عبدالروف زاهد
نۀ چې اوربل، نۀ دې نظر ته کښېني
په دې موسم کې سړى چرته کښېني
داسې دې مخ ته ګورم نۀ مړېږم
لکه چې ژمي کې څوک لمر ته کښېني
که د مقصد شيرين ورځي په ګوتو
لکه فرهاد به سړى غر ته کښېني
د نظر تږي په ولاړه مړۀ شو
د اوبو تږي سمندر ته کښېني
تۀ اوس هم شک کړې د هغۀ په مينه
زاهد چې ستړى شي ستا در ته کښېني
06.04.2007
- hairan
پښتانه بې شکه چې پخپل پراخه تاريخ کې ډېر نوميالي اتلان، مشران، عالمان، ليکوالان او شاعران لري خو د خوشحال خان خټک او رحمان بابا محبوبيت او وياړ تر هر چا زيات نه يواځې منل شوى بلکې پښتنو ته چې دغو دواړو شخصيتونو کومه علمي او ادبي شتمني پريښې ده د هغې په لحاظ يې حق هم دى. کله کله د پښتنو ليکوالانو ترمنځ دا خبره راوچته شوې چې خوشحال خان خټک ستر شاعر دى که رحمان بابا؟ خو پايله يې هر ځل همدا راوتلې چې "د دواړو مثال په يو مخ د دوو سترګو دى، يوه د بلې نه زياته خوږه، ښکلې، مهمه او درنه...
13.04.2007
- hairan
زمونږ ژبه چې تراوسه پورې کوم ادب لري دا يواځې د شوقي ليکوالانو تخليق دى، د ضرورت تر مخه يو فيصد کار هم نه دى شوى. تر څو پورې چې دا ژبه د خلکو ضرورت نه وي ګرځېدلى تر هغې يې هيڅوک ويلو ته نه تيارېږي، او چې کله دا د خلکو ضرورت شو، خلک به يې پخپله په ويلو پېل وکړي، او بيا به وګورئ چې دا ژبه کوم ادب او کومو ليکنو ته اړتيا لري، او څومره تشې لري هغه په څو مياشتو کې پوره کېږي او کنه.
د بشپړه مرکې د لوستلو لپاره په لاندې پېوند کېکاږئ
http://www...