خوب او خندا خو مو حرام دي ترېنه
تشناب ته هم ترېنه ورتللى نه شو
د مِس کاليانو دې خداى بېخ وباسي
(عبدالهادي حېران)
17.01.2007
- hairan
ډاکټر ثواب الدين مخکښ
چې پايزيب او پېمانه داوړه ټکر شوما وې پو شوله شپېلۍ لاړو محشر شو
بې نوبته ډکېدل وه د جامونو دسا قي په مېخانه کې جوړاختر شو
زړه په مخه کړم چې ترنګ درباب واورمڅه قسمت دی په په شباب وربرابر شو
ددوشنو سترګو په جنګ باندې مشغول شوشېخ خمار شو هر يو جام ورته کوثر شو
وي دورځې فرښتې او دشپې څه کړي دامخکښ خو له شېخانو درپه درشو
...
18.01.2007
- hairan
د ټل پښتو ادبي چمن د پرېکړې له مخې د پښتو څلورم نړيوال ادبي کنونشن به په دوه زره اتم کال کې کېږي. د ټل پښتو ادبي چمن او نړيوال کنونشن اداره کوونکو اسير منګل او سليم بنګښ ويلي دي چې د دريېم کامياب کنونشن څخه وروسته اوس دوى پرېکړه کړې ده چې څلورم نړيوال ادبي کنونشن د دوه زره اتم کال په لومړيو مياشتو کې وکړي. دوى اعلان کړى چې د اوس نه به ددغه کنونشن د تياريو کار پېل کړي تر څو د کنونشن لپاره پراخه تماسونه ونيول شي او بشپړه انتظامات وشي. ددې ترڅنګ په هغو غلطيو او خاميو به هم غ...