څلوريځه
شيرين يار يوسفزى
د تا حُسن د تا مينه مې موضوع ده
کوم عنوان، کومې کيسې نه خبر نۀ يم
هر يو غږ مې ستا د وصل د حصول دى
بلې چغې او نارې نه خبر نۀ يم
03.09.2006
- hairan
زېرىپېغله ناهيد سحر
ستا د راتلو زېرى چېما باندې وشو اشنا!شوې اندېښنې مې ختمېچې فاصلې شوې لنډېاحساس مې ګُل ګُل شوخيال مې وږمه وږمه شوسمسور سپرلى شومه زهپه هر ډګر خوره شومپه سم و غر خوره شوم...
05.09.2006
- hairan
زما په دواړو اوږو....
زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئزما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ
د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئد رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ
په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګروزما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ
زما په لاسو کې په پښو کې دېوتاګانو د وختد زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ
د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنوما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ
ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مئ...