څو مياشتې وړاندې ما په افغانستان کې د مطبوعاتو د پرمختګ په اړه يوه ليکنه کړې وه. په ليکنه کې يو ځاى د بې سرحده ژورنالستانو د ټولنې د يو راپور حواله راغلې وه. په يوه پښتو ورځپاڼه کې چې دغه ليکنه خپره شوه نو غلطۍ سره يې د يادې شوې ادارې نوم "د بې سره ژورنالستانو" ټولنه ليکلى ؤ. د يو "حد" پاتې کېدو ټول حدونه مات کړي وو، خو که رښتيا درته ووايم دا ځينې ژورنالستان خو رښتيا بې سره دي، او چې بې سره دي نو بې مزغو به هم بې شکه وي.

د پر ليکه ژورنالېزم ګټې خورا زياتې دي خو خپل اصول او قواعد هم لري چې بايد پاملرنه ورته وشي. له بده مرغه زه چې کله کله په دې پښتو وېبپاڼو کې وګورم نو ځينې کسان بېخي داسې خبرونه ورکوي چې پروپاګنډ وي، ځينې بيا داسې وي چې هيڅ منبع او حواله نه لري او ځينې يې بيا خبر نه بلکې هسې يوه خبرتيا وي خو نوم يې ورته د خبر ورکړى وي. دا ددې حقيقت څرګندونه کوي چې د پښتو وېبپاڼو چلوونکي هم د خپلو پاڼو د خبرونو د برخې د ډکولو لپاره هر چاته اجازه ورکوي چې يو څه او بل څه وليکي او د خبر په نامه يې خپور کړي. دا کار نه يواځې لوستونکو کې د پښتو وېبپاڼو اهميت کموي او مسئوليت ته يې پوښتنې راولاړېږي، بلکې په دغه ډول خبرونو باور هم له منځه ځي.

منم چې کله کارونه خېراتي او نامسلکي وي نو دا ستونځې ورسره ملګرې وي خو زه فکر کوم چې اوس نو نور ددې وخت دى چې خپل کارونه بايد مسلکي او په اصولو برابر کړو تر څو هم د پښتو ژبې او ژورنالېزم او هم پخپله ددې وېبپاڼو لپاره ګټور او د راتلونکي لپاره لارښود شي. که داسې ونشي نو هسې نه چې سبا خلک ښه په مسئوليت سره راته د "بې سره ژورنالستانو" خطاب راکړي.