باز محمد "پکتين"


په اوسمهال کې څېړنې او پښتو مقفى شعر دومره پرمختيا او پراختيا موندلې ده، چې د هنري تاريخ پېژندونکي ورته ګوته په غاښ شوي. د څېړنې او شعر په دې بېړني حرکت کې پښتو ژبې ته ډېر څه تر ګوتو شوي هم دي؛ خو د پښتو ژبې د سوچه والي او کره والي لپاره يې ډېرې ستونځې هم زېږولې دي. هغه دا چې د اند او نظر څښتنانو له يوه پلوه د تحقيق او غزل ليکلو لمن نيولې او د لا ريښتيني (تخليقي نثر) بله سپکه ده. دوهم دا چې مقفى شعر د عربي ژبې زېږنده ده او په پښتو يې ليکل حتماَ زموږ ژبه له پور وييونو (لغتونو) ډکوي.
د مدنيت پر لور يون او مدني کېدل، په را اېستلو (تخليق) پورې هلته اړه لرلاى شي، چې د ښوونې او روزنې سلسله ورسره يو ځاى ملګرتيا وکړي، په ټوليز ډول پښتو پرمختيا غوښتونکيو دې ته لاس اچولى، چې د پښتو ژبې په تېرو وياړمن او د هغوى په وياړونو بابولالې ووايي، تلين يې راژوندى کړي، ويې نمانځي او ويرنې پرې ووايي. خپل ځان او يا موږ ته ددې لارښوونه نه کوي، چې څنګه هغوى وياړمن شول او يا موږ څنګه وياړ ترلاسه کولاى شو.
په اوسمهاله ټولو پېيليو او ناپېيليو کولتوري او ادبي خپرونو کې د څېړنې او تحقيق خبرې کېږي، مقالې ليکل کېږي، کنفرانسونه او سيمينارونه راغوښتل کېږي، دا لا څه چې د لوړو زده کړو په پاى کې د فارغېدونکي محصل بنسټيزه دنده ده، چې پخپله اړونده څانګه کې د داسې يوې رسالې دفاع وکړي، چې پر راېستنه (تخليق) بنا وي؛ بلکې هغه لا څه، چې د هغه د استاد په علمي تېزيس کې د تخليق بوى هم نه تر سپږمو کېږي، د بياتي په مرسته يې د نورو هغو تېرو علمي اثارو نه کونجونه او څنډې راپرېکړې وي او يوه نوې دفاعي رساله يې پرې پيوند کړې وي.
دا نه وايم، چې د خوشحال خټک ژوند، هنر او توره دې نه ستايل کېږي او يا دې هم د ميرويس خان، سيد جمال الدين افغان، پوهاند حبيبي او... توره، ريالېزم او اثارو ته کتنه نه کېږي او يا دې پر هغوى څېړنه نه کېږي، وايم چې هغوى زموږ د سر سترګې دي، پاڅئ د هغوى په ډول راېستنه او تخليق رامنځته کړئ! حال دا چې له تحقيقه، تخليق ډېر اسانه او د ژبې په پياوړتيا تر بل هر څه ډېر ګټور او پياوړى کار دى، که څه هم څېړنه د تخليق يوه څانګه ده؛ خو بيا هم تر تخليقه ستونځمنه ده او د هغه بشپړه چاره نه شي ترسره کولاى.
بايد وويل شي، چې تر څو به د هغو تېرو نمانځنې کوو او وياړونو ته به يې نڅا کوو، راځئ په ټولنه کې د خوشحال ثاني، د افغان ثاني او... ثاني پيدا کړو، د تېرو په ښکاره بسنه ونه کړو، بايد په خپله ښکاريان شو، چې نور مو په ښکار فکر وکړي.
په اوسمهال کې ډېر لږ را اېستونکي (تخليق کوونکي) لرو، چې يو يې هم ښاغلى زيار صاحب دى، د پښتو ژبې لپاره يې زيار او را اېستنې د سر ويښتان سپين کړل. له هېواده لرې يې شپه او ورځ يوه کړې، چې پښتو ژبه له علمي پلوه پياوړې کړي، کله چې ژبه علمي شوه او د ژبپوهنې پله يې درنه شوه، عام وګړي يې د صنعت او تخنيک پر لوري يون وکړي؛ نو پخپله د ژبې منځپانګه کره، پياوړې او له پور وييونو يې مخه ډب کېږي.
په اوس وخت کې وينو، چې پښتو ژبې ته تر ډېرېر کچې پوروييونه راننوځي، چې ډېر لاملونه لري او يو يې هم مقفى شعر دى، چې زيات شمېر وييونه يې له نورو ژبو څخه پښتو ته لېږدوي، هغه دا چې مقفى شعر ځانګړي څلورګوني ارکان لري، کله چې شاعر وغواړي، چې شعر يې په دې څلورګونو بنسټيزو توکيو په تول تللى وي؛ نو بيا پخپله دې ته تن ږدي، چې ژبه يې پور وړې شي، د بېلګې په توګه کله چې په شعر کې د تول (وزن) او د قافيې کلمې يې کره وي، په دې پسې نه ګرځي، چې آيا دا د پښتو آره کلمه ده او که نه، يا ژبې ګټه وکړه او که پور وړې شوه؟

د بېلګې په توګه ګورو، چې د قافيې په زندان کې لاندني مقفى شعر پښتو ژبه څومره پور وړې کړې ده؟
خالقه! ما خو بس همدومره عبادت کړى دى
چې په دنيا کې مې شېخانو نه نفرت کړى دى
اوس ددې خپلې محرومۍ کيسه به چا چا ته کړم
خلکو ته وايمه چې ما هم محبت کړى دى
بويه چې ستر بدلون به راولم په سر د نړۍ
ما د دنيا د خواري کښو امامت کړى دى
چې څوک دروګوري ګيسو په شان به لولپه شي
ښکليه! رخسار دې لا څه بل شانې قيامت کړى دى
خاونده ته پرې د سرو زرو باران ووروې
چا چې په مونږه غرېو نيوليو شفقت کړى دى
په پورتني غزل کې شپږ پوروييونه (د قافيې کلمې) "عبادت، نفرت، محبت، امامت، قيامت، شفقت" راغلې، چې ټولې د قافيوي زندان له لامله پر شاعر تپل شوې، بې له پورتني غزل د بل هر يوه ډېره قافيوي برخه پوروييونه جوړوي.
مقفى شعر د تقليد او ابتذال پر لور روان دى، ژبه پور وړې کوي، ښه دا ده، چې په پښتو شعر کې د آزادۍ پر خوا پل کېږدو، چې د خپل فکر منځپانګه د آزاد شعر پخپل اندي آرو وييونو په لمن کې راونغاړو؛ ځکه له قافيوال شعر څخه آزاد شعر له هره پلوه ګټور، اسان او له مهملو وييونو سپېڅلى دى؛ تکراري کلمې نه لري او هر ډول فکري شتمنۍ يې بې له پور وييونو ځايولاى شي.
د آزاد شعر بله ښېګڼه داده، چې د قافيې او رديف له زندان څخه خلاص دى او قافيوي ويارونه (عېبونه) هم نه لري. لنډه دا چې راتپل شوي عربي عروض او قافيه له پامه وغورځوي او فکري شتمني د آزاد نظم له لارې پخپلو آرو کلمو سره څرګنده کړي.

له مياشتنۍ جريدې "واوره" په مننه