غزل
سعدالله مېوند
خور وور يو خوږ عذاب راباندې تېر شو
ژوند يو ستړى اضطراب راباندې تېر شو

په سرونو کې يې هوش راته حلال کړ
څه کوډګر ظالم قصاب راباندې تېر شو

ژوند څپې د سمندر وې زما عمر
لکه عمر د حباب راباندې تېر شو

نيمه شپه په رڼو سترګو ياد د يار مې
لکه ستورى د شهاب راباندې تېر شو

حقيقت هماغه آش هاغه کاسه ده
هسې نوم د انقلاب راباندې تېر شو