د نن موضوع
ازاد شعر (يو بحث)
"ازاد شعر"، يا چې د کوزې پښتونخوا ورونه ورته "ازاد نظم" وايي، يوه ادبي اصطلاح ده او د نظم هغه جوړښت ته ويل کېږي چې "د قافيې او رديف د قېد نه ازاد وي، مصرعې يې لنډې او اوږدې وي خو موضوع يې مسلسل وي او يو خاص رِدم، وزن او اهنګ لري. تش د لنډو اوږدو مصرعو نوم نۀ دى. دا ډېر رياضت او مشق سخن غواړي، چې د لنډو او اوږدو مصرعو باوجود يې په رِدم او اهنګ کښې فرق رانشي او وزن يې مات يا خراب نۀ شي. (زبېر حسرت)" د دې تعريف په رڼا کې د شاعرۍ د يو صنف په توګه د ازاد نظ
انټرنېټ او د کتاب ارزښت
څه موده وړاندې د بي بي سي لخوا په يوه مذاکره کې د ګډون لپاره وربلل شوى وم. د مذاکرې سکالو وه چې د انټرنېټ په راتګ او عام کېدو سره د کتاب ارزښت کم شو او د کتابونو خپرېده اغېزمن شو که نه. زما دليل دا و چې انټرنېټ خو د کتاب ارزښت نور هم پسې زيات کړ ځکه چې که تاسې وګورئ چاپي کتابونه چې په کوم هېواد کې خپاره شوي وي نو د هم هغه هېواد يا خواوشا څو نورو هېوادونو د لوستونکو لاسونو ته ورسېږي، خو کوم کتابونه چې په ليکه (ان لاين) شوي وي هغه د نړۍ په هر ګوټ کې د لوستونکو کمپيوټرونو ته په ډېره اسانۍ سره ور
وجه څه ده؟
د بي بي سي د يو راپور له مخې، د غوره وېبلاګ جوړولو په موخه په کابل کې يو روزنيز ورکشاپ جوړ شوى دى چې "موخه يې په افغانستان کې د وېبلاګ جوړولو پراختيا او ښه والى ښودل شوى دى." راپور کې په افغانستان
يوه ناروا غوښتنه
پښتو کې د خپرېدونکو ورځپاڼو او مجلو شمېر اوس د خداى فضل دى د ګوتو د شمېر څخه راوتلى او ښه زيات شوى دى. ورسره د تلويزيونونو، راديوګانو او وېبپاڼو کار هم چټک روان دى او د لا پرمختګ په حال کې دى. خداى دې وکړي چې زمونږ پښتو ژبه دومره غني شي چې د پښتنو ارمانونه پوره کړي. خو کومه خبره چې زه يې کوم د ځينو خپرونو ځينې ناروا غوښتنې دي. زه خو دا مهال داسې يوه پښتو خپرونه هم نه پېژنم چې ليکوالو ته دې حق الزحمه ورکوي. حق الزحمه د ليکوال يواځې حق نه دى بلکې د يوې
کره کتنه بلاګ څخه د بي بي سي غلا
هسې خو نن سبا له خېره ډېرو خلکو اسان کار موندلى چې بس بې شمېره خپرونې دي، له پرنټ خپرونو څخه شيان غلا کېږي انلاين خپرېږي او د انلاين هغه بې پوښتنې او بې اجازې په ورځپاڼو او مجلو کې خپرېږي. مګر د بي بي سي په څېر يوې سترې نشراتي ادارې څخه دا تمه بېخي نه کېدله چې په غلا کاپي شوې ليکنې په خپله وېبپاڼه خپرې کړي ځکه ما فکر کاوه دغه اداره ډېر لوى مسئوليت لري، خو دا ځل چې يې د پښتو پاڼې ته ورغلم نو د استاد اصف صميم په يوه ليکنه مې سترګې ولګېدې چې چا هدايت الله هميم بېخي ټکي په ټکي کاپي کړې ا
"بې سره ژورنالستان"
څو مياشتې وړاندې ما په افغانستان کې د مطبوعاتو د پرمختګ په اړه يوه ليکنه کړې وه. په ليکنه کې يو ځاى د بې سرحده ژورنالستانو د ټولنې د يو راپور حواله راغلې وه. په يوه پښتو ورځپاڼه کې چې دغه ليکنه خپره شوه نو غلطۍ سره يې د يادې شوې ادارې نوم "د بې سره ژورنالستانو" ټولنه ليکلى ؤ. د يو "حد" پاتې کېدو ټول حدونه مات کړي وو، خو که رښتيا درته ووايم دا ځينې ژورنالستان خو رښت
"غزل" مذکر دى کۀ مؤنث ده
سحر کتوزىد غزل د تذکير او تانيث په حقله ګڼو ليکوالو خپلې خپلې رائې څرګندې کړې دي او د خپلو خپلو دليلونو په رڼا کښې ورته چا مذکر وئيلي دي او چا مؤنث. د مثال په توګه څوک وائي چې اردو ژبه کښې غزل مؤنث استعمالېږي نو مونږ له هم پکار دي چې مؤنث ئې وګڼو. څوک ئې د تانيث په حقله دا دليل پېش کوي چې جمع ئې "غزلې" ده چې مؤنث ټکى دى، له دې وجې نه غزل مؤنث اسم دى. ځينې خلق دا وائي چې غزل د ښځو سره خبرې کولو او د ښځو د حسن ستائنه کولو ته وائي خو چونکې په پښتو شاعرۍ ک
خوشحال او رحمان؛ بايد څنګه يې ولمانځو؟
پښتانه بې شکه چې پخپل پراخه تاريخ کې ډېر نوميالي اتلان، مشران، عالمان، ليکوالان او شاعران لري خو د خوشحال خان خټک او رحمان بابا محبوبيت او وياړ تر هر چا زيات نه يواځې منل شوى بلکې پښتنو ته چې دغو دواړو شخصيتونو کومه علمي او ادبي شتمني پريښې ده د هغې په لحاظ يې حق هم دى. کله کله د پښتنو ليکوالانو ترمنځ دا خبره راوچته شوې چې خوشحال خان خټک ستر شاعر دى که رحمان بابا؟ خو پايله يې هر ځل همدا راوتلې چې "د دواړو مثال په يو مخ د دوو سترګو دى، يوه د بلې نه زياته خوږه، ښکلې، مهمه او درنه
څلورم نړيوال پښتو ادبي کنونشن په دوه زره اتم کې کېږي
د ټل پښتو ادبي چمن د پرېکړې له مخې د پښتو څلورم نړيوال ادبي کنونشن به په دوه زره اتم کال کې کېږي. د ټل پښتو ادبي چمن او نړيوال کنونشن اداره کوونکو اسير منګل او سليم بنګښ ويلي دي چې د دريېم کامياب کنونشن څخه وروسته اوس دوى پرېکړه کړې ده چې څلورم نړيوال ادبي کنونشن د دوه زره اتم کال په لومړيو مياشتو کې وکړي. دوى اعلان کړى چې د اوس نه به ددغه کنونشن د تياريو کار پېل کړي تر څو د کنونشن لپاره پراخه تماسونه ونيول شي او بشپړه انتظامات وشي. ددې ترڅنګ په هغو غلطيو او خاميو به هم غ
پښتو او پښتانه
پښتو او پښتانه د جمعه خان صوفي ليکنه پوره مې ياد نه دي ، خو ١٩٨١ يا ١٩٨٢ ؤ ، باچا خان د کابل په وزير اکبر خان نومې کارته کې د کارمل د دولت د مېلمه په حېث دېره و. يوه ورځ يې خداى بښلي علامه عبدالحي حبيبي ليدو ته راغى. باچا خان ورته بې واره ووې : يا هلکه حبيبي ! زه خو دا ستاسو په خبرو نه پوهېږم.حبيبي په خندا شو ورته يې ځواب ورکړو. باچا خانه ! والله که زه هم پرې
ايا پښتو هايکو بريالۍ ده؟
ايا پښتو هايکو بريالۍ ده؟ هايکو د جاپانۍ ژبې د شعري توکو يو په زړه پورې ژانر دى چې په دغه ژبه کې خورا مقبوليت لري. وروسته بيا هايکو يواځې جاپانۍ پاتې نۀ شوه بلکې يو نړيوال حيثيت يې غوره کړ او د نړۍ زياتو او وړو ژبو ته يې لار ومونده. پښتو ته هايکو د اردو ژبې له لارې راغله او د لږ ډېر کوښښ څخه وروسته ورسره خلک اشنا شول. ويل کېږي چې د پښتو لومړۍ ښې هايکو د کوزې پښتونخوا د هزارې د سيمې شاعر اسماعيل ګوهر ليکلې دي. د هغه يو