خوشحال او رحمان؛ بايد څنګه يې ولمانځو؟
پښتانه بې شکه چې پخپل پراخه تاريخ کې ډېر نوميالي اتلان، مشران، عالمان، ليکوالان او شاعران لري خو د خوشحال خان خټک او رحمان بابا محبوبيت او وياړ تر هر چا زيات نه يواځې منل شوى بلکې پښتنو ته چې دغو دواړو شخصيتونو کومه علمي او ادبي شتمني پريښې ده د هغې په لحاظ يې حق هم دى. کله کله د پښتنو ليکوالانو ترمنځ دا خبره راوچته شوې چې خوشحال خان خټک ستر شاعر دى که رحمان بابا؟ خو پايله يې هر ځل همدا راوتلې چې "د دواړو مثال په يو مخ د دوو سترګو دى، يوه د بلې نه زياته خوږه، ښکلې، مهمه او درنه ده".
خو کله چې ددې دواړو مهمو قامي او ملي شاعرانو د لمانځنې وخت راشي نو د پښتنو بدبختي وګورئ چې د دوى لمانځنه هم يواځې د شاعرانو تر مشاعرو محدوده پاتې شي.
دا دى له نن نه د رحمان بابا کليز جشن او مشاعره پېل کېږي او يو ځل بيا د پښتنو شاعرانو او اديبانو لخوا دا غوښتنې زور نيسي چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه دې ددې دواړو شاعرانو څنګه چې يې حق دى هغسې د لمانځلو لپاره اقدامات وکړي.
دغو پرله پسې غوښتنو يو څه کار کړى دى، د رحمان بابا مزار جوړ شوى او لا نور کار هم پرې روان دى، خو دغه مزار ته د تګ راتګ لارې خرابې دي او نورې اسانتياوې هم وجود نلري. دغسې د خوشحال خان خټک مزار لا هماغسې وران پروت دى او د کاليز د لمانځلو لپاره يې په دولتي سطح هيڅ کار نه کېږي.
دا ځل يواځې دومره کار وشو چې د کوزې پښتونخوا ګورنر او اعلى وزير د رحمان بابا د کليز جشن او مشاعرې په مناسبت خپل پېغامونه خپاره کړل او د مرستو ژمنه يې وکړه. خو دا خبره بايد نوره مخ په وړاندې بوتلل شي. يانې د دواړو سترو شاعرانو کتابونه بايد په لوړه سطحه او دولتي مرسته چاپ او خپاره شي، د دوى په نومونو اکادميانې او علمي، ادبي ادارې جوړې شي، د دوى مزارونه ښه جوړ او هلته د تګ راتګ لارې او د مشاعرو تالارونه جوړ شي، او تر ټولو مهمه خبره دا چې د دوى د کاليزو مشاعرو يا جشنونو پر مهال يوه ورځ رسمي رخصت اعلان شي تر څو يو خو عام خلک د دوى له شخصيتونو او کارونو څخه خبر شي او بل دا چې ټولو خلکو ته په دغو جشنونو او مشاعرو کې د ګډون موقع په لاس ورشي.
دا به د پښتو ژبې د ودې لپاره هم يو مهم ګام وي.
خو پوښتنه دا ده چې پښتانه دا مهال په جغرافيايي لحاظ په دوو بېلابېلو هېوادونو کې تقسيم دي. يو افغانستان او بل پاکستان. مونږ په دې دواړو هېوادونو کې مېشتو پښتنو ته لر او بر پښتانه وايو. نو دواړه دولتونه بايد په څه ډول دا ملي شاعران ولمانځي؟
زما نظر دا دى چې افغانستان دې په رسمي توګه خوشحال خان خټک خپل ملي او قامي شاعر اعلان کړي او ددغې درجې په ورکولو سره دې د افغانستان دولت د هغه د ورځ د لمانځلو او د هغه په نوم د علمي او اکاډيميکو کارونو مسئوليت په غاړه واخلي. او د پاکستان حکومت دې په لره پښتونخوا کې رحمان بابا ته دغه درجه ورکړي. په دې توګه به دواړه ستر شاعران په يو برابر درجه پاتې شي، دواړه دولتونه به د دوى په اړه يو مسئوليت هم ولري او لر او بر دواړه پښتونخواوې به د دوى د نومونو د وياړ څخه برخمنې شي.
ستاسې څه نظر دى؟