پښتو کې د خپرېدونکو ورځپاڼو او مجلو شمېر اوس د خداى فضل دى د ګوتو د شمېر څخه راوتلى او ښه زيات شوى دى. ورسره د تلويزيونونو، راديوګانو او وېبپاڼو کار هم چټک روان دى او د لا پرمختګ په حال کې دى. خداى دې وکړي چې زمونږ پښتو ژبه دومره غني شي چې د پښتنو ارمانونه پوره کړي.

خو کومه خبره چې زه يې کوم د ځينو خپرونو ځينې ناروا غوښتنې دي. زه خو دا مهال داسې يوه پښتو خپرونه هم نه پېژنم چې ليکوالو ته دې حق الزحمه ورکوي. حق الزحمه د ليکوال يواځې حق نه دى بلکې د يوې خپرونې د ښه والي دليل هم دى ځکه چې کله ليکوال ته د خپل زيار څه نا څه ګټه په لاس ورځي نو هغه ځان نه خلاصوي بلکې داسې څه ليکي چې خپرونه پرې معياري کېږي او لوستونکي پېدا کوي.

خو ستونځه دا ده چې پښتو خپرونې د غريبۍ په حالت کې دي، نو ليکوالان دې هم خداى ژوندي لري د حق الزحمه پوښتنه نه کوي بس د پښتو خدمت ته يې ملا تړلې ده. خو ځينې خپرونې بيا هم د ليکوالانو څخه دا غوښتنه کوي چې "داسې ليکنه راکړه چې بل ځاى نه وي خپره شوې". کله کله د ليکنې د خپراوي لپاره دا شرط هم کېږدي چې په بله کومه مجله يا وېبپاڼه نه وي خپره شوې. په نړۍ کې د ليک د اصولو تر مخه دا غوښتنه د ليکوال څخه هغه وخت کېداى شي چې هغه ته ښه پوره حق الزحمه ورکول کېږي. نو ايا دا د خپرونو لپاره جواز لري چې ليکوالو ته د زړه د وينو حق الزحمه خو نه ورکوي، د پاسه پرې دا ډول غوښتنې هم کوي او په داسې انداز يې کوي چې ګوندې په ليکوال باندې کوم غټ احسان کوي؟