شمشېر هېواد

د مئ ٢٠٠٦ء په نهمه نېټه د شپې په اتۀ نيمو بجو وخت کښې د ښاغلي ميا فاروق فراق صېب له خوا غوږخبر راغئ. ښاغلي سره مې دعا سلام جوړ تازه نه پس د خېر خېريت خبر واخيست. ويل ئې هېواد صاحب نور خو خېر دى او د ستاسو د ټيلي فون نمبر ((غوږخبر)) نومره مې په ډېرو خوارو پېدا کړه. ما ويل چې خېر وي نور به کېږي. خدمت وايه. نوموړي ووئيل چې سبا ته په دوه بجې ماسپښين پي. ټي. وي. پېښور سټېشن صدر کښې د غزل مشاعره ده نو ما ستاسو نوم هم د پروګرام انچارج ښاغلي مجيد الله خليل صاحب ته په لسټ کښې ورکړى دى او ورته مې وئيلي دي چې دوئ ډېر ښۀ غزل ليکي. ما ورته ووئيل چې ستاسو ډېره مهرباني لېکن زۀ د داسې غونډو نه ځان لږ په څنډه ساتم، بلکې د ټيلي ويژن د پردې سره خو بېخي شوق نۀ لرم. او کۀ ووايم نو تراوسه مې اخبارونو مجلو کښې هم په خاص ډول شعرونه وغېره نۀ دي خپاره کړي. نو ځکه مې زړۀ نۀ غواړي چې بس تش د ټيلي ويژن په پرده دې راڅرګند شم. ښاغلي اصرار وکړو چې نه ګورئ تاسو ډېر ښۀ غزل ليکئ او ضرور به راځئ. او بيا ئې هم زور راکړو چې ګورئ پاتې نۀ شئ په لسټ کښې ستاسو نوم درج دى. څلور پينځۀ غزلې هم د ځان سره راوړه خو چې مذهبي، سياسي نۀ وي او نۀ پکښې د پښتو ټکي استعمال شوي وي. نو ما وئيل چې د پښتو غزل خو ټول د پښتو ټکي وي، خو خېر سياسي به نۀ راوړم او په مذهبي شعر پوهـ نۀ شوم چې په دې ولې پابندي ده. ويل بس همدغسې وکړه، شپږ اوۀ غزلې راوړه. زړۀ کښې خو مې ووئيل چې شکر! شپږ اوۀ شله غزل ئې درنه ونۀ غوښتل. بيا مې ووئيل چې کېدئ شي هلته د غزل د چيک اپ (معاينې) کولو والا خاص کمپيوټري مشين لګېدلئ وي چې په ان فن کښې نتيجه ورکوي. نو ورته مې ووئيل چې انشاء الله دربه شم. وې وئيل چې دوو بجو ته به ټي وي سټېشن صدر ته ځان راورسوې. ما ويل تاسو به راځئ؟ ويل نه، زمونږه مشاعره د شپې ده، زۀ به هغې ته درځم. ما ويل صحيح شوه، ستاسو د مينې او خلوص او اخلاص ډېره مننه چې دا پېرزوينه مو خاص په ما په دې مصروفه وخت کښې وکړه، نو خدائې په اماني مې ورسره وکړه او بيا په خپل کټ کښې څملاستم. فکر مې کولو چې ناجوړه هم يم ولې چې لۀ څۀ مودې نه راته تبه کېږي، په وجود مې نري نري دردونه راځي. بيا مې وېل چې شپه ئې ترمينځ وي لۀ هغې بلا نه مۀ وېرېږه.

چې سحر شو ما ويل کۀ ناجوړه هم يم خو وعده پوره کول د مسلمان پښتون سړي لپاره لازمي او ضروري ده نو ورته مې يوه د اُمني ډال ګولۍ وخوړله او ورپسې مې د کېړو پوندې هم ټينګې کړې. تياره ډوډۍ مې پرېښوده ولې چې په خُلۀ مې ښه نۀ لګېده او زړۀ مې پيکه پيکه کېدۀ. په تبه کښې همدغه صورتحال وي نو بس د خېره په دولس بجې پرې لۀ کوره راووتم او پوره په دوو بجو د ټيلي ويژن سټېشن په دفتر وردننه شوم. د نوم درج کولو نه پس مې کمېتي روم ته ځان ورسولو. دلته يو شاعر لۀ مانه مخکښې په انتظار ناست ؤ. دغه وخت چې تندې راباندې زور راوړو، د اوبو پته هيڅ نۀ لګېده، په "ژګ" د ثيشي په لوخي مې نظر پرېوتو چې يو غړپ اوبۀ پکښې ليدل کېدې نو ايله حلق مې پرې لوند شو. ګورم چې ښاغلئ رياض اپريدئ هم په دروازه راننوتو. ويل خېر شه. ما ويل خېر دى راځه. لږ وخت پس يو څو نور شاعران هم راغلل. ګپ شپ شروع شو. خو زۀ په ګپ شپ کښې نۀ وم او بېخي سرګوم وم. وروستو مې په خپل يو شعر نظر واچولو. غالباً په درې درې نيمو بجو کښې ښاغلي مجيد الله خليل صېب هم سر راڅرګند کړو نو زړۀ مې ښۀ شو. ما ويل په څلورو بجو به لۀ خېره مشاعره شروع شي، خبر نۀ وم چې دا هم سياسي مرکز دى، د سياستدانانو پلاران دي وخت دوه بجې ورکوي او د غونډې وخت ئې پينځۀ شپږ ساعته يعنې ګېنټې وروستو وي. نو راشه کۀ تودېږې. جوړ تازه نه پس نوموړئ د خپل دفتر کمرې ته لاړو. لږ وخت پس ئې مونږ هم په نوکر راوغوښتو. مونږ چې شپږ اوۀ شاعران حاضر وو ورغلو او د کښېناستلو سره نوموړي د چائې راوړلو اواز هم ورکړو. لږ وخت پس د چائيو سره کېک بسکټ هم په مېزونو کېښودل شول. ګپ شپ هم لګېدو ورسره د چائيو غړپ هم کېدلو. خو زۀ چې تبې د دردونو په ګرفت کښې راوستلئ وم نو په دا ګپ شپ کښې مې خاص ونډه نۀ اخيسته. چائې چې ښې سړې شوې د اُمني ډال يوه بله ګولۍ مې هم خُلې ته کړه، نو چې لږه شان توده خي مې په وجود کښې ورسره راغله، يوه نيمه خبره مې په غوږونو محسوسوله. لکه چې ښاغلي رياض اپريدي د خليل صېب نه تپوس وکړو چې غزل څۀ ته وئيلى شي؟ نو نوموړي ووئيل چې غزل په اصل کښې هم دې ته وائي چې هره موضوع پکښې ذکر شوې وي. نو رياض اپريدي ووئيل چې ما مخکښې خپل يو غزل کښې دغه شعر وئيلى ؤ چې وروستو ورڅخه لرې کړئ شو:

باده چې ورشې خوشحال خان، فخر افغان ته وايه
د پښتنو جونو په سر دې څادر پاتې نۀ دى

په دغه وخت کښې ما په سادګۍ پوښتنه وکړه، ما ويل صېبه شاعران ډېر پاتې دي؟ يعنې مشاعره چې په دوه بجې ښودلى شوې وه اوس نور انتظار نورو شاعرانو ته دى، کنه نور څۀ خبره ده؟ نوموړي ووئيل چې ولې څۀ ضروري کار دې پېښ شو. ما ويل نه ځان مې پوهولو. لکه چې په ښاغلي زما پوښتنه بېخي ښه ونۀ لګېده، ځکه چې لدې نه مخکښې چې ملګرو د شعرونو پاڼې ددۀ نوکر ته پرېښودلې وې، ما دوئ ته د هغوئ پر مېز د خپل شعر کاپي کښېښودله او محسوسه مې کړه چې دا لاندې باندې کتل ئې راته دا ښائي چې دا تۀ کوم سر ئې چې پخپل سر زما په مېز د غزل پاڼه ږدې. خو خېر وائي چې نۀ پوئي نۀ ګرم. زۀ په خپل غم وم، ډېر په پته هم نۀ پوهېدم، خو بس دومره پوهېدم لکه چې اتحاد اپريدئ وائي:

څو کۀ ډېر درکښې هنر شته داسې مۀ وايه چې زۀ يم
چې د سر دپاسه سر شته داسې مۀ وايه چې زۀ يم

ماته دا اندازه ولګېده چې زۀ ئې په نظر کښې پردئ پردئ غړېږم، ولې چې مخکښې نه دوئ وئيلي وو چې هېواد خو د افغانيانو نوم دئ چرته به دا "افغانئ" وي نو مجرم ورته تصور کېدم. او ماته هم الهام کېدو چې لومې به راته جوړولئ او غوړولئ شي، خو ځان مې په لوئي خاوند سپارلئ ؤ. نو لکه چې دوئ ته پته نۀ لګېده چې دا په بې هوشۍ کښې د هوش لېونئ دئ چې په اول ځل د پېريانو دېوانو جالې ته رادننه شوئ دئ چې وګوري د دوئ څۀ پاليسي او پروګرامونه دي. دا ځنې خلق خو دې جالې ته دومره په ګډا ګډا ورځي چې بېخي لۀ ځان نه ورک وي خو ما چې دا د پېريانو کور وليدو نو اُلټه تاثير ئې راباندې وکړو. په اصل کښې دا د نخرو پېښو ځائې يا سټېشن دئ.

نو بيا ښاغلي ووئيل چې ما سره خو د هر چا نمبر نشته خو ځينو سره مې پخپله رابطې کړې دي او ځينې مې په بل چا سپارلي دي چې د غزل مشاعرې ته دې راشي. اوس چې په جېب ګوتې وهې وائي چې د ضرورت په وخت بيا د ضرورت شئ سړي ته په لاس نۀ ورځي. ځينې نمبر نيم رانه بې درکه شو. دغه وخت څۀ کم څلور بجې کېدو والا وې. زما نه ئې يو ځل بيا د نوم پوښتنه وکړه او وئې ويل چې منظور چشتي پېژنې؟ ما ويل هو. هغوئ ته مې د رحمت شاه لحاظ د خبرولو وئيلي دي څوک چې هر وخت ګيلې کوي. چشتي به ورته وئيلي وي او کنه. ما وئيل کېدئ شي کۀ ليدلئ ئې وي نو ما چې د هغوئ د کور نمبر ورکړو ويل ئې پخپله ورسره خبرې وکړه. نو هغوئ لۀ کوره چرته بهر وتلي وو. بيا ئې د وحدت دفتر سره رابطه وکړه. پوهـ نۀ شوم چې د فراق سره ئې خبرې کولې کۀ بل څوک وو، خو ما ورته د خادم او د خاکسار اپريدي نومونه هم ورياد کړل او د سراج عارف چې په ورځپاڼه خبرونه کښې کار کوي. د دوئ په حقله ئې څۀ خبره وکړه خو پوره پوهـ نۀ شوم خو لکه چې مخکښې مشاعره کښې ئې برخه اخيستې وه.

اوس نو نوموړي رابطې ډېرې توندې کړې ځکه چې شاعران هم دغه شپږ اوۀ کسان وو، نو يو چاته ئې وويل چې هغه فلانکئ مو خبر کړئ دئ کنه. ښه ښه، ورته ووائې چې ټي وي سټېشن ته دې مشاعرې ته ځان راورسوي. يو چا پکښې ووئيل چې فلانکئ مزاحيه شعرونه ليکي. نوموړي هم په خلاص زړۀ د مزاحيه شعرونو لپاره د شاعر د بلنې درخواست وکړو. دا د ټيلي فون رابطې په دا وخت کښې ماته عجيبه کار ښکارېدو، ولې چې لۀ مخکښې نه په صحيح طريقه رابطه پکار وه، نو بيا به په روان جنګ کښې د اسونو څربولو نوبت نۀ راځي. خو د ډېر چرت وهلو نه پس په دې پوهـ شوم چې پښتانۀ ليکوال ملګري شاعران د پېښور ټيلي ويژن د رويې نه خفه دي، ځکه چې هلته ورسره ښه رويه نۀ کوي. هغه دا چې په شعر شاعرۍ کښې ورته ډېرې ګوتې وهي او په دې طريقه ئې تورن کوي. نو ماته د رياض اپريدي خبرې رايادې شوې چې د تلو په وخت ئې راته کولې. نو د هغو الفاظو نه به تېر شم.
اوس ما يوه بله پوښتنه وکړه، هغه دا چې ومې وئيل چې د پروګرام نقل په څۀ طريقه ملاوېږي. نو خبره ډېره څۀ بل رنګ څۀ په ليګل طريقه کښې ئې شالامار ياد کړو چې په مينځ کښې خبره په څۀ وجه غوڅه شوه خو ما ويل دا اوږدې لارې مې خوښې نۀ شوې. دې نه خو دا هم ښه ده چې د شالامار باغ په چکر سړئ لاړ شي، ډېر څۀ به نور وګوري. زما په څنګ کښې زما په خيال د لنډې ږيرېې والا شاعر حېدر ؤ. وې وئيل چې دا پوښتنه ترېنه بيا وکړه. ما ويل ښه ده، خو بيا ئې باخې ته وئيلي دي. بس دا پوښتنه لاړه راغله. لۀ ذهنه مو ووتله. دا وخت چې ښاغلي خليل صېب ووئيل چې د مخکينو شاعرانو شعرونه د ستاسو شعرونو نه ډېر ښۀ وو، ما ترې تپوس وکړو چې صاحبه ستاسو څۀ رنګه شعرونه خوښېږي؟ ويل ئې زما داسې شعرونه خوښېږي لکه:

زۀ رحمان په زړۀ نرى کړم هغو جونو

چې ورپسې دغه دوئم شعر يا مصرعه ئې ونۀ وئيله:

چې ئې ملا وي د ويښتۀ په دود نرۍ

نو ما احتياطاً يو بل شعر هم ورته په مېز کېښودو او وې وئيل چې کۀ څوک شعر بدلول غواړي بدلولئ ئې شي. هم دا شان نورو ملګرو هم ورته په مېز نور شعرونه کېښودل. زما چې تر څو نظر لګېدو نو هغه شعر به ئې يو خوا کولو کوم چې به ئې په نظر کښې راتلو لکه په غټو غټو ټکو به ليکل شوے ؤ. کوم چې به ورکوټئ ليکل شوئ ؤ يا به فوټوکاپي وه هغه به ئې لۀ مخې نه بل خوا کړو او نظرانداز به ئې کړو. او ورسره ئې دا هم ووئيل چې تاسو شاعران ځينې چاته دومره پګړۍ ورپه سر کړئ چې پخپله ئې هم مخ پکښې نۀ ښکاري، نو داسې کول نۀ دي پکار. زۀ فکر يوړم ولې په دا هيڅ نۀ پوهېدم چې په څۀ پورې او د څۀ مقصد لپاره ئې ووئيل. او ددې خبرې ضرورت څۀ ؤ. بيا وروستو چا راته ووئيل چې دوئ مخکښې ځينې مخوريز شاعران اديبان په څۀ چل ول تورن کړي دي چې شخصيت ئې بې اثره وي او اوس هم دا لوبه جاري ده. بس چې چاته ئې خوښه شي د هغۀ نه دائره تاؤ کړي او پخپل جال کښې ئې راګېر کړي. نو ما ووئيل کۀ په دا رنګ څوک د چا د سر نه پګړۍ کوزولو يا اخيستلو کوشش کوي او کامياب هم شي نو دا خو دوئ په اصل کښې د خپل سر نه غوږونه غوڅوي او د پښتو ژبې ادب او تاريخ سره زياتئ کوي. داسې خلق به هيڅکله د پښتو په ادب کښې ځائې ونۀ مومي، بلکې دوئ ته به خلق جعلي او سازشي شاعران او ليکوالان وائي.

بس نو زۀ ښۀ پوهـ شوم چې چل ماته جوړ شوئ دئ. اوس چې شاعران لږ رازيات شول نو نوکر ته ئې ووئيل چې دوى هم هغه بلې کمرې ته بوځه. مونږه چې پورته شو رياض اپريدي ته ئې غږ وکړو چې تاسو لږ ايسار شئ. زۀ لږ نور هم پوهـ شوم. د چا خبره دال مين کچهـ کالا هى. نو مونږ چې په کمېټي روم کښې ناست وو شل پنځۀ ويشت مېنټه پس رياض اپريدئ رابهر شو. وې وئيل چې ما او فراق د ججانو کار وچلولو. د ځينو شاعرانو شعرونه ګډ وډ وو، ورته مو پکښې اصلاح وکړه. ما ويل د لوئي جج صاحب څۀ خيال او نظر ؤ. ويل ئې هغۀ خو دا ووئيل چې د شاعرانو شعرونه ډېر ښۀ وو خو هسې مې چېړل ځکه چې انتظار ئې نۀ کولو. بس نو يوه اشاره خو ئې راته بله کړله او پوهـ شوم. ورته مې بيا ووئيل چې زما په غزل ستاسو څۀ نظر ؤ. وې وئيل چې ستاسو غزل خو نور ښۀ دئ خو لږې تخنيکي غلطۍ لري. ما ويل دواړه غزلې هم داسې دي. ويل ئې نه يو غزل مو کتلئ دئ. بيا ئې ووئيل چې ما ورته ستاسو په حقله ووئيل چې هېواد صېب ډېر ښۀ غزل ليکي. نو بس نورې اشارې هم راته بلې شوې او پوهـ شوم چې نور دې ښۀ پوهـ وي چې دا ټي وي سټېشن پېښور دى. خو ما ويل د الله(ج) په فضل چې زما سر هم يو سر دى. دغه دى چې نېغ د هغوئ يو نوکر راغئ او زما دواړه غزلونه ئې زما مخې ته کېښودل. ما ويل څۀ خبره ده ويل ستا په غزلو کښې د پښتو پښتونولۍ ټکي استعمال شوي دي. ما ويل دا ټکي شعرونه به ترېنه بل خوا کړو بيا؟ ويل دا په بل مخ ئې هم څۀ شعرونه دي. ما ويل دا به هم ترېنه لرې کړو، اوس وايه؟ ويل اوس غزل کم شو. ما ويل څو کړۍ يا بېته غزل پکار دى؟ ويل ئې اوۀ. ما ويل دا خو لۀ اوو نه هم زيات دى. خو دې عاجز بس هم دا سوال کولو چې کۀ تاسو بل غزل راکړئ نو د اندازې اخيستو لپاره مې نور دوه غزل ورکړل. نور خو زۀ ښۀ پوهـ شوئ يم چې کومه پګړۍ چې زما د غزل د سر ښکلا ده هغه د ښکلا پګړۍ د ګوپي ګل کاکا په سر ږدي. چې مخ خو ئې څۀ پکښې نۀ ښکاري چې څټ به ئې هم پکښې ورک شي. نو چې په داسې بې مخه او بې څټه بنده واوړې نو خېر به له خدايه غواړې. نو ځکه د رياض اپريدي سره زما لږ ډېر غم مل ؤ. خو د هغوئ عاجز دومره وس ؤ چې ځان بري کړي او وځي نو ځکه نوموړي راته ووئيل چې زۀ خو لۀ کتاب څخه يو بل  غزل ورکوم. ما ويل ښه ده کنه. دا وخت تقريباً پنځۀ بجې وې چې يو ځل بيا په سرکاري توګه څۀ نرمه ګرمه د شاعرانو مېلمستيا وشوه او د چائيو سره کېک بسکټ په مېزونو خوارۀ کړئ شول. خو چې شپږ بجې کېدلې نو بيا غږ وشو چې غواړي دې. ما ويل څوک مې غواړي. په دې کښې چې ګورم هغه کس بيا راپسې راغلو کوم چې مخکښې راته راغلئ ؤ. نوم ئې نۀ راځي خو عاجز مُسکئ مُسکئ کېدلو او دا تاثر ئې راکولو چې بس هم تۀ ئې هدف ئې. لکه چې مخکښې وئيل شوي وو چې هسې مې بس چېړل. خو دلته د چېړلو نه هم خبره ورتېره شوې او زګه شوې وه، ځکه چې يو نيم پکښې داسې هم پېدا شي چې هغه د خپل ځان د وړاندې کولو کوشش کوي او لۀ دې نه بغېر يو بل اړخ ئې راته سياسي هم معلومېدۀ. نو بس هر څۀ چې وو ورروان شوم. ما ويل چرته او چاته ورځو. ويل د خليل صېب دفتر ته چې فراق دې غواړي. نو په زړۀ کښې مې ووئيل چې مارشل کورټ ته دې چيف مارشل سپريم جج غواړي چې يوه مصنوعي توره کچه مقدمه راباندې وچلوي. خو خېر چې په دروازه وردننه شوم ګورم چې د چيف مارشل سپريم جج په ځائې د هغوى يو پرائيويټ اسسټنټ جج د وارخطايۍ نه کوز په زمکه زما غزل ته فکرمند ناست دئ او فکر کوي چې په کومه طريقه پرې مقدمه وچلوي نو د هغوى په کرسۍ زۀ کېناستم او راته ئې ووئيل چې هېواد صېب ستاسو په غزل کښې ځينې شعرونه بدلول غواړي. ما ويل کوم شعرونه؟ نو دوئ ورته کرښې راښکلې وې، ويل: دا درې بېتونه. نو وائي چې ويلنئ مې په وله بدي شو راغلو په برېتونو کښې مې زرغون شو. زۀ يو زېر زبر ته هم نۀ يم تيار تۀ راته پکښې درې بېتونه بدلول غواړې. خو نوموړي ډېر زور ولګولو، نو ځکه ما په دوه چنده زور کولو، چې داسې نۀ کېږي او بس اجازته راکړه چې ځم ښۀ په خوشحالۍ په کومه بله موقع به راشم. ما ويل چې بس اوس ځان صرف وباسم. خلقو به وئيل چې دا ښاريان ډېر چالاک دي. ما به ويل چې دا څۀ وائي خبر نۀ يم چې هم په هغو چالاکو باندې پېښ يم. چې غنه پرېدم غنه ما نۀ پرېدي. نوموړئ راته په منت زارو شروع شو. په والله هي چې زړۀ مې هم ورباندې زهير شو. زۀ هم څۀ عجيبه غوندې انسان يم، يو سړئ به راته درد هم راکوي او زړۀ به هم پرې زما دردېږي. نو ورته مې ووئيل چې فراق صېب تۀ مۀ خفه کېږه او زۀ هم نۀ خفه کېږم او بس ماته اجازه راکړه چې ځان ورسوم، کۀ ژوند وي بيا په بله موقع به مې خدائې راولي او بله دا چې زۀ د ټيلي ويژن ډېر شوقين هم نۀ يم، نۀ مې په کور کښې ساتلئ دئ نۀ ئې ګورم، نۀ ورته کښېنم، نو بيا مې څۀ خر په خټه کښې نښتئ دئ. زما مقصد ستاسو سره وعده پوره کول وو او بس. نو وئې وئيل چې څۀ چل پکار دئ. زۀ خو سيدها ساده سړئ يم په چل ول باندې نۀ يم خبر. ما ويل د پاڼې بل مخ وګوره چې دا غزل څنګه دى. ويل ئې په دې کښې يو شعر مذهبي دى. ورته مې ووئيل چې په معنى مقصد خو صحيح دى کنه. ويل صحيح دى خو دلته اجازت نشته دى. عجيبه کار ؤ. بيا مې ورته ووئيل چې دا نور شعر خو برابر دى. وئيل ئې، هو خو غزل کمېږي، بايد اوۀ شعرونه پوره وي. نو بيا مې ورته يو بل غزل وښودلو. ويل په دې کښې خو د پسرلي ذکر شوئ دئ. نو بيا مې هغه اولنے غزل ورته مخې ته کړو چې د مارشل کوټ نه د پښتو، پښتون، پښتونولۍ په ټکو سزاوار رالېږل شوئ ؤ.

دوهمه برخه