کال نولس سوه څلور اتيا و او واده د قوماندان ګلاب دين و. د باجوړ ايجنسۍ د مهاجرينو په هغه کېمپ کې چې مونږ پکې اوسېدو خواوشا دولس سوه کورنۍ مېشت وې او په هره برخه کې به خامخا يو يا دوه قوماندانان وو چې ځينې يې لږ او ځينې ډېر مشهور وو خو قوماندان ګلاب دين د کېمپ ټولو خلکو پېژنده. وجه يې د هغه دا عادت و چې هر ځاى کې به يې د هر چا په کار کې کار لارۀ. دا کار يې د ځينو خلکو خوښ و او د ځينو لپاره د ناخوښۍ سبب و نو ځکه د کېمپ هر تن به يا د هغه دوست و او يا دښمن. خو کله نه چې يې خپله کونډه خور وژلې وه نو په خلکو يې رعب داب نور هم زيات شوى و او دوستان خو دوستان دښمنانو يې هم د دې غېرت ستاينه کوله. کونډه خور يې د دوو کالو نه د هغه په کور کې اوسېدله، بيا هغه چا ته ورکړې وه خو خور يې هغه سړي سره د تللو نه انکار کړى و او ويلي يې وو چې که کور کې پرې تنګ وي او خامخا يې ورکوي نو د خپلې خوښې د سړي سره به واده کوي. قوماندان صېب باندې دا خبره ډېره بده لګېدلې وه او خور يې شپه په شپه د کور نه په ګور کړې وه. دا پېښه تر ډېره وخته پورې د کېمپ د نرو او ښځو او ان د ماشومانو په ژبو اوړېده راوړېده.
په دغو ورځو کې چې زه يې کيسه کوم دا خبره مشهوره شوه چې قوماندان ګلاب دين د ځان لپاره چېرته يوه ماشومه جلۍ کړې ده. هغه ښځه لرله، بچي يې هم وو او که خوښه يې واى نو ډېرې ښځې يې کولاى شوې؛ نو دا د ماشومې جلۍ خبره د خلکو يقين ته نه لوېده. کله چې به چا پوښتنه ترې وکړه نو هغه به ځواب ورکړ "ماشومه ده خو غټه به شي کنه، دا ستاسو ښځې همداسې پېغلې دنيا ته راغلې دي که نه يو وخت ماشومانې وې؟" مونږ يې ګاونډيان وو راته معلومه وه چې خبره رښتيا ده خو نورو خلکو به بيا هم ګومان کاوه چې قوماندان صېب هسې ګپ لګوي.
بيا ورو ورو د خلکو يقين راتۀ چې خبره رښتيا ده.
بالاخر د واده ورځ هم راغله.
د واده په جنجيانو کې د ټولو نه مخکې مونږ وو ځکه چې قوماندان صېب هر څو که دا خبره پټوله خو مونږ ته معلومه وه چې په کور دننه د لږ څه خفګان سره مخ دى. بل مونږ يې د ټولو نه نژدې ګاونډيان وو او يو څه لرې غوندې خپلوي مو هم ورسره لرله. نو دا مسئوليت په مونږ راواچول شو چې د جنج نه نيولې د مېلمنو تر پاللو پورې ټولې چارې په غاړه واخلو. همدا و چې په يو ډاټسن کې څو سړي، څو ښځې او يو څو ماشومان کېناستو او په ناوې پسې لاړو.
د ناوې د پلار کور په يو بل کېمپ کې و. هغه قوماندان صېب ته ويلي وو چې په جنج کې به ډېر خلک نه راځي ځکه چې ډېرو خلکو ته ډوډۍ ورکول او تماشې کول د شريعت خلاف کار دى. بس يو ډاټسن او زيات نه زيات د پنځو يا شپږو کسانو جنج د هغه غوښتنه وه او قوماندان صېب يې دا غوښتنه په ورين تندي منلې وه. کله چې مونږ ورورسېدو نو د ناوې پلار د خپلو زامنو او نورو خپلوانو سره د کور نه بهر ولاړ و. مونږ سره يې ښه ستړي مشي وکړه، چاى اوبه يې راکړې، د لمانځه لپاره يې د جومات لاره راوښودله او چې له جوماته راستانه شو نو د خپلو پاتې پېسو خبره يې ياده کړه. قوماندان صېب زما تره ته شل زره روپۍ ورکړې وې نو هماغلته يې د هغه په لاس کېښودې. لږه شېبه وروسته يې خبر راکړ چې د جنج ښځې د ناوې سره په ډاټسن کې ناستې دي او ډاټسن تګ ته تيار دى.  نو مونږ هم ډاټسن ته ورغلو او وروختو.
په ډاټسن کې بر سر ته يوه بوډۍ ښځه ناسته وه چې پورته يې نه کاتۀ خو ښکاره معلومېده چې ژاړي. په غېږ کې يې يوه معصومه جلۍ کلکه نيولې وه لکه ډارېږي چې څوک به يې ترې وتښتوي. د خواوشا شپږو کالو د عمر دا جلۍ ناوې وه. ورسره څنګ کې يوه بله جلۍ هم ناسته وه چې د ناوې همزولې ښکارېده او وروسته معلومه شوه چې د ناوې ورېره ده. دېخوا ترې يو غټ پکول په سر، ببره ږيره په مخ او خړې پړې جامې په غاړه يو سړى ناست و چې د ناوې ورور و. نور ټول ډاټسن د هغو خلکو نه ډک و چې د قوماندان صېب د خوا نه په ناوې پسې تللي وو.
ناوې لکه چې د خپل واده نه ناخبره وي، د ژړېدونکې مور په لور د کتلو په ځاى يې د خپلې همزولې ورېرې سره ټوقې ټقالې کولې. ورېره يې د هغې نه لږه هوښياره معلومېده ځکه يې يو ځل ورته وويل:
"مخ پټ که ستا خو واده دى، خلک درته ګوري"
دې خبرې سره ناوې ډاټسن کې په سپرو ټولو خلکو يو شکمن نظر واچاوۀ او بيا غلې شوه. خو داسې نيمه لار چې مو ووهله نو ورو غوندې يې خپل ورور ته وويل:
"لالا موټر ودروه ميتېزې کوم"
ورور يې په سر سپکه غوندې څپېړه ورکړه او په قار يې ورته وويل "غلې کېنه ته خو ناوې يې... واده دې دى". هغه غلې شوه خو مور يې په چيغو لاس پورې کړ. سړي خپلې مور ته هم په قار وويل چې غلې دې شي ګنې د ګاډي نه به يې ښکته ګوزار کړي. هغې د دې دړکې هيڅ پروا ونکړه او ما ان تر هغه وخته په ژړا ليدله چې خپله ناوې لور يې د لاس نه کلکه نيولې د قوماندان صېب کور ته ننويستله.
قوماندان صېب او دوستانو خپلوانو يې چې ناوې کور ته په ننوتو وليدله نو د جهادي ټوپکونو نه يې د اور لمبې پورته کړې. داسې ناتاره ډزې چې تا به ويل اوس به دا دى اسمان په ځمکه راپرېوځي. د قوماندان صېب د جهادي سنګر يارانو پرېمانه کارتوس داسې والوځول لکه ايرې. يو چا داسې غلى غوندې شکايت هم وکړ چې "قوماندان صېب! دومره ډېرې ډزې څه پکار؟"
قوماندان صېب کلاشنکوف په يو لاس کې پورته ونيو او وې ويل:
"ټوپک د پښتون غېرت دى او ډزې کول د غېرتمن سړي کار دى، خواوشا خلک به وايي په دې کېمپ کې دومره بې غېرته خلک پراته دي چې په واده کې ډزې هم نشي کولى".
د ټوپکو دا ډزې ان تر ماسخوتنه روانې وې. ماسختن د نژدې کورونو مشران او د کېمپ د لوى جومات ملا امام د قوماندان صېب حجرې ته راټول شوي وو. د ښې درنې مېلمستيا او د جمې له لمانځه وروسته نکاح هم وتړل شوه. د نکاح له تړل کېدو سره سم د ډزو کړسا بيا پېل شوه. تر څه ساعته داسې معلومېده لکه د دوو دښمنانو ترمنځ چې ډزبندي ماته شوې وي. خو بيا ملا امام صاحب مداخله وکړه او خلک يې له ډزو کولو منع کړل. هغه ټولو خلکو ته د واده په فضيلتونو يو لنډ تقرير هم وکړ، په اخر کې يې د قوماندان ګلاب دين ستاينه وکړه چې د ملا امام خبره يې منلې او ډوډۍ يې په سنت طريقه يانې د واده په سبا تياره کړې ده. بيا يې وويل "زه د ټولو مېلمنو او کوربنو نه بښنه غواړم چې لږ په تادۍ کې درنه ځم خو څه وکړم سبا يو څو طالبانو ته درس ورکوم او د هغې لپاره بايد اوس نه کتابونه مطالعه کړم". قوماندان صېب ورته ښه ډېره مېوه په دسمال کې واچوله، څو لوټونه يې د مېوې د پاسه کېښودل او په خوشحالۍ يې رخصت کړ.
د شپې په پخېدو سره نور خلک هم ورو ورو د حجرې نه تلل. په اخر کې يواځې د ناوې ورور، يو څو د قوماندان صېب سنګري ملګري او نور مېلمانه، او مونږ د ګاونډ هغه هلکان چې په واده کې مو د مېلمنو خدمت کړى و پاتې شو. مشران په کټونو کې څملاستل او مونږ په ځمکه توشکې وغوړولې خو د واده شپه وه خوب هيچا ته نۀ ورتۀ. د قوماندان صېب يو ملګري د جهاد د سنګر کيسې شروع کړې چې بيا پکې د هغه نورو ملګرو هم برخه واخيستله او خپلې خپلې کيسې يې وکړې. په اخر کې د ناوې ورور هم په دې مجلس کې شريک شو او خپله يوه کيسه يې شروع کړه. خو هغه لا کيسه پاى ته نه وه رسولې چې د قوماندان صېب د کور نه د يوې ماشومې جلۍ د چيغو اواز راپورته شو. د نيمې شپې په چوپتيا کې د چيغو دا اواز يو څه زړه دردوونکى و. په حجره کې موجودو ټولو کسانو يو ځل د ناوې ورور ته او بيا په خپلو کې يو بل ته وکتل. د لالټين رڼا دومره تېزه نه وه خو بيا هم د يو بل په تندو دا پېغام ولوستل شو چې نور نيمه شپه ده، د کيسو وخت نه دى بايد اودۀ شو. نو سمدستي ټولو ځانونه داسې واچول لکه چې پاخه اوده وي. د ناوې ورور خو پکې خرړهار هم شروع کړ.
سهار د کېمپ د هرې خوا نه خلک د قوماندان صېب د کور په طرف ورمات وو خو نه پوهېدل چې ښادۍ ته روان دي که غم ته.
د کېمپ د بر سر يو سړي په لاره د روان ځوان هلک نه پوښتنه وکړه "الکه ته واده ته روان يې که مړي ته؟"
"زه د قوماندان ګلاپ دين واده ته روان يم... مړى چېرته شوى؟" هغه د ځواب ورکولو سره پوښتنه هم وکړه.
"زه هم واده ته روان يم خو زمونږ په کوڅه کې خلکو خبره کوله چې د قوماندان ګلاپ دين کره مړى شوى دى. چې څوک به مړ وي؟"
"يره کاکا دا قوماندان اجيبه سړى دى هسې ډرامې جوړيي... مخکې به يې ويل چې تنکۍ جلۍ سره مې واده دى، اوس پکې د مړي خبره راغله... چېرته مړي سره خو به يې واده نه يي کړى؟" دې خبرې سره هلک په خندا شو. سړي هم ورسره بړق بړق وخندل.
مخامخ د قوماندان صېب د کور د خوا نه يو سړى راروان و چې دوى دواړه يې په خندا وليدل نو ورنژدې شو او په غوسه يې ورته ويل "وه وروره د قوماندان ګلاپ دين خواښې مړه ده او تاسو خاندئ! حجره او جومات پېژنئ که نه؟"