کراچۍ کې پښتو ادب
مختصره جايزه
محب وزير

کراچۍ کې د ليکلي شوي پښتو ادب جاج چې اخلم نو بې ځايه ده چې د افرادو ذکر وکړم، ښه به دا وي چې د اصنافو  پحقله بحث وکړم. خو د دې نه به هم ښه دا وي چې اول يو څو خبرې کراچۍ کې د پښتو ادب د پس منظر په هکله هم وکړم.
سره ددې چې پښتون يو قام دى، خو د سمې او غر، د کندهار او جلال اباد، د تيراه او مردان، د وزيرستان او د پېښور د ژوند ژواک په معياراتو کې فرق ضرور دى. هم دغه لږ ډېر فرق يې په ادب کې هم موجود دى او کۀ دا فرق لږ نور هم اوږد شي او تر دې ورسي چې د سړي د پښو لاندې زمکه هم بدله شي نو په داسې صورت کې د ادب په معياراتو کې فرق  نور هم يقيني شي. ځکه چې زمکه هغه څيز دى، د کوم ځاى نه چې د انسان خمير جوړېږي، د کوم ځاى نه چې د شاعر او اديب شخصيت او فن ته اوبه خور ملاوېږي، د زمکې نه راټوکېدلي جذبات، محسوسات، سياسي، معاشي او تهذېبي مسئلې او معاملې د شاعر او اديب تجربې ګرځېږي. او په دغه تجربو شاعر يا اديب د خپلو تخليقاتو بنياد ودروي.
دکراچۍ شاعر او اديب په يو وخت په دوؤ سنګرونو مورچه زن دى. په يو وخت يې د دوؤ خاورو سره رشته ده. د يوې خاورې سره يې فکري او روحاني رشته ده او د بلې خاورې سره يې وجودي تړون دى. د يوې خاورې سره يې ماضي تړلى دى او د بلې سره يې د مستقبل تصورات وابسته دي. په دغه بنياد دکراچۍ د شاعر او اديب په تخليقاتو کې د دغه دواړو رشتو يادونه او اميدونه جوت دي. د دغه رشتو مسئلې او ستونزې يې خپلې ګڼلې دي. د دواړو خاورو د فکري او ادبي تحريکونو او د کلاسيکي رنګونو نه يې د خپلې ليکنې لمنې  ډکې کړې دي. ددوئ د تخليقاتو ژبه او لهجه بېخي بدل دي. د ليکونو  زور يې په ترکيبونو،  تشبيهاتو او په بې ځايه لفاظۍ اډاڼه نۀ دى، بلکې موضوع ته نېغ اپروچ د کراچۍ د تخليقاتو خاصيت دى. د دې وجه شايد چې د دغه اوږد، ارت بېرت او پلن، په انسانانو او د انسانانو په مسئلو موړ ښار وي:
ښۀ پو هېږم چې په کور کې فقط زۀ يم
بيا هم خپله دروازه وهم لګيا يم

دا قسمه احساسات د دې ښار د هر وګړي د ژوند برخه ده. دا ځاني او روحاني تنهايي د هر کس معامله ده. څومره چې دا مسئله عامه ده، هم دومره په عامه لهجه او ټکېو کې  ورته د دې ځاى  شاعر کتلي دي ...
اوس خپلې بنيادي موضوع ته راځم. پښتو ادب کې چې نن سبا کله هم د افسانې ذکر راځي نو بې اختياره د خلکو په ذهن کې د کراچۍ نوم راشي او د کراچۍ سره د طاهر اپريدي نوم د ادب  سره  تعلق لرونکي لازم ګڼي. د پښتو په افسانه د ښاغلي قلندر مومند د ((ګجرې)) نه پس داسې دور راغلى ؤ چې د مستقبل پحقله يې نقادانو څۀ ډېر امکانات نۀ درلودل. په دغه وخت کې چې ښاغلي طاهر اپريدي د پښتو افسانې ته  لاس کړو او د قلندر مومند پريښى نيم علامتي انداز  يې تر علامت او بيا تر تجريد ورسولو نو ايله د افسانې د نقادانو په سترګو کې د اميد څرکونه وښکارېدل. په اوسني وخت کې ښاغلى طاهر اپريدى هغه افسانه نګار دى چا چې نۀ صرف د مقدار په لحاظ د پښتو افسانه پټه اؤ مړه کړه، بلکې د معيار په حواله يې هم خپله پېژندګلو وساتله او د نوؤ ليکونکيو دپاره يې  باقاعده معيارونه وټاکل.
ښاغلي اسيرمنګل خپل کتاب ((پشتو افسانے کى سو سال)) کې د پښتو افسانې درېم پړاو د طاهراپريدي په نوم ياد کړى دى. او يو دور يا پړاو چې کله د چا په نوم پورې وتړلى شي نو د دې مقصد دا وي چې هغه افسانه نګار خپل يو شناخت پيدا کړى وي. د خپل طرزِ احساس او طرزِ بيان خاوند وي او پخپلو هم عصرو او کشرانو يې اثرات پرېباسلي وي. نو په دې کې هيڅ شک نشته چې لکه څنګه چې د دويم پړاو نماينده ښاغلي قلندرمومند په ځان  پسې د افسانه نګارانو يو ټيم راروان کړى ؤ هم دا رنګې طاهراپريدى هم د راتلونکو ليکونکيو دپاره يو مثال ضرور دى.
د طاهر صيب وړومبنۍ دوه ټولګې "د محلونو خوا کې" او "پاڼې پاڼې" د ترقي پسند تحريک سره د وابستګۍ ثبوت فراهم کوي. د موضوعاتو په بنياد هم او د طرزِ بيان په  اساس هم. خو هرکله چې دده ترڅنګه په اردو کې د جديديت په نوم تجربې کيدلې، نو هغه هم  ضروري وګڼله چې پښتو کې دې هم دغه تجربې وشي. "لاره کې ماښام" او "بيا هغه ماښام دى" کې يې زياتره د جديديت تحريک زيرِاثر افسانې دي، خو په دغه رنګ افسانو کې يې هم د قيصې زور پخپل ځاى موجود دى. البته په پلاټ او کردار نګارۍ يې زور کم کړى دى او خپل ټول زور يې د يو خاص خيال، تصور او د يوې فضا په وړاندې کولو مرکوز کړى دى. د طاهرصاحب د افسانو زما په خيال چې تر ټولو لويه خوبي دا جوړېږي چې په وړومبي ځل يې د  پښتو افسانه د دومره  لوي ښار د ژوند سره بلده کړه. دغه ښاري او پېچيده مسئلې او د محلونو قيصې يې په ساده کليواله لهجه کې د کلي اولس ته ورسولې او چې د کلي قيصې يې د ښار محلونو ته راوړلې نو لهجه او انداز يې ورته هم بدل کړو او هم دغه استاذي د هغه فني بصيرت دى.
د طاهر صاحب د افسانې موضوعات بېخي بشپړه دي. د ښار مشيني ژوند، سوداګري ماحول، د پيسو راج، د رشتو پامال کېدل، د بدنونو تنده، د عمرونو مخصوص نفسياتي کيفيات او په تېره تېره د افغانستان خونړۍ شخړه د هغۀ په مستقلو موضوعاتو کې شاملې دي.
دې پسې د سفرنامې وار راځي او په دې ډګر کې هم يواځينى ښاغلى طاهر اپريدى ولاړ دى. د پښتو په سفرنامو کې د ميا اکبرشاه بدرشي ((د ازادۍ تلاش)) د مقصدي سفرنامو په وړومبي سرکې راځي. دا سفرنامه د روس د انقلاب د تذکرې سره سره د هغه ځاى د انقلابي راهنمايانو سره ملاقاتونه او د پېرنګى نه د ازادۍ حاصلولو د منصوبو جوړولو پورې ذکر کوي. په دغه لحاظ تر څۀ حده د عبدالاکبرخان اکبر ((دکابل سفر)) نومې سفرنامه هم ښه ده. د طاهر صاحب د سفرنامو که څه هم هغه مقصدي او افادي اړخ کمزو رى دى خو په داسې وخت کې يې دې صنف ته توجه ورکړه چې نزدې نزدې د چا د توجه وړ نۀ ؤ. يو بل ښۀ اړخ يې دا هم دى چې د پښتو لوستونکي يې په وړومبي ځل د سنګاپور، مصر او لندن د رنګينو شپو نه خبر کړل.
شاعرۍ پله چې راځو نو په دغه ميدان کې هم د کراچۍ برخه بدرنګه بېخي نۀ ده. د پښتو د جديدې شاعرۍ د اولې دستې شاعران هم وخت په وخت په کراچۍ کې پاتې شوي دي. او دلته يې باقاعده د پښتو شاعرۍ سرڅڼه کړې ده.
د ښاغلي قلندرمومند دا شعر زما د خبرې دلالت کوي:
د کراچۍ په خوره زمکه باندې
خواږۀ اشعار د قلندر ورېږي

خبره چې نننۍ شاعرۍ پورې محدوده شي نو بيا هم زما په خيال دلته يو داسې موړ راځي چې لږ  وضاحت غواړي.
دکال ١٩٨٥ء نه پس چې کوم نوى نسل مخې ته راغى، چونکې د دغې کهول په وړاندې يو خور وور مستقبل پروت ؤ چې هر چا ورته د خپلو مسئلو او وسيلو په بنياد په رنګ رنګ انداز کتل. په ملکي او نړيواله سطح د سياست محور او انداز بدلېدل، دمارشلايي امريتونو په ځاى د جمهوري حکمرانانو امريتي رويې، د عالمي مالياتي ادارو لۀ خوا د ملکونو او قامونو خوداراديت کې برخه لرل، د دوؤ سپر پاور قوتونو په ځاى اِِکي يو سپريم قوت جوړېدل، د ګلوبلايزېشن په نوم نوابادياتي نظام مخې ته راتلل، د وړو  قوميتونو او د دوى د ژبو او ثقافتونو د ژوندي پاتې کېدو مسئله د دغه ټول صورتحال نه  زوړ نسل هم تېرېدو او شعر يې هم ويلو، خو چونکې ددۀ په وړاندې مستقبل نۀ ؤ، ولې نوى نسل دغه معروضي حالاتو ډېر ودړدولو او د خپل مستقبل په هکله يې زيات پرېشان، مايوس او زړۀ ماتى کړو. د دغه پس منظر په تناظر کې چې کومه نوې شاعرى راوزېږېدله هغې کې تر ټولو زيات دغه دړد او تشويش د رياض تسنيم سره موجود دى. هم دا ده چې رياض تسنيم د خپلو ټولو هم عمره غزل ګو شاعرانو سره څنګ په څنګ بېخي په جدا رنګ و اهنګ  سره روان  دى.
د جديد حسياتي نظام [چې مابعد جديديت ورته هم وايي] کوم رنګ او اثر چې د پښتو په بېخي نوې نوزې شاعرۍ خور دى، د هغې لړ کې زۀ په ډاډه زړه دا فيصله ورکولى شم چې فقط د رياض تسنيم په وجه هم د کراچۍ برخه د پښتو په ټوله نوې شاعرۍ کې زياته ده.
تشې تنې ګرځي خلک وايي ښار اباد دى
وخت دا ځلې د ځان سره سرونه واړه يوړل



تمامه  ورځ  مې د قبرونو  شمار کې  تېره  کړله
لکه  ژوندى په دغه لويه هديره کې زۀ وُم


څۀ به دې حال کې د وجود په دشته ځان اباد کړم
کور دېوالونه، دېوالونه دروازې غواړي

د کراچۍ د نوې شاعرۍ دا سلسله په رياض تسنيم ختمېږي هم نۀ، بلکې د هغۀ ترڅنګه  قيصر اپريدے هم ولاړ دى چې د وخت او حالاتو ستونزو ته يې  يوه داسې ژبه راوړې ده چې خوږه هم ده او ترخه هم. خوږه ځکه چې مونږ ته د خپلو نړېدلو وجودونو احساس  راکوي. او ترخه ځکه چې د مستقبل د غيريقيني صورتحال يوه توره تيارۀ پکې ښکاري.
اسمان او زمکه د بګرام څۀ درته ووايمه
خو  بس  يو  لوښى دى  برغولى  پرې نسکور  پروت دى

نورالاسلام سنګر، طاهربونېرى، ماښام خټک، رحمان بونېرى، ننګيال يوسفزى،  زمين ګل زمين، سلام رودباري او محب وزير هم ددغه سلسلې اهمې کړۍ دي د چا په شاعرۍ کې چې د نوو رويو  بڅرکي جوت دي.
د شاعرۍ نه پس چې د کراچۍ بله مضبوطه پېژندګلو کومه جوړېږي هغه د تنقيد مد کې ده. د کراچۍ نه جديد پښتو تنقيد کې د قيصراپريدي نوم د هيڅ قسم پېژندګلو محتاج  نۀ دى. قيصر غالبًا د پښتو هغه يواځينى نقاد دى چا چې په مکمل ډول د موضوعي نقاد په حيث خپل تعارف وکړو. د هغۀ تنقيدي کتاب "ليک او تخليق" د تنقيد په لړ کې يو ډېر اهم کتاب ګڼلى کېږي. د دغه کتاب په مختلفو مقالو کې د  اردو ستر ستر نقادان هم چيلنج کړى شوي دي. " تنقيد د ماهيت پحقله"، "ادب، علم  اؤ فن"، او "ازاد  نظم  يو سفارش" په دې کتاب کې شاملې هغه مقالې دي چې نوي نوي سوالونه پکې راپورته کړى  شوي دي.
رياض تسنيم هم د علمي تنقيد څو مثالي مقالې ليکلې دي چې "د پښتو جديدغزل"، "خوشحال خټک" او "غني خان" په هکله ليکلې شوې دي، د ژبې، علميت او فکرانګيزۍ په  بنياد ستايلې شوې دي. خصوصًا د خوشحال خټک او غني خان په هکله يې ډېر پوهه او استاذان  نقادان  هم يو ځل بيا په سوچ کولو مجبو ر کړي دي.
د تنقيد په لړکې د محب وزير نوم هم د يادولو وړ دى چا چې د "يو غزل يوه تجزيه"  تر عنوان لا ندې د خپل عصر د بېخي نوو شاعرانو د يو يو غزل تجزيه په نوي طرز کړې ده او دا تجزيې به  د "يو غزل- يوه تجزيه " په نوم په کتابي شکل کې ډېر زر مارکېټ ته راشي.
دې نه علاوه محب  وزير "دکراچۍ څو نظم ګو شاعران"، "په ادب کې د افاقيت مسئله"، "د قلندر مومند کردار نګاري"، "ادب او سياست" او "طاهر کلا چوي: فن او شخصيت" تر عنوانونو داسې مقالې ليکلې دي  چې د  پښتو د سرنقادانو نه يې پرې داد  اخستى  دى.
کراچۍ کې د خاکې په لړ کې هم  تر څۀ حده  تسلي بخش کار شوى دى.  دلته د خاکې ابتداء رياض تسنيم کړې ده. "د ادب  خدايي خدمتګار"، "مزدورلالى"، "باچاخان قاصر"  او "ايوارډ  يافته" يې د  يادولو  وړ خاکې دي خو د دغه خاکو معيار هغه نۀ دى کوم  چې د رياض تسنيم د ليکونو خاصه ګڼلې کيږي. بلکې دا د تاثراتي خاکو په زمره کې  زياتې راځي. دغه سلسله کې د اقبال کوثر نوم راځي چې په ښو خاکو کې يې "ماما"، "په  تول پوره" او "منجور" شاملې دي. د اقبال کوثر  په هکله دا زۀ په ډېر اعتماد سره وايم چې کۀ خپل سفر يې جاري ساتلى وى نو په خاکه نګارۍ کې يې خپل  بيرغونه رپولى شول.
خاکه نګارۍ کې يو بل او مستقل نوم د محب وزير مخې ته راځي چې د مقدار او ترڅۀ حده د معيار  پحواله يې نمبر  وړى دى. د محب وزير په خاکو کې "همزولے"، "غازي بابا"، " ال راونډر"،  "مهين هلک" او "قاصر _ عارف او انتهاپسند"  ښې خاکې ګڼلې شي. البته د محب وزير په خاکو يو تنقيد بلکې اعتراض ځاى په ځاى دا شوى دى چې د بې تکلفۍ او بې باکۍ په لړ کې يې د مشر او کشر د ادابو خيال نۀ دى ساتلى. خو زما اوس هم دا خيال دى چې که د خاکې نه بې تکلفي او بې باکي وويستل شي نو خاکه به تش مضمون  پاتې شي.
د تکل ميدان په کراچۍ کې صرف ماښام خټک راټينګ کړى دى او په دغه مد کې يې د مقدار او معيار په دواړو حوالو دکار تکلونه ليکلي دي چې ډېر زر به په کتابي شکل کې مخې ته راشي. د ماښام خټک تکلونه وخت په وخت په مختلفو رسالو کې چاپ کېږي او د ادب د نقادانو نه پرې داد اخلي.
اوس به راشم کراچۍ کې د پښتو د ادبي صحافت په لوري. دغه ضمن کې کراچۍ بېخي ډېره ښيرازه پاتې شوې ده. د "عدل" او "اباسين" د وخت نه يې راواخله تر "پلوشه"، "جرس"، "انګازه"، "چغه" او "خيسور"  پورې وخت په وخت ادبي رسالې جاري شوې دي او تر خپله وسه يې د پښتو ادبي پنګه درنه کړې ده. خو دې ټولو مجلو کې جرس ته يو داسې حيثيت حاصل شو چې د کراچۍ نه تر کويټې او کندهاره_ پېښوره تر کابله او تر خليجي ملکونو پورې د پښتو ادبي کاروان خپل جرس وګڼلو. دې نه علاوه يې د پښتو په ادبي صحافت کې د دوو داسې تاريخي او حواله جاتي غزل او نظم نمبرونو ريکارډ جوړ کړو چې د خپل ځان پخپله مثالونه دي. نن څه چې په راتلونکي وخت کې به د ادب طالبعلمان د دغه نمبرونو نه استفاده کوي او پخپل ټائټل ليکلي شوي د مديراعلى طاهر اپريدي نوم به تل ترتله ژوندى ساتي.
د کراچۍ په ادبي تنظيمونو کې "جرس ادبي جرګه" که څه هم د اوليت دعوى نۀ کوي ولې د تنقيدي رويو په جوړولو او د تخليقي معيار لوړولو دپاره د ميدان د هوارولو دعوى ضرورکوي. کراچۍ کې  چې څومره هم معياري ادب تخليق کېږي يا د ادب په لړ کې چرته سنجيده هلې ځلې کېږي دا د "جرس ادبي جرګې" د کوششونو نتيجه ده. جرس ادبي جرګې په زلمو کې د مطالعې شوق پيداکړو او دوى يې د خپل کلاسيک او جديد ادب سره بلد کړل. د جرګې تنقيدي  رودادونه د ((خيسور)) په يوه  خصوصي ګڼه کې چاپ شوي دي چې د تنقيد معيار او ستاينه يې ځاى په ځاى کېږي. د جرس ادبي جرګې په جوړولو کې د خداى بخښلو فهيم سرحدي، باچاخان قاصر، ښاغلي طاهر اپريدي، قيصراپريدي او رياض تسنيم  نومونه د ذکر او يادولو وړدي.
"اتفاق پښتو ادبي جرګه" هم د مياشتنو تنقيدي غونډو اهتمام کوي خو تسلسل يې نشته. البته د معيار او تنقيدي  شعور د خورولو هڅې ضرور کوي.