زما په دواړو اوږو....
زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ
زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ
د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ
په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو
زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ
زما په لاسو کې په پښو کې دېوتاګانو د وخت
د زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ
د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنو
ما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ
ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مئينو
حال د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ
د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو
اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ