اند د شعر په هنداره کې
وږمه سبا عامر
که د ژوند انځور راواخلو ورته پام وکړو په دې انځور کې به بېلابېل رنګونه وګورو. پيکه رنګونه، شوخ زړه وړونکي، ارامه، خشن او زړه ځوروونکي او داسې نور....
شعروادب هم د ژوند يو رنګ دى، چې له ځان سره ډول ډول انځورونه لري، لوستونکي له ځان سره بيايي او د رنګونو، ښکلاګانو نړۍ ته يې ورمخامخ کوي، په لوستونکي يوه تماشه کوي، خو دا تماشې او نندارې کله ډېرې زړه راښکونکې وي، کله بې خونده او کله هم ډېرې دردوونکې او کله هم حېرانوونکې وي. چې لوستونکى حېران شي چې دا کومه ننداره ده. لاره ورڅخه ورکه شي. بيا دلته ده، چې شعر خپل خوند او رنګ سم راپرېږدي او لوستونکى په څلور لارې کې له لا پوښتنو او پلټنو سره مخامخ کړي. که داسې ځانګړتياوې موږ په شعر کې ونه لرو، هغه ته خو بيا شعر نه شو ويلاى، پرته له څو تشو او خيالي خبرو....
رابه شو د شعر په هينداره کې به ځوان او څپاند شاعر اجمل اند وګورو، چې په دې دوو نويو چاپ شويو کتابونو (هيندارې او چينې) او (دا ښار هاغه غرونه) کې خپل لوستونکي کومې نندارې ته کېنوي.
تر کومه ځايه، چې له اند سره زما پېژندګلوى شوې او څه لنډې خبرې مې ورسره کړې دي هغه ماته ډېر ارامه او سپېڅلى په نظر راغلى دى. نور نو زه د هغه د خوى او کړو وړو په اړه پوره معلومات نلرم او څرنګه، چې تر ده له کتابونو او شاعرۍ سره يې لږ څه نژدې يمه بيا چې اند زه د شعر په انځور کې ګورم څرنګه، چې ما مخکې اشاره وکړه، چې هغه سپېڅلى شاعر دى او د هغه دا ښېګڼه ما په دې وروستيو شعرونو کې ډېره موندلې ده.
اند په هغو شاعرانو کې راځي چې لوستونکي يوې ښې شعري نندارې ته کېنوي او ښه تماشه پرې کوي او بل لوي صفت يې دا دى چې په شعر کې د غره د لمنې د غرڅه په څېر دى، که هغه ښکاري راونيسي او په يوه ښکلې ماڼۍ کې چې په بېلابېلو ګلونو او د سړو اوبو په فوارو ښايسته شوې وي، وساتي خو بيا به هم هغه د غره هماغه لمن او د غاټولو د ګلانو او غرونو د غېږو د چينو سندرې غواړي او تل به ورپسې ژاړي.
زموږ ځوان اند همداسې يو مثال لري، په چيغو چيغو ژاړي، کلى غواړي، مازيګرى غواړي، د يارانو مجلسونه، د ګودر د غاړو صالو او داسې نور.
هغه په شعر کې په دې هم بسنه نه کوي او په يو بل مقصد پسې روان دى هغه د يوې نامعلومې وينا چې د رڼا څرک ورته شوى او د دې رڼا لوري ته د لارې د پيدا کولو په هڅه کې دى اوس چې د هغه دا ښار، هاغه غرونه ولولو او ښه ورته ځير شو نو دا ځانګړتياوې مو ښې تر سترګو کېږي.
په اند کې هم هغه لېونتوب ورو ورو راتر سترګو کېږي چې موږ د ختيځ په ځينو پخوانيو شعراوو کې ليدلى خو اند ته نور هم رياضت پکار دى هغه اوس د خپلې ورکې رڼا څرک معلوم کړى او لرې به نه وي چې زموږ ځوان زلمى شاعر اند خپل معراج ته ورسېږي.
دا به زياته کړم چې کتابونه ډېر چاپېږي، بلها ډېر شاعران مو تر سترګو کېږي او هره ورځ د لمر له راختو سره سم يو شاعر راښکاره شي او زياتره دا هم کېږي چې موږ به يې لا نوم سم نه وي اورېدلى چې بيا ورته ګورو دوه درې کتابونه به يې له چاپه راوتلي وي، خو چې کتابونه يې په دې تمه لټوو چې کوم نوى شعري انځور پکې وګورو او يا يې نندارې ته کېنو، په دې هيله، چې څو غوټۍ يې په خپل وربل کې ترې وټومبو، خو په تاسف سره چې ګورو موږ د سمسور باغ پر ځاى د يوې وچې بېديا په سيل لګيا يو، پرته له ازغي ګل يا شتر خار نه مو بل څه نه تر سترګو کېږي، خو د دې ترڅنګ بيا کله کله د کتابونو په دې باراني لړۍ کې د رحمت د څاڅکي په څېر داسې يو نيم کتاب له چاپه راووځي چې په لوستلو يې سړى نه ستړى کېږي.
زه اجمل اند ته د هغه د دوه شعري ټولګو مبارکي وايم. په لاس، قلم او ځوانۍ يې برکت شه چې موږ او نور د ادب مينه والو ته يې دومره ستر خدمت وکړ او ښه ډالۍ يې وړاندې کړه. د ده د لا برياليتوبونو په هيله.
(د الفت مجلې څخه په مننه، پرله پسې څليرويشتمه ګڼه)