زمونږ ژبه چې تراوسه پورې کوم ادب لري دا يواځې د شوقي ليکوالانو تخليق دى، د ضرورت تر مخه يو فيصد کار هم نه دى شوى. تر څو پورې چې دا ژبه د خلکو ضرورت نه وي ګرځېدلى تر هغې يې هيڅوک ويلو ته نه تيارېږي، او چې کله دا د خلکو ضرورت شو، خلک به يې پخپله په ويلو پېل وکړي، او بيا به وګورئ چې دا ژبه کوم ادب او کومو ليکنو ته اړتيا لري، او څومره تشې لري هغه په څو مياشتو کې پوره کېږي او کنه.
د بشپړه مرکې د لوستلو لپاره په لاندې پېوند کېکاږئ
http://www.samsoor.com/hadi.htm
13.04.2007
- hairan
عبدالروف زاهد
نۀ چې اوربل، نۀ دې نظر ته کښېنيپه دې موسم کې سړى چرته کښېني
داسې دې مخ ته ګورم نۀ مړېږملکه چې ژمي کې څوک لمر ته کښېني
که د مقصد شيرين ورځي په ګوتولکه فرهاد به سړى غر ته کښېني
د نظر تږي په ولاړه مړۀ شود اوبو تږي سمندر ته کښېني
تۀ اوس هم شک کړې د هغۀ په مينهزاهد چې ستړى شي ستا در ته کښېني...
17.04.2007
- hairan
جلال امرخېل
هلته چې خلك نه رقيب او نه جانان پېژنيهلته چې خلك نه سپرلى او نه خزان پېژني هلته چې هېڅوك د بل چا په غم كې نه دي شريكهلته چې خلك بس يو ځان پېژني ، ځان پېژني
په توره شپه كې چې په غلا په مرګ پسې راوتيد اميدونو د سبا په مرګ پسې راوتي هلته چې خلك په تورتم كې زندګي خوښويهلته چې خلك د رڼا په مرګ پسې راوتي
هلته چې خلكو ته د مرګ سيورى پر سر ولاړ دىژوند په بانه لكه د ژمي مازيګر ولاړ دى هلته چې هر ل...