ايا پښتو هايکو بريالۍ ده؟
هايکو د جاپانۍ ژبې د شعري توکو يو په زړه پورې ژانر دى چې په دغه ژبه کې خورا مقبوليت لري. وروسته بيا هايکو يواځې جاپانۍ پاتې نۀ شوه بلکې يو نړيوال حيثيت يې غوره کړ او د نړۍ زياتو او وړو ژبو ته يې لار ومونده.
پښتو ته هايکو د اردو ژبې له لارې راغله او د لږ ډېر کوښښ څخه وروسته ورسره خلک اشنا شول. ويل کېږي چې د پښتو لومړۍ ښې هايکو د کوزې پښتونخوا د هزارې د سيمې شاعر اسماعيل ګوهر ليکلې دي. د هغه يوه مشهوره هايکو دا ده:
چا راته ويل چې د سپرلي ورځو کې
هغه تر لرې ګرځي ساګو پسې
ځکه پټي کې مې شړشم وکرل
خو چې کله د پېښور اظهار الله اظهار هايکو ليکل پېل کړل نو پښتانه ليکوالان ورسره د افراط و تفريط ښکار شول. د اظهار الله اظهار ډلې په دې ټينګار کاوه چې هايکو د پښتو د ټپې څخه زيات خوږ او زړه راښکونکى شعري ژانر دى خو بله ډله په دې فکر وه چې هايکو بېخي شعر نۀ دى.
حقيقت دا دى چې هايکو شعر دى خو دا چې ځينو ليکوالو د ټپې نه زيات خوږ او زړه راښکونکى شعري ژانر وبللو دا د هغوى خام خيالي وه. د ټپې هومره مختصر، خوږ، جامع او په زړه پورې شعري صنف د نړۍ په يوه ژبه کې هم نشته. دا يواځې د پښتو ژبې وياړ دى.
لنډه دا چې اوس مهال په پښتو کې هايکو ټولو خلکو د شعري صنف په توګه منلې ده او د زياتو ښو ليکوالو او شاعرانو ورته مخه شوې ده. ظفر خان ظفر بيا هغه شاعر دى چې د طنزيه هايکو په ويلو سره يې بېله پېژندګلو ترلاسه کړه. د هغه يوه هايکو دا ده:
په بام ناسته وه هلال کمېټي
مونږ يې په طمعه وو چې مياشت به ګوري
هغوى دوربين کې جينکو ته کتل
برسېره پر دوى ډاکټر ديدار يوسفزي، پېغلې ناهيد سحر، رياض تسنيم، شيرين يار يوسفزي او نورو شاعرانو پښتو هايکو ويلې دي. د پښتو نامتو سندرغاړي هارون باچا هايکو د موسيقۍ سره هم ويلي دي. خو اوس هم ځينې خلک داسې فکر کوي چې هايکو په پښتو کې ناکامه ده.
تاسې څه فکر کوئ چې پښتو هايکو تر کومه حده بريالۍ ده؟