خدايــــــــه  زه  نه  پوهېږم

چې  دا  زه  حق  او  که  باطل  وګڼم
چې يې پر ضد که يې ترڅنګ شمه زه
ايمـــــــان مې نيم او که کامل وګڼم
----
زه خو په دې  باندې  باور لرمه
څوک چې پر خوا د حق ولاړ  وي همېش
هغه منلي او ښاغلي وي تل
هغه ژونـدي وي همېـش وياړ وي همېش
----
زمونږ هېواد کې ګـــــــډوډي راغلې
تميز د  سپـين  او تور کېدلاى نشي
خلک حېران دي چې کـــوم لور ونيسي
خپلو کې وران دي جوړېدلاى نشي
----
دا څـــو لســــيزې داسې تېرې شولې
چې د انسان مو هر يو رنګ وليـــــدو
په مونږ هر څه راغلل تېر شو په مونږ
خو مونږ د امن پر ځاى جنګ وليدو
----
څومره ساده يو مونږ په تېرو باندې
پرون هيڅ نه پوهېدو نـــــــــن پوهېږو
چې کوم کې شر ؤ مونږ ته خېر کوم کې ؤ
خو په خېر او شر د وطن نه پوهېږو
----
هغه چې نه پوهېږم نن پېښه ده
کېداى شي زه له دې سبا خبر شم
څوک يې صحيح او څوک غلط يې ګڼي
زه وايم چې نن ترې خامخا خبر شم
----
دا په باروتو سوزېدلې خاوره
غېږه کې ډېر باروت تر ننه لري
چې يې دوستان  دښمنان دواړه ترېنه
ګټه ښکاره مطلب دننــــــه لري
----
دغه خپل ځان ته حق پرسـت چې وايي
پر ديـــــــــــــــن وطن چې ورکوي سرونه
دا چې دعوه لري چې تک سـپين دي
په دغه لار نه سپــــــــــــــموي سرونه
----
دوى چې د دين او د وطــن دښمن ته
وي غوړولى يو لوي جــــــــــال د بمو
خو دا ساده او مــــــــــسـلمان هېوادوال
ځي ناخبره وي له حـــــــــــــال د بمو
----
ښځې ځوانان واړه سپين ږيري پکې
بې وختــــــــه مړه شي او را وپرزېږي
ټوټه ټوټه غوښې يې وپاشــل شي
پورته اسمان ته شي راوغورځېږي
----
چرته خو لا خبره ورانه ښکاري
خداى ته راغلي د خداى کور ته  خلک
پخپلو وينو باندې ولمبـــــــــــــــوي
راستانه نه شي بېرته کور ته خلک
----
دلته مرګى دومره ارزانــــــه شولو
خون اخيستل دومره اسانه کار دى
ربه له دوى به هم پوښتنه کوې
که هر څو شوى له اسمانه کار دى
نـــــــو
خدايه  زه  نه پوهـــــــــــــــــــــــــــېږم
چې دا زه حــــــــــــــق او که باطل وګڼم
چې يې پر ضد که يې تر څنګ شمه زه
ايمان مې نيم او که کامل وګڼم

محمد اسماعيل "عندليب"