زېرى
پېغله ناهيد سحر

ستا د راتلو زېرى چې
ما باندې وشو اشنا!
شوې اندېښنې مې ختمې
چې فاصلې شوې لنډې
احساس مې ګُل ګُل شو
خيال مې وږمه وږمه شو
سمسور سپرلى شومه زه
په هر ډګر خوره شوم
په سم و غر خوره شوم