څه موده وړاندې د بي بي سي لخوا په يوه مذاکره کې د ګډون لپاره وربلل شوى وم. د مذاکرې سکالو وه چې د انټرنېټ په راتګ او عام کېدو سره د کتاب ارزښت کم شو او د کتابونو خپرېده اغېزمن شو که نه. زما دليل دا و چې انټرنېټ خو د کتاب ارزښت نور هم پسې زيات کړ ځکه چې که تاسې وګورئ چاپي کتابونه چې په کوم هېواد کې خپاره شوي وي نو د هم هغه هېواد يا خواوشا څو نورو هېوادونو د لوستونکو لاسونو ته ورسېږي، خو کوم کتابونه چې په ليکه (ان لاين) شوي وي هغه د نړۍ په هر ګوټ کې د لوستونکو کمپيوټرونو ته په ډېره اسانۍ سره ورسېږي. بيا په ځانګړې توګه که انټرنېټ د پښتو کتابونو د خپراوي لپاره استعمال شي نو ګټه يې د چاپي کتابونو په نسبت ډېره زياته ځکه ده چې پښتو کتابونه خو په پېښور او جلال اباد کې لوستونکو ته په سمه طريقه نه رسېږي نو امريکا، اروپا، عربي هېوادونه او د منځنۍ اسيا هېوادونه خو لا څه کوې چېرې چې په لکونو افغانان او پښتانه مېشت دي او د پښتو کتابونو مينان پکې شته.

زما د دې دليل تاييد په دې وروستيو کې د يو امريکايي ليکوال د دې خبرې څخه هم وشو چې د انټرنېټ له لارې نه يواځې کتابونه زياتو لوستونکو ته رسېږي بلکې د چاپي کتابونو مارکېټ هم پرې ښه کېږي. د نيوزويک د راپور له مخې دې امريکايي ليکوال د هغې خپرندويې ټولنې چې د ده کتابونه يې خپاره کړي وه له اجازې پرته په پټه توګه خپل کتابونه يو وېبسايټ ته خېژولي وه او هغو لوستونکو ته چې د ده د کتابونو سره يې مينه او علاقه لرله به يې د دغو کتابونو د وړيا ښکته کولو (ډاونلوډ) چل ښوده. وروسته ده په يوه کنفرانس کې د دې خبرې اعتراف وکړ خو خپرندويې ټولنې پرې کومه نيوکه ځکه ونکړه چې کله نه ده په انټرنېټ باندې خلکو ته د خپلو کتابونو د وړيا ډاونلوډ چل ښودلى و د هغه وخت نه يې د چاپي کتابونو خرڅلاو د پخوا په پرتله څو ځله زيات شوى و او يواځې دا نه بلکې د هغو هېوادونو څخه هم د ده د کتاب د چاپي نسخو غوښتنه شوې وه چېرې چې مخکې د هغه کتابونو يو لوستونکى هم نه درلود.

د دې خبرې لامل ښايي دا وي چې کومو خلکو په انټرنېټ باندې دغه کتاب وړيا ترلاسه کړى وي او له لوستلو وروسته يې خوښ شوى وي نو بيا به يې يوه چاپي ګڼه هم په بازار کې په پېسو اخيستې وي تر څو په خپل کتابتون کې يې وساتي. د دې تر څنګ داسې هم شوي چې د چا دا کتاب خوښ شوى دى نو په بازار کې يې بيا درې يا څلور کتابونه په پېسو رانيولي او خپلو دوستانو ته يې د ډالۍ په توګه لېږلي دي.

بله خبره دا چې دا ضروري نه ده چې خامخا دې په انټرنېټ باندې وړيا کتابونه ورکړل شي. که يوه ښه اداره موجوده وي او څوک يې د کاروبار په طريقه کولاى شي نو په انټرنېټ باندې د کتابونو د خرڅولو يا کتابونو ته د مارکېټ پېدا کولو کار هم اسان دى. www.amazon.com او نور هغه سايټونه چې انلاين کتابونه خرڅوي يې يو ښه مثال دى. دغه سايټونه هر کال په ګرده نړۍ کې په مليونونو کتابونه لوستونکو ته رسوي.

په مذاکره کې د شامل يو ملګري نظر دا و، چې د انټرنېټ د راتلو سره کتابونو خپل ارزښت له لاسه ورکړى دى ځکه چې د کتابونو لوست کم شوى دى. ما ورته وويل حقيقت دا دى چې د کتابونو لوست زيات شوى دى. هو، دا خبره سمه ده چې د پخوا په نسبت څومره زده کړه زياته شوې او په کوم کچ د کتابونو لوست زياتېدل پکار وه، هغسې نه دي شوي. خو د هغې وجه د انټرنېټ عام کېدل نه بلکې د غېر معياري کتابونو سېلاب دى. بس څوک ليکوال دى او که نه، خو کتاب يې ليکلى دى او خپور کړى يې دى. زه به يو مثال درکړم. يوه ورځ زمونږ يو ملګري چې په خپل فکر يو ښه شاعر او ليکوال دى، په يوه ادبي غونډه کې يې تکل کره کتنې ته وړاندې کړى و. د غونډې کوم ګډونوال چې په تکل پوهېدل هغوى مشوره ورکړه چې خپل ليک دې بيا وګوري او د تکل مطالعه دې هم وکړي. د غونډې څخه وروسته ترې ما پوښتنه وکړه چې تا د تکل کتابونه لوستلي. هغه ځواب راکړ "نه، تراوسه پورې مې يو تکل هم نه دى لوستلى. يواځې مې په ادبي غونډو کې دوه يا درې تکلونه اورېدلي دي چې کره کتنې ته وړاندې شوي دي". اوس چې زمونږ د ليکوالو معيار دومره سطحي وي چې هغه د يو ادبي تخليق د ليکلو هڅه کوي او دومره تکليف نه کوي چې کوم څه ليکي د هغې په اړه يو څه معلومات خو ولولي نو بيا به دغسې کتابونه لوستونکي څه پېدا کړي او د چا څه کار دى چې خپلې پېسې او وخت پرې خرابوي!

ژوند به د نړۍ په کومه برخه کې د اروپا او امريکا نه زيات تېز او بوخت وي چې هلته تلويزيون او انټرنېټ ايجاد شوي او تر هر ځاى مخکې عام شوي دي او اسانتياوې يې ډېرې زياتې دي. خو په همدغه اروپا او امريکا کې چې کله د هري پاټر (Harry Potter) کتاب چاپېږي نو په ملياردونو لوستونکي پېدا کوي. کتاب هم وړوکى نه بلکې هر يو ټوک يې شاوخوا اته سوه مخونه او پوره شپږ ټوکه کتاب. شپږم ټوک يې له چاپېدو وړاندې شاوخوا څلور مليونه کاپۍ خرڅ شوى و. يواځې دغه نه بلکې هلته نور هم هر کال داسې ډېر کتابونه چاپېږي چې په مليونونو لوستونکي يې په پېسو اخلي او په ګرده نړۍ کې يې ژباړې کېږي. دا ولې؟ ځکه چې دغو کتابونو کې يواځې پاڼې نه وي تورې شوې بلکې که څېړنه وي نو اډاڼه يې په ځمکنيو حقيقتونو وي؛ که کيسه وي نو په شا يې يو پراخ ذهنيت پروت وي؛ که تحليل وي نو د کوښښ او هڅې او بې طرفۍ يو مثال وي. او په دغو ټولو کې لوستونکي ته داسې څه وړاندې کېږي چې وې لولي نو زړه يې خوشحاله شي چې پېسې يې بې ځايه نه دي تللې.

دغه څه چې زمونږ په ټولنه کې نشته نو ګناه يې يواځې د ليکوالو په غاړه هم نه ده، بلکې ځينې نور داسې فکتورونه هم شته چې د علم د لارې خنډ دي. په هغو کې يو فکتور ټولنيزه تنګ نظري ده چې د علم او ليک د لارو نه پکې دايرې تاو کړاى شوې دي او ليکوالانو ته ويل شوي دي چې که د دې دايرو نه مو لاس او پښه وويسته نو سر به درنه غوڅېږي. ښکاره خبره ده چې که ليکوالان په همدغو خاصو دايرو کې تاوېږي راتاوېږي نو هماغه يو شان خبرې به بيا بيا ليکي او تکراروي. نو خامخا به د لوستونکو زړونه ترې مړېږي او کوم نوښت به نه راپېدا کېږي. دغه حال زمونږ د مجلو هم دى او يوه ټولنيزه غميزه ورته ويلاى شئ.

مګر ليکوالان هم يواځې په دې خبره ځان نشي خلاصولى چې بس سمه ده که ټولنه او د ټولنې په کړه وړه باندې قابض څه خاص ډلې په يوه او بل نامه مونږ په همدې يوه دايره کې ساتل غواړي نو پکې پراته به يو. ليکوالانو له دغه دايرې ماتول دي او ټولنې ته د رڼا لاره ښودل دي. په دې کې د ټولنې هم خېر دى او د ليکوالانو هم کوم چې د ټولنې مازغه ګڼل کېږي. تاسې ښه پوهېږئ چې که مازغه فلج وي نو د وجود حالت څه وي؟