نصرت الهام
زه پښتون زلمى يمه ما مه چېړه
زړه لرم ژوندى يمه ما مه چېړه
ما د احساساتو په اور مه وژنه
مات به شم بنګړى يمه ما مه چېړه
خداى يې وهي ماته ، چې بد وګوري
زه د چا زړګى يمه ما مه چېړه
ستا په پلونو ښار ته رسېدلى يم
سم د غره سړى يمه ما مه چېړه
زړه مې د داغونو په خالونو پټ
اوښکو کې مسکى يمه ما مه چېړه
زه الهام د غم په سيند کې لامبمه
هسې لېونى يمه ما مه چېړه
07.08.2007
- hairan
ديدار باغي
خپله مست خپله نشه يمخپله مړ خپله ژوندى يمزه مختار ددې هرڅه يمکله خر کله سړى يم
په بل ځاى کې مې وجوددىدغه لږه مې حصه دهمتاثر ، چې شم له چانههم هغه ته مې سجده دهپه جذباتو کې راټولهد مستۍ او عشق کيسه دهددې ګل خاورې کېدو کېڅه خو پټه فلسفه ده
مېلمانه ټول د فنا ديکه دا شونډې که ګلان ديبس يو ته شوې راته پاتېنور په منډو دي روان دي
بس يو ستا مخ دى جانانهنور د اوره دي نور...
07.08.2007
- hairan
شمشېر هېواد
د مئ ٢٠٠٦ء په نهمه نېټه د شپې په اتۀ نيمو بجو وخت کښې د ښاغلي ميا فاروق فراق صېب له خوا غوږخبر راغئ. ښاغلي سره مې دعا سلام جوړ تازه نه پس د خېر خېريت خبر واخيست. ويل ئې هېواد صاحب نور خو خېر دى او د ستاسو د ټيلي فون نمبر ((غوږخبر)) نومره مې په ډېرو خوارو پېدا کړه. ما ويل چې خېر وي نور به کېږي. خدمت وايه. نوموړي ووئيل چې سبا ته په دوه بجې ماسپښين پي. ټي. وي. پېښور سټېشن صدر کښې د غزل مشاعره ده نو ما ستاسو نوم هم د پروګرام انچارج ښاغلي مجيد الله خل...