په تېر پسې

او غږ کۀ اوس د خبرو يا خندا هم و نو په هغۀ د توپ د ډزو پشان لګېدۀ ځکه چې د بې خوبۍ، ستړيا، وېرې او وارخطايۍ په وجه يې په سر درد و. څو دقيقې وروسته ډزې کرار کرار کمې شوې او دوى بېرته کوټې ته راوختل. ابراهيم او ملغلره، چې نيم ژوند يې په دغه غار او د ډزو په باران کې تېر کړى و، کوټې ته په راختو سره يې خندا پېل کړه. خو د ګلاب شاه په سترګو کې نور د غړېدو توان نۀ و، نو څنګه چې په ځمکه خوره توشکه پرېوت ځاى په ځاى ويدۀ شو.

×××

د ګلاب شاه پلار نادرشاه چې په ښۀ او بد پوه شوى و ځان يې د کنړ ولايت د نرنګ په ولسوالۍ کې ليدلى و، خو خداى بښلي پلار يې ورته ويلي وو چې اصلاً دوى د بل ځاى دي. هغۀ خپل اصلي ځاى نادرشاه ته نۀ و ښودلى خو دومره کيسه يې ورته کړې وه چې د هلکوانۍ په عمر کې يې د لاسه څوک مړ شوى و، په دغه وجه د کور نه تښتېدلى او نرنګ ته رارسېدلى و. په نرنګ کې يې ډېره موده د يو چا سره کار کاوۀ، بيا يې وادۀ کړى و او کور يې جوړ شوى و. د نادرشاه دوه خويندې وې چې مشره يې وادۀ شوې په نواباد کې وه خو اوس په جلال اباد کې اوسېدل، او دويمه په نرنګ کې وه. د انقلاب نه دوه کاله مخکې د نادرشاه پلار په نرنګ کې مړ شو او د هماغه وخت نه يې اراده وکړه چې نور به د نرنګ نه ځان وباسي. پنځه مياشتې وروسته يې خپله ښځه او درې بچي د ځان سره کړل او د باجوړ ناوګۍ ته يې ځان ورساوۀ. په ناوګۍ کې يې يو سړى پېژاندۀ، هغه يې ډېر ولټوۀ خو پېدا يې نۀ کړ. بالاخر يو سړي په خپله کلا کې کوټه ورکړه او خپلو پټو کې يې ځان سره په کار ولګاوۀ. يوه مياشت وروسته ورته احساس وشو چې د ناوګۍ نه خو نرنګ ښۀ و نو د هغه ځاى نه پېښور ته لاړ. پېښور نه د سرپناه او رزق په لټون کې صوابۍ ته ورسېدل، بيا نوښار ته لاړل او اخر هري پور ته.

د هري پور د ښار نه دوه کيلو ميتره ليرې د يو سړي باغ و. په باغ کې يو کوچنى کور هم و. نادرشاه ته يې دغه باغ د ساتلو لپاره ورکړ. کار دومره و چې د نادرشاه او بچو ورځ يې ښه تېرېدله. د ورځې به يې چېرته مزدوري او د شپې د باغ څوکيداري کوله. څوکيداري مانا دا چې دروازه به يې وتړله او ويدۀ به شو. کۀ کله به مزدوري نۀ وه نو په باغ کې به يې ځان ته يو څۀ کار برابر کړ. کله به يې څۀ کرل نو کله به يې د ونو نه څانګې ماتولې او کله به د باغ د څښتن کور ته لاړ هلته به يې څۀ کار وکړ. لۀ دې لارې يې د ټاکلي معاش پرته نورې پېسې لاس ته راوړلې. داسې يو کال تېر شو.

يوه ورځ د باغ څښتن دوه کسان راوستل، په باغ يې وګرځول او بيا يې رخصت کړل. نادرشاه پوه نۀ شو چې د څۀ لپاره يې راوستي دي خو پوښتنه يې هم ونۀ کړه. د مېلمنو لۀ رخصتېدو وروسته د باغ څښتن لږ ساعت د نادرشاه سره ايسار شو او د حال احوال پوښتنه يې ترې وکړه.

"د خداى شکر دى وخت ښۀ تېرېږي" نادرشاه په تېر يو کال کې زده کړې ماته ګوډه هندکو ژبه کې ځواب ورکړ.

"د خپل وطن باجوړ نه کله کله خبرېږې؟" د باغ څښتن ترې وپوښتل. ښايي هغۀ دا فکر کاوۀ چې دى اصلاً د باجوړ دى.

"باجوړ زمونږ وطن نۀ دى... زمونږ وطن افغانستان دى"

"افغانستان دى؟" هغۀ په حېرانتيا سره وويل. نادرشاه لپاره د هغۀ حېرانتيا ناشنا وه. لږ وارخطا هم شو. فکر يې وکړ هسې نۀ چې د کومې ستونځې سره مخ شي. پخوا يې د چا نه اورېدلي وو چې افغانستان او پاکستان د پښتونستان د مسئلې په سر څۀ لانجه لري او پنجابيان په دې لانجه کې د افغانستان ډېر خلاف دي. مګر اوس هيڅ لاره نۀ وه ځکه چې يو ځل يې ويلي وو چې وطن يې باجوړ نۀ بلکې افغانستان دى. اوس دومره ژر خپله خبره څنګ بدله کړي. نو غلي غوندې يې وويل "هو صېب، افغانستان زمونږ وطن دى."

د باغ څښتن يوه شېبه غلى ولاړ و او دۀ ته يې کتل. بيا يې وويل " تۀ لکه چې خبر نۀ يې؟"

"نه صېب، خداى دې خېر کړي، څۀ چل شوى دى؟"

"افغانستان ته روسان راغلي دي او ستا وطنداران ټول دلته راروان دي. ځاى په ځاى کمپونه جوړ شوي دي... د امريکا او سعودي نه د مرستو سېلاب راروان دى. غنم، غوړي، بړستنې، کجورې، بوره، دال، او هر شى راروان دى. خلکو مُفتې مزې وکړې. کوم کمپ ته ځان ورسوه او داسې مۀ وايه چې پخوا راغلى يم. وايه اوس مې کډه راوړه، په خېټه به موړ شې."

په تلو تلو کې يې د هري پور د کمپ لاره هم ورته وښودله.

د نادرشاه لپاره دا خبرې لا زياتې عجيبه او د حېرانتيا وړ وې. روسان افغانستان ته ولې او کله راغلي؟ خلک پاکستان ته ولې راروان دي؟ امريکا او سعودي ولې دومره شيان ورکوي؟ په دې يوه خبره هم د هغۀ سر نۀ خلاصېدۀ. کور ته چې لاړ دا ټوله کيسه يې خپلې ښځې ته وکړه خو هغې ورسره علاقه مندي ونۀ ښوده. سبا سهار يې د هري پور د کمپ لاره ونيوله او هر څۀ يې په خپلو سترګو وليدل. خلکو په وچ ډاګ کې خېمې وهلې وې او داسې معلومېده چې ټول افغانستان راخوځېدلى دى. بله ورځ د ښځې بچو سره ورغى او د يو څه کوښښ نه وروسته يې راشن کارت ترلاسه کړ. په هماغه ډاګ کې يې خېمه ووهله او ګېرچاپېر يې د يوې اوږدې ساحې نه تيږې تاو کړې چې نور څوک پکې خېمه ونۀ وهي. ښځې ته يې وويل:

"څو ورځې به دلته تېرې کړو که خوند يې و ډېره ښه که نۀ و خپل باغ ته به بېرته لاړ شو".

د څو ورځو په تېرېدو ورته معلومه شوه چې خوند ډېر زيات دى، ځکه لۀ هرې خوا نه يې مواد راټولول پېل کړل، خو لږې ورځې نورې نۀ وې تېرې شوې چې اصليت يې څرګند شو. پېښه داسې وه چې کمپ ته يو هندکو ژبه ويونکى افسر راغلى و او لۀ مهاجرينو يې پوښتنې کولې. نورو مهاجرينو په پښتو او درۍ ځوابونه ورکول خو دۀ په هندکو کې ځواب ورکړ. هغه افسر پرې شکي شو. پوښتنه يې ترې وکړه:

"تۀ د وطن نه کله راغلى يې؟"

"پنځلس شل ورځې وشوې صېب"

"نو دا هندکو دې چېرته زده کړه؟"

نادرشاه د دې پوښتنې ځواب نۀ لارۀ. په خواب او خيال کې يې هم نۀ وه راغلې چې دا پوښتنه به ترې کېږي. هغۀ خو په دې خاطر په هندکو ځواب ورکاوۀ چې يو څۀ اړيکې به يې جوړې شي او ښايي زيات څۀ په لاس ورشي. مګر اوس ګېر شوى و، ځکه چې هغه افسر پرې شکي شو او د دۀ د خېمې په لور روان شو. (دوام لري)