتونخوا نيولې ده
غاړه کښې کميس ئې دئ د ګلو رنګ په رنګ
ګرانې کۀ لۀ ستورو نه ځلا نيولې ده
ځکه ئې وږمې خورې ورې دي په هېواد
ګل په خُلۀ د ګل په شان خندا نيولې ده

نو مشران وائي چې لعل په ايرو کښې نۀ پټېږي، نو ځکه ئې اوس لۀ دې غزل نه سترګې نۀ شوې پټولئ. خو نو "خو" ئې پکښې دا ليدله چې د پښتو، پښتونولۍ شعرونه ئې په کښې هيڅ نۀ قبلول. او هم ښۀ پوهېدل چې هيڅ سياسي بڼه نۀ لري، ځکه چې دا ما څۀ د ټيلي ويژن مشاعرې لپاره نۀ وو جوړ کړي بلکې ددې غزل د ليکلو نېټه د مارچ اتلسمه (١٨/٠٣/٢٠٠٦ء) ده او د ټيلي ويژن مشاعره د مئ په لسمه (١٠/٠٥/٢٠٠٦ء) د شپې په وخت ترسره شوه.

د بېلګې په توګه دغه شعرونه به درته مخې ته کړم په کوم چې د غزل سره سره زۀ هم د دوئ په نظر کښې بد بد غړېدم:

(١)
ناسته پښتنه چې ده په ټال کښې د بوډۍ
برخه د پښتون ئې په خلا نيولې ده


(٢)
ګوره پښتنه چې وپالله ئې پښتو
کلکه ئې په سترګو کښې حيا نيولې ده

(٣)

سپين ټيکرئ په سر کړلو سپين غر د ملالۍ
سترې پښتنې چې پښتونخوا نيولې ده


نو اوس چې نوموړئ ښۀ پوهـ شو چې سړئ په اغه دغه نۀ شي غولولئ، نو بيا ئې زما لۀ غزل نه دا پينځۀ شعرونه انتخاب کړل چې درته مخې ته کؤم ئې:

(١)

شوه ئې د راتلو سره په سترګو مې رڼا
دې پئ مخې څۀ رنګه رڼا نيولې ده

(٢)
شړک د تورو زلفو ئې ګوزار د تېرو تورو
مستې په کوم چل باندې ادا نيولې ده

(٣)
ټال د ګلو څانګه چې وهي د ګل په دار
دا ئې لۀ ګلونو نه ګډا نيولې ده

 

(٤)
ښکاري ئې په سترګو کښې انځور زما د زړۀ
نن مې غلچکۍ د ځان په غلا نيولې ده

(٥)
ځکه ئې وږمې خورې ورې دي په هېواد
ګل په خُلۀ د ګل په شان خندا نيولې ده

خو نو اوس ئې يو بل يرغل وکړ، هغه دا چې زما د غزل په مطلع ئې خُلۀ ګونګه شوه او په يوه بله سپينه پاڼه ئې په دغو انتخاب کړي شويو شعرونو خپله مطلع واچوله. نو ما ويل چې په زور کلي نۀ کېږي، خو زورور چې په زور کلي کول غواړي نو اوس ئې وګورئ چې دا مطلع په ريښتيا هم زما د زړۀ په کور کښې ځان ځائيولئ شي؟ هغوئ وائي:

ځکه خو په خپل زړۀ پسې ما نيولې ده
ښکلې مې په سترګو کښې حيا نيولې ده


کۀ زما د غزل مطلعې ته په ژور نظر وکتلئ شي نو زما لۀ احساساتو نه به دا حقيقت درته په ډاګه شي چې دا په سپينه جامه تور داغ لګول وو او کنه. زۀ وايم:
ښکلې مې په سترګو کښې ښکلا نيولې ده
غاښ په سپينه خُلۀ کښې ئې برېښنا نيولې ده

نو اوس چې هر څومره نوموړي ته وايم چې زما په دې مطلع کښې تاسو څۀ نيوکه لرئ، راته ئې په ګوته کړئ، خو بس خپلې ببولالې ئې غږولې. ويل ئې نه هېواد صېب بس نن زما ومنه. ما ويل ولې ئې ومنم؟ چې د منلو نۀ ده. ويل نه بس هر څۀ چې وي خو نن ګوزاره وکړه. نو ما ويل په دې کښې د ګوزارې څۀ خبره ده. نو په زړۀ کښې مې ووئيل چې کېدئ شي د ګوزارې خبره ئې د نغدو مقصد لري، او دا دومره چېړ چاړ چې کوي دا خپل غزل به درباندې خرڅوي. هسې هم په سپينو جامو کښې ورته شته من ليدل کېدم. خو بيا مې ووئيل چې نا بنده دا خو دې ادبي ملګري څۀ چې يارکنډئې دې هم نوئې نوئې جوړ شوې دئې کۀ ورته د پېسو خبره وکړم نو خفه به شي. خو په دې کش مکش کښې وو چې دا به وائې. ما ويل نۀ ئې وايم، زۀ په دې بالکل نۀ پوهېږم. نو يو څو وارې پرې لر بر هم تېر راتېر شو لکه څوک چې د موټر چلولو چل چاته ښئي او مخکښې وروستو ايکسلېټر دباووي. په دغه وخت سپريم جج صېب هم سر راڅرګند کړو. ويل ئې قيصه جوړه شوه او کنه. نوموړي ورته ووئيل بس لږه شېبه پس درځو. نو اوس بېخي په دوو زړونو کښې شوم چې يا خو به د دوئ شعر وائې او يا به کينه ورکې ورکوې ځکه چې زمونږ په دغه رياست کښې او بيا په داسې ادارو کښې د کينه ورکو تبادله ډېره کېږي. خو چې هر څۀ وو الله(ج) ښۀ پوهېږي زۀ په خپل مؤقف ټينګ ولاړ وم، خو ښاغلئ هم هغه شان لکه د غنې راپورې نښتئ ؤ. نو هغه د رياض خبره مې بيا ياده شوه چې وئيلي ئې وو چې شعرونه ئې ښۀ دي خو هسې مې چېړل. خو د هغوئ استاذي دا وه چې خپل شاګرد ئې راته مخامخ کړئ ؤ. چې خپل ځان لۀ پردې وروستو په پرده کښې وساتي او د فُل پاور اختياراتو په ورکولو سره د ښاغلي ميا فاروق فراق په لاس ما په خپل مصنوعي ګرفت کښې راولي. نو برېښېدله خو داسې لکه چې په مېنځ کښې ئې سم لاندې باندې ضمانت راته کړئ وي. بس نو نوموړي هم دا موقع غنيمت وګڼله چې د خپلو شاګردانو په لسټ کښې د يو بل استاد شاګرد نوم اچولو اضافه وکړي. خو هيڅ خبر نۀ وو چې د دوئ په څېر مې په وحدت کښې شپېتۀ او لۀ وحدت نه بهر يو سل شپېتۀ شاګردان خوارۀ وارۀ تابعدار دي، چې هيڅ مې نۀ دي وئيلي چې چرته زۀ هم استاد يم او په چا استاذي ومنم. نو کۀ هر څو مې ووئيل چې ستاسو خپل کار او وار او زما خپله لاره چاره، لکه چې ستر فلسفي شاعر غني خان وئيلي دي:

سترګو د جانان کښې زما ښکلي جهانونه دي
وادې خله دنيا زۀ وږئ ستا د دنيا نۀ يمه

دغه وخت چې په يوۀ لاس کښې ئې هم دغه سپينه پاڼه نيولې وه په يو بل پسې له مارشل کورټ نه رابهر شو. نو سړئ مې کتلو چې نېغه ئې په کمېټي روم کښې دغه پاڼه د سپريم جج په مېز کېښودله. نو زۀ چې ورته لرې ودرېدم او ورته مې په څنډه څنډه وکتل نو د يوۀ خُلۀ او د بل غوږ چې سره وجنګېدل نو اندازه مې ترې واخيسته چې د خدائې په بنده "ولي" بې اثره منتر اثر نۀ کوي. نو جج صېب هم په دوو سترګو خپلو او دوو پردو په پاڼه سر وړنجولو او ورپسې نېغ پورته شو غږ ئې وکړو چې راځئ. ميا صېب ماته پاڼه راکړه او هم دا وائي ګوره چې نور څۀ ونۀ وائې. هغوئ ته دا پته لګېده چې په داسې سړي چرته هم جادو اثر نۀ کوي چې د ذکر فکر سره د موسٰى لوړ په لاس ګرځي.

نو خېر دې وي رياض اپريدي سره لا غم مل دے او وخت په وخت رانه پوښتنې کوي چې څۀ وشول، خبره حل شوه او کنه. ما ويل په خبره کښې خبرې دي. ويل ئې څنګه؟ ما ويل يو سلام ؤ هغه هم په هندو لاړو. زۀ څۀ خبر وم چې دلته دومره نخرې پېښې دي ګنې د راتګ تصور به مې نۀ وئ کړئ. او بې واره بې واکه مې خُلې ته هم د کوم شاعر دا شعر ځي راځي:

زۀ ورته جوړ چا په ګوته کړئ يم

او!

زۀ ورته جوړ چا په ګوته کړئ يم

هو، هو، هو، هو، ..... کاڼي چې راځي زما په سر لګي


نو شاعران خو څۀ عجيبه شان مخلوق دے، د رياض اپريدي سره يوه بله سودا مله وه. هغه دا چې ماته ئې ويل چې هېواد صېب ستاسو خو اول ځل دے هيڅ پته درته نۀ لګي، او دلته څۀ بل شان قيصه ده. ما ويل دا څنګه. ويل چې ځينې ډلې چې دي په خپلو کښې يو بل ته داد ورکوي خو بل چاته ئې نۀ ورکوي. نو ما په زړۀ کښې ووئيل چې نۀ ئې ورکوي خو نو نۀ دې ورکوي، دا خو جبري خبره نۀ ده. خو چې شاعر شاعر وي غزل غزل وي او د محفل شاعران د هر ځائې وي نو بيا په داد کښې شومي نۀ کوي او غزلخوان ملګري خو په دې کار کښې ښه ونډه اخلي. خو چې سړي ته مې کتل نو ځان رانه بېخي هېر شو. ددۀ په غم شوم ما ويل ډاډ ورکړه هسې نۀ چې دا خپله مقدمه مخکښې کړي چې ماته څوک داد نۀ راکوي. نو پوره د لېونو سره مې سر ؤ، نو اوس ځکه زۀ هم ورته لېونئ ليدل کېدم. نو ښاغلي ته خو مې ووئيل چې هيڅ غم مۀ کوه داد او ارشاد به ښۀ دررسېږي چې تر څو زۀ ژوندئ وم. په دغه وخت کښې مې بيا په زړۀ کښې تېره شوه چې:
بلبل به خداى په ګلو موړ کړي
باغوانه ستا نيمګړئ نيت مې ژړوينه

نو په دغو کم عقلو پسې زۀ هم روان يم چې لږ عقل ورنه زده کړم. ګورم چې په يوه دروازه ئې مېک اپ ليکلي وو. وردننه شول. زۀ ئې هم په ځان پسې راښکلم. چې کتل مې لۀ واره سوارۀ په کرسو ناست وو. ما ويل ښه ده چې ملاست نۀ دي. خو يو چا پکښې غږ راکړو: راځئ کنه تشريف کېدئ. ما ويل لۀ دغسې ډولونو مولونو نه زۀ حساسيت لرم. نو چې په مخامخ شيشه کښې مې خپل مخ وليدو، نو ګورم چې د غصې نه مې د برېت يو سر پورته نېغ ؤ او د بل برېت سر مې لۀ خفګانه لاندې ټيټ ؤ. نو چې هم ژړا راتله او هم خندا، نو ما ويل اوس څۀ ووايم. خو بس په خُلۀ مې دا سندره راغله:

توره بارام خانه نوابه
څڼې دې غوړې کړه چې باد ئې رپوينه نوابه!


نو د ښځو بچو ته چې مې وکتل په داسې شان ئې ځانونه غوړ راغوړ کړل او چمکدار ئې کړل چې بېخي راته د پنجاب مالشيان او د فوځيانو دخپو بوټ مخې مخې ته کېدل. ما ويل راشه تۀ خو دا د خپلو برېتونو توازن لږ برابر وساته هسې هم د دوئ په نظر کښې ديوانه غوندې ښکارې. خو چې خپل ځان ته خو لږ مستانه شم. چې ږمنځ ته مې لاس کړو دوه درئې غاښونه پکښې موجود وو نوره کنډاسه وه. وائي چې څۀ پاني پليت او څۀ مرده پليت. څۀ د نايانو بې غوري او څۀ د نايانو د وروڼو. ددغې ادارې د افسرانو بې غوري. بس بېخي کرکه مې وشوه او نېغ راووتم چې خپلې بانډې ته ځان ورسوم. نو چې خدائې ته منظوره نۀ وه يوه بله ډله شاعران راغلل او د لاس نه ئې ونيولم. ګورم چې په يوه بله لويه کمره ئې وردننه کړم. چې يو خوا بل خوا مې وکتل پکښې هر څنګه يونيفارم (لباس) واسکټ، جاکټ، کوټ پتلون او ډېر نور بالا بتر راځوړند وو. زړۀ مې ښۀ شو ما ويل دې ملګرو درسره ښۀ وکړل په لنډو لنډو ئې د صدر بازار کوم يو ګارمنټس دکان کباړي بازار ته راوښکلې. څۀ خبر وم چې دا پکښې يوه بله د مېلې ټېلې کمره ده. ډېر خلق پکښې د هاړ پشکال په وخت کښې هم د ځان جوړولو راجوړولو په خاطر ګرمې شړۍ بړستنې په ځان رااچوي ځکه چې د ټيلي ويژن په دفتر کښې د اوړي ژمي پته نۀ لګېږي. نو ځينو يارانو هم په ځانونو هغه د اداکارانو زړې تولې واسکټې مسکټې سمې راسمې کړې. دلته مې پسې بېخي زړۀ راډک شو. ما ويل اوس په څۀ طريقه د تېښتې لار وګورم. خو وائي چې د پېښې نه تېښته نشته. څۀ خبر وم چې ورپسې په بله بلا اوړم. لکه رحمان بابا چې وائي:

چې ئې درست جهان ته شا ماته ئې مخ ؤ
اوس ئې درست جهان ته مخ ماته ئې شا شوه

ګورم چې يوه مسته مټيزه تنګه پنګه مې په مخ کښې په داسې شان تېرېږي راتېرېږي چې بېخي په ځان کښې د تيرا اغوځان ماتوي. نو د سر درد مې په دويم وار سر ته ور په سر شو نو تبه وه کۀ تبه، په سترګو مې شپه جوړه شوه او هيڅ نۀ يم خبر چې د درجه حرارت ستن په قائمه زاويه سر خوځوي. دغه وخت مې سخت هېبت وکړو چې کوم مهربانه مې په ولي لاس کېښودۀ. ما ويل ګنې د ټي وي ښاپېرۍ پورته کړم خو نېک عمله بنده ووئيل چې ستاسو نور ملګري سټوډيو ته ننوتلي دي راځه چې ور دې ولم. نو اوس بېخي داسې يم لکه چې سړئ په خوب کښې خوب ويني. سترګو ته مې سرې شنې جوړېږي او هر څۀ دوه دوه په نظر راتلل، چې په دروازه مې سر وردننه شو نو ګورم چې د سټېج دپاسه برګ ترګ څوک په نظر راځي. ما ويل ځه ورځه د باران نه پټېدې د ناوې لاندې دې شپه شوه.

لږ شان د دروازې سره جوښت په خپو شل غوندې ودرېدم او ګورم چې په هغه تخت باندې څوک ناست او څوک تاوېږي راتاوېږي. لږ غوندې غوړ پړک پړوک چمک دهمک هم په نظر کښې راځي. وائي چې د خټکو ګومان د ليدو نه کم نۀ دے نو سر ته مې عقل راغئ چې د مشاعرې هسې نوم ؤ په اصل کښې د نکريزو د وادۀ د شپې جوړ شوي محفل ته رابلل شوئ يم. واه. او غوږونو ته مې څۀ بلا داسې خوږ خوږ ساز او اواز راتلۀ لکه چې دا سندره وائي:
شپه ده د نکريزو جينکۍ تمبل وهينه
خانه داور خانه په وادۀ راغلي دينه


نو چې يو څو کسان راپسې راننوتل ما هم بسم الله درسته کړه او ځان مې زړه ور کړو، ورپسې راروان شوم او په دغه ګډ وډ محفل کښې مې ځان ورګډ کړو. ما ويل د خدائې بنده لږه جائزه خو واخله. هغه د چا وېنا، سل په لالي پورې دا يوه ئې د بنګړو. هيڅ نۀ پوهېدم چې زۀ سرګُم يم کۀ ددې سرګُم محفل د سر او وېخ پته نۀ لګېده. کله به ئې سر يو خوا او پښې بل خوا او کله به ئې پښې برې او سر لر پرېواته ته شو. نو ما چې په وړوکوالي کښې دا سندره واورېدله هيڅ په مطلب ئې نۀ پوهېدم نو ايله اوس پرې پوهـه شوم چې دا سندره احتراماً په هغه وخت په سټوډيو کښې غږول کېږي کوم وخت چې شاعران ورته په سټېج ناست ولاړ سلامي ورکوي:
آکاږه راکاږه بېړۍ دې کمر خوا ته کړه


نو څوک اخوا کېږي او څوک دېخوا کېږي. خلک تاوېږي راتاوېږي نو ما سره وېره پېدا شوه چې هسې نۀ د سټوډيو په ځائې چرته درمسال ته نۀ وم راغلئ. دا تاوېدل راتاوېدل هسکېدل کېناستل چې ما وليدل نو ما ويل اوس خو د منډې کولو لارې هم بندې شوې دي ولې چې په هر محاذ راته ناکه بندي شوې وه. بلکې زما د بهر ته د وتلو مخنيوئ هم په څۀ عجيبه شرارت وشو. نو ځکه خو اوس خندا هم راتله او ژړا هم. د ستر شاعر اديب او قومي مشر خوشحال خان خټک بابا سره يوه پېښه راياده شوه. وئيل کېږي چې خوشحال بابا يو وخت کښې چې د مغلو دور ؤ ونيول شو. نو عدالت ته د بوولو په وخت ئې د کوم يو جاسوس افسر په پېغله لور نظر پرېوتو چې ورته خواهش ئې سر هسک ونيوۀ نو وئې خندل او د جج د بې انصافه فېصلې په اورولو ئې وژړل. چې پوښتنه ترېنه وشوه چې يو ځل دې وخندل او بيا دې وژړل دا دې کوم حکمت دے؟ نو بابا چې ټول خدائې پاک لۀ حکمت نه ډک کړئ ؤ ورته وائي: کوم وخت چې ما وخندل هغه وخت مې هغې پېغلې ته شئ لک شو ما ويل چې زۀ په څۀ حال يم او دا شئ بې عقله رانه څۀ غواړي او کوم وخت چې جج بې انصافه فېصله واوروله نو ځکه مې وژړل چې ددۀ عقل او زما د شي عقل يو برابر دے. نو هم دا شان چې ما ځان ته وکتل او د دوئ رويې او بې حوصلې فېصلې ته مې وکتل نو هم هغه د خوشحال بابا پېښه راته ياده شوه. بس نو بلا وه برکت ئې نۀ ؤ. لږه شېبه پس چې بيا خلک پاڅول شول او يو ځل بيا ئې پاس راپاس کړل نو ما ويل چې کۀ لاهور شاه نور سټوډيو پېښور ته رامنتقل شوې ده او د پرانستې رسم ئې په موږه د شوټنګ په شکل کښې سر ته رسوي. خو خېر چې اخر جج صېب لکه د ټرېفک پوليس په څېر په لاس د کېناستو اشاره راکړه زما په زړۀ لا هم هغسې اندېښنه تاوېده راتاوېده چې اوس بيا سره اشاره بله نۀ شي، خو غږ وشو چې مشاعره د کوم سر نه شروع کوو. مخکښې ماته دا پته هم نۀ وه چې دلته د مشاعرې دوه سرونه وي. خو اخر فېصله په کوربه روښان يوسفزي صېب باندې وشوه چې پېل به ئې نوموړئ لۀ ځان څخه کوي. دا وخت ما د بنو يو شاعر نه چې ما سره جوخت ناست ؤ پوښتنه وکړه چې تخلص ئې دانش ؤ. ما ويل تاسو په اول وار تشريف راوړئ دئ؟ وې ويل چې دا دويم ځل دے. ما ويل تاسو غلطي نۀ ده کړې. نوموړي ووئيل هو، زۀ هم فکرمند يم چې راغلئ يم. دا ځل ښاغلي رياض اپريدي يو ځل بيا اندېښنه څرګنده کړه وې وئيل اشنا چې دې خبرې ته دې خيال وي دلته مونږ ته څوک داد نۀ راکوي. ما ويل چې زۀ ژوندئ يم هيڅ فکر مۀ کوه داد او ارشاد به د خېره دررسېږي. دغه وخت مې فراق صېب ته غږ وکړو چې په مذهبي شعرونو پابندي ده نو په بسم الله وئيلو خو به نۀ وي. نوموړي ووئيل چې دا د هغوئ خوښه ده چې هر څنګه ئې زړۀ غواړي. نو دغه وخت خواوشا اوۀ بجې وې چې مشاعره شروع شوه. روښان يوسف زي السلام عليکم نه پس د خپل سر په ځائې د بل دويم سر نه د مشاعرې د شاعرانو نومونه اخيستل شروع کړل. د څو نومونو اخيستلو نه پس د کيمره مېن سره غلطي وشوه. روښان صېب ته ئې دوباره د نومونو اخيستلو ووئيل. او په خپل اول سر ئې خبره ختم کړه. واپس ئې لۀ خېره مشاعره لۀ خپل سر نه پېل کړه. لۀ بده مرغه چې ماته د ټولو شاعرانو نومونه ياد نۀ دي، خو لۀ مانه مخکښې کوم يو مسلمان پښتون شاعر د بسم الله وئيلو نه پس خپل کلام اورولو خو کله چې ماته د شعر په اورولو د بلنې وار راورسېدو نو ما کولئ شول چې څۀ مې زړۀ غواړي وې وايم خو نۀ مې غوښتل چې ماحول خراب کړم او د شرپسند ګوته راته ونيول شي او د سبا ورځې لپاره راسره هيڅ جواز نۀ وي چې خپله مقدمه وچلوم. نو څنګه چې د ټيلي ويژن د يوه ټولګي د پاليسۍ لاندې کار کولو نو ما هم غوره وګڼله چې د جوش په ځائې د هوش نه کار واخلم او په يوۀ غشي دوه ښکاره وکړم. نو چې په زړۀ کښې مې بسم الله الرحمٰنِ الرحيم ووئيل ورپسې مې هم په پښتو کښې ووئيل شروع کوم د لوئي څښتن په نامه چې بخښونکئ او مهربانه دئ. نو د پښتو پښتون ټکو نه پرته په مذهبي شعر وئيلو بندېز لګول هم ددې ټولګي په ټنډه خوَله راتلل لۀ کوهستان نه زلزله راتلل وو. لا چې بيا مې ورپسې د خپل غزل خپله مطلع ووئيله چې:

ښکلې مې په سترګو کښې ښکلا نيولې ده
غاښ په سپينه خُلۀ کښې ئې برېښنا نيولې ده

نو لکه د اسرافيل د شپېلۍ په دې خواږۀ اواز کښې مې لکه چې بې خودي پرې راوستلې وي. داسې نشه نشه راته ښکارېدل. نور مې د عقل نه کار واخيستو د پښتو، پښتون، پښتونولۍ ټکي مې سبا ورځې د جنګ کولو لپاره توره ډال وساتل او دغسې مې ورپسې د خپل غزل هغه پنځۀ کړۍ چې دوئ راته ترې انتخاب کړئ وې ووئيلې.

او دغه شعر چې زما په غزل کښې ئې د غزل په سر پورې د مطلع په شکل کښې د تړلو کوشش کولو هغه دا دے:

ځکه خو په خپل زړۀ پسې ما نيولې ده
ښکلې چې په سترګو کښې حيا نيولې ده

چې ورنه مې په توره سر قلم کړو. کۀ مې د تورې نه کار نۀ وئ اخيستئ نو بيا به مې د ښاغليو غلامي ټول عمر قبلولئ او د اوښ سر به مې په سړي پورې او د سړي سر به مې په اوښ پورې تړلئ. هم دغه راز لۀ دې مخکښې خو ئې دا کوشش ؤ چې د غزل نه مې زړۀ وباسي او په مصنوعي طريقه پلاسټکي عمليات پکښې ترسره کړي او د يو بې روحه مړاوي غزل ډهانچه په لاس راکړي نو په دغه وخت چې په ډېر فکر ئې د سر ماغزو په خوړلو پرخه پرخه خوَله په تندي پرته وه زړۀ مې پرې هم ودرېدو. ولې چې خدائې پوهېږي چې نوموړي ته د چيف مارشل سپريم جج په حکم نۀ منلو کښې څومره تاوان او کړاؤ رسېدو خو ما ويل چې نه بس ددۀ ښۀ نيت هم زما لپاره کافي دئ. يو په سَت ښۀ ليدل شي بل په نۀ خوړو. بله دا چې په داسې وخت کښې چې د سړي سر خشک پاتې شي په زړۀ کښې وېره هم پېدا کېږي چې چرته د لاس ګرېوان نوبت پېښ نۀ شي خو خدائې خېر کړو. د دوړې دباؤ خبره په پسته تېره شوه، خو اوس د چل چالاکۍ منت زارو ئې داسې اثر په سړي کولو لکه چې يو لاره وئ يو سوارۀ ته ووائي چې ما هم درسره په دې اس بوځه نو د سړي زړۀ ورباندې زهير شي، خو چې سړئ په دې پوهه شي چې لاره وئ د سوارۀ د اس مالک نه د اس د خپلولو اراده لري نو بيا به په هر صورت د خلاصون لاره ګوري. نو هغه خبره دا وه چې زۀ ئې اوس په دې مجبورولم چې کم از کم زما د غزل مطلع ناکس کړي او خپله مطلع راباندې په وئيلو سره ځان براعلٰى ثابت کړي. نو ځکه د يو زېر زور ته هم د بدلون تيار نۀ وم. نو ما ويل ځه اوس چې څۀ وائي نو وائي دې. خو چې وخت ئې راشي نو بيا به ئې د خپل غزل د مطلعې په ښکلا او برېښنا ښکل او وبرېښؤم. نو همدغسې مې وکړل. په حقيقت کښې دا ټولې انې او بهانې وې. غرض ئې صرف دا ؤ چې په هره طريقه او حربه چې وي خو چې د شاعر شخصيت بې اثره کړي او لۀ خپل امر او اثر لاندې ئې راولي. نو ځکه ماته دوى داسې بې شعوره معلوم شول لکه چې بېخي شاعران نۀ وي ولې چې حقيقي شاعر داسې لومې جوړول نۀ لۀ بل لپاره خوښوي او نۀ لۀ ځان لپاره. د شاعر شاعري د هغۀ د عشق په اور د سېزلي زړۀ تاؤ دے، چې خُلې ته ئې راشي د شعر رنګيني او د مينې محبت وږمې شي او خورې شي نو ځکه د هر شاعر خپل خپل جذبات، احساسات، فکر، تخيل او تصورات وي چې په خپل رنګ او فکر انداز کښې ئې په خپله شاعرۍ کښې بيانوي او څرګندوي. نو په دې اساس شاعر لۀ دې احساسه د بل اصلاح ته اړ نۀ پاتې کېږي او نۀ محتاجه وي. نو هيڅ نۀ پوهېږم چې د پېښور ټېلي ويژن د پښتو څانګې شاعران کوم چې د پښتو په نوم دغسې د پښتو غونډې او منډې جوړوي د بل کوم يو کالاباغ د کدوانو او بانجانو ګلان دي چې په دا ئې لا سرونه خلاص نۀ دي چې د اصلاح په نوم په خلکو د خپلې مرضۍ جبري فېصلې تپل او منل د پښتو ادب په کوم کتاب کښې راغلې دي او دا چې دوئ ته ئې څومره پټه او څرګنده ګټه ورپه لاس کېږي او پښتو ادب ته ئې کومه فائده رسېږي. لېکن زما په خيال په بل د ځان منلو او تللو نه علاوه څرګند څۀ نۀ ليدل کېږي. کۀ وروستو له پردې نه ئې هر څو د پردو د غلامۍ د بوئي اثر هم راتلۀ خو دا به ووايم لکه چې ارواښاد ستر شاعر عبدالقادر خټک وئيلي دي:
خس ته هم په خوارو سترګو نظر مۀ کړه
ما په سترګو ليده سترګه ړنده خس کړه


خو خېر کله چې په ما پسې د ښاغلي دانش وار شو نوموړي ښۀ کلام واورولو او داد ئې پرې واخيستلو. نو لا ئې چې په خپل ځائې تشريف نۀ ؤ کېښودلے چې کېمره مېن غږ ورکړو چې هغه فلانکئ فلانکئ شعر بيا ووايه نو عاجز بيا هغه بېتونه واورول. په دې پسې ښاغلي رياض اپريدي ته بلنه ورکړل شوه څوک چې لۀ مخکښې نه په زړۀ پوخ راغلئ ؤ نو ښۀ په پاخۀ رديف کښې ئې خپل شعر په خلکو پوخ واورولو. د ځينو شعرونه خو پکښې بېخي پاخۀ نۀ وو او د ځينو بېخى کچه نۀ وو، مګر په خپل خپل ځائې د هر چا کلام د انعام حقدار ؤ او د بعضې شاعرانو لۀ تاثره معلومېده چې زما په شان ئې احساسات راپارولي شوي وو.

هم دغسې دا سلسله مخکښې وروستو خو وار په وار روانه وه. يو بل کوم هم لۀ بسم الله الرحمٰنِ الرحيم وئيلو نه پس د خپل خواږه شعر رنګينۍ خورې کړې، خو څۀ سر به خپل يا د بل خوږؤم چې دا محفل د مشاعرې د پېرزوئنې د نيمې تشې پيالې د تاوېدلو سره د ښاغلي پروفېسر زبېر حسرت په کلام اورولو سر تر پايه سوړ شو ځکه خو وائي چې: ادې مړه شوه تبه ئې سړه شوه. د پي ټي وي پېښور والا ماړۀ او د غزل شاعران ساړۀ او لږ په ساړۀ شول خو زما تبه هم هغسې وه نۀ توده وه نۀ سړه. نو دغه وخت چې د سټوډيو لۀ دروازې نه رابهر شوو ښاغلي فراق صېب ته مې په اخلاقي توګه په خوږه ژبه ووئيل تاسو خفه نشئ چې ستاسو مطلع مې ونۀ وئيله، بلکې ما پينځۀ شپږ ځل د بهر وتلو کوشش وکړو. نو نوموړي راته په خواږه انداز او لهجه کښې ووئيل چې تاسو به وائېئ چې دا ګنې ما کؤل. زما خو پکښې هيڅ کار او غرض نۀ ؤ. هم دغسې ښاغلي يو ځل بيا د دفتر په انګڼ کښې د رخصتېدو په وخت ووئيل چې ما خو ستا د اصلاح لپاره دا هر څۀ کول خو تاسو چې اصلاح بالکل نۀ منئ نو څۀ به ووايم. خو خېر هر څۀ چې وو زۀ به ئې د نېک نيتۍ مننه وکړم او لۀ نۀ نېک نېتۍ به ئې ځانته لۀ خاونده (ج) اجر غواړم او هم به دوئ لپاره د اصلاح کولو دعا کوم.
په دغه وخت راته ښاغلي مصور قرېشي ووئيل چې په تاسو د خليل صېب دغه اعتراض ؤ چې دا ګنې افغانئ دئ. نو په زړۀ کښې ډېر خوشحاله او خوشحال شومه چې د ښاغلي په ما د افغاني ګمان دئ او زۀ الحمدلله په ريښتيا افغان پښتون يم:

د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالئ د زمانې خوشحال خټک يم

يا
درست پښتون لۀ کندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار

خو په دوئ پوهه نۀ شوم چې د وډېره او کۀ د چوهدري خاندان سره تعلق لري ځکه چې هر پښتون افغانئ يا افغان دئ او څوک چې ځان ته افغان نۀ وائي نو بيا به د کوم بل غېر قوم سره ضرور تعلق لري. خو خېر اخر مو د خليل صېب سره هم په خدائې اماني وکړه. مشاعره تقريباً په اتۀ نيمو بجو کښې سر ته رسېدلې وه. زۀ او رياض اپريدئ تقريباً په نهو بجو کښې لۀ دې ځايه راروان شوو د نوموړي سره خپل موټر ؤ د چراټ د علاقې يو شاعر ملګرئ فېصل هم راسره کښېناستو. په لاره کښې مې فکر کولو چې دا څۀ جادو راباندې شوئ ؤ چې ما به لۀ سټوډيو نه بهر ته د وتلو زور کولو خو په بل خوا به څوک نه څوک راغلو او لۀ ځانه سره به ئې روان کړم.

زما په خيال د ټيلي ويژن په سټوډيو کښې د انسانانو د راښکلو يو بېل ډول مقناطيسي الې موجودې دي چې څوک ترې په اسانه ځان نۀ شي خلاصولئ خو کله چې ئې هغه بل مخ ورتاؤ شي نو بيا ئې راښکلو نه د وباسلو دباؤ زيات وي. او کۀ سړئ ښۀ ژور فکر وکړي نو ټيلي ويژن سټوډيو يوه پېريانې شانې جاله معلومېږي. بس کۀ چا پکښې زړۀ بائللو نو پکښې ونښلي. او چې څوک د خدائې په فضل په ايمان کلک او مضبوط وي هغه لۀ داسې مصنوعي پېرياني جالو نه روغ رمټ راوځي.

په دغه فکر کښې بورډ ته راورسېدو، نو فېصل د چراټ شاعر رانه کوز شو او په مخه ښه مو سره ووئيله. نو مونږ ايله خبرو اترو ته وزګار شو او پوښتنه مې وکړه چې صاحبه د ټيلي ويژن خلک د شاعرانو سره داسې رويه ولې کوي چې خامخا ئې پرېشانه کوي؟ نو اپريدي ځواب راکړ چې اشنا تۀ نۀ ئې خبر، دا خلک چې دي دا څۀ بل شان خلک دي. د نوموړي الفاظ خو لږ سخت شانې لګي نو ځکه مې هغه الفاظ رانقل نۀ کړل. او زياته ئې کړه چې کۀ په دا وخت تاسو در حمان بابا، خوشحال بابا، عين د حمزه بابا غزل ورته ورکړئ وئ نو هم دا معامله به ئې درسره کولئ. نو ما ويل دا ولې کوي؟ وئيل ئې چې دا ځکه کوي چې ددې علاقې شاعران مخکښې لاړ نۀ شي.

په همدې خبرو کښې جمرود ته راورسېدو او يو بل سره مو په مخه ښه وکړل. ما ويل سبا به انشاء الله بيا سره ګپ لګوو. سبا ته چې ورغلم نو يو ځل بيا مې د ځان د پوهې لپاره پرونئ بحث شروع کړو. خو ښاغلي رياض اپريدي راته ووئيل ګوره اشنا ما تاسو څو وارې پوئي کړي ئېئ خو تاسو ځان نۀ پوهوئ. او په دې ټکو کښې ئې فېصله راکړه چې تاسو سره ئې همدغه شان کول. کۀ هر څو مو د مذکوره شاعرانو غزل هم ورته وړاندې کړئ وئ.

د ښاغلي رياض اپريدي دې خبرو سره مې په علم کښې نوره اضافه هم وشوه او يقين مې پوخ شو چې ځينې نورو شاعرانو سره هم داسې معاملې شوې دي چې څوک ئې په څۀ چل ول د غڼې په جال کښې نښلولي دي او څوک ترې وتلي دي. په ما هم د الله فضل ؤ چې لۀ دې طرحه شوي پلان نه ئې روغ رمټ راخلاص کړم. خو خفه په دې خبره شم چې داسې خلک کۀ د چا مشران هم شي هغه به څۀ د خپل قوم قبيلې او د خپل ادب او د ژبې خدمت وکړي چې په ګوړه کښې زهر درکوي. اخر دا زهريله تخم کومې هوا لۀ کومې خوا نه راوړئ دئ او زمونږ د پښتو ادب په ګلستان کښې ئې شيندلئ دئ چې د سرو ګلونو په ځائې ترې د تورو باټينګړو ډانډې راټوکېږي او وچ په وچه ئې د پښتو ادب د مئينانو خُلې په شخوند کوي او لوبوي. نو په داسې وخت کښې مصري خان خاطر اپريدي څومره ښۀ وئيلي دي:

توبه! څنګه تېرېږي په اوښيار باندې وختونه
نادانو هسې تېر کړل په قرار باندې وختونه

لومړۍ برخه