هسې خو نن سبا له خېره ډېرو خلکو اسان کار موندلى چې بس بې شمېره خپرونې دي، له پرنټ خپرونو څخه شيان غلا کېږي انلاين خپرېږي او د انلاين هغه بې پوښتنې او بې اجازې په ورځپاڼو او مجلو کې خپرېږي.

مګر د بي بي سي په څېر يوې سترې نشراتي ادارې څخه دا تمه بېخي نه کېدله چې په غلا کاپي شوې ليکنې په خپله وېبپاڼه خپرې کړي ځکه ما فکر کاوه دغه اداره ډېر لوى مسئوليت لري، خو دا ځل چې يې د پښتو پاڼې ته ورغلم نو د استاد اصف صميم په يوه ليکنه مې سترګې ولګېدې چې چا هدايت الله هميم بېخي ټکي په ټکي کاپي کړې او په خپل نامه يې خپره کړې ده.

دغه ليکنه د لومړي ځل لپاره په ٢٠٠٥ کال کې په پېښور کې د پښتو ادبي چمن ټل لخوا جوړ شوي نړيوال پښتو کنوېنشن کې اورول شوې وه چې بيا د همدغې غونډې د نورو مقالو سره د "پښتو: پرون، نن او سبا" په نامه په يو ستر کتاب کې خپره شوه.

له هغې وروسته دغه ليکنه په دې بلاګ کې د دغه کتاب څخه په مننه خپره شوه او اوس د بي بي سي په پاڼه د بل چا په نامه خپره شوې. د استاد اصف صميم په ليکنه دومره ښکاره يرغل کول د بي بي سي د کارکوونکو او مسئولينو کمزوري ښکاره کوي. ما په دې اړه يو ليک هم ورته ولېږه خو تراوسه پورې مې هيڅ مثبت يا منفي ځواب ترلاسه نه کړ.

دلته دغه ليکنه په دې بلاګ کې وګورئ

دلته دغه ليکنه د بي بي سي په پاڼه وګورئ

په دواړو ليکنو کې يو تورى هم بدل نشته، د بي بي سي د ليکنې سره ليکل شوي دي: د هدايت الله هميم راغونډونه. ايا پردۍ ليکنې ټکي په ټکي کاپي کولو ته راغونډونه وېل کېداى شي؟

بايد د بي بي سي اداره دغه ليک زر تر زره ړنګ، د ليکوال په نامه يې غل تن جزايي او د استاد اصف صميم او نورو اړونده اړخونو څخه بښنه وغواړي.