غزل
فياض شاداب

څه عجيبه غوندې مې کار کړى دى
چې په قاتل مې اعتبار کړى دى

د انتظار اذيت زه پېژنم
ما په کلونو انتظار کړى دى

راشه سپرلى دى چې ګلونه درکړم
لکه د زخم مې سينګار کړى دى

د کاينات غېږه زانګو ځکه ده
ستا شرابي سترګو خمار کړى دى

د وخت حاکم تمغه هغو له ورکړه
چا چې په خپلو پښو ګوزار کړى دى