د ټل پښتو ادبي چمن د پرېکړې له مخې د پښتو څلورم نړيوال ادبي کنونشن به په دوه زره اتم کال کې کېږي.
د ټل پښتو ادبي چمن او نړيوال کنونشن اداره کوونکو اسير منګل او سليم بنګښ ويلي دي چې د دريېم کامياب کنونشن څخه وروسته اوس دوى پرېکړه کړې ده چې څلورم نړيوال ادبي کنونشن د دوه زره اتم کال په لومړيو مياشتو کې وکړي.
دوى اعلان کړى چې د اوس نه به ددغه کنونشن د تياريو کار پېل کړي تر څو د کنونشن لپاره پراخه تماسونه ونيول شي او بشپړه انتظامات وشي. ددې ترڅنګ په هغو غلطيو او خاميو به هم غور وشي چې په تېر کنونشن کې شوې وې.
تېر کنونشن په دوه زره پنځم کال کې د پېښور په نشترهال کې شوى و چې د ګردې نړۍ پښتنو پکې ګډون درلود. ددغه کنونشن مقالې او ليکونه د "پښتو پرون، نن او سبا" په نوم يو دروند کتاب کې چاپ شوې دي.

هغه ملګري چې په درېيم نړيوال کنونشن کې يې ګډون درلود يا يې ددغه کنونشن څخه خبرتيا درلوده او د راتلونکي کنونشن په اړه څه نظر يا وړانديز لري نو دلته دې د تبصرو په ځاى کې وليکي.