د بي بي سي د يو راپور له مخې،  د غوره وېبلاګ جوړولو په موخه په کابل کې يو روزنيز ورکشاپ جوړ شوى دى چې "موخه يې په افغانستان کې د وېبلاګ جوړولو پراختيا او ښه والى ښودل شوى دى."

راپور کې په افغانستان کې د وېبلاګ جوړولو د ټولنې د مشر نسيم فکرت په حواله راغلي چې "وېبلاګ جوړونکي هڅه کوي افغانستان ته له پرمختيا يوه ډکه بڼه ورکړي. افغانستان اوس هغه هېواد نه دى چې پنځه، لس او يا شل کاله وړاندې و."

خو سره له دې چې افغانستان اوس پنځه، لس او يا شل کاله پخوانى افغانستان نه دى، بيا هم، د دې راپور له مخې "د وېبلاګ زياتره مينه وال وايي چې ډېر افغان وېبلاګ ليکونکي د وېرې له کبله په مستعارو يا بدلو نومونو ليکنې خپروي."

په مستعارو او يا بدلو نومونو د ليکنو خپرولو ګټې او زيانونه څومره دي؟ په افغانستان کې به څومره ليکوالان په مستعارو نومونو ليکنې کوي او د ليکوالانو وېرونکي څوک دي؟ دولت که دولت مخالفې ډلې؟ او که دواړه؟ او ولې زمونږ د ټولنې وګړي د يو بل د نظر د اورېدلو يا لوستلو زغم نلري؟ وجه څه ده؟

کور